正在加载视频...

视频加载失败

د ملګرو ملتونو د بندیزونو نوملړ کې شامل د، لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په مشرۍ د یو پلاوی په مشرۍ د روسیې د تاتارستان کازان ښار ته روان شو څو د «روسیه او اسلامي نړۍ» تر عنوان لاندې د کازان په ۱۷مه نړۍواله غونډه کې...

13,691 次观看 • 4 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن سهار د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه،ماري سیمې ته ورسېد. سلیم چشمه ماري سیمې ته د اسلامي امارت د محترم رئیس الوزرا د رسېدو پرمهال د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف او یو شمېر نورو مقاماتو د نوموړي هرکلی وکړ. ورپسې د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمه کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره وکتل. په دې کتنه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا او د ترکمنستان ملي رهبر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې وکړې او هغه یې د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.

Hamdullah Fitratحمدالله فطرت

74,853 次观看 • 2 年前

د عدلیې پخوانی وزیر په کابل کې د لارې پر سر سبزي خرڅوي د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر او په پاکستان کې افغان سفیر اوس په کابل کي د اقتصادي ستونزو په خاطر په لاسي کراچۍ کي سبزي خرڅوي. عبدالرشید آرین په ۱۳۵۶ لمریز کال کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور نشراتي معین، د خلق ډیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پرمهال په ۱۳۵۷ کال کي په پاکستان کې د افغانستان سفیر او له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۶۰ کال پوري د افغانستان د عدلیې وزیر پاتې شویدی. نوموړی د خلق ډیموکراتیک ګوند د رهبري شورا غړی هم پاتې شویدی. ښاغلی آرین دامهال د کابل په زړو مکرویانو سیمه کې د خپل لمسي سره د لارې پر سر په لاسي کراچۍ کي سبزي خرڅوي، لمسی یې ښوونځي ته هم ځي. نو تاسو د آرین صاحب ژوند د افغانستان د تېرو چارواکو او په ځانګړي توګه د نیمې پېړۍ د حکومتونو له چارواکو،تنظیمي مشرانو،پارلیمان/ولایتي شورا وکیلانو،رییسانو،عادي قوماندانانو،د ګمرکونو عادي مامورینو،د چارواکو د سکرترانو/محافظینو…….،اوسنیو چارواکو،……….نږدې خپلوانو سره مقایسه کړئ.

Mohamad

26,357 次观看 • 1 年前