Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د هرات په جبرئيل کې د ننني لاريون د دريو شهيدانو له ډلې د دوو تنو جسدونه د «الله اکبر» شعارونو په بدرګې سره خاورو ته وسپارل شو. هرات کې نننی لاريون د طالبانو د امر بالمعروف لخوا د ښځو د نيولو او بندي کولو په غبرګون کې وشو....

16,386 Aufrufe • vor 2 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

په کراچي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، په دغه ښار کې د راحيلې په نوم يوه افغان مېرمن، د هغې ماشوم زوی او د هغې خاوند نصيب الله چې د تېرو دوو کلونو راهيسي د نشه يي توکو د لېږد په يو درواغجنه دوسيه کې يې زندان تېراوه، د دوی د وکيلانو په هلو ځلو خوشي شول خو د طالبانو سفارت د دې پر ځای چې د دوی مننه وکړي، د دې کار کريډيټ يې ځان ته ورکړ. دغه افغان مېرمن، د هغې ماشوم او خاوند د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د وکيلانو ظاهر مندوخیل، حبيب شاه مندوخیل او عرفان آغا په هلو ځلو خوشي شول او هم ورته د لارې کرايه هغوی ورکړل خو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت تېره ورځ وويل چې ياده مېرمن، د هغې ماشوم او خاوند دوی خوشي کړل او د لارې مصرف يې ورکړ. دغو پښتنو وکيلانو د نشه يي توکو دوسيه هم درواغجنه بللې خو د طالبانو سفارت او کونسلګرۍ څو ځله د پاکستان ادعا بدرګه کړه او دغه مېرمن، د هغې خاوند او ماشوم يې د نشه يي توکو په لېږد تورن وبلله. د طالبانو سفارت تر دې وړاندې هم څو ځلې هغه بنديان چې د کراچي او جنوبي پښتونخوا له يو شمېر زندانونو څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ وکيلانو په هلو ځلو خوشي شوي وو، د خوشي کېدو کريډيټ پخپل نوم کړی و. په وروستي ځل د پښتون ژغورنې غورځنګ وکيلانو د کراچي له زندان څخه د ۴۰ په شاوخوا کې افغان بنديان خوشي کړل په يو ملي بس کې يې واچول تر څو د چمن له لارې افغانستان ته ولاړ شي. خو په لار کې د طالبانو کونسلګرۍ بس موټر دراوه، عکسونه يې واخيستل او د کونسلګرۍ څخه يې رسمي اعلاميه کې وويل چې ياد بنديان دوی خوشي کړل او د يوه بس په مرسته يې د سپين بولدک له لاري افغانستان ته ولېږدول.

ZAWIA NEWS

24,417 Aufrufe • vor 1 Jahr