Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

د هېواد او ولس دې دښمن پېژندل او د دوي مقابل کې ملا تړل د با درکه او با احساسه خلکو کار دي.

32,893 просмотров • 1 год назад •via X (Twitter)

Комментарии: 2

Фото профиля Mohammad Ali
Mohammad Ali1 год назад

برو گوی از تری طالب از خوست رفتی.

Фото профиля Z hamid
Z hamid1 год назад

پنجاب پریږدئ راځئ لدې کندار حساب وغواړئ چې وطن یې په پنجاب خرڅ کړو. هسې بیځایه ډوزې مه وهئ.

Похожие видео

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني د پنجشېر ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی. د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لټون وایي، ښاغلي حقاني د پنجشېر د والي حافظ محمد آغا حکیم په دفتر کې له والي او ولایتي مسوولینو سره لیدلي او د خلکو د ستونزو، پراختیايي چارو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو او فرمانونو د پلي کېدو په اړه یې خبرې کړې دي. ښاغلي لټون ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر د پنجشېر د خلکو او ولایتي ادارې ترمنځ ښې اړیکې او همغږي مهمه بللې او ویلي یې دي چې د خلکو او ادارو نږدې اړیکې د ستونزو په ښه حل کې مهم رول لري. ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی چې پنجشېر ته به لا ډېره پاملرنه وشي، ځکه د ده په وینا، د دغه ولایت خلک له اقتصادي ستونزو او ځینو وروسته پاتې‌والي سره مخ دي او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. په دې لیدنه کې قومي مشرانو، علماوو، مخورو او د پنجشېر د مرکز او ولسوالیو د خلکو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې له وزیر سره شریکې کړې. حقاني پر ملي یووالي، ورورولۍ او ګډې همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د پنجشېر د خلکو د یووالي او همغږۍ د له منځه وړلو هڅه وکړي.

1TVNewsAF

10,671 просмотров • 9 дней назад