Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د پاسپورټ درېیو نویو څانګو ته د نوملیکنې په تړاو د پاسپورټ لوی ریاست وضاحت!

10,174 Aufrufe • vor 2 Jahren •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

پر تورخم فرضي لاره د پاکستان د پاسپورټ ټاپې کولو برخه کې پاکستاني مامورين قصداً بېروبار جوړوي تر څو افغانان پيسو ورکولو ته مجبوره کړي. دغلته ښځې، نارينه او ناروغان ګډوډ په ساعتونو انتظار کوي تر څو پر پاسپورټونو يې ټاپې ووهل شي. زاويه نيوز ته له تورخم څخه يو مسافر د نن ورځې د دې تازه ويډيو په لېږلو سره وويل، د پاسپورټ ټاپه کولو مامورين قصداً د خلکو پاسپورټونه په ځنډ ټاپه کوي تر څو خلک زيات شي او دوی پيسو ته لاره جوړه کړي. نوموړی وويل، د يوه پاسپورټ ټاپه کولو پر سر له ۵ تر ۱۰ زره روپۍ اخيستل کېږي. دلته افغانې مېرمنې د پاسپورټ ټاپه کولو لپاره مجبورې دي چې د خلکو په مينځ کې ځان غرفې ته ورسوي. په ويډيو کې ليدل کېږي چې په رش کې د ګيرې يوې مېرمنې له سر څخه پوړنی د خلکو پښو ته لوېږي. دغه مسافر همدا راز وويل، په تورخم کې د ناروغانو لپاره ځانګړو شويو ويزو لرونکو څخه پاکستان ته د تګ لپاره له ۵۰ تر ۶۰ زره کالداري اخيستل کېږي او پرته له پيسو ورکولو پر دغو ويزو اجازه نه ورکول کېږي.

ZAWIA NEWS

24,647 Aufrufe • vor 1 Jahr