Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

د ډرون په ذریعه لیري پرتو پوستو ته د څښاک د اوبو رسول.

117,729 просмотров • 6 дней назад •via X (Twitter)

Комментарии: 3

Фото профиля Jamal Khan
Jamal Khan6 дней назад

ددې ویډیو څه ضرورت وو

Фото профиля M.Sadaqat Mughal
M.Sadaqat Mughal6 дней назад

Bandar k hath me teli. Matchstick in hand of monkey

Фото профиля ملا فتح الله
ملا فتح الله6 дней назад

په مور مو غڼ ومنډم چی علم مباح وی اوس به مو اوبه د مینا په کوس کی راوړلی اول د خپل هیبتی سره جهاد وکړی چی آینده نسل یی ټول بیسواده کړو

Похожие видео

تېره شپه د سخت باران له امله د غزني ښار په سیندونو کې اوبه راډېرې شوې. د شپې په تیاره کې د اوبو شور او چټک بهیر وېروونکې منظره جوړه کړې وه؛ یو شمېر خلک له کورونو راوتلي وو، له نږدې یې د اوبو ننداره کوله او د احتمالي سېلابونو راوتلو اندېښمن کړي وو. ځايي خلکو ویل، د خوګیاڼو ولسوالۍ له لوري د باراني اوبو کچه لوړه شوې وه او وېره موجوده وه چې اوبه د غزني ښار ځینو سیمو ته ورسېږي. د معلوماتو له مخې، د اوبو یوه لاره د کډوالو ښارګوټي ترڅنګ تېرېږي، له قلعه قدم سیمې څخه د بلخ دروازې ترڅنګ د کابل–کندهار پر عمومي لویه لاره اوړي او وروسته د قلعه نو او پیرزادې سیمو ته رسېږي. د اوبو بله لاره بیا د سیاقول له لارې د غزني ښار قلاتي او غیب قلندر سیمو ته غځېدلې ده. سیمه‌ییزو چارواکو هم د وضعیت د څار او احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی و او له خلکو یې غوښتي وو چې سیندونو او سېلابي لارو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

Pajhwok Afghan News

12,919 просмотров • 2 месяцев назад