Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

د ښونځیو او پوهنتونونو، په تېره بیا د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو دریځ دغه دی چې تاسې یې اورئ، خو تاسې ځان تېرباسئ. تاسې فکر کوئ چې باید هره خبره د طالبانو ویاند ووایې او یا یې ولیکي، بیا به یې تاسې د دوی د...

33,131 views • 1 year ago •via X (Twitter)

11 Comments

فهیم افغان🇦🇫👊's profile picture
فهیم افغان🇦🇫👊1 year ago

مولانا صیب دا خرافاتی چې هر څوک دې داسې معلومیږې چې په هیرامنډی کې د ډیرو نارینو نه پیدا شوې دې او خپله یې لواطت هم کړې تا ورته په دا جاهل منطق وغیم

FANCO's profile picture
FANCO2 years ago

NEW OFFICIAL COLLABORATION ALERT! Get your PERSONALIZED @MHAOfficial Japanese hanko stamps at for yourself, friends and family! #fanco #mha #MyHeroAcademia

AKRAMIM123$'s profile picture
AKRAMIM123$1 year ago

چی دا بیا د کوم شیطان زوی دی ؟

Jāhāngīr Šinwārī's profile picture
Jāhāngīr Šinwārī1 year ago

طالبان او اسلاميان (کندهاريژيم) د افغانستان کافران دي ، دوی له هر څه منکر دي ، يواځې د خپل محدود قلف ذهن چې يواځې يوه منجمده حيوانيت ډبره ده پخپلو سرونو او د ټول بشريت په سرونو ، عزتونو ، مالونو او ژوند وهي . دوی د واکمنۍ لپاره کله کندهارۍ ته خلطې وراغوندي او کله چوتئ ترې وباسي

Amin Jan's profile picture
Amin Jan1 year ago

طالبان خوارج دي ښځې ښوونځي ته د تللو، پوهنتون ته د داخلېدو، یا کار کولو څخه منع کول نه یوازې د اسلام روح ته مخالف کار دی، بلکې د رسول الله ﷺ د سنتو خلاف هم دی. خو د نارینه او ښځینه‌وو تر منځ د اسلامي آدابو رعایت باید وشي – دا د ټولنې د پاکوالي، احترام او برکت لپاره مهم دی.

ثاقب's profile picture
ثاقب1 year ago

داجاهل دی دده دافکردی چی بس ټولی ښځی په مکتبوکی کو...ورکوی افسوس ستاپرفوهی ندی خبری دسړیدی نه دسړی زویی

Proud Afghan's profile picture
Proud Afghan1 year ago

د خر کندهاري ملا همدومره عقل او منطق وي.

Heart of Asia 🌏 𝕏's profile picture
Heart of Asia 🌏 𝕏1 year ago

په دې کې شک نشته چې د دې جاهلانو حکومت به یوه ورځ له مینځه ځي، خو زه له هغې ورځې ویریږم چې الله مه که څوک به په نوم ملا ژوندی پرینږدي، څوک به د مدرسې طالب ژوندی پرینږدي، ځکه چې افغانان یوه خبره کوي وایي؛ د هغه له ظلم څخه دې الله وساته چې ظلم پرې شوئ وي. الله دز رمونږ وطن آباد لري

ابو بكر's profile picture
ابو بكر1 year ago

چی چیرته کندهاری دی داسی جاهل دی

Abdullah🇦🇫🇦🇫's profile picture
Abdullah🇦🇫🇦🇫1 year ago

مفهوم از این لوده این بود که اگر این طالب خواهره خود را به مکتب راوان کند خواهریش بیراه می‌شود به نظره من قصوری مادریش است غلط تربیت داده باشد 🇦🇫

Shinwari🇦🇫's profile picture
Shinwari🇦🇫1 year ago

هيبتولا او ټول ټالب جاهله ډلي همدا نظر دي.

Related Videos

پاکستان بېرته خپل پخواني نقش ته ستون شو، د داعش او القاعده غړي به نیسي او امریکا ته به یې سپاري، لري نه ده چې یو ځل بیا د طالبانو په سر سودا وکړي، په خپل او پردي نوم یې امریکایانو ته وسپاري. موږ تل ویلي چې دا ډالري جګړې دي او د پاکستان اقتصاد هم جنګي اقتصاد دی، په سیمه کې د جهاد په نامه افراطي ډلې هم جوړوي او بېرته یې د تروریست په نامه پلوري هم. ویاند صیب وایې چې په بلوچستان، مستونګ سیمه کې د داعش لپاره د پاکستان پوځ په ملاتړ یو مرکز او روزنځای جوړ شوی او داسې مالومېږي چې دوی داعش د خپلې وسیلې په توګه استفاده کوي. ویاند صیب! تېره ورځ یې مجاهدین او پرون یې تاسې د وسیلې په توګه استفاده کړئ، نن داعش، سبا به بله ډله استفاده کوي او افغانستان به تخریبوي، تاسې ولي پرون له دې خبرې انکار کاوو چې د پاکستان وسیله او لاسپوڅې نه یاست؟ هغوی چې د جګړې علم او لګښت نه لري، له مادي او معنوي پلوه په ځان بسیا نه وي، تل د نورو د اهدافو لپاره د وسیلې په توګه کارېدلي او کارېږي. حقیقتونه ترخه دي، خو د افغانستان د جګړې په نیابتي اړخ باید اعتراف وشي، چې د ستونزې بین الافغاني حل ته په اسانۍ ورسېږو.

Rahmatullah Andar🇦🇫

55,934 views • 1 year ago

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 views • 1 month ago

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,282 views • 11 months ago

د ولسمشر غني وروستې دریځ ته د طالبانو رسمي غبرګون واورئ او بیا قضاوت وکړئ چې ایا له طالب سره ګډ کار کیدای شي؟ ایا هغوی د چا کار، رایې او نظر ته درنښت او اړتیا لري؟ او… زه خپله په دې باور وم او یم چې طالبان له ځانه پوره دي، د هیچا مشورې او کار ته اړتیا نه لري، بلکې یواځې ځان اهل کار ورته ښکارېږي. د ولسمشر وروستی دریځ د اتمام حجت لپاره، مناسب ګام و، خو له دي وروسته هم چې څوک طالب ته مشورې ورکوي او یا په دي تمه ناست یې چې طالبان به ملت او ولس ته مراجعه وکړي، په ځان ، ولس او ملت ملنډې وهي. هغوی چې د افغانستان په سیاست کې مطرحي څېرې وي او یا ځان ګڼي، دوه لارې لري، یا به د عفوي کارت اخلي، له مسولیته به ځان خلاصوي، د کرزي صیب، ډاکتر صیب عبدالله او امثالهم په څېر به ارام ژوند کوي اولادونو ته به یې په بهرنیو مکاتبو او پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره وي، د زکام د درملنې لپاره به هم بهرنیو هېوادونو ته د سفر امکانات لري او یا به مسؤلیت مني او روان بحران ته به د حل لار پیدا کوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

41,445 views • 9 months ago

تاسې څوک یاست چې افغانانو ته عفو کوئ؟ عفو باید تاسې وغواړئ. عفو باید ولس تاسې ته وکړي. پاتې شوه د راستنېدو خبره. وطن یوازې خاوره نه ده، وطن یوازې سرحد، غرونه، کلي او کوڅې نه دي. وطن عزت، وطن فزیکي، فکري او رواني امنیت دی، وطن عدالت او حق دی. د اختر په پیغام کې د طالبانو رئیس الوزرا وايي چې ملا هبت‌الله ټولو ته عفو اعلان کړې او ټول مخالفین دې هیواد ته راستانه شي. کومې ډلې چې شپه او ورځ زموږ هیوادوال شهیدان کړي، نن موږ ته د عفو وړاندیزونه کوي. تاسو موږ ته د څه شي عفو کوئ؟ د دې لپاره چې کلونه مو ووژلو؟ زموږ په وینو مو د کلیو او ښارونو ویالې روانې کړې؟ په قرانکریم کې مو ماین کېښود، جوماتونو کې مو ځانمرګي بریدونه وکړل، ښوونځي مو وسوځول، په روغتونونو مو بریدونه وکړل، لاري کوڅې مو ناامنې کړې، د انساني کرامت او د افغانانو د عزت توهین مو وکړ , خو نن، په سپینو جامو کې ولاړ یاست، ځانونه سپېڅلي او پاک معرفي کوئ، او پر ولس احسان کوئ چې عفو مو درته کړې. د ولسمشر غني خبره، دوی څوک دي چې موږ ترې عفو وغواړو؟ یا پر موږ د عفو احسان وکړي؟ هر هغه فرد او ډله چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي، هغوی باید له افغان ولس عفو وغواړي, نه برعکس. طالبانو،‌ په یاد مو دي چې هر اختر، هر نوی کال، هر روژه او هر مهمه غونډه کې به ولسمشر کرزي او غني ویل: راشئ، وژنه ودروئ، خپل وطن ته راشئ، د سولې خبرې وکړئ. خو تاسې حتی اوربند هم نه کوه. د رژوې په میاشت کې به مو په بریدونو کې سلګونه بې ګناه افغانان شهیدان کړل.‌ له دې هر څه سره سره افغانانو بیا هم تاسې سره سولې ته غاړه کېښوده خو تاسې له امریکا سره سوله وکړه او په افتخار به مو ویلې چې په میاشتو میاشتو مو یو خارجي نه دی وژلی. ستاسې دوښمني پرون او نن له افغانانو سره وه. پاتې شوه وطن ته د راتګ خبره چې تاسې یې تل کوئ او ستاسې پلویان یې هم ډېره ښه بدرګه کوي. وطن د یوې پټې استخباراتي ډله په لاس کې دی چې ځان ملت ګڼي او ولس مخالف. وطن د استبداد، شکنجې، غیابت، سانسور، تعقیب، د ښځو د بندیزونو، د عدالت نشتوالی، د بیان چوپتا نوم نه دی. بیا هم وایم چې وطن یوازې خاوره او سرحدونه نه دي. وطن هغه دی چې په کې فکري ازادي وي، عدالت وي، ولس واکي وي او هر شخص یې پرته له مذهبې، قومي او عقیدوي توپېره خپل وګڼي. دا هر څه تاسې له ولسه اخیستي او خپل استبداد ته مو دوام ورکړی. په دې ډول دوام نه شئ کولای. دا اوس مو هم هر کار او خبره د خپلې ډلې د بقا لپاره ده، نه د افغانستان د بقا لپاره.‌ که واقعا د افغانستان بقا غواړئ ولس واکي رامنځ‌ ته کړئ له مخالفینو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړئ. له ولسه مشروعیت تر لاسه کړئ. #Afghanistan #EidulAdha2025 #Taliban Hamid Karzai Ashraf Ghani #TruthToPower

Ismail Miakhail 🇦🇫

14,230 views • 1 year ago