Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

د کابل ــ کندهار لویې لارې موټر چلوونکي او مسافر د دې لویې لارې له ښه امنیت څخه خوښي څرګندوي.

26,342 views • 8 days ago •via X (Twitter)

1 Comments

basir azizi's profile picture
basir azizi7 days ago

Amplification in the logistics, patrols,training enlistments maximally will generate jobs, GDP,advance equipments,radar,defense systems contribute in peace laws,orders,justice,stability,healthpromotes wages& incomes income,wealth,prosperity, soverignety,locally,globally.

Related Videos

د کابل - کندهار لويې لارې د مسافر وړونکو بسونو چلوونکي وايي، طالبان پر دې لاره د ترافيکي پېښو د کنټرول لپاره د معقولې او هر اړخيزې واقعي حللارې لټولو پر ځای ټول نمايشات کوي او فشار يوازې پر دوی راوړي. موټر چلوونکي شکايت کوي، چې پر دې لويه لار طالب جنګيالي ورسره بد چلند کوي او دوی ډبوي. دغه ويډيو تېره ورځ په غزني کې د يو ورته روايت د ثبوت لپاره ثبت او زاويه نيوز ته رسېدلې ده. موټر چلوونکي وايي، پر دې لويه لار د ترافيکي پېښو رامنځته کېدو ټوله پړه او د طالبانو ټول تياری او د مخنيوي اقدامات يوازې او يوازې د موټر چلوونکو بې عزته کول او وهل دي: «دا لويه او مهمه تجارتي لار وګوره او پرې شپه او ورځ يو طرفه تګ راتګ. د کابل - کندهار سړک دويم لين ولې نه جوړېږي؟ دا د ټول پلازا پيسې څه کېږي؟ هر چاته ولې لایسنس ورکول کېږي؟ له پاکستاني لاس موټرو يې وطن ډک کړی، هر څوک ورته کېني او پر دې لاره يې خوشې کړي. تجارتي او مسافر وړونکي موټر ولې په يوه وخت پر دې سړک پرېښودل کېږي؟ يوازې دا زموږ موټر تخنيکي چک کېږي او که دا نور موټر هم تخنيکي چک کېږي، چې څوک بتۍ نلري او د چا برېک کار نه کوي او د چا خو لا په ژوند کې اول ځل پر دې لاره سفر وي او پخپله موټر چلولو ته ناست وي. زموږ موټر چلوونکي خو هم دې حادثو کې مري، موږ ځانته پخپله مرګ خوښو؟ موږ هم کورنۍ او اولادونه لرو. دا ټول عوامل په نظر کې نه نيول کېږي او يوازې فشار پر موږ راوړل کېږي او بې عزته کېږو.» دغه موټر چلوونکي وايي، د کابل - کندهار - هرات پر لويه لار د ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره هر اړخيزې حللارې او تګلارې ته اړتيا ده، چې موږ موټر چلوونکي، طالب مسوولين او پر دې لاره تګ راتګ کوونکي ټول پکې مسوول وګرځي: «موټر سايکل سپاره هم زما پر لين روان وي او خرګاډي هم. تېل هم په همدې وخت روان وي او مسافرين هم. حکومت په معقوليت کېږي، يوازې ټوپک ته حکومت نه ويل کېږي.»

ZAWIA NEWS

18,216 views • 1 year ago