Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

د کابل پر یوه روغتون د تېرې شپې برید سخت خواشینوونکی او د غندنې وړ دی. دا یو ښکاره ظلم او د انسانیت خلاف عمل دی. روغتون د ژوند د ژغورنې ځای دی، نه د جګړې هدف. بې‌ګناه خلکو ته زیان رسول هېڅ توجیه نه لري. د قربانیانو له...

18,952 просмотров • 6 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

وآؤرئ او ویښ شئ شبر زیدي د پاکستان د FBR مشر و د افغانستان په اړه چې کوم فکر لري دغه فکر مکمل پنجابیان لري. کله چې یو پخوانی لوړپوړی پاکستانی چارواکی د کابل او کندهار د بېلتون، د پښتون او غیرپښتون په نوم د افغانستان د وېش، او د افغانانو د «کنټرول» خبره کوي، پوښتنه دا ده چې ولې افغانستان تل د قوم، ژبې، سمت او جغرافیې په کرښو د ټوټه کولو له تصور سره مخ کېږي؟ افغانستان کابل او کندهار نه دی؛ افغانستان یو هېواد دی. کندهار د کابل دی او کابل د کندهار. هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، پکتیا، بامیان، هلمند او ټول ولایتونه د یوه وطن برخې دي. پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، نورستانی، پشه‌یي او د دې خاورې نور ټول خلک د افغانستان ګډ مالکین دي. هېڅ بهرنی سیاستوال حق نه لري چې زموږ د وطن نقشه د قومونو په نوم ووېشي. د تېرو څو لسیزو تر ټولو دردناک درس دا دی چې هر ځل افغانان د قوم، ژبې، سمت، مذهب او سیاسي نومونو پر اساس یو د بل پر وړاندې ودرول شول،تاوان او تباهي یې افغانستان ته ورسېد ګټه یې دشمن ته. کورونه د افغانانو وران شول، اولادونه یې ووژل شول، کډوال افغانان شول او نسلونه یې له تعلیم او پرمختګه پاتې شول؛ خو د سیمې د نفوذ سیاستونه دوام پیدا کړ. نن هم خطر همدا دی. که څوک د پښتون په نوم تاجک ته د دښمن په سترګه ګوري، یا د تاجک په نوم پښتون ته؛ که څوک شمال د جنوب پر وړاندې او کابل د کندهار پر وړاندې دروي، په عمل کې د افغانستان د تجزیې لپاره فکري زمینه برابروي. د افغانستان د سیاست تر ټولو خطرناک شعار هغه دی چې افغان ته وایي: ستا اصلي دښمن ستا بل افغان ورور دی. هغه افغانان چې د بهرنیو قدرتونو د سیالیو لپاره خپل وطنوال د قوم، ژبې او سیمې په نوم پاروي، باید پوه شي چې د دې لوبې پای د هېڅ افغان په ګټه نه دی. که جګړه بیا بلېږي، اور به یوازې د یوه قوم کور نه سوځوي؛ ټول افغانستان به سوځوي. افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې دومره وینه ورکړې چې نور باید د پردیو د ستراتیژیکو حسابونو د تصفیې میدان نه شي. که نن بیا څوک وسله‌وال، جنګسالاران، افراطي ډلې یا د واک تږي کسان د یوې نوې نیابتي جګړې لپاره راټولوي، افغانان باید د هغوی د شعارونو تر شا هدف وویني. هر څوک چې د بهرني ملاتړ په تمه د افغان پر وړاندې ټوپک پورته کوي، باید وپوښتل شي: د دې جګړې ګټه به چا ته رسېږي او جنازې به د چا کورونو ته ځي؟ د شبر زیدي خبرې ځکه د بحث وړ دي چې موږ ته یو خطرناک تصور راښيي: افغانستان باید کمزوری، متفرق او د نورو تر نفوذ لاندې وي. د دې تصور پر وړاندې ځواب باید بله قومي جګړه نه وي؛ ځواب یې باید ملي یووالی، سیاسي شعور او د افغانستان پر بشپړې خپلواکۍ ټینګار وي. نه کابل د چا تر کنټرول لاندې دی، نه کندهار د چا د ملکیت برخه ده او نه پنجاب حق لري د افغانستان لپاره د واک حدود وټاکي. افغانان د چا غلامان نه دي چې څوک پرې بحث وکړي څومره آزادي باید ورکړل شي!؟ زموږ اختلافات شته، زموږ سیاسي ستونزې شته او زموږ د تېرو حکومتونو او اوسنیو واکمنانو په اړه سختې نیوکې هم شته؛ خو دا ټول د افغانانو خپل بحث دی. هېڅ بهرني لوري ته دا حق نه ورکوي چې زموږ د قومي اختلافاتو په ژورولو سره زموږ د وطن د برخلیک نقشه جوړه کړي. افغان باید بالاخره دا یوه جمله په عمل کې ثابته کړي: له بدخشانه تر کندهاره، له هراته تر ننګرهاره، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ نه یې قومونه د وېش کرښې دي، نه یې ولایتونه جلا هېوادونه، او نه یې راتلونکی د بل هېواد د نفوذ ملکیت دی. پنځوس کاله جګړه بس ده. پنځوس کاله پردۍ اجنډاوې بس دي. پنځوس کاله د افغان په لاس د افغان وژل بس دي. که افغانستان ژغورل کېږي، د پښتون په یوازېتوب نه ژغورل کېږي، د تاجک په یوازېتوب نه ژغورل کېږي، د هزاره او ازبک په یوازېتوب نه ژغورل کېږي؛ افغانستان یوازې د خپلو ټولو خلکو په یووالي ژغورل کېږي. کوم خلک چې د پاکستان لمنې ته ځانونه غورزولي هغوی باید د همدې ویډیو څخه درس او عبرت واخلي

Qari Eisa Mohammadi

14,931 просмотров • 1 месяц назад