Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور اووم تلین په نمانځغونډې کې: تکبر پدې لحاظ چې زه شیخ الحدیث یم، زه عالم یم،ما جهاد کړی،ته څه کاره یې، ته خو یو عادي امي یې، ږیره دې نشته، څېره...

31,621 Aufrufe • vor 3 Jahren •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

اښه تاسي او خدای دا وډیو وګوری: ماته وایاست چې ته د اسلام مخالف یې! زه مطلق د دې انډوخر مخالف یم چې تاسي یې په دې وډیو کې ګوری: که مدرسه بنده شي دا ټول ماشومان به د مور غیږې ته لار شي او که مور ونلري خپلوان یې اخلي او که خپلوان یې هم نه اخلي او یتیمان دي نو یتیم خانې ته به لار شي او مکتب کې به شامل شي، انجینران یا ډاکتران به ترې جوړ شي، خو تاسي او خدای دا د قاتلینو روزنه نده څه ده؟ دا ماشومان که په همدا رقم لویان شي بیا ته د انسانیت خبره ورته کولی شې؟ ستا اولاد چې تا په ګرمه کوټه او میوو رالوی کړی کولی شي چې دده سره د انسانیت خبره وکړي؟ که دا ماشومان رالویان شي او ستا اولاد ته ووایي چې ته ولي داسي په ناز رالوی شوې او ډاکتر شوې او زه ولي داسي په خیرات رالوی شوم او نن بې مسلکه یم ته به څه ورته وایې؟ مدرسې څخه یې وباسئ مکتب کې یې شامل کړی چې ژوند جوړ کړي ځکه انسان که ژوند جوړ نکړ اخرت هم نشي جوړولی، دا که سبا به ځان بم وتړي نه یې د اسلامي نظام او نه یې د اسلام لپاره تړي بلکې د دې وضعیت څخه یې د خلاصون او جنت ته تګ لپاره تړي، ځکه دی خو یې د همدې ماشومتوب څخه غولولی چې په دې لاره جنت ته ځې! د طالبانو ټول انتحاریان همدا ډول روزل شوي! د طالبانو یوه انتحاري هم انتحار د امارت د قیادت او اسلام لپاره ندی کړی بلکي د دې وضعیت څخه یې د خلاصون لپاره کړی چې دا دنیا یې خرابه ول، دې وضعیت ته ملا ورسوی او بیا یې ورته وویل چې په ځان بم وتړه چې اخرت دي سم شي مدرسې چپه کړی کنه “اسلام” او “انسانیت” درته شرموي!

NOORZAI

13,310 Aufrufe • vor 10 Monaten

زه چې کله هم د اسلامي امارت او امیرالمؤمنین حفظه‌الله په دفاع کې څه ولیکم نو مغرض او بې‌ریښې کسان راپېښ شي کمنټونو کې ناوړه خبرې کوي، حتی تر ناموس پورې سپکاوی راته کوي. خو زه هغه خبیثانو ته چې ماته کمنټونو کې ناموسي کنزلې کوي دا وایم چې زه لکه تاسو په شان سپک او رزیل نه یم چې ستاسو کورنۍ ته سپکاوی وکړم ، الحمدلله لوی رب رباندې فضل کړی مسلمان او مجاهد یې پیدا کړی یم. د مجاهد له اخلاقو سره نه ښایي چې د هر سپي غپا ته دې ځواب ووایي. خو هغه دومخو ته ! چې ځانونه یې د یو څو ناچیزه ټویټري پوسټونو تر شا پټ کړي او ځانونه د اسلامي امارت خواخوږي بولي! خو په حقیقت دوي د نظام اصلي مخربین دي . بچیانو! تاسو یو یو پیژندل شوي یاست . یا به اصلاح کیږی او له مطبوعاتي بغاوته لاس اخلی او زموږ د امیر او نظام سپکاوی به نه کوی او یا د هغه فاحشو په برخلیک به اخته کیږی چې تاسو ته یې د مطبوعاتي بغاوت جرئت درکړی وه. ښه یې په بوڅو غوږو واوری! دا مې نظام ده عزت مې ده امیرمې سره کرښه ده. شپاړس کاله مې د اسلامي نظام د تحفظ لپاره، د سنګرونو خاورې خوړلې دي. زه نه چاپلوس یم، نه معامله‌ګر. زه چې نن دفاع کوم، دا د شخص لپاره نه ده. دا د دین او غیرت، وجیبه ده. د اسلامي امارت عزت زما عزت دی، او که څوک ددې نظام د تخریب هڅه کوي شخصا زه دا اجازه نه ورکوم نوټ : ویډیو د جهاد د وخت د تعرض او مجاهدینو ته د شپې دوربینانو (لیزر) زدکولو وخت ده. دا مې زکه نشره کړه چې دا دوه مخي ښه وپوهیږي چې زه لکه دوي د منصب ، پیسو یا د چا د خوښۍ لپاره دا مبارزه نه کوم او زه نه مطبوعاتي مبارز یم بلکه الحمدلله مجاهد یم چې د ټوپک تر څنګ کې د قلم حق هم اداء کړی .
1:31

Sensitive content

زه چې کله هم د اسلامي امارت او امیرالمؤمنین حفظه‌الله په دفاع کې څه ولیکم نو مغرض او بې‌ریښې کسان راپېښ شي کمنټونو کې ناوړه خبرې کوي، حتی تر ناموس پورې سپکاوی راته کوي. خو زه هغه خبیثانو ته چې ماته کمنټونو کې ناموسي کنزلې کوي دا وایم چې زه لکه تاسو په شان سپک او رزیل نه یم چې ستاسو کورنۍ ته سپکاوی وکړم ، الحمدلله لوی رب رباندې فضل کړی مسلمان او مجاهد یې پیدا کړی یم. د مجاهد له اخلاقو سره نه ښایي چې د هر سپي غپا ته دې ځواب ووایي. خو هغه دومخو ته ! چې ځانونه یې د یو څو ناچیزه ټویټري پوسټونو تر شا پټ کړي او ځانونه د اسلامي امارت خواخوږي بولي! خو په حقیقت دوي د نظام اصلي مخربین دي . بچیانو! تاسو یو یو پیژندل شوي یاست . یا به اصلاح کیږی او له مطبوعاتي بغاوته لاس اخلی او زموږ د امیر او نظام سپکاوی به نه کوی او یا د هغه فاحشو په برخلیک به اخته کیږی چې تاسو ته یې د مطبوعاتي بغاوت جرئت درکړی وه. ښه یې په بوڅو غوږو واوری! دا مې نظام ده عزت مې ده امیرمې سره کرښه ده. شپاړس کاله مې د اسلامي نظام د تحفظ لپاره، د سنګرونو خاورې خوړلې دي. زه نه چاپلوس یم، نه معامله‌ګر. زه چې نن دفاع کوم، دا د شخص لپاره نه ده. دا د دین او غیرت، وجیبه ده. د اسلامي امارت عزت زما عزت دی، او که څوک ددې نظام د تخریب هڅه کوي شخصا زه دا اجازه نه ورکوم نوټ : ویډیو د جهاد د وخت د تعرض او مجاهدینو ته د شپې دوربینانو (لیزر) زدکولو وخت ده. دا مې زکه نشره کړه چې دا دوه مخي ښه وپوهیږي چې زه لکه دوي د منصب ، پیسو یا د چا د خوښۍ لپاره دا مبارزه نه کوم او زه نه مطبوعاتي مبارز یم بلکه الحمدلله مجاهد یم چې د ټوپک تر څنګ کې د قلم حق هم اداء کړی .

شهاب لېوال Shahab lewal313

19,583 Aufrufe • vor 1 Jahr

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,365 Aufrufe • vor 11 Monaten

د راشد خان د قضیې په اړه د شیخ صاحب د دریځ د ناسم معلوماتو وضاحت او د اسلامي نظام د دفاع منطق په دې کې هېڅ شک نشته چې شيخ صاحب محترم ډېر ښه انسان دی او که د ده علمي او تحقيقي سابقه وڅېړو نو ډېره پراخه ده خو په همدې مسئله کې زه په بشپړ ډول يقين لرم چې شيخ صاحب ته د موضوع ټول حقیقت نه دی معلوم تر ټولو لومړی که وګورو رشید خان اول دي پېژني نه حتی په ویډیو کې څو څو ځله پوښتنه کوي چې: “راشد څوک دی؟” دا خپله دې ته اشاره ده چې موضوع پرې نه ده روښانه دوهمه خبره دا ده چې که شيخ صاحب ته اصلي حال معلوم وای ښايي ده به د دې پوښتنې ځواب په همدې انداز نه وای ورکړی اوس راځو بعضي پوښتنو او جوابونو ته تر هر څه مخکې: شيخ صاحب مبارک یوه حدیث ذکر کړې ده. شيخ صاحب یې تشریح هم کړې ده، زه به هم لږه تبصره پرې وکړم شيخ صاحب چې کوم حدیث بیان کړی، په هغه کې راغلي چې د خلکو په شاته تجسس مه کوئ، یعنې د دې نیت سره د بل بدۍ پسې مه ګرځئ چې د هغه بد کارونه پیدا کړم او بیا یې خلکو ته ښکاره کړم خو دلته خبره برعکس ده؛ راشد خان خپله مېرمن په بې‌پردګۍ سره رسنیو ته وړاندې کړې ده. دلته چا تجسس نه دی کړی، بلکې دی خپله د دې کار سبب ګرځېدلی دی دوهمه خبره دا ده چې که اسلامپالو مبارزينو د راشد خان خلاف غږ پورته کړی، مقصد دا نه و چې د راشد خان سپکاوی وکړل شي بلکې اسلامپالو ملګرو خپل اسلامي نظام دفاع کړی صرف دا خبره کړې چې راشد خان تاسو ته همدا حکومت تنخوا درکوي همدا حکومت تاسو سپورټ کوي او همدې حکومت د همدې شرعي اصولو لپاره شل کاله جګړه کړې قربانۍ یې ورکړي او شهیدان یې ورکړي دي نو صرف حق ويل شوي تجسس نه دی کړی اوس ځینې خلک د شيخ صاحب ویډیو خکته پورته کوي او وایي چې تاسو غلط وئ، شيخ صاحب داسې وایي. وروره! شيخ صاحب هر څه چې ویلي، هغه د خپل فکر او د هغه حدیث له مخې ویلي چې ده لوستلی. په دې مسئله کې چې د راشد خان ده، ده ته بشپړ حقیقت نه دی معلوم. زه په يقین سره وایم: که شيخ صاحب ته دا ریښتینی حال معلوم شي چې اسلامي نظام، شرعي نظام، او د دې ټولو باوجود راشد خان په نړیوال سټېج داسې کار کړی، نو زه په باور سره ویلی شم چې شيخ صاحب به پر ده فتوی هم ورکړي او له خپل پخواني موقف به هم رجوع وکړي. او زه دا خبره تاسو ته عملاً ثابته کوم. اوس لږ بوخت یم، ان شاءالله چې خپل ځای ته ورسېدم، زه پخپله له شيخ صاحب سره اړیکه نیسم او ټول جزئیات به ورته بیان کړم. بیا به تاسې ووینئ چې څنګه به رجوع کوي او د هغه خلاف فتوی ورکوي

عبدالحق الأفغاني

16,671 Aufrufe • vor 9 Monaten

ملا هبة الله اخوند یې دریځ ته په داسې صفاتو را وبلل چې انانسر د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو نومونو سره دومره صفات نه دي یاد کړي. تقریباً دوه دقیقې یې مخ پټی امیر چې ولس یې په وجود اوعدم کې لا هم شکمن دی، په داسې صفاتو وستایل چې د هغه په عملي ژوند کې یا بېخې نه او یا ډېر لږ لیدل کېږي. زه دې ته هک پک شوم چې لږ تر لږه خپله ملا هبة الله اخوند هم دغسې بې ځایه ستاینه مکروه ونه ګڼله او نه یې د تقوا خلاف عمل وبلل، په داسې حال کې چې د مداحي او چاپلوسي په مذمت کې صحیح او صریح احادیث راغلي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذا رأيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب/ کله چې تاسې چاپلوسان ووینئ، نو خاورې یې پر مخ وشیندئ. رواه مسلم. له ابو معمر رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: «قامَ رَجُلٌ يُثْنِي عَلَى أَمِيرٍ مِنَ الأُمَرَاءِ ، فَجَعَلَ الْمِقْدَادُ يَحْثِي عَلَيْهِ التُّرَابَ ، وَقَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ نَحْثِيَ فِي وُجُوهِ الْمَدَّاحِينَ التُّرَابَ.» رواه مسلم. یو سړی د یو امیر ستاینه کوله، نو مقداد رضي الله عنه پرې خاورې شيندلې او ویې ویل: رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی چې د چاپلوسانو پر مخ خاورې وشیندو. تاسې ویډیو واورئ، له تعصب او مخالفت پرته ووایاست چې کوم صفات په ملا هبة الله اخوند کې شته، سره له دې چې د هغه هویت هم په بشپړ ډول مالوم نه دی. انانسر ملا هبة الله اخوند د څوارلسم قرن مجدد بللی، تاسې پوهیږئ چې مجدد چا ته ویل کېږي؟ د "تجدید" اصطلاح په حقیقت کې د نبي کریم ﷺ له دې حدیث څخه اخيستل شوې ده: «إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا.» الله تعالی د دې امت لپاره د هرې سلیزې په سر کې یو څوک رالېږي/پیدا کوي، چې د دوی دین تجديد کړي. تجدید په دې مانا چې دین بېرته هغه حالت ته ستون کړي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې و، که د وخت په تېرېدو په ناسم ډول تفسیر شوی او تعبیر شوی وي، بېرته یې اصلي حالت ته وګرځوي. په اسلامي امت کې هغو علماوو ته چې غوره تصنیفات یې کړي، په دین کې یې د بدعاتو او خرافاتو مخنیوی کړی، د مجدد لقب کار شوی دی. د بېلګې په توګه امام حسن بصري، امام شافعي، امام بخاري، امام غزالي، امام فخرالدین رازي رحمهم الله ته د مجدد لقب کار شوی دی. په څوارلسمه پېړۍ کې شیخ محمد ناصرالدین الباني او شیخ محمد الغزالي رحمهما الله ته هم د مجدد لقب کاریدلی دی. شيخ محمد ناصر الدين الباني تقریباً ۱۱۲ کتابونه تصنیف، تألیف او تحقیق کړي دي. شیخ محمد الغزالي تقریباً تر ۵۰ ډېر کتابونه تصنیف کړي دي. موږ خو تر اوسه د ملا هبة الله اخوند کوم تصنیف نه دی لیدلی؛ نو مجدد په کوم دلیل ورته ویل کېږي؟ البته که تجدید په لفظي مانا واخلو؛ نو بیا امکان لري چې مجدد ورته وویل شي، ځکه په نجونو یې تعلیم حرام کړی، د نورې ټولي اسلامي نړۍ په خلاف یې دغه یو تجدید په دین کې کړی دی. د عصر ستر مفسر او محدث ورته ویل شوي، په داسې حال کې چې نه په تفسر او نه په احادیثو کې د یادوني وړ تصنیف لري. د اسلام ستر فاتح، امام المسلمین او امام المجاهدین، د امت د بقاء او پرمختګ هستي بلل شوی، خو اسلامي امت څه چې، د افغانستان ملت هم تر اوسه دغه هستي په سترګو نه دی لیدلي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

131,022 Aufrufe • vor 1 Jahr

دا لاندې غږیز کلیپ حتما وآؤرئ شیخ خماری موټکمار پرون مې د شیخ خماري موټکمار په اړه پوسټ ورکړ چې شیخ موټکي چې د هیبتیاتو شیخ الکل فی الکل دی علمي سویه یې د درېیم صنف شاګرد ته هم نه رسیږي خو ځینو دده پټ سترګو مقلدینو غپا شروع کړه چې نه ، نه ، زموږ شیخ په عربو او عجمو کې بدیل نه لري. زه به یې اوس ځینې جملې راواخلم باور وکړئ داسې فاحشې غلطې کوي چې د دیني علومو ابتدآئی شاګرد یې هم نکوي خو مټکي صاحب پرې بې بریکه ور روان وي هاهاها پرون مې لیکلي وو چې حتی سلام یې غلط وویل نن زه یې څو نورې بیلګې لاندې لیکم 1. (في الافغانستان المیمون) دا جمله یې غلطه ده، افغانستان اسم علم ده او معرفه ده او پر معرفې باندې الف او لام نه راځي ، صحیح جمله داسې ده (أفغانستان المیمونة). 2. (بمجیئتکم) دا جمله سمه نه ده، دلته (ت) لفظ بې مورده او بې مفهومه دی صحیح لفظ (بمجیئکم) دی. 3. (قبل خمسین سنوات) دا دومره ستره اشتباه ده چې د لومړی درجې ددیني علومو محصل هم ورباندې پوهیږي او داسې اشتباه نه کوي ، خمسین ممیز دی او سنوات یې تمیز دی، او د ۱۱ نه تر ۹۹ پورې عدد تمیز مفرد منصوب راځي خو دی شیخ چې نه په عربو کې دده په څېر محقق شته او نه په عجمو کې ، خو بیا هم نه پوهیږي ، صحیح جمله داسې ده (قبل خمسین سنة). 4. (هذه الوفد) دا هم داسې بارزه اشتباه ده چې یو بنګالی جټ چې درې ورځې هم د علماؤو په مجلس کې کښېني نو پرې پوهیږي چې جمله ویل حماقت دی، صحیح تلفظ یې (هذا الوفد) دی. 5. (هذه الوقت) وقت لفظ مذکر دی او یو ساده طالب العلم هم په دې پوهیږي چې اسم اشاره ورته باید مذکر وي او بعیده اشاره ورته استفاده شي خو شیخ خماري صاحب چې په مجلس کې خمار ؤ او پر ځان او خپلو چټیاتو نه پوهیدلو، داسې نوادرات ورنه ویل کېده، صحیح تلفظ یې (في ذاک الوقت) دی. 6. (الذین جئن الی افغانستان) دا خو بیخي د متضادو الفاظو مجموعه او رشخند یې وهلی، الذین لفظ د مذکر صله ده او جئن د جمع مؤنث غائب صیغه ده، یعني هغه علماء چې هغوی (ښځینه ) راغلې وې. بیخي شرم دی د خدای لپاره ، دا به نو شیخ وي ، او بیا شیخ القرآن او شیخ الحدیث، او په عربو او عجمو کې بې مثیله شیخ؟! صحیح بڼه یې داسې ده، (الذین جاءوا الی أفغانستان) 7. (الممالک الاسلامي) دا هم داسې بارزه غلطي ده چې د نحومیر زده کونکي هم ورباندې پوهیږي د جمع غیر عاقل لفظ صفت ، واحد مؤنث راځي، صحیح بڼه یې داسې ده، (الممالک الإسلامية) 8. (ستة ممالك في هذا الخط) خط دلته هیڅ معنی نه ورکوي او مهمل دی لکه خپله چې دا شیخ مهمل دی، خَط صحیح نه دی خِطة صحیح لفظ دی، د منطقې معنی ورکوي او هذا هم صحیح نه دی هذه یې صحیح بڼه ده. 9. (الف کتابا وسماها) سماها کې د مؤنث ضمیر دی، دا شرمېدلی په دې نه پوهیږي چې کتاب لفظ مذکر دی او ضمیر باید د مذکر ورته استفاده شي خو د هیبتیانو شیخ الکل دی چې هر رقم یې ډزوي جاهلان ورته ماشاء الله او سبحان الله وایي. صحیح بڼه یې (وسماه) دی نه (و سماها). 10. (علی انعم علینا) دا هم شرم دی علی حرف جر دی فعل سره نه راځي ، له دې وروسته باید اسم وي او یا حرف مصدریه استفاده کیږي، صحیح بڼه یې (علی أن أنعم علینا) دی. 11. (هذا کلمه واحده) دا بیا د بنګالیانو عربي شوه، کلمة مؤنث لفظ دی، هذا لفظ ورته نه استفاده کیږي هذه کلمة واحدة یې صحیح بڼه ده. 12. (کما عرِفتم) دا لفظ یې هم سم شرمولوی ، عرِف نه دی عَرَف لفظ دی دا چې عرَفتم او عرِفتم تر منځ پر تفریق نشي کولای نو د خدای عظیم کتاب او د رسول الله جامع الکلم الفاظ به دی څنګه خلکو ته تشریح کوي .اذا کان الغراب دلیل قوم ، فلا فلحوا ولا فلح الغراب. دا او دې ته ورته نورې ډېرې شرمونکې غلطیانې چې د افغانستان د علماءو نوم یې دنیاوالو ته وشرماؤو ، بس هغه د پښتو ټپه ده: پرتوګ دې سوړې سوړې راؤړ هره سوړه دې ګنډم ژړا راځینه 13. او په اخیر کې خماري صاحب چې د خمار په حالت کې ؤ دې خبیث د افغانستان ټول ولس ته توهین وکړ چې زموږ د افغانستان خلک حضاري خلک (متمدنه خلک) نه دي او ټول بدویان/کوچیان دي او دوی د ذهنونه لا تعلیم ته نه دي اماده شوي، او دوه کاله ډېره کمه موده ده په دې کمه موده کې دې بدویانو ته قناعت ورکؤل ممکنه نه دی. لومړی خو دا احمق د قروي/ اطرافي او بدوي/کوچي تر منځ فرق نشي کولای دویم دا چې نه قرویان د ښځو د تحصیل مخالف ؤ او نه کوچیان. هو یوه خبره یې صحیح ده چې یو څو خره بدویان ( هیبتوف او دده اتباع) د علم او پوهې دښمنان هم پخوا ؤ او هم اوس یې مخالف دي. که چڼي یې نه مني چې نورهم ولیکم

Qari Eisa Mohammadi

59,770 Aufrufe • vor 3 Jahren