Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

د کندز د معسکراتو استاد، شهید عبدالصبور مصعب تقبله‌الله؛ د تېر وختونو یو زوړ ترنم، داسې ترنم چې له هرې نغمې سره یې د شهید استاد یادونه تازه کېږي. 🥺🥀

35,649 görüntüleme • 5 gün önce •via X (Twitter)

14 Yorum

احمد راشد profil fotoğrafı
احمد راشد5 gün önce

تقبله الله

زید "وردﻙ" profil fotoğrafı
زید "وردﻙ"5 gün önce

امین

(Sayeed)سعید افغان profil fotoğrafı
(Sayeed)سعید افغان5 gün önce

تقبلهم الله😪

زید "وردﻙ" profil fotoğrafı
زید "وردﻙ"5 gün önce

امین

BADAR profil fotoğrafı
BADAR5 gün önce

@MKamalzi73536 تقبله الله😪

زید "وردﻙ" profil fotoğrafı
زید "وردﻙ"5 gün önce

@waisbadrwardak امین

(Hamza) انس profil fotoğrafı
(Hamza) انس5 gün önce

@MKamalzi73536 تقبلهم الله

زید "وردﻙ" profil fotoğrafı
زید "وردﻙ"5 gün önce

@mahamadamran امین

Saad Hafiz profil fotoğrafı
Saad Hafiz4 gün önce

دده نوری ترانی به نوي درسره

زید "وردﻙ" profil fotoğrafı
زید "وردﻙ"4 gün önce

نه ولا

فاتح اتل profil fotoğrafı
فاتح اتل5 gün önce

تقبله الله

زید "وردﻙ" profil fotoğrafı
زید "وردﻙ"5 gün önce

امین

Yar mohammad Khanzadh profil fotoğrafı
Yar mohammad Khanzadh4 gün önce

تقبله الله تعالي ښه تقوا او پرهيزګاري الله پاک ورکړي وه هغه کال چي پاکستان کي سیلاب راغي اکوړي کي موږ او دوي يو مسجد کي وو ترجمه مو کوله خداي تعالي دي شهادت قبول کي

زید "وردﻙ" profil fotoğrafı
زید "وردﻙ"4 gün önce

اللهم امین

Benzer Videolar

د شهید جمال الدین سره د خلیفه صاحب او شهید حافظ بدرالدین د وداع شیبې! شهید جمال الدین په مېړانه، جرأت او زیرکتیا کې دده تر ظاهري عمره ډېر پوخ و دې ويډیو کې شهید حافظ بدرالدین او خلیفه صیب له ده سره خدای پامانی کوي او هغه ماموریت ته روانيږي چې هغسې شرایطو کې یې ارادې هم ډېره مېړانه غوښته. د داسې پيچلو عملیاتو لپاره د نفوذ او لارو چارو حیرانوونکې نقشې د شهید حافظ بدرالدین د نظامي او استخباراتي نبوغ ښکارندویي کوله. شهید جمال الدین د هغه وخت د یوه بهرني مشر د ترور په نیت استول کيږي، خو هغه ورځ هدف شوې غونډې ته نوموړی نه حاضريږي او شهید جمال الدین نه بریالی کيږي. لا هم دی همغسې د استشهاد ډګر ته بې قراره و تر هغه چې د خپل مدبر لارښود شهید حافظ بدرالدین سره یو ځای په ۲۰۱۲ کال کې د یرغلګرو ډرون برید کې شهید کړی شو. دا عهدونه تر شهادت او یا نصرت نه ماتېږي. شهید حافظ بدرالدین لسګونه استشهادیان داسې مغلقو او بریالیو عملیاتو ته چمتو او سوق کړي وو چې څرنګوالي یې دښمن حیران او سربداله کوه. په همدې لړ کې یوځل شهید جمال الدین پوره یو کال د اربکیانو د هغې ډلې ظاهري ملګری شوی وو چې د بګرام هوايي اډې د کانټينرونو انتقالات او تنظیمات یې کول، دی د یوې طرحې په اساس نفوذي شو او بلاخره هوډ وو چې له بارود ډک کانټینر د چاودنې په موخه بګرام ته دننه کړي؛ خو هغه ماموریت یې هم د ځینو تاکتيکي ستونزو له کبله ترسره نه شو. د شهید حافظ بدرالدین له نوم یادېدو سره دا وصف وصل وو چې ان شاالله دښمن هيڅ ځای کې مصئون نه دی ځکه شهید حافظ د دښمن هغه ريښو ته هم نفوذ او پرې برید کړی وو چې هغوی به فکر کوه هلته فوق العاده امنیتي او استخباراتي پوښښ لري. دې ویډیو کې د عطف ټکی د ټولو پر شونډو مسکا او په څیرو کې د الهي لارې د ذوق موجونه دي، هغه استشهادیان به چې له الهي توکل وروسته د خلیفه صاحب له شخصیت او ویناو متاثره او د شهید حافظ بدرالدین پر مظبوطو تاکتیکونو ډاډه ول نو عجیب مطمین حالت به یې خپل کړی وو؛ او تل به یې د وداع شیبې د یو خوږ وصل هغسې ماحول درلود. دا صحنه عجیبه ښکاري خو کله چې د عقیدې په لاره کې د واقعي مینې اوج ته ورسېږې دا درته ډېرې عادي برېښي.

Abdullah Raihan

140,606 görüntüleme • 2 yıl önce

د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې مطهر مراسم د زرګونو ګډونوالو په حضور سره ترسره شول د پکتیا په ګردې څېړۍ کې د ا.ا.ا ګڼ مشران، د کابینې غړي، دیني علما او د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلي زرګونه هیوادوال د شهید حقاني جنازې اداینې لپاره انتظار وو د ا.ا.ا د مشرانو او د شهید د کورنۍ په استازیتوب یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي صیب کبیر د شهید د شخصیت ستاینه وکړه او د هغه د متانت اثبات لپاره یې وویل چې د کندهار په وروستي سفر کې شهید خلیل الرحمن حقاني هم ورسره مل و، دده په وینا شهید حقاني هلته تر بل هر چا مخکې په خورا جرأت سره د ټولو مخکې د ستونزو او ناخوالو تفصیلي یادونه وکړه. په دوام کې د شهید ورور حاجي ابراهیم حقاني د شهید خلیل الرحمن د لارې پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ددوی کورنۍ د قام د هوساینې لپاره د تل په څېر هر راز مالي او ځاني قربانۍ ته چمتو ده. په دې مراسمو کې قدرمن خلیفه صاحب هم د راغلو مشرانو او ولسونو څخه د هغوی د راتللو او غمشریکۍ په پار مننه وکړه خلیفه صیب د شهید حقاني د شهادت له کبله د ا.ا.ا مشرانو او ټول ولس ته تسلیت ووایه، نوموړي شهید حقاني د درې انقلابونو یو مخلص مجاهد او مصلح مشر یاد کړ خلیفه صیب زیاته کړه چې ددوی هره مبارزه د في سبیل الله پر بنسټ وه او هېڅکله د شخصي عقدې او شخصي غچ په فکر کې نه ول، ځکه خو ډاډه دی چې د شهید حقاني شهادت هم د کوم شخصي عناد له کبله نه بلکې د الهي مسیر او دین د دښمنانو عمل دی. مونږ هېڅ شخصي فکر نه لرو هر څه مو د الله ج لره دي او ډاډه یو چې ستر رب عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ رب دی. مونږ د جګړې او مبارزې د لارو چارو مخکښان یو خو هیڅکله دا لارې چارې د الله ج له رضا پرته د شخصي مقاصدو وسیله نه ګرځوو. شهید خلیل الرحمن حقاني د ټولو سختو کړاوونو تر زغم وروسته بیا هم د دومره سترې حوصلې ظرفیت درلود چې که مونږ به کم حوصلې هم شو ده به د ستونزو حل لپاره د هیواد هر ګوټ ته منډه وهله. د خلیفه صیب تر وینا وروسته د بهرنیو چارو وزیر قدرمن امیرخان متقي هم خبرې وکړې متقي صیب د افغان مجاهد ولس نه ماتېدونکی زغم او هوډ بیان کړ او دا یې ویاړ وباله چې د شهید خلیل الرحمن حقاني په څېر یو لوړپوړی مشر داسې حال کې شهادت مقام ته رسیږي چې د ولس پر وړاندې یې د خدمت لپاره دروازې پرانیستې دي دا هر مجاهد، وزیر، والي او د ا.ا.ا هر مشر د الله ج په لاره کې شهادت ستر ویاړ بولي او تل ورته چمتو دي متقي صیب همدارنګه اشاره وکړه چې تېرو ۷میاشتو کې د داعشي خوارجو د ۷ بریدونو له ډلې ۶ هغه یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له هیواده بهر پلان او ترتیب شوې دي. نو پر هغه هیوادونو چې داسې شریر عناصر ساتي غږ کوو چې داسې عناصرو ته ځای ورکول ددې اور لمن تاسو ته هم رسوي دا یو ګډ دښمن دی د ملاتړ پر ځای یې ګډ مخنیوي کې باید همکار شو. د خبرو د لړۍ پای د قدرمن حافظ صیب انس حقاني د مننې په الفاظو وشو نوموړي د شهید حقاني د شهادت په پار د ټولو کورنیو او بهرنیو اشخاصو او ادرسونو د غمرازۍ څخه د خپلې کورنۍ او اسلامي امارت په استازیتوب مننه وکړه.

M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع

188,270 görüntüleme • 1 yıl önce

نن د شهید قومندان کلام نافذ ورور په حق ورسیده، خلیفه صاحب سره له ډیرو مصروفیتونو د هغه د جنازې لپاره له کابل څخه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته ولاړ، دا یوازې یو سفر نه وو، بلکې د ورورولۍ، وفادارۍ او انساني ژمنتیا ژوندی ثبوت وو. شهید کلام نافذ د خلیفه صاحب له لومړنیو او تکړه قومندانانو څخه وو، د وزیرستان په غرونو او درو کې یې د میړانې، قربانۍ او بهادرۍ کیسې لا هم د خلکو پر ژبو ژوندی دي. قومندان کلام نافذ د امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، هغه په داسې سخت وخت کې د اسلام او د خپل هیواد د ازادۍ لپاره سر قربان کړ، چې ډیرو خلکو د امریکایانو له ویرې د جهاد نوم هم پر ژبه نه شو راوړلی خو کلام نافذ به په رڼا ورځ د اشغالګرو پر وړاندې د جګړې میدان ته کوزیده. خلیفه صاحب ویل که د ورور جنازې ته ولاړ نه شم، هسې نه چې د شهید کلام نافذ روح خپه شي او د هغه بچیان به داسې احساس وکړي چې نن دوی یوازې پاتې شول، څوک یې پوښتنې ته نه راځي. همدا رښتینې ملګرتیا ده همدا وفاداري ده او دا هغه ژمنتیا ده چې نه د وخت په تیریدو مړیږي او نه د مرګ په راتګ پای ته رسیږي. حفظه الله

Abdullah Raihan

14,067 görüntüleme • 8 ay önce

#Afghanistan نن مې دا ویډیو ولیده چې یو استاد – احتمالاً د کابل د دشت برچي د یوه ښوونیز مرکز – یو زده کوونکی د سلګونو نورو زده کوونکو مخې ته په تحقیرونکي ډول پرله پسې څپېړي وهي، یوه، دوه، درې… او بالاخره لکه یو ځناور، په لغتو یې پر سر او اړخ وهي. له دې حالته څه تمه کېدای شي؟ نن دومره عقده‌یي، ناروغ، او له باور پرته را لوی شوي یو، لامل یې همدا وحشیانه شکنجې دي، چې له کورنۍ پیلېږي، مکتب، ښوونځي، پوهنتون، او بیا دغسې مرکزونو ته رسېږي. کله چې یو ځوان ځان ته را وبولو، بیا یې د ټولو ملګرو مخې ته په غیر انساني لحن سپک کړو او فزیکي شکنجه ورکړو، نو نور له هغه څه پاتې کېږي؟! انسان څه شی دی؟! که له موږ څخه هغه لږ غرور، باور، او عزت واخیستل شي، نور څه پاتې کېږي؟ د یو انسان، د یو ځوان راتلونکی وژنه دومره ساده ده – راونیسه او تحقیر یې کړه! ښوونیز مرکزونه د انسان لوړولو او د هیلو د پوره کېدو ځایونه دي، نه د عزت، باور، او راتلونکي د وژلو ځایونه. دا ځوان به وروسته له دې پیښې ټول عمر تېر کړي، ترڅو له دې ورځې، دې صحنې، او دې بدرنګه خاطرې سره جوړ راشي. زه پښېمانه یم، پر دې بې ارزښته سړي چې ځان استاد ګڼي، او پښېمانه یم د دشت برچي پر خلکو، چې د دوی د بچیانو راتلونکی د داسې ځناورانو په لاس کې دی. یاد ولرئ، بد انسان د هیڅ ډول نسبت له مخې د درناوي وړ نه دی، که پلار او مور وي، که استاد او که بل څوک!

Sohail Noor Khan

21,081 görüntüleme • 1 yıl önce

شهید ډاکټر نجیب‌الله د افغانستان یو باعزته رهبر او خاورې ته ژمن زوی و. هغه د هېواد خاوره خپل ناموس ګڼله او د حراست لپاره یې خپل سر قربان کړ. شهید ډاکټر نجیب‌الله یو فکري مکتب و، او درې لسیزې وروسته د هغه له شهادت څخه لا هم په میلیونونو ځوانان د هغه د ملی فکر او تعهد څخه متاثره دي. دا د شهید نجیب‌الله حقانیت او د سپېڅلې وینې نښه ده چې ټول حریفان یې یا د حقارت او بدبختۍ په حال کې ژوند کوي، او یا هم په خپلی داعیه سره شرمېدلي مړه شول. د شهید نجیب‌الله محبین به د هېواد د بربادۍ په اړه له ټولو هغه تش په نوم سیاسونو او مسؤولینو سره محاسبه وکړی د شهید داکتر صاحب ژمنتیا تر ټولو غوره مثال یې دا دی : چې تر شهادت وروسته هم هېڅوک نشي کولای پر هغه د خیانت، اداري فساد یا د لوړپوړو ماڼیو تور ولګوي. خو مخالفین یې، چې ځانونه یې د اسلام سپین کوتري بللی، څومره شرمېدلي شول. ﴿وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ﴾ #TranstionalJusticeAfghanistan #Afghanistan Hamasa Media Hamid Karzai Tawab Abdullah habiburrahman hekmatyar حبیب الرحمن حکمتیار Ashraf Ghani Tamim Asey Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )

S S Rahamanzai

13,113 görüntüleme • 1 yıl önce