Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

د کندهاری حاکمانو او پښتنو پیشمرکو لنډ تمثیلی ویدیو 🤪

11,367 просмотров • 1 месяц назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

د ملا هبت‌الله آخندزاده حفظه الله تعالی دایمي کابینی ترکیب ۱. د وزیرانو رئیس: ملا حسن کندهاری ۲. د اقتصادي چارو مرستیال: ملا برادر کندهاری ۳. د عالي محکمې رئیس: ملا عبدالـحکیم کندهاری ۴. د دفاع وزیر: ملا یعقوب کندهاری ۵. د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: ملا خیرالله کندهاری ۶. د ترانسپورټ وزیر: حمیدالله آخندزاده کندهاری ۷. د کلیو او پراختیا وزیر: ملا یونس کندهاری ۸. د کانونو وزیر: ملا آغا کندهاری ۹. د مالیې وزیر: ملا محمدخان کندهاری ۱۰. د بهرنیو چارو وزیر: ملا متقي کندهاری ۱۱. د کار او ټولنیزو چارو وزیر: ملا منان کندهاری ۱۲. د پېښو د رسېدنې وزیر: ملا عباس کندهاری ۱۳. د معارف وزیر: ملا حبیب کندهاری ۱۴. د لوړو زده‌کړو وزیر: ملا ندا کندهاری ۱۵. د سرحدونو وزیر: ملا نورالله کندهاری ۱۶. د عامه خدماتو وزیر: ملا محمد عیسا کندهاری ۱۷. د مخدره موادو وزیر: ملا مجاهد کندهاری ⸻ د وزارتونو مرستیالان او لوړپوړي چارواکي ۱. د دفاع وزارت مرستیال: ملا فضل کندهاری ۲. د دفاع وزارت بل مرستیال: ملا قیوم ذاکر کندهاری ۳. د کندهار والي: ملا شیرین کندهاری ۴. د بلخ والي: ملا امین وفا کندهاری ۵. د جلال‌اباد والي: ملا نعیم کندهاری ۶. د بدخشان والي: ملا ایوب کندهاری ۷. د کابل والي: کندهاری ۸. د فاریاب والي: کندهاری ۹. د بامیان والي: کندهاری ۱۰. د کابل ښاروال: کندهاری ۱۱. د قندوز د اردو عمومي قوماندان: کندهاری ۱۲. د بلخ د اردو عمومي قوماندان: کندهاری ۱۳. د کابل د اردو عمومي قوماندان: کندهاری ۱۴. د کندهار د اردو عمومي قوماندان: کندهاری ۱۵. د هرات د اردو عمومي قوماندان: کندهاری ۱۶. د هلمند د اردو عمومي قوماندان: کندهاری ۱۷. د کورنیو چارو وزارت مرستیال: کندهاری ۱۸. د کابل د امنیې قوماندان: کندهاری مهمه یادونه د باوري سرچینو له مخې، ۱۸۵ تنه نور کسان په ملکي ادارو کې د معینانو او رییسانو په توګه د کندهارۍ ډلې څخه ګومارل شوي دي. د کابینې پاتې برخه د حقاني شبکې برخه ده چې هغه هم دایمي اعلان شوې ده. بله مهمه خبره دا ده چې د شوارای نظار او تالبانو ترمنځ د واک د وېش یو ډول وروري لیدل کېږي. په پخواني جمهوري کابینه کې شاوخوا ۸۰ سلنه څوکۍ د پنجشیر ډلې په لاس کې وې، خو نن ورځ د تالبانو په کابینه کې هماغه جوړښت د کندهار ډلې په واک کې دی.

پیر صاحب

32,256 просмотров • 1 месяц назад

میلمنه وايي: دا د هغو طالبانو ویدیو ده چي سپين بیرغ يي پر تاريخي ارګ رپیژي. ١) ولي پنجشیر تر ارګ امتیاز لري چي زه پر ارګ نه خوږیږم خو پر پنجشیر خوږیږم؟ ٢) څو کاله وړاندي، د پنجشیر احمد شاه مسعود د داود خان د ابرومند نظام پر ضد بغاوت وکړ او پاکستان ته يې پناه وروړه. پينځوس کاله کیږي چي په خپلو وينو کي لامبو، ایا موږ تاجکانو ته وویل چي خاص مزمت يي وکړي ځکه د مسعود ډله تاجکان ول؟ پر پښتنو اضافه بار مه ور اچوئ. دا که له ساده ګي کوئ غم دی. که يي عمداً کوئ ظلم دی. پښتانه بیچاره ګان د هر ظلم قربانیان دي، هغه که د مسعود جهاد و اړ که طالب زور واکي ده. ٣) د جمهوریت درنو پتنګانو پنجشیر مه ګټئ، افغانستان وګټئ چي پنجشیر يي يوه برخه ده. ٤) د افغانستان جمهوري نظام پاکستان دومره نه دی خراب کړي لکه تاسو چي خراب کړ او یو مظلوم ولس ستاسو له وجهي د بربادۍ کندي ته ولوېد. ٥) طالبان د پښتنو په رايه قدرت ته نه دي رسېدلي. خو احمدشاه مسعود د ډېرو پښتنو په رايه ملي اتل سو.

JALALZAI

42,177 просмотров • 3 лет назад

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پښتونخوا د پاکستان برخه ده او دی نه غواړي، چې ولسونه له پاکستاني پوځ سره په جګړه اخته شي. په وروستيو کې ايمل ولي خان هم پښتونخوا د پاکستان برخه ګڼلې ده. د پاکستان پوځ په ټولو سياسي ګوندونو فشار راوړی، چې پښتونخوا د پاکستان برخه وبولي او دا دی يو په بل پسې دوی دوی هم د پاکستاني پوځ د خوښې څرګندونې کوي، خو يوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د دغه غورځنګ غړو د پاکستان له دې وړانديز سره مخالفت کړی دی. داسې معلومات هم شته، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزير ته هم وړانديز شوی، چې که دا غوښتنه ومني، نو له زندان څخه به خوشې شي او پر منظور پښتين لګېدلی بندیز به هم پای ته ورسوي، خو هغوی دا وړانديز ندی منلی او پخپلې مبارزې يې ټينګار کړی دی. پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ سره د وفادارۍ ټول وړانديزونه رد کړي او د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره يې د خپلې مبارزې د پراختيا غږ کړی دی.

ZAWIA NEWS

24,706 просмотров • 11 месяцев назад

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن سهار د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه،ماري سیمې ته ورسېد. سلیم چشمه ماري سیمې ته د اسلامي امارت د محترم رئیس الوزرا د رسېدو پرمهال د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف او یو شمېر نورو مقاماتو د نوموړي هرکلی وکړ. ورپسې د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمه کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره وکتل. په دې کتنه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا او د ترکمنستان ملي رهبر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې وکړې او هغه یې د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.

Hamdullah Fitratحمدالله فطرت

74,853 просмотров • 2 лет назад

ملعون ابلیس ! نن زموږ په ټولنه کې داسې کسان پیدا شوي چې شپه او ورځ د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرې او مناظرې خپروي چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو احساسات راپاروي. ډېر ساده او بې‌تجربه ځوانان د دې خبرو تر اغېز لاندې راځي او ورو ورو یې ذهنونه د نفرت او دښمنۍ پر لور روانیږي. دا کار یوازې یو عادي بحث نه دی، بلکې د ټولنې لپاره یو خطرناک عمل دی. کله چې د افغان مسلمانانو ترمنځ تفرقه پیدا شي، نو زموږ د هېواد راتلونکی خطر او ګواښ سره مخامخ کیږي د خلکو ترمنځ کرکه او دښمني زیاتیږي. له بده مرغه ځینې کسان دا کار د خپل تجارت او عاید وسیله ګرځوي. هغوی د مذهبي اختلافاتو موضوعات راپورته کوي، خلک احساساتي کوي او وروسته بیا هماغه خلک په TikTok او نورو شبکو کې ورته ډالۍ (Gifts) او پیسې ورکوي. دا ډېره د افسوس خبره ده چې یو کس د خپل جیب ډکولو لپاره شپه او ورځ مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي هغه کس چې پخوا یې د میاشتې دوه سوه ډالر عاید هم نه درلود، اوس د همدې اختلافاتو د پارولو له لارې زرګونه ډالر ترلاسه کوي. دا نه دیني خدمت دی او نه د امت خیر، بلکې د خلکو د احساساتو څخه ناوړه استفاده ده. د داسې کسانو اصلي هویت او پته باید معلومه شي او اړوندو امنیتي ادارو ته باید ور وپېژندل شي، څو د دې ډول فتنې مخه ونیول شي. موږ ټول باید د اتفاق، یووالي او ورورولۍ لپاره کار وکړو. اسلام موږ ته د اخوت او یووالي درس راکوي، نه د نفرت او تفرقې. هر څوک چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي، هغه په حقیقت کې د اسلام د روحیې او د افغانستان د خلکو د یووالي پر ضد عمل کوي.

Qari Eisa Mohammadi

11,658 просмотров • 7 месяцев назад