Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د یو باعزته، باغیرته، شجاع او مجاهد ملت سرنوشت یی ده داسی اشخاصو پوری تړلی وو. نو چی د امارت مخالف یم او وسه می نه په کیږی په اسرایلو کی به ووسیږم په کوم افریقایی ځنګل کی به ووسیږم خو څنګه کولی شم چی د یو داسی شخص...

10,989 Aufrufe • vor 3 Tagen •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

هغه طالب چارواکی چې نارنج ګل مشاعره کې یې د سلګونو خلکو پر وړاندې د خبریالانو توهین او سپکاوای کړی، کاش له هغو شپو ورځو هم لږ شرمېدلی وای، چې له پاکستان سره په جګړه اوښتي وو او همدغو خبریالانو په شپه ورځ کار سربېره ان د دوی په ملاتړ د فېک نیوز قرباني هم ورکړه، خو چې د طالب سر لږ هم له بړستنې را ووت د غرور په همغه خره سپور شو په کوم خره چې په اولو ورځو کې سپور و. تریخ حقیقت دا دی چې د افغانستان ټوله مېډیا له سخت سانسور سره مخ ده او دا سانسور له بده مرغه د سیمې په کچه کمساری دی. خبریالان د هم لږ خپل حد وپېژني، طالب چې د جنرال مبین او ورته نورو سلګونو لابیګرانو نه شو ستاسې خو قطعآ نه شي کېدای. طالبانو په یویشتمه پېړۍ کې د حکومتدارۍ داسې یو ماډل نړۍ ته وړاندې کړی چې د میلیونونو انسانانو حقوق تر پښو لاندې کول، د بیان ازادۍ سانسور، د ښځو پر وړاندې نهایي عقدیي چلند، د عصري علومو پر وړاندې کلکه دښمني پکې نورمال خبرې دي.

Abdulhaq Omeri

13,254 Aufrufe • vor 3 Monaten

ملعون ابلیس ! نن زموږ په ټولنه کې داسې کسان پیدا شوي چې شپه او ورځ د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرې او مناظرې خپروي چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو احساسات راپاروي. ډېر ساده او بې‌تجربه ځوانان د دې خبرو تر اغېز لاندې راځي او ورو ورو یې ذهنونه د نفرت او دښمنۍ پر لور روانیږي. دا کار یوازې یو عادي بحث نه دی، بلکې د ټولنې لپاره یو خطرناک عمل دی. کله چې د افغان مسلمانانو ترمنځ تفرقه پیدا شي، نو زموږ د هېواد راتلونکی خطر او ګواښ سره مخامخ کیږي د خلکو ترمنځ کرکه او دښمني زیاتیږي. له بده مرغه ځینې کسان دا کار د خپل تجارت او عاید وسیله ګرځوي. هغوی د مذهبي اختلافاتو موضوعات راپورته کوي، خلک احساساتي کوي او وروسته بیا هماغه خلک په TikTok او نورو شبکو کې ورته ډالۍ (Gifts) او پیسې ورکوي. دا ډېره د افسوس خبره ده چې یو کس د خپل جیب ډکولو لپاره شپه او ورځ مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي هغه کس چې پخوا یې د میاشتې دوه سوه ډالر عاید هم نه درلود، اوس د همدې اختلافاتو د پارولو له لارې زرګونه ډالر ترلاسه کوي. دا نه دیني خدمت دی او نه د امت خیر، بلکې د خلکو د احساساتو څخه ناوړه استفاده ده. د داسې کسانو اصلي هویت او پته باید معلومه شي او اړوندو امنیتي ادارو ته باید ور وپېژندل شي، څو د دې ډول فتنې مخه ونیول شي. موږ ټول باید د اتفاق، یووالي او ورورولۍ لپاره کار وکړو. اسلام موږ ته د اخوت او یووالي درس راکوي، نه د نفرت او تفرقې. هر څوک چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي، هغه په حقیقت کې د اسلام د روحیې او د افغانستان د خلکو د یووالي پر ضد عمل کوي.

Qari Eisa Mohammadi

11,658 Aufrufe • vor 5 Monaten

د ده د سر بیه یې لس میلیونه ډالره ټاکلې وه، اشغالګرو ګومان کاوه چې پدې سره به د حق د لارې سرلاری مجاهد وډار کړي، اراده به یې ماته کړي او د جهاد سنګر به پریږدي. خو برعکس، هر ګواښ هغه لا پسې کلک کړ، هر ظلم یې عزم لا توند کړ او هره توطیه یې ایمان لا پیاوړی کړ. هغه د حق په لار کې داسې کلک ودرید چې د وخت سختو توپانونو هم ونه شو خوځولای. څلور چنار وروڼه یې د همدې سپېڅلې لارې قرباني شول، خو د دوی وینې د تسلیمۍ نه بلکې د آزادۍ ، غیرت او استقامت پیغام شوې. تر هغو یې مبارزه جاري وساتله، څو چې ګران وطن د اشغال له تورو تیارو ازاد او اسلامي نظام پکې حاکم شو. د الله تعالی د قدرت او غیرت شان ته ګوره! هغه څوک چې پرون یې د غرونو په سمڅو کې د مرګ او محاصرې شپې سبا کولې، نن داسې عزت ته رسیدلی چې د زمانې زورواکي یې نوم په درناوي اخلي او د امنیت لپاره ورته ځانګړي ساتونکي ټاکل شوي. هماغه نړۍ ده، هماغه دښمنان دي، هماغه چلونه دي خو کله چې الله ج د چا مل شي، نو د باطل ټول غرور خاورې شي، بېشکه الله تعالی غیرتي ذات دی او غیرت خوښوي. خلیفه صاحب په حرم شریف کې !

Abdullah Raihan

14,669 Aufrufe • vor 3 Monaten