Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

دا د سپين بولدک بالولي سيمه ده او هره شپه پرې له دواړو خواوو څخه تر ۶۰۰‌ موټر اوړي. ځايي اوسېدونکي وايي،‌ د رسمي سوداګرۍ ځای قاچاق نيولی دی او په پټه په قاچاق هوکړه شوې ده. دغه اقدامات داسې مهال کېږي، چې طالبانو او پاکستان د جګړو په...

25,722 Aufrufe • vor 8 Tagen •via X (Twitter)

7 Kommentare

Profilbild von Nassim | ナッシム
Nassim | ナッシムvor 8 Tagen

اصل کی دواړه پاکستان او تالبان یوازی د ویش منډی کاروبار خرابول دپاره دا دوه منخی مرداره لوبه کوی تر ځو چند اشخاص کټه پورته او د ډیورنډ کرښی دواړو غاړو ته پراته ولس له لوږی مړه کی

Profilbild von علی احمد
علی احمدvor 8 Tagen

دگادیو شمیر کم که بیخی زیات دی

Profilbild von مُجَاهِدٌ مَنْسِيٌّ
مُجَاهِدٌ مَنْسِيٌّvor 8 Tagen

دا خبر 100حقیقت

Profilbild von حضرت عمر
حضرت عمرvor 8 Tagen

دا ټول د افغانستان پیاز دی پاکستان ته اوړي مجاهدین د خپلو صادراتو مخه نه نیسي، البته د پاکستان لخوا چي کوم مواد را اوړي د هغوی مخه نيول کېږي!

Profilbild von Jdjdd Nddjd
Jdjdd Nddjdvor 8 Tagen

سری غریب دی سنګه دی زویه هو دغه موټر چی اوړی عام انسانان ولی نسی اوشتلی خر یی ولاکه ومنی مازی بوغی پړسوی

Profilbild von Naqeeb Ullah
Naqeeb Ullahvor 8 Tagen

دا نیوز دی پاکستان دی دروغ وایی😂😂😂

Profilbild von Asif Abbasi
Asif Abbasivor 8 Tagen

All corrupt officials must be sent to jail for life

Ähnliche Videos

زاويه نیوز د طالبانو او چين تر منځ د توافق پر اساس پر ډيورنډ کرښه د افغانستان - بلوچستان تر منځ نوشکي ساحه کې د يوې پټې جوړې شوې دروازې تازه معلومات ترلاسه او افشا کوي. سرچينې تائيدوي؛ دغه دروازه د هغو چينايي بار وړونکو موټرو لپاره جوړه شوې ده، چې د افغانستان کرومايټ، سره زر او نورې قېمتي کاني زېرمې پرې اړول کېږي. د افغانستان لخوا دا موټر د طالب امنيتي کاروان په ملتيا تر دې ځايه رسول شوي دي. په ويډيو کې ليدل کېږي، چې د چينايانو اړوند ګڼو کانټينري بار وړونکو موټرو کې د افغانستان کاني زېرمې بار دي، چې له همدې لارې په پټه بلوچستان او له هغه ځايه چين ته اړول کېږي. د معلوماتو مطابق، دا قېمتي کاني زېرمې په امتيازي ډول په ډېر کم قېمت د پټو معاملو پر اساس چين ته ورکړل شويدي او هېڅ راز رسمي تړون او د داوطلبۍ پروسه يې نده ترسره شوې: «چين په مفته د طالبانو ملاتړ نکوي. په بدل کې يې طالبانو د افغانستان کانونه چين ته په تحفه کې ورکړي دي. چينايانو د افغانستان په کانونو چور روان کړی دی.»

ZAWIA NEWS

29,302 Aufrufe • vor 1 Jahr

افغان سېک؛ د ځینو مسلمانانو کردار زه له اسلامه زړه توری کړی یم. په خواله رسنیو کې دا خپره شوې ویډیو ښيي چې یو مسلمان له یوه سېک هېوادوال څخه غوښتنه کوي ترڅو اسلام راوړي، خو دغه سېک وګړی په ډېر منطقي او مینه ناک انداز د ځینو مسلمانانو کړه وړه د دغه دین په زیان بولي او خپل دلایل وړاندې کوي. په دغه ویډیو کې لیدل کېږي چې د موټر چلوونکي لخوا د اسلام د منلو په ځواب کې، دغه سېک وګړی وایي چې په هېواد کې د مسلمانانو اوسني وضعیت او ځینو کړنو هغه حیران کړی دی. هغه په خپل استدلال کې وایي: «تاسو خو ټول مسلمانان یاست او په خپلو کې سره یو یاست، خو اوس وضعیت داسې دی چې یو ورور د بل ورور حق خوړلی او د پردي په حقونو ګېډه اچول کېږي؛ نو زه د چا په مټ او کوم کردار ته په لیدو مسلمان شم؟» د ده په وینا، که چېرې د مسلمانانو ترمنځ رښتینی انصاف، د یو بل د حقونو خوندیتوب او سم کړه وړه موجود وای، نو هر څوک به په خپله د دغه دین لوري ته مایل کېدل. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او ځینو نورو افغان مسلمانانو لخوا په ټولنه کې سخت چلندونه، د مېرمنو د حقونو تر پښو لاندې کول، او د عامو خلکو بې‌ رحمانه ځپل او وژل په نړیواله کچه د اسلام یو داسې انځور وړاندې کوي چې خلک له دین څخه د مینې پر ځای، د وېرې او زړه تورۍ احساس کوي. په ولسي کچه هم داسې نیوکې شته چې د "اسلام د استازولۍ" تر نوم لاندې وحشتونه د دین د حقیقي پیغام (سولې او انصاف) پر وړاندې یو لوی خنډ ګرځېدلی دی. #ABN | #SikhLogic | #InterfaithDialogue | #IslamicBehavior | #SocialJustice | #HumanRights | #AfghanistanNews

ABN Pashto

10,493 Aufrufe • vor 3 Monaten