正在加载视频...

视频加载失败

دا د کابل ښار د دولسمې ناحيې يا احمد شاه بابا مېنې نو اباد کلی کې عبدالرحمن بن عوف جومات سره نږدې د طالبانو د يو غړي کور دی، چې په غير قانوني ډول تشناب په عمومي کوڅه کې جوړوي. ځايي اوسېدونکو زاويه نيوز ته وويل، دوی د ناحيې...

25,003 次观看 • 8 天前 •via X (Twitter)

4 条评论

Watan Afghanistan 的头像
Watan Afghanistan7 天前

قسم ده که دا وطن جوړ شي، خدای د قیامت راولي چې له دا دومره غمونو او جنجالونو څخه خلاص شو

Noorullah.mafton Hamza 的头像
Noorullah.mafton Hamza8 天前

شیطان نیوز اوس دذجمادار دنده هم خپله کړي

Hazratallah Afghan 的头像
Hazratallah Afghan7 天前

بل خبر نه وو

شاهد جان 的头像
شاهد جان8 天前

ههههه

相关视频

په دوبۍ کې يو شمېر افغانان چې د سوداګر ميرويس عزيزي له شرکت څخه يې اپارتمانونه اخيستي وايي، د نوموړي کمپنۍ ترې د اپارتمان پيسې اخيستې دي، خو نه ورته اوس بېرته پيسې ورکوي او نه هم ورته اپارتمان او اسناد يې تسليموي. په دوبۍ کې دغو مزدورکارانو زاويه نيوز سره د بانکونو هغه چکونه، د عزيزي شرکت د هغو کارکوونکو معلومات او په بېلابېلو قسطونو کې د تسليم شويو پيسو عکسونه او ويډيوګانې هم شريکې کړې دي، چې د دوی په ادعا د دوبۍ په «عزیزی رویرا، میدان» کې يې پرې اپارتمانونه اخيستي دي. دغه کسان وايي، دغه پيسې يې په اول ځل يوه اندازه نغدې «۳۶ لکه او ۳۳ زره درهم/ يو شخص» د عزيزي منېجرې زینب او د هغې ورور احمد ته ورجمع کړې دي، او ورته په رسيد کې ليکل شوي، چې په دوو مياشتو کې به اپارتمان درته تسليم شي، خو اوس پرې ۹ مياشتې اوړي او ورته بهانې کوي: «زما په څېر په ګڼو خلکو اپارتمانونه پلورل شوي، خو اوس نه ورته د اپارتمانونو اسناد ورکوي او نه هم خپلې پيسې. موږ چې کله په زینب او احمد پسې ورشو، موږ ته وايي، دغه پيسې مې د عزيزي اکاونټ ته جمع کړې دي او نور تاسو پوه شه او کار مو. دواړه د عزيزي رسمي کارکوونکي دي. دغه سوداګريزه معامله د ميرويس عزيزي په دفتر کې شوې او موږ يې ټول اسناد لرو، خو نن هېڅوک ځواب نه راکوي.» په دوبۍ کې مېشت دغه افغان کارګر وايي: «اول چې درته کور وښيي، په پنځه ويشت، دېرش، پنځه دېرش او تر څلوېښت لکه درهمو پورې يې بيه کوي. له جوړجاړي وروسته يې چې درباندې وپلوري، يوه لويه برخه پيسې هماغه اول کې درنه اخلي او بيا به ورپسې ګرځې. اوس نه کور راکوي او نه هم پيسې. ډېر يې ستړي کړي يوو.»

ZAWIA NEWS

35,959 次观看 • 2 个月前