正在加载视频...

视频加载失败

دا هلک راته پیدا کړۍ یوجوړ جامی او څپلۍ ورته اخلم. بس حلال میوزیک ته یی ښه دیموکراتیکه ګډا کړی. ولس یوڅه ازادی غواړی اوس خو هرڅه محدود دی.

22,006 次观看 • 10 天前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

طالبه! ولس درنه دې حالت ته راغلی، ته ورته مخامخ ناست یې خو دا درته وایې چې زما ګل وطن تباه دی. کوچنۍ ماشومانې درته مخامخ اوښکې تویوي، دا د ولس د خپګان اخیري حد دی. له دې وروسته دا ولس مجبور دی چې نور درته لارو کې کښیني. دا هغه میړنی ولس دی چې هغه انګریزي ښکیلاک یې مات کړی چې په امپراطورۍ کې یې لمر نه ډوبیده. ډلې دې د قدرتونو د ماتې دعوې نه کوي، دا مېړانې دې میړني ولس کړي. ته له هیچا زیات قدرتمند نه یې . نن دې ترانې ته چې ستا له واکمنۍ څخه د ژړا لپاره لیکل شوې ستا عسکر هم ورته اوښکې تویوي. دې ولس سره نوره روغه وکړه، دا ولس هم نور نه پوهیږي چې ته ورسره کومه دښمني پالې. په لور یې مکتب تا بند کړی، کار ته یې ته نه پریږدې، د غږ پورته کولو حق ترې تا اخیستی، دوی به اخیر څه کوي. طالبه! اوس هم یو وروستی چانس لرې، ټول افغانان راټول که په کور دننه جرګه وکه، هر چاته خپل حق ورکړه، دا ولس نور مه زوروه. که نه! نو نه به دې نسل وي او فصل. دا واوره!

BILAL SARWARY

25,744 次观看 • 2 年前

په افغانستان کی دحخکومتونو د پلویانو فکر داسی جوړ دی چی د عوامو د انتقادونو جواب به د یو ښه مشر د نوم په یادولو ورکوی. اوسنیو حاکمانو باندی چی انتقاد کوی بس سمدستی به درته د ملا صیب برادر، خلیفه صیب او ملایعقوب نومونو واخلی او وایی به چی الحمدالله مونږ داسی مشران لرو نو وه ظالمانو دغو مشرانو سره خو اکثریت افغانان مینه لری او مشکل ورسره نه لری او دغه دری مشرانو ته نظام نه ویل کیږی بلکه نظام د اوسنی حکومت ټولو ادارو ته ویل کیږی محکمه کی فساد، مخابراتو کی فساد، شاروالیانو کی فساد، عامی روغتیا کی فساد ، ګمرکات او کانونو وزارت صیب خو د یادولو نه دی نو چی کله دا نه وی اصلاح شوی دغه دری مشران به څه وکړی؟ دا دننګرهار مرکز یعنی زړه دی دا هغه ولایت دی چی تقریباً خودکفا دی ملیارودونه افغانۍ مالیه پکی راټولیږی خو بیا هم تر ټولو ولایاتو ګنده او غیر منظم دی. رازی ماته د ننکرهار د ښاروالی ټول قرارداد راکړی بیا پنځه کاله وروسته د ننکرهار حال وګورۍ چی دا ښار څومره تغیر کوی. خو اوس خو د الف نه نیولی تر یا پوری ټول غله دی ایله خپل جیبونه ډکوی او بس

Raz Mohammad K Sherzad 🇦🇫

13,358 次观看 • 1 年前