Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

دا ورځ په ټولو راتلونکې ده

11,330 просмотров • 2 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

په شنه سهار طالبانو شور اچولی او ادعا یې کړې چې ګواکې په باګرام پوځي اډه کې یې د رادر سېستم فعال کړی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې رادار د رضا خان ماما پراشوټ نه دی چې په هر دوکان کې په عمده او پرچون ډول وپلورل شي. د طالبانو حکومت له روسیې پرته بل هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د رادار پېر او پلور خپل ځانګړي نړیوال شرایط لري په ډلو ټپلو یې څوک نه شي خرڅولي. دوهمه خبره دا ده چې دغه ويډیو په اې ای جوړه شوې ده. په افغانستان کې دا مهال پسرلی دی خو په تصویرونو کې اې ای ويډیو په ژمني چاپیریال کې جوړه کړې ده. درېیمه خبره دا ده چې طالبان د خپلو تبلیغاتو او د دروغو اوازو اچولو لپاره له اې ای ګټه اخلي، خو په حقیقت کې په عصري علومو او ټکنالوژۍ هېڅ ډول باور نه لري. که باور یې لرلی په یویشتمه پېړۍ کې څنګه ممکنه ده چې یو شین بې سواده افراطي کلیوال سړی د مخابراتو وزیر شي؟ څلورمه خبره دا ده چې که دوی رښتیا هم رادار فعال کړی وي، دا د افغانستان په فضا کې سهار او ماښام الوتکې څوک ګرځوي؟ پنځمه خبره دا ده چې پخوا به طالبانو د افغانستان فضا ته په داخلیدونکو الوتکو ډزې کولې، خو اوس چې په دې یاقیني شوي، چې دغه نسخه نور کار نه ورکوي ارام ناست دي او په تېر کې په فاییر شوو مرمیو هم پښېمان ښکاري. شپږمه خبره دا ده چې، رادرونه او نور مهم پوځي تجهیزات عصري علومو ته په ترجیح ورکولو او قوي ډیپلوماسي اخیستل کیږي، فقط په مدرسو نه چا هيوادونه ساتلي او نه یې د نورو سیال کړي دي. هیله ده یوه ورځ افغانستان په رښتیا د پرمختللو رادرونو او قوي حکومتدارۍ خاوند شي.

Abdulhaq Omeri

18,891 просмотров • 3 месяцев назад