Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

#دتاريخ داوربل ګل الحاج سید محمد طیب آغا حفظه الله#دا'ا دلومړنۍ واکمنۍ پرمهال چې کله دطالب جنګیالیو اوشمالي ټلوالي ترمنځ په مزاره کې دخرپ اوترپ جګړه روانه وه همسایه و د ډیپلوماتانو په جامه کې دشیطانت ترڅنګ دي اورته پیټرول شیندل اومخالف لوري ته یې اصلحي زغلولي چې بلاخره...

21,638 görüntüleme • 4 ay önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

د تورخم د بې‌کفنه جسد هویت څرګند شو. هغه جسد چې له تېرو څو ورځو راهیسې د تورخم په صفري نقطه کې د جګړې په ډګر بې‌تدفینه پاتې و، د یوه بې‌ګناه پښتون ځوان دی. د دغه ځوان د ژوند او مرګ په اړه دردوونکي مالومات او ویډیو د يو هېوادوال ملک شېرزاد لخوا اې بي اين پښتو ته په واک کې ورکړل شوې ده. د شيرزاد په خبره دغه ځوان داود نومېږي، د محمد رسول زوی او د کوزې پښتونخوا د مومندو، موساخېل صافیو د سیمې اوسېدونکی دی. هغه د ادریس، واجد او عبدالظاهر ورور و. داود په "ټېکسله" کې د پاکستاني حکومت لخوا د مهاجرو په ټېل کې نیول شوی او په جبري ډول افغانستان ته را اړول شوی و. دا چې داود هېڅ ډول اسناد نه لرل، افغان لوري (طالبانو) یې هېواد ته د ننوتلو مخه نیولې وه او بل لور ته پاکستاني ځواکونو هم بېرته خپلې سیمې ته نه پرېښود. نوموړی د ډېر وخت لپاره په صفري نقطه کې د دواړو هېوادونو د عسکرو ترمنځ په بې‌وزلۍ کې شپې تېرولې. دده په وينا تېره اونۍ کله چې په تورخم کې جګړه ونښته، داود هڅه وکړه چې له فرصت څخه په استفادې بېرته خپل کلي ته واوړي، خو د پاکستاني عسکرو لخوا په بې‌رحمۍ سره په نښه شو. هغه ویډیو چې ملک شېرزاد رالېږلې، له جګړې څو ورځې وړاندې د یوه ډرېور لخوا شوې وه، چې په کې داود په ډېر بد حال کې د کرښې په منځ کې بند پاتې لیدل کېږي. د دغه کس جسد لا هم د بارودو تر لمبو لاندې دی او ځايي مشران یې د پورته کولو لپاره د اوربند غوښتنه کوي. هيله ده، ويډيو او مالومات شیير کړئ، ترڅو تر اړوند کسانو ورسيږي. #ABN | #Afghanistan | #Pakistan

ABN Pashto

31,233 görüntüleme • 5 ay önce

ملا هبة الله اخوند یې دریځ ته په داسې صفاتو را وبلل چې انانسر د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو نومونو سره دومره صفات نه دي یاد کړي. تقریباً دوه دقیقې یې مخ پټی امیر چې ولس یې په وجود اوعدم کې لا هم شکمن دی، په داسې صفاتو وستایل چې د هغه په عملي ژوند کې یا بېخې نه او یا ډېر لږ لیدل کېږي. زه دې ته هک پک شوم چې لږ تر لږه خپله ملا هبة الله اخوند هم دغسې بې ځایه ستاینه مکروه ونه ګڼله او نه یې د تقوا خلاف عمل وبلل، په داسې حال کې چې د مداحي او چاپلوسي په مذمت کې صحیح او صریح احادیث راغلي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذا رأيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب/ کله چې تاسې چاپلوسان ووینئ، نو خاورې یې پر مخ وشیندئ. رواه مسلم. له ابو معمر رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: «قامَ رَجُلٌ يُثْنِي عَلَى أَمِيرٍ مِنَ الأُمَرَاءِ ، فَجَعَلَ الْمِقْدَادُ يَحْثِي عَلَيْهِ التُّرَابَ ، وَقَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ نَحْثِيَ فِي وُجُوهِ الْمَدَّاحِينَ التُّرَابَ.» رواه مسلم. یو سړی د یو امیر ستاینه کوله، نو مقداد رضي الله عنه پرې خاورې شيندلې او ویې ویل: رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی چې د چاپلوسانو پر مخ خاورې وشیندو. تاسې ویډیو واورئ، له تعصب او مخالفت پرته ووایاست چې کوم صفات په ملا هبة الله اخوند کې شته، سره له دې چې د هغه هویت هم په بشپړ ډول مالوم نه دی. انانسر ملا هبة الله اخوند د څوارلسم قرن مجدد بللی، تاسې پوهیږئ چې مجدد چا ته ویل کېږي؟ د "تجدید" اصطلاح په حقیقت کې د نبي کریم ﷺ له دې حدیث څخه اخيستل شوې ده: «إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا.» الله تعالی د دې امت لپاره د هرې سلیزې په سر کې یو څوک رالېږي/پیدا کوي، چې د دوی دین تجديد کړي. تجدید په دې مانا چې دین بېرته هغه حالت ته ستون کړي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې و، که د وخت په تېرېدو په ناسم ډول تفسیر شوی او تعبیر شوی وي، بېرته یې اصلي حالت ته وګرځوي. په اسلامي امت کې هغو علماوو ته چې غوره تصنیفات یې کړي، په دین کې یې د بدعاتو او خرافاتو مخنیوی کړی، د مجدد لقب کار شوی دی. د بېلګې په توګه امام حسن بصري، امام شافعي، امام بخاري، امام غزالي، امام فخرالدین رازي رحمهم الله ته د مجدد لقب کار شوی دی. په څوارلسمه پېړۍ کې شیخ محمد ناصرالدین الباني او شیخ محمد الغزالي رحمهما الله ته هم د مجدد لقب کاریدلی دی. شيخ محمد ناصر الدين الباني تقریباً ۱۱۲ کتابونه تصنیف، تألیف او تحقیق کړي دي. شیخ محمد الغزالي تقریباً تر ۵۰ ډېر کتابونه تصنیف کړي دي. موږ خو تر اوسه د ملا هبة الله اخوند کوم تصنیف نه دی لیدلی؛ نو مجدد په کوم دلیل ورته ویل کېږي؟ البته که تجدید په لفظي مانا واخلو؛ نو بیا امکان لري چې مجدد ورته وویل شي، ځکه په نجونو یې تعلیم حرام کړی، د نورې ټولي اسلامي نړۍ په خلاف یې دغه یو تجدید په دین کې کړی دی. د عصر ستر مفسر او محدث ورته ویل شوي، په داسې حال کې چې نه په تفسر او نه په احادیثو کې د یادوني وړ تصنیف لري. د اسلام ستر فاتح، امام المسلمین او امام المجاهدین، د امت د بقاء او پرمختګ هستي بلل شوی، خو اسلامي امت څه چې، د افغانستان ملت هم تر اوسه دغه هستي په سترګو نه دی لیدلي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

131,022 görüntüleme • 1 yıl önce

د افغانستان د آزادۍ او سترې فتحې ویاړ دې زموږ تره ( شهید معلم محمد انور ) او د هغه درې تنکي ځوانو زامنو ته مبارک وي چې، څلور واړه یوځای په یو سنګر کې د اسلامي نظام د تحفظ لپاره قربان شول. له نن دیارلس کاله مخکې یعنې په کال ۲۰۱۲ کې امریکایي اشغالګرو زموږ درې ( وازغر ) باندې چاپه ووهله، چې د مجاهدینو له کلک ځوابي برید سره مقابل شول . په هغې جګړه کې د امریکیانو ۱۱ سرتیري او د جګړې قومندان مردار او لسکونه نور یې ټپیان شول . یادې جګړې کې زموږ تره شهید معلم محمد انور د دفاع هوا مسؤلیت په غاړه وه ، له ده سره زوی یې شهید خیر الله فدایی دهشکه چلووله دوه نورو زامنو یې شهید سمیع الحق او شهید انصار الله، دوي ته مهمات راچلول او شریدونه یې ډکول . ډوی ډیر ښه فعالیت وکړ . د امریکایانو هغه ډبډبکې چورلکې یې کیناستلو ته پرینښودلې . وروسته چې ددوي شریدونه خلاص شوي وي په تیروتنه کې د رسام مرمیو شرید یې فیر کړ ، له دې سره امریکایانو ددوي ځای کشف او د ډورون پر مټ یې هدف وکرځول ، څلور واړه پلار او زامن په یو سنګر کې د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل . نحسبهم کذالک والله حسیبهم .

شهاب لېوال Shahab lewal313

37,669 görüntüleme • 2 yıl önce

قومي مشر: د زاویه نیوز خپور کړی کلیپ د سیداباد د ولسوال نه، بلکې زما دی د «زاويه نيوز» په نوم په ټولنیزو رسنیو کې پر پروپاګند او جعلي خبرونو پېژندل شوې ټولنیزې پاڼې څو ورځې وړاندې بې‌وزلو کسانو ته د مرستو د وېش په تړاو، د میدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ د شېخ اباد حوزې د قومي مشر حاجي عبدالقدوس غږیز کلیپ په جعل او تذویر سره د سید آباد د برحاله ولسوال په نوم او ورسره مل تصویر خپور کړی و. زاویه نیوز تور پورې کړی و، چې ګواکې د سیدآباد ولسوال بې‌وزلو کسانو ته د مرستندویه بنسټونو له‌خوا په وېشل کېدونکو مرستو کې مداخله کوي، خو هندوکش‌غږ په خپلو کره څېړنو کې وموندله چې په یاد غږیز کلیپ کې غږېدلی کس د همدې ولسوالۍ د شېخ اباد حوزې د قومي مشر حاجي عبدالقدوس دی او نوموړی وايي، هغه کلیپ یې په کلیو کې د خلکو استازو او نمايندګانو ته لېږلی و، ترڅو مرستې په شفافه توګه تر اړمنو خلکو ورسوي. عبدالقدوس زیاتوي، چې په دغه ولسوالۍ کې ټولې مرستې په پوره شفافیت سره اړمنو کسانو ته رسېږي او هېڅ حکومتي مسوول پکې مداخله نه ده کړې. د هغه په خبره: «زموږ غږ یې د ولسوال صاحب له عکس سره ضمیمه کړی، غوښتنې او خبرې زما دي او عکس یې د ولسوال صاحب ورسره اېښی، چې ګواکې د هغه خبره ده، دا حقیقت نه لري، زما خبره خپلو نماینده‌ګانو ته د دې لپاره وه، چې تاسې د مرستو د ښه شفافیت، تنظیم او ترتیب لپاره کوښښ وکړئ چې د چا حق ضایع نه‌شي.» په ټولنیزو رسنیو کې پر جعل، دروغو او پروپاګند پېژندل شوې «زاویه نیوز» د پرځېدلي جمهوریت د ملي امنیت شوری د سلاکار حمدالله محب اړوند ادرس دی، چې هغه مهال یې د نوموړي د فسادونو او خیانتونو د پټولو او اوس‌مهال د افغان حکومت او ولس ترمنځ د بې باورۍ د رامنځ‌ته کېدو او د دوی په منځ کې د واټن د ایجاد په موخه ناسم نشرات کوي. دا په تېره یوه میاشت کې د زاویه نیوز څووم خبر دی، چې دروغ ثابتېږي.

هندوکش غږ

16,323 görüntüleme • 1 yıl önce

بدخشان کې د وروستیو خونړیو پېښو عاملین نیول شوي 🎥: امنیتي ځواکونو بدخشان کې د داعشي جګړه مارو هغه ډله نیولې، چې دغه ولایت کې یې وروستي خونړي بریدونه ترسره کړي وو. د المرصاد په نوم یوې خپرنیزې ادارې د یادو نیول شوو جنګیالیو هغه ویډیو خپره کړې چې پکې یې د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار او مربوطاتو کې د ترسره کړیو خونړیو بریدونو اعتراف کړی دی. په ویډيو کليپ کې د نیول شویو وسله والو کسانو یو تن مسؤل اقرار کوي، چې بدخشان کې د دغه ولایت پر امنیه قومندان، د والي پر معاون، جومات کې پر فاتحه او د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه بریدونه د دوی اړونده وسله والو ترسره کړي دي. نیول شوي کسان مني، چې دوی د نورو بریدونو پلانونه هم طرح کړي، خو هدف تر رسېدا وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول. په دې خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې د نیول شویو کسانو سره وسلې او ګڼ مهمات هم نیول شوي دي. یاده دې وي، چې امنیتي ځواکونو څه موده وړاندې هغه ۷ تنه تاجکستاني داعشیان هم نیولي وو، چې کابل کې د چینايي وګړو پر هوټل، د بلخ پر ولایت مقام، د بهرنیو چارو وزارت پر کارمندانو او پر ایمان جومات یې مرګوني بریدونه ترسره کړي وو او لسګونو هېوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه. #حریت_راډيو زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ:

Hurriyat Radio Pashto

18,009 görüntüleme • 2 yıl önce

ډیره پخوانۍ ویډیو ده، یو چا رالیږله… کله مې چې وکتله زړه مې ټوټې ټوټې شو، په دې ویډیو کې چې کومې څهرې ښکاري، اکثره ملګري مې نن د خاورو لاندې ویده دي، یوازې دوه درې تنه لا تر اوسه ژوندي پاتې یوو، هره موسکا، هره خبره او هره شیبه یې اوس د درد یو اوږد داستان ښکاري. پدې ورځ د خوست صحراباغ پر امریکایي اډه، ولایت او قومندانۍ باندې د لویو استشهادي عملیاتو ورځ وه. ۲۶ تنه استشهادیان د قربانۍ لپاره تیار ولاړ وو، دلته مو وروستۍ خدای پاماني اخیسته، داسې خدای پاماني چې بیا هیڅکله خپلو ملګرو ته راستانه نه شول. مونږ د فرضي کرښې ترڅنګ د کوچیانو په خیمو کې څو شپې تیرې کړې وې، څو خپل ټاکلی پلان عملي کړو. هغو بېوزلو کوچیانو په خپلو خیمو او اطاقونو کې ځای راکړی وو، د مسؤلینو په ګډون لسګونه تنه هلته درې شپې دیره وو، شهید حافظ بدرالدین، شهید مولوي نور قاسم او شهید قاري معراج چې د عملیاتو مشري او مسؤلیت یې پر غاړه و، هم راسره موجود وو. نن چې د هغوی نومونه اخلم، سترګې مې له اوښکو ډکې شي. لومړۍ ډله استشهادیان په دعاوو او اوښکو رخصت شول، دوهمه ډله لا د تګ په حال کې وه چې امریکایي بې‌ پیلوټه الوتکو زمونږ ځای کشف کړ، ناڅاپه بمبار پیل شو… څو تنه ګلالي، معصوم او له ارمانونو ډک ځوانان په وینو کې ولمبیدل او شهیدان شول، د شپې مو بل کلي ته پناه یوړه مونږ لا د روژه ماتې څو ګولې ډوډۍ خولې ته نه وه وړې چې بګنو بیا بمبار وکړ هغه شپه هم څو تنه مسؤلین او رهبران شهیدان شول. ځینې ملګري په خوست بازار کې ونیول شول، ځینې د بمبارونو ښکار شول، یوازې د صحراباغ پر اډه عملیات بریالي شول چې هغه همدا ډله ملګري وو، دوی د امریکایانو تر ځالې ورسیدل، تر وروستي سلګۍ پورې وجنګیدل او بالاخره ټول یو په بل پسې شهیدان شول. نن چې دا ویډیو ګورم، داسې احساس کوم لکه د ژوند یوه ټوله زمانه مې چې د سترګو مخې ته تیره شوې وي، هغه ملګري، هغه خنداګانې، هغه دعاوې، هغه وروستۍ غیږې… ټول اوس یوازې تش یادونه پاتې دي. الله دې ټول شهیدان د جنت په لوړو مقامونو ونازوي او مونږ دې رب ددې وینو ته امانتدار لري. لارې ته ګورئ څو زړه پلونه په وینو رنګ دي تورې هغوی وکړې موږ هسې په تیاره راغلو

Abdullah Raihan

15,406 görüntüleme • 3 ay önce

حسن خان صیب Hassan khan ! ځان ته به کاذب قناعت نه ورکوئ. پښتانه وایې چې د مارګیر مرګ له ماره وي، پاکستان چې لسګونه کاله لسګونه ترهګري ډلې د طالبانو او ټې ټې پې په شمول په خپله لمن کې ساتلي او تمویلولي، ستا څه خیال دی چې دا اور به د دوی تر لمن نه رسېږي. حرکة الانصار، حرکة المجاهدین، لشکر طیبه، جیش محمد، سپاه صحابه او ... دا ګروپونه او ډلي په پاکستان کې اوسېږي، څوک یې تمویلوي او چا ځای ورکړی دی؟ دا سمه ده چې د طالبانو مشران هڅه او کوشش کوي چې خپل کشران د ټې ټې پې له لیکو را وګرځوي، خو ممکنه نه ده. هغه څوک چې یواځې د جګړې لپاره روزل شوي یې، هغه له جګړه کولو پرته بله لار نه لري، چې یو ځای جګړه پای ومومي، بل ځای ته ځانونه رسوي. لا هم په افغانستان کې داسې بانفوذه علماء شته چې د پاکستان په خلاف د فرض عین جهاد فتوا ورکوي، د طالبانو رژیم وخت په وخت هڅه کړي چې د داسې علماوو مخه ډب کړي، خو بریالی شوي نه دی. تر څو پاکستان د دې جعلي او نیابتي جګړو او د دې ترهګرو ډلو له تمویل څخه لاس نه وي اخیستی، جګړه به روانه وي. یو ملګري معلومات را لیږلي چې طالبان لا هم د دوی په سیمه کې د ټې ټې پې لیکو ته جلب او جذب کوي، د سیمي خلک له طالبانو سره په دې جنجال اخته دي چې ولي یې زامن ټې ټې پې ته لیږي، تراوسه یې تر سلو ډېر کسان لیږلي دي. په اوډیو کلیپ کې غږ د طالب اکرام الله دی چې د کابل ولایت هوتخیلو اوسیدونکی دی او د مرکزي ولایتونو ځوانان د ټې ټې پې لیکو ته جذبوي او لیږي، پلار یې مولوي نجیب الله نومېده، د کابل د انتحاریانو مسئول و او د تېر جمهوریت تر سقوط له مخه وژل شوی دی. دا لاندې عکس د معاذ بدري دی چې د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی و، شپږ میاشتي وړاندې طالبانو لیږلی و، هلته وژل شوی او تر اوسه یې جسد هم چا نه دی لیدلی. ملګری زیاتوي، یو بل ځوان چې سمسور نومېده، د پلار نوم یې خالد، د کابل ولایت، د موسهي ولایت اوسیدونکی او د سلام پوهنتون محصل و، د روژې په ۲۲مه نېټه یې لیږلی، تراوسه لادرکه دی، اوس زما په ورور پسې دي چې هغه هم واستوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

17,232 görüntüleme • 1 yıl önce

وارسا - واحد اطلاعات روند سبز افغانستان : ثبت صدای داکتر بشیر رییس قبلی استخبارات طالبان در ننگرهار و رییس کنونی به اصطلاح ضد جاسوسی. پرده برداری از کشتار های درونی ، خویش خوری، فساد، آینده مبهم و فرجام حتمی و ننگین ===================== سلام علیکم و رحمت الله و برکاته د ګروپ ملګرو الله تعالی دې خیر درکړي، زه خو ولاکه پوهیږم چې په دې ګروپ کې به کوم کوم ملګري وي، خو بیا هم زه پکې داخل شوي یم. چې اوس په دا ګروپ کې یم، د خپل مسوولیت په اساس به خبره وکړم، داکتر بشیر یم. دغه ګروپ کې چې موږ او تاسو اکثریت د ننګرهار مجاهدین یوو. او ټولو ته به دغه پته وي چې په ننګرهار کې زمونږ او تاسو زیاتره غټ غټ ډلګې مشران که د بټیکوټ طرف ته وه او که د خوګیانو و طرف ته وه، اکثریت په شخصي مسایلو او دوښمنیو په نتیجه کې شهيدان نه شول؟ زمونږ د ننګرهار مجاهدین به دومره د دښمن سره په مقابلې کې نه وي شهيدان شوي لکه خپلمنځي مقابلو کې چې شهيدان شويدي. نو يو سړی چې د یو چا وينه بیولي شي، نو هغه به د هغو په اړه معلومات نشي شریکولای؟ په ولا بالله چې هغه څه ور پسي ووایي، چې هغه خبرې د ده په جامعه/ ټولنه کې نه وي. زه وایم ټوله د دغه ځای یو، که کره کتنې کمیتې ډله ده او که د بل ځای ډله ده، زه وایم چې د الله لپاره "یسرو ولا تعسر" بس له دغه مسلمانانو سره آسانې وکړئ ، نور دغه د څو مرحلو څخه ووتله، د څو تصیفه ګانو څخه دغه مجاهدین ووتل، زه وایم چي کوم مجاهد چې معمولې چانس د داخليدو درلودی، پکې را داخل يې کړي، نظام خلګو ته ضرورت لري، دا چې په راتلوونکي کي مونږ د ضرورت پر اساس نوي خلک و نظام ته را داخلو، نو خو دغه مجاهدین تیار ستاسو سره شته دي، کوم مجاهد به خطا نه وي کړي، داسي څه مه ورته لیکي چې د يوي وړې خطا په خاطر باید یو مجاهدین له دې صف څخه و ایستل شي، هغه به په دې صف کې قربانۍ ورکړي وي، مه يې د هغو خلکو د پيغور کوي؛ د کومو خلکو پر وړاندې چې یو څو وخته ولاړ وه. د کميټې هدف باید دا وي چې د يوي اشتبا د اصلاح توصیه ورته وشي، دا مجاهدین د الله تعالي نازولي دي، ان شاءالله چې اصلاح به يې کړي. په ولا چې دا په هغه سختو شرایطو کې چې امکانات هم نه وه، او ګرځیدل به، که څوک به وړکی وه او که څوک به غټ وه، چې هر رقم حالات به ول؛ دوي به په اول خط کې وه. نرمې ورسره وکړي، او چې څومره مو په وسه او توان کې وي آسانې ور سره وکړي، په معمولي خطا پسي يې مه کیږي، او که دا مو ګروپ ته پورته کړی، چې هله د پلانکې نوبت دی تکړه شي ور پسي، په اړه معلومات را وکړي، نو هغه به په شخصي کې داسي معلومات درته پسي را ولیږي، د الله په ذات دې مې قسم وي چې په هیڅ رقم به هغه سړی په صف کې پرې نږدي، زه وایم زما د اوسني کره کميټې څخه ډیر غټ امید دا وه، چې دا د تیرې تصفیه کمیسون کومې کمې او نیمګړتیاوي چې وي، هغه به پکې حل شي، او اوس مې هم د اصلاح آرزو ده. بس ډیره سختي مه کوي، هغه سړی معلوم دی، چې هغه باید له صف څخه ويستل شي، هغه وتلي دی، زما په فکر سره دا کره کتنې کمیته د هغه چا لپاره ده، هغه چې ډير ځوریدلي دي او حق يې تلف شويدي، هغه پکې بیرته راشي، زه يې په دې تعبیر نیسم، خو په ګروپ کې نشرول او د ګروپ د لارې د هغه په اړه معلومات را ټولول، په ګروپ کې هغسې خلک تیار ورته ناست وي، چې د هغو په مغزو کې د هغه په اړه د پيدايښت څخه يو انتقاد او کینه موجوده وي، او هغه د ځان څخه بغیر بل هيڅ مجاهد په ننګرهار کې نه مني. که چا لږ جهاد کړی وي او که یې ډیر کړي وي، زه وایم دا د قيامت د ورځې د جنت او دوزخ کیلې ګانې خه دې چې زمونږ مسلمانانو سره ندي کنه په ولاکه په جنت زمونږ څخه څوک ننوتلي وايي. راسئ یو څه آسانې وکړي، الله تعالی په آسانې خوشحالیږي، دغه مجاهدین و نازوی، چې یو چا یوه ورځ هم تیره کړی وي، بس وي نازوی، د چا څخه به ګناه نه وي شوي، ولا زه خو په ننګرهار کې چې اوه کاله پاته شوي یم، الله تعالی ته پته شته دی، چې څه شخصي کیسۍ به موږ او تاسو نه وي کړي، بس د مجاهد په یوه وړه اشتباه څوک مه باسي، هغه اصلاح کړي، د هغه د ایستلو کوشش او یا د هغه د حيثيت د زخمې کولو کوشش مکوئ، زما خو دغه غوښتنه ده. دا که په ګروپ کې د یو چا په اړه د معلومات غوښتل نشر شي، او تاسي بس شخصې ګروپونو ته شي، چې هله هلکه تکړه شته نن د پلانکې ډلګۍ په اړه معلومات دې، په یو سړی امارت دومره اعتبار کړی؛ چې هغه ډلګې مشر کړی، ته يې هم پریګده، که صادقه نه وه، خدای يې شرموي. دا مې د زړه یو درد وه، درسره مې شریک کړو، د ننګرهار د مجاهدینو حال چې په نورو ولایتونو کې وګورئ، چې ما او تا دلته يې نه پیژنو نو هغه به يې څه وپیژنې، ځکه په ننګرهار کې د خوارجو په نوم داسې يوه بلا تیره شوي ده، چې هلته ( په نورو ولایتونو ) کې په روغ سړی باندې هم د داعش ګمان وي، خو هغه یې له دې وجهي دا شک کوي، چې دوې یې نه پیژنې، هلته دا کیسه وي، دلته بیا مونږ او تاسي داسي کیسه سره را روانه کړي، یو په بل پسي مو را اخیستي، هغه پخوانې پخوانې مسائل اوس دلته سره مطرح کیږي، د کره کتنې کمیته ماشاءالله خه کمیته ده، خو معلومات راټولو دغه رقم طریقه صحیح نده، زه د دغه رقم معلوماتو را ټولو طريقي سره موافق نه یم، نور دې الله تعالی خیر وکړي، الله تعالی دې ټولو مجاهدینو ته خیر ورکړي، چې خپل مسوولیتونه په خه طریقه سره ترسره کړي. السلام علیکم

Afg Green Trend

20,962 görüntüleme • 2 yıl önce

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني د پنجشېر ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی. د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لټون وایي، ښاغلي حقاني د پنجشېر د والي حافظ محمد آغا حکیم په دفتر کې له والي او ولایتي مسوولینو سره لیدلي او د خلکو د ستونزو، پراختیايي چارو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو او فرمانونو د پلي کېدو په اړه یې خبرې کړې دي. ښاغلي لټون ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر د پنجشېر د خلکو او ولایتي ادارې ترمنځ ښې اړیکې او همغږي مهمه بللې او ویلي یې دي چې د خلکو او ادارو نږدې اړیکې د ستونزو په ښه حل کې مهم رول لري. ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی چې پنجشېر ته به لا ډېره پاملرنه وشي، ځکه د ده په وینا، د دغه ولایت خلک له اقتصادي ستونزو او ځینو وروسته پاتې‌والي سره مخ دي او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. په دې لیدنه کې قومي مشرانو، علماوو، مخورو او د پنجشېر د مرکز او ولسوالیو د خلکو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې له وزیر سره شریکې کړې. حقاني پر ملي یووالي، ورورولۍ او ګډې همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د پنجشېر د خلکو د یووالي او همغږۍ د له منځه وړلو هڅه وکړي.

1TVNewsAF

10,680 görüntüleme • 10 gün önce

د "مارشالۍ" تر شا پټ حقایق: کمال که معامله؟ 🎭 نن د محمد قسیم فهیم د مړینې تلین دی؛ هغه څوک چې د کابل په ارګ کې یې د یو "مطلق العنان شاهنشاه" په څېر واکمني کوله او ولسمشر کرزی ورته د یو "بې واکه سرکاتب" په څېر ښکارېده چې دنده یې یواځې فرمانونه امضا کول و. خو د دې بې سارې قدرت او لقب تر شا څه وو؟ ۱. مارشالي که سیاسي بډې؟ 🎖️ د فهیم مارشالي د کومې سترې ملي سوبې پایله نه وه، بلکې دا د قدرت د وېش په بازار کې د کرزي صاحب هغه "بیه" وه چې د خپلې بقا لپاره یې د نظار شورا د نظامي ماشین وارث ته ورکړه. کمال یې په جګړه کې نه، بلکې د امریکایانو له ډالرو او د کابل له زوره په ګټه اخیستنه کې و. ۲. د شېرپور چور او د فرعونیت ماڼۍ: 🏰 د فهیم د قدرت تر ټولو توره نښه د شېرپور غصب او کارته پروان هندو وطندارانو کورونه چور و. په داسې حال کې چې ملت د یوې مړۍ ډوډۍ تږی و، ده او ملګرو یې د بېوزلو کورونه وران کړل او د هغوی پر وینو یې د "جنګي ماڼیو" بنسټ کېښود. دا هغه بې باکه ثروت و چې قانون ورته د لوبو یو کاغذ ښکارېده. ۳. ولې له صحنې لرې شو؟ ⚰️ د فهیم مړینه یوازې یو "طبیعي اجل" نه، بلکې د هغو سیاسي معاملو منطقي پایله وه چې نور یې د ده په څېر د یو "مست فیل" شتون نه شو زغملی. کله چې د یو چا بې کچې غرور، چور او نظامي نفوذ د ټول نظام او د هغه د بهرنیو ملاتړو (امریکایانو) لپاره په یو سردرد بدل شي، نو د قدرت پټ لاسونه یې په ډېر مهارت له صحنې وباسي. تاریخ یوازې په مډالونو نه، بلکې په هغو حقایقو قضاوت کوي چې د ارګ په دهلېزونو کې تر ننه پټ پاتې دي. #مارشال_فهیم #شېرپور_چور #افغانستان_تاریخ

𝐊𝐡𝐚𝐥𝐢𝐝 𝐖𝐚𝐫𝐝𝐚𝐠🇦🇫

11,816 görüntüleme • 5 ay önce

د شهید ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وخت کې افغان هوایي قواوو د ملي غرور او دفاع لپاره داسې یوه ویاړلې پېښه ترسره کړه چې د تاریخ پاڼې پرې روښانه دي. رادار د پاکستان یوه F-16 جېټ الوتکه کشف کړه چې د فرضي کرښې څخه تېره شوې وه. افغان تعقیبي جیټ په درو دقیقو کې پسې ورسید، خو پاکستانۍ جیټ د کرښې خواته واوښته. افغاني پیلوټانو خپل امرکونکې ته خبر ورکړ چې پاکستانۍ جیټ ووتله. له هغې خوا پرې امر وشو چې کرښه دې هېره کړئ، ورپسې لاړ شئ او راویې غورځوئ. افغان زمریانو د امر پر ځای کولو لپاره په مېړانه ورپسې شول او د میرانشاه په سیمه کې یې پاکستانۍ جیټ د ځمکې تل ته کړه. بیا یې په مخابره کې غږ وکړ: “صاحب، امر مو پر ځای شو.” له بلې خوا د شاباسي تر څنګ ورته امر وشو چې تر بنو پورې ګزمه وکړئ، د پنجاب د پوځ یو مرکز بمبار کړئ او بیا راشئ. افغان زمریانو دا امر هم په بریالیتوب سره سرته ورساوه، چې ورسره پاکستان دې خواته بیا د راغلطېدو جرئت ونه کړ. 🇦🇫❤️

Nasir Amany 🇦🇫

95,050 görüntüleme • 1 yıl önce

له امریکا سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اړېکې دا مانا لري لکه سړی ووایې چې د خنځیر غوښه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خورم. طالب فکر کوي چې په هر شي دوی د اسلام نوم کېږدي؛ نو هغه جایز او روا وي او حرام کار هم په اسلامي اصولو کیدی شي. تر پرونه همدغه طالب ویل چې له حربي کافر سره، دوستي، تجارت، ګاونډېتوب، پیر او پلور، بلکې هر ډول تعامل ورسره ناروا او مطلق حرام دی او ټول مذهبونه په دې اړه یو خوله دي. حربې کافر داسې تعریفوي: هر کافر چې له مسلمانانو سره د نړۍ په هر کونج کې په جګړه اخته و، هغه کافر د ټولو مسلمانانو لپاره حربي کافر دی، مسلمانان د نړۍ په هیڅ ځای کې حق نه لري چې له حربي کافر سره سوله او یا کوم تړون وکړي، سر او مال یې روا دي. نن هم همدغه امریکا او ملګري یې د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو پر وړاندې یا په مستقیم او یا په غیر مستقیم ډول په جګړه اخته دي، خو طالب ورته حربي کافر نه وایې، میاشتنۍ ډالرې کڅوړي یې اخلي، هر ډول تعامل ته ورسره تیار دي، بلکې ستانکزی صیب وایې چې پر امریکا لازمه او واجبه ده چې طالبان په رسمیت وپېژني، تر دې لا بده دا چې ویاند یې وایې، موږ له اسرائیلو سره هیڅ ستونزه نه لرو. طالبه! پرون ولي امریکایان او ملګري یې حربي کافران و او نن نه دي؟ پرون ولي هر ډول تعامل ورسره مطلق حرام و او نن نه دی؟ دغه ساده طالبان به وایې چې پرون یې زموږ په خاوره یرغل کړی و او له ماسره په جګړه اخته و او نن وطن ورڅخه پاک دی. لومړی: پورته مې د استاذ یاسر د خولې تعریف نقل کړی، هغه وایې: حربي کافر یواځې دېته نه وایې چې ستا په خاوره یې یرغل کړی وي او ستا په خلاف جګړه کوي، د نړۍ په هر کونج کې چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کوي، حربي کافر ورته ویل کېږي، ایا امریکا او ملګري یې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه نه کوي؟ ایا چینایان په ایغور کې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه نه دي اخته؟ دوه یم: نن کله موږ د امریکایانو له اشغال او یرغله خلاص یو، ستاسې د دفاع وزیر ملا یعقوب اخوند خپله وایې چې د افغانستان فضاء اوس هم د امریکا له لوري اشغال ده؛ نو بیا څنګه تعامل ورسره کوي او رسمیت ورڅخه غواړي؟ د ملا یعقوب اخوند خبرې واوره، هغه د اصلي اشغالګر پاکستان نوم هم نه شي اخیستلی، وایې بیا ناندرۍ جوړېږي، په خپله خپلواکې، ازادي او فتح لږ شکمن نه یې؟ په دې خبره هم غور درسره وکړه، که پاکستان اشغالګر نه درته ښکارېږي، د اشغالګر ملګری خو دی، ځکه ملا یعقوب په اشاره وایې چې امریکایې ډرون له پاکستانه راځي او زموږ هوایې حریم نقض کوي، بیا څنګه تعامل ور سره کوي؟ شاید طالبان زما د پوښتنې له ځوابه منډه واخلي او ما ته ووایې چې ته د اشغال ملګری وي، مرتد وي، غلام وي، او ...، خو دا زما د پوښتنې ځواب نه دی او نه په دې ټاپو او ښکنځلو پوښتنه ځوابېږي، ځکه هره پوښتنه چې معقول ځواب پیدا نه کړي، د خلکو تر منځ ژوندۍ پاته کېږي، که زه یې ونه کړم بل یې کوي. ځه، ستاسې په اند یې زه له دینه وتلی، خو که همدا پوښتنه له تاسې خپل دینداره او مجاهد ملګری وکړي، څه ځواب ورته لرئ؟ په پای کې کټ مټ هغه خبره درته کوم چې استاذ یاسر ملایانو ته کړي وه. طالبه! له امریکا ډالر واخله، خو د دین په نامه یې مه اخله، دین مه پلوره، په خپله هره ناوړه چاره د دین نوم مه ږده. یادونه: زما د خبرو د تائید لپاره لاندې دوه ویډیوګانې ووارئ، چې استاذ یاسر او ملا یعقوب اخوند څه وایې.

Rahmatullah Andar🇦🇫

34,229 görüntüleme • 1 yıl önce

نن د شهید قومندان کلام نافذ ورور په حق ورسیده، خلیفه صاحب سره له ډیرو مصروفیتونو د هغه د جنازې لپاره له کابل څخه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته ولاړ، دا یوازې یو سفر نه وو، بلکې د ورورولۍ، وفادارۍ او انساني ژمنتیا ژوندی ثبوت وو. شهید کلام نافذ د خلیفه صاحب له لومړنیو او تکړه قومندانانو څخه وو، د وزیرستان په غرونو او درو کې یې د میړانې، قربانۍ او بهادرۍ کیسې لا هم د خلکو پر ژبو ژوندی دي. قومندان کلام نافذ د امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، هغه په داسې سخت وخت کې د اسلام او د خپل هیواد د ازادۍ لپاره سر قربان کړ، چې ډیرو خلکو د امریکایانو له ویرې د جهاد نوم هم پر ژبه نه شو راوړلی خو کلام نافذ به په رڼا ورځ د اشغالګرو پر وړاندې د جګړې میدان ته کوزیده. خلیفه صاحب ویل که د ورور جنازې ته ولاړ نه شم، هسې نه چې د شهید کلام نافذ روح خپه شي او د هغه بچیان به داسې احساس وکړي چې نن دوی یوازې پاتې شول، څوک یې پوښتنې ته نه راځي. همدا رښتینې ملګرتیا ده همدا وفاداري ده او دا هغه ژمنتیا ده چې نه د وخت په تیریدو مړیږي او نه د مرګ په راتګ پای ته رسیږي. حفظه الله

Abdullah Raihan

14,050 görüntüleme • 7 ay önce

یوه ورځ، دوه سندونه؛ دوحه کې څه لاسلیک شول — او کابل ته څه وویل شول؟ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، په دوحه کې امریکا له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ؛ په همدې ورځ په کابل کې امریکا او د افغانستان اسلامي جمهوریت یوه جلا ګډه اعلامیه خپره کړه. دواړه د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه وو، خو کله چې متنونه څنګ په څنګ کېښودل شي، په ځینو اساسي موضوعاتو کې یوه شان ژبه او یوه شان ژمنې نه لري. تر ټولو څرګند مثال د بندیانو موضوع ده. د امریکا–طالبانو په تړون کې د تر ۵٬۰۰۰ طالب بندیانو او تر ۱٬۰۰۰ د بل لوري بندیانو د خوشې کېدو مشخص شمېر او نېټه لیکل شوې وه؛ خو د امریکا–جمهوریت په ګډه اعلامیه کې یوازې د بندیانو د «د پام وړ شمېر د خوشې کولو د امکان» د ارزونې خبره شوې وه. پوښتنه دا ده: ولې امریکا په یوه تړون کې د هغو بندیانو مشخص شمېر او نېټه وټاکله چې د افغانستان د حکومت په زندانونو کې وو، په داسې حال کې چې افغان حکومت د اصلي تړون لاسلیک کوونکی نه و؟ بل مهم توپیر د جګړې د پای په جوړښت کې و. د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره واضح مهالوېش موجود و: د ځواکونو کمول، له پوځي اډو وتل او په ۱۴ میاشتو کې بشپړ خروج. خو دایمي او هر اړخیز اوربند د تړون مخکېنی شرط نه و؛ هغه راتلونکو بین‌الافغاني خبرو ته پرېښودل شوی و. په ساده ژبه: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسیر معلوم و، خو د افغانانو د جګړې د ختمېدو مسیر لا نه و معلوم. د افغانستان د راتلونکي په اړه هم دواړه اسناد یو شان سیاسي ژبه نه کاروي. د جمهوریت په اعلامیه کې د موجودو افغان ادارو، ډیموکراتیکو نورمونو، ملي یووالي او د وګړو د حقونو د ساتنې یادونه کېږي؛ په مقابل کې، د امریکا–طالبانو تړون څو ځله د یوه «له جوړجاړي وروسته نوي افغان اسلامي حکومت» یادونه کوي. دا اسناد په خپله نه ثابتوي چې د جمهوریت د سقوط پټه پرېکړه شوې وه؛ خو دا پوښتنه خامخا راپورته کوي چې ولې د یوه هېواد د راتلونکي په اړه، په یوه ورځ، دوه رسمي اسناد دومره متفاوتې ژبې کاروي؟ په دې ویډیو کې موږ قضاوت د شعارونو پر ځای اسنادو ته سپارو. دواړه متنونه سره پرتله کوو او هغه پوښتنې راپورته کوو چې د افغانستان د سقوط د درک لپاره مهمې دي: دوحه یوازې د سولې تړون و، د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون و، که داسې یوه نقطه وه چې له هغې وروسته د جمهوریت، طالبانو او نړیوالو ترمنځ د قدرت توازن بدل شو؟ اسناد ولولئ. توپیرونه وګورئ. بیا قضاوت وکړئ. حقیقت. ازادي. راتلونکی. #جمهوریت_څنګه_سقوط_شو؟ #FiveYearsAfterTheFall #ABNSpecialCoverage #Afghanistan #Afghanistan2026

ABN Pashto

10,035 görüntüleme • 14 gün önce