Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

دحمارتیانو پلار جنرال حمید ګل وایي: چې کله تاریخ لیکل یا لوستل کیږي نو دا به ویل کیږي چې امرېکا د پاکستان په مرسته روس ته ماتې ورکړه او تاریخ به دا هم ولیکي چې پاکستان د امرېکا په مرسته امرېکا ته ماتې ورکړه. ۱۵ اګست پاکستان خپل فخر...

29,603 просмотров • 3 лет назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پښتونخوا د پاکستان برخه ده او دی نه غواړي، چې ولسونه له پاکستاني پوځ سره په جګړه اخته شي. په وروستيو کې ايمل ولي خان هم پښتونخوا د پاکستان برخه ګڼلې ده. د پاکستان پوځ په ټولو سياسي ګوندونو فشار راوړی، چې پښتونخوا د پاکستان برخه وبولي او دا دی يو په بل پسې دوی دوی هم د پاکستاني پوځ د خوښې څرګندونې کوي، خو يوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د دغه غورځنګ غړو د پاکستان له دې وړانديز سره مخالفت کړی دی. داسې معلومات هم شته، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزير ته هم وړانديز شوی، چې که دا غوښتنه ومني، نو له زندان څخه به خوشې شي او پر منظور پښتين لګېدلی بندیز به هم پای ته ورسوي، خو هغوی دا وړانديز ندی منلی او پخپلې مبارزې يې ټينګار کړی دی. پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ سره د وفادارۍ ټول وړانديزونه رد کړي او د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره يې د خپلې مبارزې د پراختيا غږ کړی دی.

ZAWIA NEWS

24,698 просмотров • 10 месяцев назад

د ملا برادر اخوند دعا دې خدای په خپل دربار کې قبوله کړي او الله دې ټول طالب مشران شهیدان کړي. تر پرله پسې اعتراضونو وروسته اوس په انتهایي امنیتي تدابیرو کې کندهاري طالبانو د خلیل حقاني د فاتحې خواته مخه کړه. داسي ښکاري چې کندهاریان د حقانیانو له قهره وډار شول. د طالبانو حقاني شبکه چې په افغانستان کې د انتهایي خطرناکو بریدونو طراحان وو اوس د خپل وژل شوي مشر خلیل حقاني د غچ اخیستلو په پلان بوخت دي. دواک او ځواک پر سر را ولاړه شوې جګړه اوس تر دې کچې رسېدلې چې فاتحې ته د ننوتلو پرمهال برادر اخوند هم تلاشي شوی دی. د شهادت شوقي ملابرادر له ځان سره خپل ځانګړي ساتونکي بیولي وو چې حقانیان یې شهید نه کړي. نو که ملابرادر اخوند یا نور طالبان رښتیا هم شهادت غواړي بیا دې بارډیګاډان لیري کړي او په ضد مرمۍ موټرو کې دې نه ګرزي دا دعا به یې ډېره ژر قبوله شي. د ټولو طالب مشرانو لپاره د شهادت یوه یوه دعا وکړئ او خدای ته لاسونه پورته کړئ چې د ملا برادر دعا قبوله شي..

Mirwais Afghan

30,126 просмотров • 1 год назад

د ولس لوږه او د وسله‌والو نندارې؛ کله به مسؤلیت پېژندل کيږي؟ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ددې ويډيو په خپرولو سره وایي؛ د افغانستان عام ولس چې د سهار او ماښام ډوډۍ ته حیران دی او د بې‌وزلۍ تر ټولو سختې ورځې تېروي، د بیت المال له وسلو سره دا ډول لوبې کول د ملت پر زخمونو مالګه اچول دي. دوی وايي؛ په یو هېواد کې چې خلک یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره محتاج وي، د زرګونو افغانیو په ارزښت مهمات په هوا کې دودول نا انساني او نااسلامي عمل دی. د دوی په وينا؛ هره مرمۍ چې هوا ته ویشتل کېږي، بېرته ځمکې ته راګرځي. دا "سرګردانه مرمۍ" اکثراً د بې‌ګناه هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د ټپي کېدو او مړینې لامل ګرځي. ځينې نور بيا وايي؛ دغه وسله‌وال چې له جنګونو وزګار شوي، د دې پر ځای چې د ولس خدمت او امنیت ته پام وکړي، خپل پخوانی جګړه‌ییز عادت د ملت په شتمنۍ پالي. دوی زیاتوي، د یو مسؤل نظام لومړیتوب باید د ملت نس مړول او د هغوی سر خوندي کول وي، نه دا چې د بیت المال وسلې د شخصي نندارو او ولسي ګواښونو لپاره وکارول شي. دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له لوري ورته نندارې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي چې يو شمېر هېوادوالو ته پکې ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ABN Pashto

20,558 просмотров • 6 месяцев назад

د طالبانو د سوشل میډیا فعال او د دوی کابل امنیه قومندانۍ پخواني ویاند چې په جنرال مبین شهرت لري په یوه انلاین ټک ټاکي مجلس کې یې د خواله رسنیو یو فعال ګواښلی . د خوست یو تن اوسیدونکی (قلیل) چې دمګړۍ په متحده عربي اماراتو کې اوسیږي، د جنوبي افریقا سره د افغان کرکټ اتلانو له لوبې وروسته د په دوبۍ کې د طالبانو قونسل او د نن ټکي اسیا مشر عبدالرحمن فدا سره د یوې ویډیو اخیستو پرمهال له نوموړي وغوښتل چې لږ مسکا وکړي،‌بیا یې د ګیلې په شکل وویل چې تر کومه له افغانانو سره په دې شکل مخې ته ځئ. د قلیل ددې ویډیو له خپریدو سره سم د طالبانو رسنیز فعال جنرال مبین قلیل وګواښه چې ولې یې د دوی له استازي سره دا ډول چلند کړی دی. نوموړي وویل چې په متحده عربي اماراتو کې داسې کسان لري که امر ورته وکړي، قلیل به همغلته ووژني، دا راز زیاته کړه هغه ټک ټاکران چې په بهر کې میشت او د دوی له اوصولو خلاف فعالیتونه کوي دلته به یې کورنۍ ونیسي‌ترڅو هغوی اصلاح او له دې چارو منعه کړي.‌

BILAL SARWARY

49,042 просмотров • 1 год назад