Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

دخلقیانو دخاد اداري یا استخباراتو وحشتونه یادي اداري د ډاکټر نجیب الله تر مشري لاندي یاد جنایتونه ترسره کول

11,206 görüntüleme • 1 yıl önce •via X (Twitter)

10 Yorum

Zerak Safi🌾 profil fotoğrafı
Zerak Safi🌾1 yıl önce

هم دا یی لاسته راوړنه چي ستاسي په شان د پنجاب غلامانو ته داسي سزا ورکوله نور ونه وای چي لاسته راوړنه یی څه ده له دی بله ستره لاسته راوړنه شته؟

Sameer Afghan profil fotoğrafı
Sameer Afghan1 yıl önce

ویم ډیر بد کار یی کړی چی ټول یی ندی ختم کړی اوس به مو ؤطن بی ملا وو څه ښه ژوند به وو ارام به وو وقار به مو لره دا چی څوک تر پاتی شول نن د وطن حال ګورو

مولوي ضیاء الرحمن اصغر profil fotoğrafı
مولوي ضیاء الرحمن اصغر1 yıl önce

هو اصل د کمونیزم مفکوره همدا وه چي باید دوه میلیونه انسانان و وژل شي او همداسی وکړل تر دوه میلیون زیات افغانان در بدره شول

QueenـHoraa خلقۍ🇦🇫 profil fotoğrafı
QueenـHoraa خلقۍ🇦🇫1 yıl önce

سوزکی ملا زه د ولی انبلاک کړی یم🤪🤪🤪

Rashid Khan profil fotoğrafı
Rashid Khan1 yıl önce

دټاليبانو رقم ظلم او وحشت دافغانستان په تاريخ چانه دي کړي ټاليبان هغه وحشي ځناور دي چي افغانان يه په هر ځاي کښي په شهادت رسول تاسو دهيرامنډي په پتوا افغانان په مسجد کښي وژل تاسو ښځي او ماشومان وژل تاسو په عامه بازارو کې سرعام افغانان وژل لعنت پر ټاليبانو اودهيرامنډي پرکونيانو

غزة پښتو🎤🇵🇸 profil fotoğrafı
غزة پښتو🎤🇵🇸1 yıl önce

إم كيو 84 په نوم بم چی له دښمن څخه په غزه کی پاته شوی وو سریا القدس لوا لخواه ده اسرایلو په کاروان والوزاوو شوو

Habibi profil fotoğrafı
Habibi1 yıl önce

دا ما پخپل سترګو لیدلی چی بندی سړی باندي آبه اچولی بعد د آبه اچولو نه بندی سړي ته برق ورکولو انسان فکر کوی چی اسمان ته می جیګ وي بیا پر ځمکه می غورځوي بندی به په ژړا او په ډیر نا امیدی ویل یو دقیقه امیرصاحب دا ساه واخلم خو ظالم او روس ته وفادار مدیر بندی سړی ته غږ کول زر حال وویه

ګُربُز 🇦🇫 profil fotoğrafı
ګُربُز 🇦🇫1 yıl önce

زاړه قبرونه مه راڅپړه ، هیڅوک نشته چی لکه ممیز غوندی په کونه ډکۍ ونلري ، اوسنی حالت په اړه خبری کوه د پاکستان د وحشت او بربریت په اړه خبری کوه

Aladdin Safi profil fotoğrafı
Aladdin Safi1 yıl önce

شيخ صاب خربتولا هم تري په وحشت کې کم ندی

(AWVV)Afghan War Victims Voice profil fotoğrafı
(AWVV)Afghan War Victims Voice1 yıl önce

ټالب جان تر هرچا زیات بشرې فجایع کړیدې څلور کلونه وشول چې د افغانستان بې دفاع ولس مو د اساسې حقونو د جې ایچ کیو په دستور محروم کړیدی. تر دې سترحماقت او بشرې ناورین نور چیرې دی؟؟؟؟؟؟؟

Benzer Videolar

شهید ډاکټر نجیب‌الله د افغانستان یو باعزته رهبر او خاورې ته ژمن زوی و. هغه د هېواد خاوره خپل ناموس ګڼله او د حراست لپاره یې خپل سر قربان کړ. شهید ډاکټر نجیب‌الله یو فکري مکتب و، او درې لسیزې وروسته د هغه له شهادت څخه لا هم په میلیونونو ځوانان د هغه د ملی فکر او تعهد څخه متاثره دي. دا د شهید نجیب‌الله حقانیت او د سپېڅلې وینې نښه ده چې ټول حریفان یې یا د حقارت او بدبختۍ په حال کې ژوند کوي، او یا هم په خپلی داعیه سره شرمېدلي مړه شول. د شهید نجیب‌الله محبین به د هېواد د بربادۍ په اړه له ټولو هغه تش په نوم سیاسونو او مسؤولینو سره محاسبه وکړی د شهید داکتر صاحب ژمنتیا تر ټولو غوره مثال یې دا دی : چې تر شهادت وروسته هم هېڅوک نشي کولای پر هغه د خیانت، اداري فساد یا د لوړپوړو ماڼیو تور ولګوي. خو مخالفین یې، چې ځانونه یې د اسلام سپین کوتري بللی، څومره شرمېدلي شول. ﴿وَتُعِزُّ مَنْ تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَنْ تَشَاءُ﴾ #TranstionalJusticeAfghanistan #Afghanistan Hamasa Media Hamid Karzai Tawab Abdullah habiburrahman hekmatyar حبیب الرحمن حکمتیار Ashraf Ghani Tamim Asey Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )

S S Rahamanzai

13,116 görüntüleme • 1 yıl önce

ډاکټر نجیب الله: د یووالي شهید، د سولې اتل او د تاریخ ګټونکی ولسمشر! ډاکټر نجیب الله یو داسې مشر و چې د قدرت د تږو سیاستوالو له چوکاټ څخه لوړ و. هغه د زر او زور په نشه مستو مشرانو کې نه و! نه یې ماڼۍ وې، نه یې برجونه، نه یې پټې خزانې. مزار یې هم د خاورې یو ساده ټپه ده، خو زړه یې د خپل مظلوم ملت لپاره د یو سمندر په څېر پراخ و. 💔 د ډاکټر نجیب الله او د هغه د مخکینیو مشرانو – نور محمد تره کي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل – ترمنځ توپیر خورا ژور دی. نور په ایډیالوژیو کې غرق وو، هغه د وطن د ژغورنې لپاره خپله ایډیالوژي تر پښو لاندې کړه! هغوی د "خلق" او "پرچم" په نومونو ویشل شوي وو، هغه د ملي یووالي بیرغ پورته کړ! هغوی د واک لپاره وینې تویولې، هغه د وینې د بندولو لپاره خپله وینه نذرانه کړه! 🩸 د داکتر نجیب الله لومړۍ پاڼه یې تیاره وه، خو وروستۍ یې د ملي روښانتیا لمر شو! خوشال خان خټک هم لومړۍ برخه د ژوند کې د مغولو افسر و خو د ژوند په دوهمه برخه کې کله چې د افغان په ننګ یې وتړله توره،‌ننګیالۍ د زمانې شو او همدا مثال د نجیب الله هم دی.‌‌په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د افغان سولې دښمنه وه، هغه په ​​یوازې سر د "سولې، عزت، افغانستان" ناره پورته کړه! 📢 تېروتنې یې کړې، خو زړه یې د وطن په مینه سرشار و! اراده یې د غرونو په څېر کلکه وه! سر یې د خپل ولس په لاره ټیټ شو! تاریخ لږ داسې زړور زامن زېږوي! 🦅 نن چې زموږ ځوانان د جګړې په اور کې سېځل کیږي، حقیقت روښان دی: که د نجیب د یووالي غږ مو منلی وای، دا د بې عزتۍ او کډوالۍ ژوند به مو نه تېراوه! ✊ ډاکټر نجیب الله، ستا له ارام قبر څخه د پکتیا تر لرې پرتو پولو پورې تر پښتونخوا، ستا د وطن پالنې بوی د افغان خاوره کې خپریږي. ستا روح د زرکو په زړو سندرو کې، د څپو په تلپاتې تال کې او د میوند په بادونو کې ژوندی دی. د افغانستان خلک به په خپل وخت کې د سولې د هغه طلایی فرصت ژوره ارزښت درک کړي چې تا په ډیره لیوالتیا وړاندیز کړ – یو داسې خزانه چې په غمجن ډول د ناپوهۍ په تیاره کې ورکه شوه. ستا روح دې ښاد وي، د افغانستان وفادار او سرښندونکی زویه!🔥

𝐊𝐡𝐚𝐥𝐢𝐝 𝐖𝐚𝐫𝐝𝐚𝐠🇦🇫

17,258 görüntüleme • 1 yıl önce

د طالبانو د مخپټي مشر ملا هبت الله په امر په افغانستان کې د ځيرکو موبايلونو پر کارولو بنديز ولګول شو. زاويه نیوز ته د کندهار ولايت لپاره د طالبانو امنيه قوماندانۍ د دريمې امنيتي حوزې آمر ملا فدا محمد نظامي مشهور په حاجي لالا دغه غږ رسېدلی دی، چې نوموړی پکې پر ځيرکو موبايلونو «غټو موبایلونو» د بنديز څرنګوالی تشريح کوي. ياد شخص روايت کوي، چې ملا هبت الله له خپل لاس لاندې کارکوونکو څخه ناراضه دی، چې اطاعت نه کوي: «تر دې وروسته د طالبانو نظام هېڅ نظامي او ملکي کارکوونکی نشي کولی له ځيرک موبايل استفاده وکړي او ان په کورونو کې دې هم دغه موبایلونه نه کاروي او ټول دې بېرته پخوانيو ساده موبایلونو ته وګرځي.» دې غږ کې خبرداری ورکول کېږي، چې د اداري کارونو ترسره کولو لپاره هم د ځيرکو موبايلونو استفاده کول منع دي. په پای کې ملا هبت الله خپلو لاس لاندې کسانو ته وايي، په راتلونکې کې نافرماني او ګناه مه کوئ، خو تر اوسه مې ستاسو ټول ګناهونه درته معاف کړي دي.

ZAWIA NEWS

45,286 görüntüleme • 1 yıl önce

سردار محمد داود خان روغتون نور د ملکي ناروغانو لپاره هم بستر لري د ستر درستیز د روغتیايي چارو قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار تازه ویلي، چې د شهید سردار محمد داود خان روغتون ولسي خلکو ته د روغتیایي خدماتو رسېدو په موخه یو کاري وخت په پام کې نیولی. نوموړی وايي، د هغو ولسي خلکو لپاره چې درملنه یې په نورو هېوادونو کې په لوړه بیه ترسره کېده اوس مهال په دغه روغتون کې په ډېر کم لګښت او معیاري ډول ترسره کېږي. ډاکټر احرار زیاته کړې، چې په سردار داود خان روغتون کې اوس د مازدیګر له ۴ د ماخوستن تر ۱۰ بجو پورې د ولسي خلکو درملنه ترسره کیږي چې په موخه یې کادرونه او متخصصین جذب شوي دي. نوموړی وایي، موږ ولسونو ته د ښو روغتیايي خدماتو د رسېدو په برخه کې معیاري طبي تجهیزات او مسلکي پرسونل لرو او په دې برخه کې د یاد وزارت له لوري پوره چمتوالی نیول شوی. یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په سردار داود خان روغتون کې یو شمېر برخې ګټې اخیستنې وسپارلې چې موخه ترې ولسي خلکو ته د روغتیايي خدماتو چټکتیا وه. #حریت_راډيو

Hurriyat Radio Pashto

11,018 görüntüleme • 1 yıl önce

نازیه اقبال: کاناډا کې زما د کنسرتونو پیسې نه دي راکړل شوې د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال ادعا کړې چې په کاناډا کې د هغې د وروستیو کنسرتونو پیسې نه دي ورکړل شوې او د ډاکټر صافي په نوم یوه کس ورسره په مالي حسابونو کې دوکه کړې ده. د نازیه اقبال په وینا، یاد کس د افغانیت او پښتونولۍ په نوم له هغې سره اړیکه نیولې وه او هغه یې هڅولې وه چې د افغانانو لپاره کنسرتونه ترسره کړي؛ خو وروسته یې، د هغې په خبره، له خپلو ژمنو سرغړونه کړې او د کنسرتونو عواید یې نه دي ورکړي. نوموړې زیاتوي چې دا موضوع د اعتماد، هنري اخلاقو او د هنرمندانو د حقونو د ساتنې له پلوه ډېره جدي ده او غواړي چې قضیه د قانوني لارې حل شي. وصال ټلوېزیون د یادې موضوع په اړه څو ځلې له ډاکټر صافي سره د اړیکې هڅه کړې، خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. #نازیه_اقبال #کاناډا #کنسرت #پښتو_موسیقي #افغان_هنرمندان #هنرمندان #مالي_شخړه #هنري_حقونه

Wesal TV - وصال ټلوېزیون

28,877 görüntüleme • 4 ay önce

د شهید ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په وخت کې افغان هوایي قواوو د ملي غرور او دفاع لپاره داسې یوه ویاړلې پېښه ترسره کړه چې د تاریخ پاڼې پرې روښانه دي. رادار د پاکستان یوه F-16 جېټ الوتکه کشف کړه چې د فرضي کرښې څخه تېره شوې وه. افغان تعقیبي جیټ په درو دقیقو کې پسې ورسید، خو پاکستانۍ جیټ د کرښې خواته واوښته. افغاني پیلوټانو خپل امرکونکې ته خبر ورکړ چې پاکستانۍ جیټ ووتله. له هغې خوا پرې امر وشو چې کرښه دې هېره کړئ، ورپسې لاړ شئ او راویې غورځوئ. افغان زمریانو د امر پر ځای کولو لپاره په مېړانه ورپسې شول او د میرانشاه په سیمه کې یې پاکستانۍ جیټ د ځمکې تل ته کړه. بیا یې په مخابره کې غږ وکړ: “صاحب، امر مو پر ځای شو.” له بلې خوا د شاباسي تر څنګ ورته امر وشو چې تر بنو پورې ګزمه وکړئ، د پنجاب د پوځ یو مرکز بمبار کړئ او بیا راشئ. افغان زمریانو دا امر هم په بریالیتوب سره سرته ورساوه، چې ورسره پاکستان دې خواته بیا د راغلطېدو جرئت ونه کړ. 🇦🇫❤️

Nasir Amany 🇦🇫

95,087 görüntüleme • 1 yıl önce