正在加载视频...

视频加载失败

دغسي حال ده تاسو دا ويډيو اوګوري هاي په حيا مو لعنت سه رزيلانو 😀😀😀😀

100,032 次观看 • 13 天前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

د احمد مسعود تازه غږیز کلیپ او د مقاومت جبهې فریاد! نقاب تازه د احمد مسعود یو غږیز کلیپ ترلاسه کړی، چې په کې نوموړی له یو امریکایي ملګري څخه غوښتنه کوي، ترڅو په تاجکستاني چارواکو فشار راوړي. هدف دا دی چې په پلازمینه دوشنبه کې د مقاومت جبهې دفتر ته د بیا فعالیت اجازه ورکړي. احمد مسعود دغه پیغام د ریچارډ په نوم یوه امریکایي ته پرې ایښی، چې له دې څخه دوه مهمې خبرې په ډاګه کیږي. لومړی؛ تاجکستاني چارواکو له مقاومت جبهې څخه په خپله خاوره کې د استوګنې او فعالیت جواز اخیستی دی. دویم؛ مقاومت جبهې خپل پخوانی اعتبار له لاسه ورکړی دی او له ګڼ شمیر ستونزو سره لاس او ګریوان ده، چې نږدې ملګري هېوادونه یې هم له ملاتړ څخه لاس په سر شوي دي. د غږیز کلیپ دري ژباړه: «سلام ریچارد! امیدوارم حالت تان خوب باشد. از زمانی که تاجکستان دفتر ما را در کشور خود بسته است، وضعیت بدتر شده است، که بی عدالتی قابل توجهی است. چه اقداماتی می توانیم انجام دهیم؟ دوستان و حامیان ما با چالش های جدی روبرو هستند. لطفاً در مورد این تصمیم اخیر ما را راهنمایی کنید یا با کسی در تاجکستان صحبت کنید.» د غږیز کلیپ پښتو ژباړه: «سلام ریچارډه! زه هیله لرم چې تاسو به ښه یی. له کله چې تاجکستان په خپل هېواد کې زموږ دفتر تړلی وضعیت مو ترینګلی دی چې دا زموږ په حق کې لوی ظلم او بې عدالتي ده. موږ څه او کوم ډول اقدامات ترسره کولای شو؟ زموږ ملګري او ملاتړي له جدي ننګونو سره مخ دي. مهرباني وکړئ موږ ته مشوره راکړئ او یا هم په تاجکستان کې د دې وروستۍ پریکړې په اړه له یو چا سره خبرې وکړئ.»

نقاب | Niqab

93,203 次观看 • 2 年前

ذبيح الله مجاهد مه شوروه! 😁 پۀ ياد مو دي؟ د ۱۳۹۶ ل کال د جدي په ۲۵مه د جمهوريت استخباراتو د ملا عبدالرؤف پۀ نوم يو کس چې پۀ يوۀ خليجي هيواد کې يې د شهدو/ شاتو کاروبار درلود؛ استخدام کړی وو، چې ګواکې د طالبانو استازی دی او پۀ ترکيه کې به د افغان سولې په تړاو غونډه دائروي. غونډه د هيواد مشهورو تلويزيوني چينلونو پۀ لايف بڼه خپرېدله، مجاهد صاحب دا غونډه استخباراتي دسيسه وګڼله او د خپلو استازو ګډون يې رد کړ، خو ملا عبدالرؤف ويل چې زۀ د طالبانو استازی يم. غونډې ته خلک پۀ انتظار وو، چې ملا عبدالرؤف راڅرګند شو، خبريال ترې د غونډې د اجنډا پۀ اړه پوښتنه وکړه خو دۀ تشريح نشوه کړای. بيا ترې خبريال پوښتنه وکړه چې تاسې د چا پۀ استازولۍ راغلي ياست، ذبيح الله مجاهد خو د خپلو استازو شتون رد کړی دی؟ د شاتو دوکاندار ورته ويل: ذبيح الله مجاهد مه شوروه 😁 هماغه وو، چې غونډه يوه طنزيه موضوع شوه او پۀ ټولنيزو رسنيو کې سخته پسخند شوه. فيض محمد ځلاند طنزيه ټپې ويلې، ميوند جمال ليکلي وو: «د شاتو ډیر خوړل سړی ګنګس کوي. نور یې مه ښوروه». د نوموړې اشاره د ملاعبدالروف هغې څرګندونې ته ده، چې د خبریال یوې پوښتنې ته یې په ځواب کې وویل: «ذبیح الله مجاهد مه ښوروه». ژورنالیست او لیکوال (نعمان دوست) بیا د ترکیې د ناستې او هغې پیښې ترمینځ تړاو ورکړی وو، چې کلونه وړاندې د کویټې یو دوکاندار د جعلي ملا اختر محمد منصور په نامه له ارګ څخه د سولې په پلمه پیسې وهلې وې. نوموړي لیکلي وو: «‌‌‌‌‌‌ډېر خوږ خبر دا دی چې ترکیه کې مخامخ د سولې خبرې روانې دي؛ ربه شکر. خو تاسو د [ کوټې دوکانداران] وشمیرئ؛ کم شوي خو به نه وي. احتیاط ښه شی دی». لیکوال او شننونکي (ذاکر جلالي) د ناستې له پای ته رسیدو وروسته ولیکل: «او څه مو چې نن له تُرکیې واورېدل، یوه سوداګریزه خبرتیا وه!». حلیميار فطرت د طنز له مخې ناستې ته د «ناشتې» کلمه کارولې وه، د ترکیې د غونډې لنډه ویډیو یې تر دې سرلیک لاندې خپره کړې وه: «تازه خبر: په ترکیه کې د سولې اړوند ناشته». دې غونډې يو بل بعد هم درلود، چې په لومړيو کې د سولې شوروا ويل چې غونډه د حزب اسلامي په ابتکار رابلل شوې ده او حکمتيار ته نږدې سرچينو هم تائيدوله خو له جعل پېژندلو وروسته د سولې شوروا او حکمتيار ډلو غونډه پر يو او بل ور تپله. لۀ دې هر څۀ معلوميږي، چې جمهوريت د سولې نوم د ابزار پۀ توګه استفاده کاوو او دوکانداران يې استخدامول، پۀ داسې حال کې چې لۀ واقعيتونو يې تېښته کوله او د اشغال د خاتمې او پۀ هيواد کې د سرتاسري امنيت قائمېدو هڅی يې سبوتاژ کولې.

ارشیف | Archive

23,136 次观看 • 8 个月前