Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

دغه شاعر نو بیخي بیا حد کړی. 🤭 ژر به خبر شئ چې پنجاب نه مو اټک وګاټه

15,625 Aufrufe • vor 1 Jahr •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، پښتونخوا د پاکستان برخه ده او دی نه غواړي، چې ولسونه له پاکستاني پوځ سره په جګړه اخته شي. په وروستيو کې ايمل ولي خان هم پښتونخوا د پاکستان برخه ګڼلې ده. د پاکستان پوځ په ټولو سياسي ګوندونو فشار راوړی، چې پښتونخوا د پاکستان برخه وبولي او دا دی يو په بل پسې دوی دوی هم د پاکستاني پوځ د خوښې څرګندونې کوي، خو يوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين او د دغه غورځنګ غړو د پاکستان له دې وړانديز سره مخالفت کړی دی. داسې معلومات هم شته، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزير ته هم وړانديز شوی، چې که دا غوښتنه ومني، نو له زندان څخه به خوشې شي او پر منظور پښتين لګېدلی بندیز به هم پای ته ورسوي، خو هغوی دا وړانديز ندی منلی او پخپلې مبارزې يې ټينګار کړی دی. پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پوځ سره د وفادارۍ ټول وړانديزونه رد کړي او د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره يې د خپلې مبارزې د پراختيا غږ کړی دی.

ZAWIA NEWS

24,698 Aufrufe • vor 10 Monaten

په دنیا کي مي د لرګي د دود بوي خوښیږي. په دنیا کي مي د مازدیګر او ماښام ترمنځ وخت خوښیږي. مازدیګر، د اور بوي او دود ما ته کلی را په یاد کوي. دا وخت به د کلي ښځو په تنرونو کي اورونه بل کړي ول، پاستي به يي پاخه کړي ول. چړي یا کوچنی طالب به راغی دروازې ته، ږغ به يي کړ: وظیفه راوړئ. ما به ور ږغ کړ: وظیفه نسته! ما فکر کول چي وظیفه یعنې دولتي کار غواړي. بیا چړیانو په جومات کي شکایت کړی و چي په چهاردیوال کي يوه نجلۍ میلمنه راغلې موږ ته وظیفه نه راکوي. بیا ملاصاب زما انا ته شکایت کړی و. ول، لمسۍ دي شیطانه ده، چړي را شړي. بیا مي انا ورته ویلي و: "شمشه دينه شيرينه، لمسۍ مي دغه شیان نه دي لیدلي، نا ولده ده. چړي ځوانيمرګ ته ووايه سي د کوچنۍ نجلۍ په خبره مه منع کیږه." زما د انا د کلي ملا شمشه دین (شمس الدین) ملاصاب نومیدل. زما انا به په غیاب کي غوځن ورته ویل. وای، د ملا شمش دین ملاصاب پلار ، ملا شیراب دین ملاصاب (سهراب الدین؟) ډير عالم او ډير نازنین سړی و. په اصل کي هغه د کلي ملا و. شمشه دین ملاصاب يي په ټولو اولادونو کي بیکاره و. ملا شیراب دین ملاصاب بیا خلق و پرچم شهید کړی و. د پلار تر شهادت وروسته بیا ملاشمش دین ملاصاب مجاهد سوی و. زما انا به ویل، له ښو واښه زیږي. په اصل کي زما د انا له مجاهدینو سخت بد راتلل. زما د انا یو ورور و. ډير پر ګران و. انا به مي له نازه "لنډی" ورته ویل. د ظاهر شاه پاچا په زمانه کي په چخانسور کي مامور و. مجاهدینو حلال کړی و. زما انا به په کور کي تیره چړه نه پریښوده. زما انا به مجاهدینو ته اشرار ویل. اشرارو به زما انا ته خلقۍ ویل! انا مي وفات سوه. ملا شمش دین ملاصاب هم وفات سو. خداي پاک دي دواړه وبخښي. خدایه! زموږ په کیسو کي کیسې دي نو سړی يي څنګه په لنډیز وليکي؟ دا مي د انا لنډۍ ده: سي تور ماښام سي غم دي راسي لکه مرغۍ سي تور ماښام ونو ته ځینه

JALALZAI

14,134 Aufrufe • vor 2 Jahren

په رياض الجنة کې مو خدای پاك د ماسختن د جماعت نصيب کړی و، په لومړي صف کې مو جماعت ادا کړ، د لمانځه وروسته په لومړي صف کې د مدينې منورې يو سپين ږيری عالم او شيخ هم ولاړ و چې د مسجدِ نبوي ﷺ امامانو يې ډير قدر کاوه او هر يو يې مصافحې ته راتلی. د جماعت وروسته يې ماته را ږغ کړه وايي د افغانستان يې؟ ماویل هو، د څنګ يو بل قاري ته يې ويل: راشه دا افغان دی او دا عجبه خلک دي که يې وس ورسيږي د ټولې نړۍ د مسلمانانو کومک ته ور دانګي، وروسته يې ويل: په عربي پوهيږې؟ ما ويل: هو، ويل يې: د الله تعالی په ذات دي مې قسم يې چې زه ستاسو افغانانو سره مينه لرم، زه په دغه عمر په الله قسم غواړم چې د دې ځايه افغانستان ته ولاړ شم، خو صحت او حالات اجازه نه را کوي. تاسو تاريخ قايم کړ او د ټولې نړۍ د مومنانو درته سترګې دي. زه ستاسې ټول مشران لکه يونس خالص او جلال الدين حقاني او نور ټول پيژنم. ويل يې: دغه يو پيغام ستاسو حکومت ته لرم چې د هوايي حريم د ساتلو ډيره هڅه دي وکړي. او وصيت مې دادی چې «سورة الحجرات» د قرطبي له تفسير سره ښه مطالعه او عملي کړئ، او دغه دعا هميشه کوئ: رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.

سید جمال آغا⁦⁦

51,182 Aufrufe • vor 1 Jahr

دا ویډیو پر دې خپروم چي په تاسي ډیر زما پر سر تور سر خوا بدوئ. ستاسي هر یوه دا خوا بدون ماته داسي احساس راکوي لکه سکه ورور چي مي خوا بده کړې وي. داسي نده چي ما پوړنی بیخي غورځولی دی. خو زه وام اوس د وطن لپاره د مبارزې وخت دی او موږ باید ټول لکه عسکر داسي سپیره او ساده وه اوسو. له عبدالله مقري مرحوم سره طلوع تلویزیون مرکه لرله ، ول مقری صاحب بریتونه دي ولي ووهل؟ مقري صاحب ورته وویل، اوس د بریتو وخت ندی، په کوم مخ به بریت لرم؟ نو زموږ خويندي پر لارو او سړکونو فقر او احتیاج کوي، هغه سرتوري دي. هغه ملیونونه نجوني چي له حق حلال تعلیم څخه منع دي، سپي او سړي ته اوښکي تویوي او احتیاج کوي، هغه هم سرتوري دي. په کمپونو کي، د پاکستان او ایران او نورو وطنونو خیرات او ترحم ته ناستي دي، هغه هم سرتوري دي. زه به څه ددروغو پوړنی پر سروم؟ اوس نه له نارینه سره لنګۍ لازمه ده او نه له ښځي سره چکن! بیا چي حالات سم سول، رواجونه به کوو. هو؟ دا دی په امریکا کي خیښه سوم. دولت کره باغي ویل: د اوبو غړپ کولائ نسم په زړه مي لیک د اشنا نوم دی وران به سينه خداي پاک دي بیا په وطن کي د ډولونو او اتڼونو وخت کړي ، بیا به زه يو مخ چکن پر سروم.

JALALZAI

91,050 Aufrufe • vor 1 Jahr

ذبيح الله مجاهد مه شوروه! 😁 پۀ ياد مو دي؟ د ۱۳۹۶ ل کال د جدي په ۲۵مه د جمهوريت استخباراتو د ملا عبدالرؤف پۀ نوم يو کس چې پۀ يوۀ خليجي هيواد کې يې د شهدو/ شاتو کاروبار درلود؛ استخدام کړی وو، چې ګواکې د طالبانو استازی دی او پۀ ترکيه کې به د افغان سولې په تړاو غونډه دائروي. غونډه د هيواد مشهورو تلويزيوني چينلونو پۀ لايف بڼه خپرېدله، مجاهد صاحب دا غونډه استخباراتي دسيسه وګڼله او د خپلو استازو ګډون يې رد کړ، خو ملا عبدالرؤف ويل چې زۀ د طالبانو استازی يم. غونډې ته خلک پۀ انتظار وو، چې ملا عبدالرؤف راڅرګند شو، خبريال ترې د غونډې د اجنډا پۀ اړه پوښتنه وکړه خو دۀ تشريح نشوه کړای. بيا ترې خبريال پوښتنه وکړه چې تاسې د چا پۀ استازولۍ راغلي ياست، ذبيح الله مجاهد خو د خپلو استازو شتون رد کړی دی؟ د شاتو دوکاندار ورته ويل: ذبيح الله مجاهد مه شوروه 😁 هماغه وو، چې غونډه يوه طنزيه موضوع شوه او پۀ ټولنيزو رسنيو کې سخته پسخند شوه. فيض محمد ځلاند طنزيه ټپې ويلې، ميوند جمال ليکلي وو: «د شاتو ډیر خوړل سړی ګنګس کوي. نور یې مه ښوروه». د نوموړې اشاره د ملاعبدالروف هغې څرګندونې ته ده، چې د خبریال یوې پوښتنې ته یې په ځواب کې وویل: «ذبیح الله مجاهد مه ښوروه». ژورنالیست او لیکوال (نعمان دوست) بیا د ترکیې د ناستې او هغې پیښې ترمینځ تړاو ورکړی وو، چې کلونه وړاندې د کویټې یو دوکاندار د جعلي ملا اختر محمد منصور په نامه له ارګ څخه د سولې په پلمه پیسې وهلې وې. نوموړي لیکلي وو: «‌‌‌‌‌‌ډېر خوږ خبر دا دی چې ترکیه کې مخامخ د سولې خبرې روانې دي؛ ربه شکر. خو تاسو د [ کوټې دوکانداران] وشمیرئ؛ کم شوي خو به نه وي. احتیاط ښه شی دی». لیکوال او شننونکي (ذاکر جلالي) د ناستې له پای ته رسیدو وروسته ولیکل: «او څه مو چې نن له تُرکیې واورېدل، یوه سوداګریزه خبرتیا وه!». حلیميار فطرت د طنز له مخې ناستې ته د «ناشتې» کلمه کارولې وه، د ترکیې د غونډې لنډه ویډیو یې تر دې سرلیک لاندې خپره کړې وه: «تازه خبر: په ترکیه کې د سولې اړوند ناشته». دې غونډې يو بل بعد هم درلود، چې په لومړيو کې د سولې شوروا ويل چې غونډه د حزب اسلامي په ابتکار رابلل شوې ده او حکمتيار ته نږدې سرچينو هم تائيدوله خو له جعل پېژندلو وروسته د سولې شوروا او حکمتيار ډلو غونډه پر يو او بل ور تپله. لۀ دې هر څۀ معلوميږي، چې جمهوريت د سولې نوم د ابزار پۀ توګه استفاده کاوو او دوکانداران يې استخدامول، پۀ داسې حال کې چې لۀ واقعيتونو يې تېښته کوله او د اشغال د خاتمې او پۀ هيواد کې د سرتاسري امنيت قائمېدو هڅی يې سبوتاژ کولې.

ارشیف | Archive

23,136 Aufrufe • vor 7 Monaten