Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

دومره ژر ستا ژبه خاموشه شوه اتله مونږ هیڅ داسې تصور لا نه وو کړی..🙄🥲

30,578 görüntüleme • 1 ay önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

نن د شهید قومندان کلام نافذ ورور په حق ورسیده، خلیفه صاحب سره له ډیرو مصروفیتونو د هغه د جنازې لپاره له کابل څخه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته ولاړ، دا یوازې یو سفر نه وو، بلکې د ورورولۍ، وفادارۍ او انساني ژمنتیا ژوندی ثبوت وو. شهید کلام نافذ د خلیفه صاحب له لومړنیو او تکړه قومندانانو څخه وو، د وزیرستان په غرونو او درو کې یې د میړانې، قربانۍ او بهادرۍ کیسې لا هم د خلکو پر ژبو ژوندی دي. قومندان کلام نافذ د امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، هغه په داسې سخت وخت کې د اسلام او د خپل هیواد د ازادۍ لپاره سر قربان کړ، چې ډیرو خلکو د امریکایانو له ویرې د جهاد نوم هم پر ژبه نه شو راوړلی خو کلام نافذ به په رڼا ورځ د اشغالګرو پر وړاندې د جګړې میدان ته کوزیده. خلیفه صاحب ویل که د ورور جنازې ته ولاړ نه شم، هسې نه چې د شهید کلام نافذ روح خپه شي او د هغه بچیان به داسې احساس وکړي چې نن دوی یوازې پاتې شول، څوک یې پوښتنې ته نه راځي. همدا رښتینې ملګرتیا ده همدا وفاداري ده او دا هغه ژمنتیا ده چې نه د وخت په تیریدو مړیږي او نه د مرګ په راتګ پای ته رسیږي. حفظه الله

Abdullah Raihan

14,050 görüntüleme • 7 ay önce

خدایه! دا په ریښتیا ستا لښکر دی چې غربي ټوپک یې زموږ ککرې ته نیولی او ستا د دین او ستا په نامه زموږ جونګړو ته راننوځي او جنسي تېری راباندې کوي! که دا ابابیل ستا لښکر وي، نو په قرآن کې د رحمن کلیمه څه مانا؟ آیا موږ د همدومره ترحم، شفقت او مهربانۍ حقدارې یو چې ستا لښکرې یې راباندې کوي او که افغانانو هغو چړیانو ته ایمان تر ګیډه کړی دی، چې له امیره تر وزیره او عسکره پورې په پاکستاني مدرسو کې یو پر بل ختلي دي؟ موږ افغانې ښځې نور کم پاتې چې له رنځ، درد، وحشت او بربریت نه اور واخلو، ځکه د کلیو او بانډو نارینه مو دومره بې غیرته شوي دي، چې پر موږ باندې جنسي بریدګرو ته د امیرالمونین تر ږیره لاندې په پښو کې ګلونه شیندي، د ستاینې ترانې ورته جوړوي او موږ پر اسټېډیوم کې پر کاڼو ولي. خدایه ته خبر یې چې ستا دغه بنده ګان نه یوازې موږ له کار، زده کړو او ټولنیز مشارکت نه منع کړې یو، بلکه د غلام په څېر مو په کلدارو خرڅوي، پیغلو، کونډو او بنو ته یې جلا جلا نرخونه ټاکلي دي. دا ټول ستا په حضور کې روان دي او ته لا ورته ګورې! خدایه که لا مو هم غږ درځي؛ دا دنیا خو ورانه کړه موږ افغانو ښځو ته نوې لار ودانه کړه

Zarifa Ghafari Bashir

16,902 görüntüleme • 3 yıl önce

د طالبانو یوه ملاګوټې معین زما یوه پوسټ کې د قرآن کریم یو آیت چې سهوا راڅخه په یوه لفظ کې «الف» حرف پاتې شوی وو، بیا مې وروسته تصحیح کړی هم وو، داسې لیکلي دي: (ظالمانو شعرونه در په در کړل، اوس يې آيتونو سره بې باکي شروع کړې. خانه خرابو خو يو مسلمان سره کېنئ چې اقلا د قرآن کريم ټکي خو در وښيي. ګني راشئ ښه فرصت دی، دا د الله تعالی کتاب خو زده کړئ. امر بالمعروف درنه فيس هم نه غواړي.) ددې خلکو دومره پرېوتي ذهنونه دي چې یوازې خپل ځان ورته مسلمان ښکارې. زه هېڅ مکلفیت نلرم چې د خپلې مسلماني ثبوت درکړم. اما راشه؛ ستا رئیس الوزراء او ته خپله زما په څېر د قرآن کريم تلاوت وکړئ. ستاسو اداره خو امر بالمنکر او نهي عن المعروف دی. زما اساسي زده کړې عصري علوم، اداره او نړېوالې اړېکې دي، اما قرآن او دین مې د اسلامکاري لپاره نه بلکې د یوه مسلمان په توګه دمکلفت پر اساس زده کړی دی. له قرآن کریم سره خو تاسو بې باکې شروع کړې ده چې یوازې د شهوت، شهرت، قدرت او ثروت ذریعه مو ګرځولې ده.

Mohammad Halim Fidai🇦🇫

26,915 görüntüleme • 1 yıl önce

غالباً د تراب صیب شعر دی چې وایي: افغان په زور جنت ته نه ځي خو په رضا تر دوزخو درسره ځینه مونږ په تیرو څو لسیزو کې هم سختۍ تجربه کړې دي او هم اسانۍ خو دا مو ولیدل چې نرمي تر زور ډیر اغیز لري ان د دښمن زړه ته هم لار کوي. مونږ شل کاله د کابل ادارې سره جګړه وکړه خو په وروستیو ورځو کې مو د دوی له عسکرو سره د زور پر ځای نرمي وکړه. ددوی جنګیالي مو ونیول، نه مو زندان ته یووړل او نه مو وویشتل پر ځای مو نرمه توصیه ورته وکړه، خوشاله مو کړل او له لارې کرایې سره یو ځای مو خپلو کورونو ته واستول. نتیجه دا شوه چې په یوه اوونۍ کې مو ټول افغانستان تر پښو لاندې کړ. که مو د کار د زور له لارې کړی وای، ښايي تر ننه به لا وینه بهیدله او بریا به لا هم لرې یا ناشوني وه. مونږ ولیدل چې د فتحو اولو ورځو کې زرګونه خلک له هیواد په تیښته وو، کور په کور د شخصي دښمنیو ویره وه خو د امیرالمؤمنین د عفوې یوه فرمان دا ټولې ستونزې ختمې کړې، د خلکو د تیښتې لړۍ ودریده، ان تر دې چې خلک‌ یې دې ته وهڅول چې خپلې پخوانۍ شخصي دښمنۍ هم وبښي. نن چې مونږ واکمن یوو، ولس مو رعیت دی، باید له هغوی سره هماغه شان نرمه رویه وکړو. پر ولس د زور او جبر پر ځای، له نرمۍ، حوصله ‌مندۍ او ښو اخلاقو کار واخلو. که څوک بد کوي نو پیغور ورنه‌ کړو، بلکې په ښه سلوک یې سمې لارې ته رهبري کړو. په ټولو ادارو کې باید له ولس سره ښه چلند وشي، څو خلک وپوهیږي چې مونږ د دوی یوو او دوی زمونږ دي. همداسې لکه نن چې امربالمعروف وزارت له شیرعلي سره ښه چلند وکړ. یاد ټیک‌ ټاکر نه یوازې توبه وکړه، بلکې دومره متأثر شوی چې ځان د امربالمعروف ملاتړی بولي او خلکو ته‌ دا ډاډ ورکوي چې افغانستان کې هیڅ ستونځه نشته هر څوک کولی شي دلته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او کار وکړي، ځکه دا وطن د دوی دی او دا نظام یې خپل دی. مونږ ته پکار ده چې له داسې پیښو، که څه هم کوچنۍ وي لوی درس واخلو. ستر نظامونه تل د لویو سینو په وسیله ژوندي پاتې کیږي.

Abdullah Raihan

18,435 görüntüleme • 1 yıl önce

ډیر افسوس ده ! اول خو یې په عربي ژبې سلام غلط وویلو د نړۍ علمآء چې ناست دي هغوی پوهیږي چی سلام یې غلط وویل، ال یې ورسره تلفط نکړ بله دا چې داسې عربي یې ویلې لکه یو بنګالی کاریګر چې خبرې کوي ځان شیخ القرآن او شیخ الحدیث بولي خو د عربي ژبې په ماضي ، حال او مضارع نه پوهیږي د ذال او ضآد په مخرج او تلفظ والله باالله چې نه پوهيږي د ضآد پر ځای زا استفاده کوي آیضا یې ایزن وویل. دوهم دا چی کوم عربي علمآء ناست دي دا هغه خلک دي چی اکثره یې په اسلامي زدکړو کې PDH لري خو دا بیسواده چی د ځان سره شیخ القرآن او شیخ الحدیث لیکلي د خبرو شروع یې تر آخره داسې احمقانه ده چی اصلا څه پیغام او مفهوم نه ورکوي ، حتی ویې نشو کولی چی په ښه او مناسبو الفاظو همدا علمآء کرامو ته ښه راغلاست ووايي ، دا عربي ملایان به ورته حیران شوي وي چی دا شیخ القرآن او شیخ الحدیث یې داسې بیسواده او احمق ده چی دا نور ساده ملایان به یې لا څنګه وي؟! دوی لیکلي چی د نړۍ علمآء راغلي بیا همدا علمآوو ته داسې لګیا ده خبرې کوي لکه د موسوي ولسوالې کلیوالو ته چې خبرې کوي ، په ډیر جیګ غږ ، په چوکې کې غیر نورمال ناسته ، ډیر بی معنی او بی مفهومه خبرې ، هره جمله یې څو څو ګرامري غلطیانې ، د ځان کاذبانه صفتونه او لافی پقاقي هاهاهاهاها واه هیبتي ځناورانو ! چې دغسې لویې غونډې ته دا بیسواده بوځې خو لږ مشوره هم ورکوئ ، لږ ورته دا د مجلس آداب هم زده کوئ ، لږ ورته دا بیانیه هم لیکئ چې سم د انسان غوندې خبرې وکړي. هلته عربي علمآوو ته لګیا ده وايي: دلته پنځوس کاله مخکې ستاسې مشهور علمآء راغلي وو مونږ افتخار کوو چې هغوی زمونږ هیواد ته د ارض الغزات نوم ورکړی یعنی د جنګونو خاوره هاهاهاهاها بیا وايي ؛ دلته ستاسې علمآء راغلي وو په کابل کې یې دوه دوه رکعته د ویرې او ډار لمونځ کړی وو صلات الخوف هاهاهاها یعنې زمونږ هیواد د وېرې او وحشت هیواد وو . بیا آخر کې وایی؛ زمونږ د افغانستان ټول خلک بدو یعنی اطرافي او چوپانان دي مونږ دوه کلونو کې دوی ته قناعت ونشو ورکولی چې آرام یې کړو واه احمقه! تاسې باید د نړی علمآء کرامو ته د افغانستان د خلکو فقر ، غربت ، بی کاري او بی روزګاري باره کې خبرې کړې وای ، تاسې باید هغوی ته ویلی وای چی ستاسې د هیوادونو د پرمختګ راز څه ده چې مونږ هم ستاسې په قدمونو لاړ شو ؟! تاسې ولی هیڅ جنګونه نه کوی ؟ تاسې څنګه د ټولو نعمتونو خوندونه اخلی ؟ تاسې څنګه حکومت داری کوی ؟ مونږ سره تاسې څه مرستې کولی شې چې انسانان او سم شو؟

Qari Eisa Mohammadi

50,983 görüntüleme • 3 yıl önce

دا ویډیو تر هغې ډېره وایرل شوه چې لومړی ځل دغه ماشوم په‌کې نړۍ ته په ژړا پیغام خپور کړی و. کله چې په سوریه کې د بشارالاسد واک و او ټول وژنه یې پیل کړې وه، نو دغه ځوان چې هغه مهال ماشوم و نو دا پیغام یې نشر و. « مونږ یې ووژلو، زما کورنۍ یې ووژله، حتی زما ګرانه پیشو یې هم رانه واخیسته، مونږ څه کړي وو؟ مونږ خو بې‌ ګناه یو…» دې ویډیو نړۍ احساساتي کړه. پرون چې د سوریې د فتحې لومړۍ کلیزه وه، دغه ماشوم ځوان شوی و او د همغه وحشت د وخت خاطره یې بیانوله، ټول کنفرانس کې یې مخونه داسې لانده کړل لکه اوښکې بهوونکی ګاز یې چې کارولی وي. له ژړا چا سترګې نه شوې غړولی. د سوریې جذاب مجاهد رهبر ابو محمد الجولاني چې اوس احمد الشرع نومېږي او ولسمشر دی، ځوان پسې له ځایه ورپورته شو، خپله مجاهده غېږه کې یې ونېوه او ښه شېبه ځوان هم مینه نه پې ماتېده/ کلک پسې ښخ و لکه ورک پلار یې چې موندلی وي. مانا هره تیاره پسې رڼايي راځي. دا درس هر تازه ازاد شوی ملت تجربه کوي یارو. خدای دې بیا شام له ناولیو لاسونه وساتي او نور اشغال شوي مسلمان هېوادونه دې الله تعالی د فتحې او خپلواکۍ له نعمته برخمن کاندي.

Rahim Sekander

21,244 görüntüleme • 8 ay önce