Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

دیني عالم نقیب‌الله اخند په پنجشېر کې د یوې غونډې پر مهال د اسلامي امارت مخالفینو ته په اشارې ویلي چې پخوا یې اسلامي امارت د پاکستان له لوري ملاتړ کېدونکی یاداوه خو اوس پخپله د پاکستان په ملاتړ افغانستان ته وسله‌وال رالېږي. #طلوع‌نیوز

39,468 просмотров • 4 дней назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن سهار د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه،ماري سیمې ته ورسېد. سلیم چشمه ماري سیمې ته د اسلامي امارت د محترم رئیس الوزرا د رسېدو پرمهال د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف او یو شمېر نورو مقاماتو د نوموړي هرکلی وکړ. ورپسې د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمه کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره وکتل. په دې کتنه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا او د ترکمنستان ملي رهبر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې وکړې او هغه یې د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.

Hamdullah Fitratحمدالله فطرت

74,853 просмотров • 2 лет назад

هغه طالب چارواکی چې نارنج ګل مشاعره کې یې د سلګونو خلکو پر وړاندې د خبریالانو توهین او سپکاوای کړی، کاش له هغو شپو ورځو هم لږ شرمېدلی وای، چې له پاکستان سره په جګړه اوښتي وو او همدغو خبریالانو په شپه ورځ کار سربېره ان د دوی په ملاتړ د فېک نیوز قرباني هم ورکړه، خو چې د طالب سر لږ هم له بړستنې را ووت د غرور په همغه خره سپور شو په کوم خره چې په اولو ورځو کې سپور و. تریخ حقیقت دا دی چې د افغانستان ټوله مېډیا له سخت سانسور سره مخ ده او دا سانسور له بده مرغه د سیمې په کچه کمساری دی. خبریالان د هم لږ خپل حد وپېژني، طالب چې د جنرال مبین او ورته نورو سلګونو لابیګرانو نه شو ستاسې خو قطعآ نه شي کېدای. طالبانو په یویشتمه پېړۍ کې د حکومتدارۍ داسې یو ماډل نړۍ ته وړاندې کړی چې د میلیونونو انسانانو حقوق تر پښو لاندې کول، د بیان ازادۍ سانسور، د ښځو پر وړاندې نهایي عقدیي چلند، د عصري علومو پر وړاندې کلکه دښمني پکې نورمال خبرې دي.

Abdulhaq Omeri

13,254 просмотров • 5 месяцев назад