Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

زه د ښځو پر کار، مکتبونو او د پوهنتونو له تړلو سره سخته مخالفه یم.موږ په افغانستان کې فکري بدلون ته ضرورت لرو. په هېواد کې له طالبانو پرته داسې خلک لرو چې د انجونو د زده کړو او کار مخالف دي. موږ باید پوهاوی زیاتو کړو چې په...

22,605 просмотров • 3 лет назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم چې د ښځو د زده کړو پر اهميت د ټينګار له وجې د ملا هبت الله لخوا نيول شوی، بندي او څو ورځې وړاندې بېرته خوشې شو، يو ځل بيا پخپل فېسبوک ادرس په يو پيغام کې د ښځو زده کړې د ټولنې د پرمختک لپاره اهمې بللې دي. نوموړی د هغو باورونو خلاف چې د ښځو لپاره يوازې پر طبي زده کړو ټينګار کوي وايي، د ټولنې په هره برخه کې د ښځو زده کړو ته اړتيا ده. زراعت، اقتصاد، طب، ديني زده کړې، هنر او ورزش. فاروق اعظم يو ځل بيا د طالبانو د نظام لخوا د ښځو پر زده کړو او کار د بنديز زيانونه تشريح کړي او ټينګار لري، چې په ټولو برخو کې بايد ښځو ته د زده کړو اجازه، ناروغو ښځو ته د ورزش اجازه او په بازارونو کې د اختلاط مخنيوي لپاره دې ورته جلا بازارونه جوړ کړای شي. هغه په دې شاوخوا نيم ساعته وينا کې، په بېلابېلو برخو کې د ښځو د زده کړو اړتيا تشريح کړې، چې يوه لنډه برخه يې دلته شريکېږي.

ZAWIA NEWS

20,001 просмотров • 10 месяцев назад

دا د طالبانو د خوا خوږي او ستراتېژیک ملګري ملک پاکستان یوه ماډله ده چې د ماډلینګ پر یوه سټیج په افتخار سره وایي چې زه پاکستانۍ یم. په افغانانو کې عمومي فکر دادی چې طالبان د افغان ښځو خلاف فتواوې له خپل ستراتیژیک ملګري پاکستان له علماوو او استخباراتو راوړي. ډېری طالب مشران په پاکستان کې جایدادونه؛ کاروبارونه او له صرافانو سره پیسې لري؛ د طالبانو مشران بې له پروټوکوله پاکستان ته سفرونه کوي. پاکستاني استخبارات د طالبانو له ځینو مشرانو سره په تفاهم په افغانستان کې دننه د ټي ټي پي خلاف هدفي عملیات کوي. طالبان د نړۍ تر بل هر هیواد پاکستان ته نېژدې دي او په تېره شلکلنه جګړه کې پاکستان تر بل هر هیواد زیاته مرسته له طالبانو سره کړې ده. پاکستانیان ازاد خیاله دي خو د دوی ملګرو طالبانو ته مشورې ورکوي چې ښځې زدکړو ته مه پرېږدئ. نړۍ کې تاریخ ثابته کړې چې لوستو ښځو خپل اولادونو ته همېشه د وطن پالنې او انسانیت درس ورکړی دی. البته یوه خبره باید واضحه شي چې لوستې او نالوستې افغانې پتمنې دي او د دې پاکستانۍ په څېر تر اوسه الحمدالله یوه هم لغړه نه ده را وتلې.

Mirwais Afghan

56,948 просмотров • 1 год назад

کېږدۍ ګرځنده ښوونځي خپل فعالیت په 2020 کال کې پیل کړ، چې افغانستان کې د له زده کړو څخه د محرومو ماشومانو لپاره ښوونځي جوړوي. زموږ د ښوونځیو زیاته برخه زده کوونکي کوچیان دي چې د دوی لپاره سیار ښوونځي لرو. له ښه مرغه تیر کال موږ د نورستان، بامیانو ولایت ماشومانو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړه. په کېږدۍ کې اوس مهال 1200 تنه ماشومان راجستر دي. کېږدۍ اوس مهال د افغانستان په نهه ولایتونو کې فعالیت کوي. کېږدۍ د خپلو اداري او همدارنګه د زده کوونکو ټول لګښت او چارو د سمبالیدو لپاره ازادې مرستې په خیریه شکل راټولوي چې چې زیاته برخه بهر میشتي افغانان او همدارنګه بهرنیان دي چې دوی GoFundMe له لارې خپلې مرستې رالیږي . موږ د نوي کال لپاره بیاځلي د مرستو راټولو کمپاین پیل کړی دی چې په تاسې ټولو غږ کوم، دې کمپاین کې د کېږدۍ سره برخه واخلئ څو زموږ د زده کوونکو سرت د دوی بل ګام کې برخه واخلو. زموږ د یوه زده کوونکي کلنی لګښت د کتابونو، قرطاسیې، ښوونکي معاش، خیمې او ټولو نورو اداري لګښتونو په شمول ۴۷۳۳ افغانۍ کېږي. د کېږدۍ اداره تاسې ته ډاډ درکوي چې د دغو مرستو هره یوه روپۍ به د ماشومانو په تعلیم کې ستاسې سپارل شوي امانت غوندې دوی ته رسیږي. له تاسې ټولو مننه چې تر دې دمه مو کېږدۍ سره مرسته او ملاتړ کړی دی. هیله لرمه تاسې دا لینک له نورو هغو کسانو سره چې وس یې لري هم، شریک کړئ . لاندې لینک له لارې تاسې کېږدۍ ته خپلې مرستې رالیږلی شئ. Kyrie🤞🏾 Rashid Khan UNICEF Afghanistan موږ باید د چا په انتظار پاتې نشو، بلکې خپله هره وړه هڅه هم چې د یوه انسان ژوند کې مثبت او ښه بدلون راوستلی شي هغوی ته روحیه ورکوي، ونه سپمو.

Maryam Amarkhil

87,823 просмотров • 1 год назад