Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

ستا هغه پیر زما مرید دی تا چي لمني د کوم پیر نیولي دینه د بشیر احمد احمدي صاحب دا خوندور ترنم راسره واورئ.❣️

10,225 görüntüleme • 10 ay önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

حامد میر: حامد کرزی د ای ایس ای او سي ای اې ډبل اجېڼټ ؤ. حامد میر د پاکستان د جیونیوز یو مخکښ خبریال وايي چي حامد کرزی ډبل اجینټ ؤ، ځکه د پاکستان د ای ایس ای لپاره یې هم کار کاوه او د امریکا د سي ای اې لپاره هم. حامد کرزی په کویټه کي د یوه مړ سوي کمانډر کرنل شجاع خانزاده صاحب چي وروسته د پنجاب د اسمبلۍ غړی سو او د پنجاب د کورنیو چارو مسؤل هم ؤ او په یوه ځانمرګي برید کي ووژل سو. هغه د جیونیوز د کېپيټل ټاک په خپرونه کي وویل چي همدغه کرنل شجاع خانزاده پخپله حامد کرزی د ٥٠٠٠ کلدارو په میاشتني معاش د ای ایس ای د ملازم په توګه پر دنده وګماره.چي وروسته د ای ایس ای همدغه جاسوس د افغانستان د جمهور ریس په توګه وګمارل سو. حامد میر پخپلو خبرو کي حامد کرزی مخاطب کوي او وايي چي سوچ وکړه او درپیاد کړه چي ایا پاکستان پر تا باندي کوم تهمت ویلی دی؟ صحیح دی کرزی صاحب ته د احسان فراموشی یو عظیم شهکار یې. لېکن ته یوار وګوره چي تا د امریکا د خوشامند لپاره څه ډول خلګ پرموټ او پر دندو وګمارل؟ د یادوني وړ ده چي تر حامدمیر دمخه کرنیل امام هم پخپله یوه مرګه کي پر دې خبره اعتراف وکړ چي حامد کرزی او د هغه پلار عبدلاحد خان کرزی زموږ لخوا ګمارل سوي اجینټان وه او زموږ لپاره یې کار کاوه. کرنیل امام د تمسخر ډول وخندل او ویې ویل چي حامد کرزی خو زما استاد دی، هغه ماته د افغانستان په اړه ډېر څه را زده کړي.

Mohammad Sharifi

40,346 görüntüleme • 15 gün önce

اوه! اغای لشکری 😂 زه په خداي نه پوهیږم چي دې خلکو ملا تړلې چي له تعلیمه د ولس زړه د ابد لپاره ور تور کړي که څه کیسه ده؟ امریکا ږغ، د خداي روي دی، لږ توجه وکړئ چي داسي خلک د نجونو پر تعلیم خبري کوي، عواقب يي څه دي. داسي نه چي خلک دا ګوري او ووايي چي موږ تیر یو له تحصيل او له مکتبه؟ البته، امریکا ږغ شاید ووايي چي د يوي خبري ادارې په توګه د افغانستان په وړاندي دا اخلاقي مسولیت نلري او هغه شی خپروي چي خلک یي ګوري او د خبري اصولو په چوکاټ برابر وي. خو زه فکر کوم چي هر ژورنالیست په نهایت کي انسان دی او انسانان اخلاقي مسولیتونه لري، د خپلې ټولنې په اړه اخلاقي تعهد لري، حتی که هغه ورڅخه پاته او تباه وطن افغانستان وي. به هر حال، د مخکنۍ ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د وکیلانو شهرت موجود دی. مال، ته راځه چي دې ښځي څه تحصيلات لري. البته، تاسو ته دي معلومه وي چي زه تر یوې مودې وروسته د خبریالي په وخت کي زیاته د شرقي اروپا او منځني ختيځ پر حالاتو متمرکزه وم. په اخر کي خو باور وکړئ چي د ګډوډي له لاسه يو حمدالله محب او اشرف غني چوکۍ راته معلومه وه . خیر ، د ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د ټولو وکیلانو سوانح سته او لیکلي يي دي چي چا کوم مکتب ویلی او د څه شي يي پوهنتون ویلی دی. د دې ښځې په اړه لیکل سوي چي دا د ١٣٦١ کال متولده ده . يعني دا اوس د ٤٢ کالو ده. دې په ٢٠١١ کال کي د ولسي جرګې په نتایجو کي د جنجال له کبله اعتصاب کړی و. يعني هغه وخت دا ٢٨ کلنه وه 😂 تاسو يي د اعتصاب د وخت عکس وګورئ! به هر حال، خیر دی. تر عمر به يي ور تېر سو. خو حقیقت ؟ اوس نو د دې له نوم سره لیکل سوي چي د زورنالیزم لیسانس لري. مګر دا نسته چي مکتب يي چیرته لوستي او لیسانس يي له کومه اخیستی دی. دا وايي چي په ایران کي مهاجره وه. نو څنګه يي مکتب وویل؟ ایران خو مهاجرو ته اجازه نه ورکوله . ښه دا به استدلال وکړي چي استثنايي مکتب يي ويلی دی. مګر کوم مکتب؟ او د کوم پوهنتون لیسانس ؟ په وروستیو دوو لسیزو کي ډير خلک چي داسي ګومان کیږي چي د ايران ول، په افغانستان کي مقرر ول. تاسو به د ارګ د هغې مشاورې کیسه اوریدلي وي چي ول له ایرانه راغلې او راساً په ارګ کي مقرره سوې وه او اشرف غني لا نه سول برطرفه کولائ ؟ به هر حال، دا ښځه اوس په کاناډا مبارکه کي اوسېږي. وايي زړه مي ډیر درد لري ځکه حکومت خاین و. يعني د افغانستان داسي "قدرونه" له لاسه ولاړل. کاناډا سره ګلونه وړې 😂 کاناډا زوي مړي به څومره پیش رفته سي 😂 اوس نو لکه هندي فلم چي په اخر کي سړی و نه پوهیږي چي هلک مړ سو که يي له نجلۍ سره واده وکړ، څومره انسان سوختي سي، هو؟ سوال: زه ونه پوهیدم چي دا يي وژړل که يي ادا وکړه ؟ بل سوال، د افغانستان خلک چي دا نن انتخاباتو ته ولاړ سي، صادقانه ووایاست چي سیمین بارکزۍ ته رایه ورکوي که یوه بیخي معمولي طالب ته چي مکتب يي هم بند کړی دی؟ ملت بل رنګ په مخمسه کي دی!

JALALZAI

23,878 görüntüleme • 2 yıl önce