Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

ستاسو د سوالونو ځوابونه د شرعي سوالونو په عام فهمه لهجه و ژبه کې ځواب ور کول يوه ځانګړې ملکه ده چې ډير کم علماء تري برخمن دي، په دې ځانګړنې‌ الله تعالی د امارت په تيره دوره کې حضرات مولوي صاحب (مفتي أعظم مفتي عبد العلي ديوبندي) رحمه...

15,518 görüntüleme • 3 yıl önce •via X (Twitter)

5 Yorum

طالب العلم|Zabuli| profil fotoğrafı
طالب العلم|Zabuli|3 yıl önce

@T_Bilal_313 الحمدلله ثم الحمدلله د ډیر حمد ځای دادی، چې شیخ صاحب حفظه الله له ښه علم او فصاحت سره د ډیر لوړ فکر څښتن دی، او د حنفي مذهب او دیوبندي مسلک زبده عالم دی.

Bilal Khan profil fotoğrafı
Bilal Khan3 yıl önce

دا وخت د رسنیو جګړه ده. افغانستان باید د رسنیو له لارې خپل رښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي

Haidari Afghan profil fotoğrafı
Haidari Afghan3 yıl önce

الحمدلله

Hamid Omar Afghan profil fotoğrafı
Hamid Omar Afghan3 yıl önce

جزاک الله خیرا آغا صاحب

Ezatullah Fazalulhaq profil fotoğrafı
Ezatullah Fazalulhaq3 yıl önce

الحمدلله

Benzer Videolar

په کراچي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، په دغه ښار کې د راحيلې په نوم يوه افغان مېرمن، د هغې ماشوم زوی او د هغې خاوند نصيب الله چې د تېرو دوو کلونو راهيسي د نشه يي توکو د لېږد په يو درواغجنه دوسيه کې يې زندان تېراوه، د دوی د وکيلانو په هلو ځلو خوشي شول خو د طالبانو سفارت د دې پر ځای چې د دوی مننه وکړي، د دې کار کريډيټ يې ځان ته ورکړ. دغه افغان مېرمن، د هغې ماشوم او خاوند د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د وکيلانو ظاهر مندوخیل، حبيب شاه مندوخیل او عرفان آغا په هلو ځلو خوشي شول او هم ورته د لارې کرايه هغوی ورکړل خو په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت تېره ورځ وويل چې ياده مېرمن، د هغې ماشوم او خاوند دوی خوشي کړل او د لارې مصرف يې ورکړ. دغو پښتنو وکيلانو د نشه يي توکو دوسيه هم درواغجنه بللې خو د طالبانو سفارت او کونسلګرۍ څو ځله د پاکستان ادعا بدرګه کړه او دغه مېرمن، د هغې خاوند او ماشوم يې د نشه يي توکو په لېږد تورن وبلله. د طالبانو سفارت تر دې وړاندې هم څو ځلې هغه بنديان چې د کراچي او جنوبي پښتونخوا له يو شمېر زندانونو څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ وکيلانو په هلو ځلو خوشي شوي وو، د خوشي کېدو کريډيټ پخپل نوم کړی و. په وروستي ځل د پښتون ژغورنې غورځنګ وکيلانو د کراچي له زندان څخه د ۴۰ په شاوخوا کې افغان بنديان خوشي کړل په يو ملي بس کې يې واچول تر څو د چمن له لارې افغانستان ته ولاړ شي. خو په لار کې د طالبانو کونسلګرۍ بس موټر دراوه، عکسونه يې واخيستل او د کونسلګرۍ څخه يې رسمي اعلاميه کې وويل چې ياد بنديان دوی خوشي کړل او د يوه بس په مرسته يې د سپين بولدک له لاري افغانستان ته ولېږدول.

ZAWIA NEWS

24,420 görüntüleme • 1 yıl önce

د شیخ ادریس د وزې بيا ژوندي کېدو" روایت او په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه! په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو استاد شیخ ادریس، یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په کې نوموړی د رسول الله ﷺ په ژوند پورې اړوند یوه عجیبه قصه بیانوي. دغه روایت نه یواځې په مذهبي کړیو کې د بحث موضوع ګرځېدلې، بلکې عامو افغانانو هم پرې نیوکې کړي دي. د حدیثو پوهان او عام منتقدین وايي چې دا ډول کیسې په معتبرو دیني سرچینو کې هیڅ اساس نه لري او یواځې د "وضعي" یا جوړ شویو کیسو په لړ کې راځي. ډېری کاروونکو په پېغور سره ویلي چې که په اوسني وخت کې طالبان او د افغانستان ملايان په خپلو بیانونو کې دروغ وايي او خلکو ته ناسم مالومات ورکوي، دا یې له خپلو داسې استادانو زده کړي دي. منتقدین وايي چې د مبالغې له لارې د داسې غیر مستندو معجزو بیانول د اسلامي حقایقو اعتبار ته زیان رسوي او د دیني عالمانو حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي. که څه هم د جابر بن عبدالله (رض) په کور کې د خوراک د برکت معجزه په صحیح بخاري او مسلم کې ثابته ده، خو د وزې بېرته ژوندي کېدل په یوه معتبر حدیث کې هم نه دي راغلي. دا لومړی ځل نه دی چې د شیخ ادریس په څېر د طالبانو د فکري مشرانو بیانونو د خلکو غوسه راپارولې ده؛ تر دې وړاندې هم د ځینو نورو ادعاوو په اړه ورته غبرګونونه ښودل شوي وو چې ډېری یې پر غیر علمي او غیر مستندو روایتونو ولاړ وو. #ABN | #SheikhIdris | #Afghanistan | #Taliban | #FactCheck | #Misinformation

ABN Pashto

13,220 görüntüleme • 5 ay önce

امرالله صالح د افغان حکومت پر ضد د پوهنتون استادان او مشهورې څېرې د قومي تعصب خپرولو ته هڅوي په یوه غږیز کلیپ کې چې «هندوکش‌غږ» ته رسېدلی، د جمهوریت لومړی مرستیال او د شر او فساد ډلو يو تن کليدي مشر امرالله صالح د پوهنتون يوه استاد ته قومي تعصباتو ته د لمن وهلو او افغان حکومت پر ضد د تبلیغاتو سپارښتنې کوي. نوموړی استاد چې تر دې مهاله یې په عادي ډول خپل تدریس کاوه په کابل کې صالح د یو تن همکار په توسط دغه کار ته دعوت شوی دی چې وروسته د هغه کس له لارې امرالله صالح استاد نوید ته سپارښتنې کولې او حتی هغه جملې چې باید ویډيو کې یې ووايي هم د استاد لپاره برابرې کړې وې. استاد د امرالله صالح د همدې سپارښتنو له امله تحریک شوی و چې په پايله کې یې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی. رسېدلي معلومات ښيي، چې امرالله صالح یو شمېر نورو کسانو ته هم د ورته ویډیوګانو د جوړولو او خپلو ټولنیزو آدرسونو کې یې د خپرولو ويلي او په بدل کې یې ورته د پیسو او امتیازاتو ورکولو او حتی بهرنیو هېوادونو ته د انتقال ژمنې هم کړې دي، خو دغو استادانو ورسره نه ده منلې. په استادانو کې د کابل طبي پوهنتون، هرات پوهنتون، البيروني پوهنتون استادان او ځینو دارالعلومونو استادان شامل دي چې د داسې ډول ويډيوګانو د جوړولو سپارښتنه ورته شوې ده. ښکاري چې د امرالله صالح له لوري د دغه ډول فعالیتونو موخه یوازې د نظام پر ضد تبلیغ نه، بلکې د قومي او ژبنیو احساساتو پارول او د افغانستان د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او اختلافونو زیاتول هم دي. عام باور دا دی، چې د پوهنتون استادان د ټولنې د علمي او فکري روزنې مهم مسؤلیت لري او د هغوی له علمي او ټولنیز نفوذ څخه د قومي تعصباتو، سیاسي تبلیغاتو او اختلافونو د پراخولو لپاره استفاده د علمي بنسټونو له اساسي موخو سره په ټکر کې ده. د سرچینو له قوله، استاد نوید الله فطرت منلې چې تحریک شوی او خارج ته د لېږد په بدل کې یې دغه څرګندونې کړي دي. هغه چې له افغانستانه د وتلو په حال کې و د اسلام کلا ساحه کې امنیتي ځواکونو نیولی دی. فطرت په خپلو کړنو پښېمانه دی او له حکومته غواړي چې و یې وبښي. #هندوکش‌غږ

VOH (Pashto)

18,354 görüntüleme • 27 gün önce

*د پرمختګ پر وړاندې د دښمن د تبلیغاتي جګړې ناکامه هڅې* _رحمت الله فیضان_ د تېرو اتو میاشتو په موده کې په هرات ولایت کې د ۱ میلیارد او ۶۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه سترې ښاري پروژې پرانیستل شوې او د ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو کې د هرات حوزوي روغتون مخې ته د ځمکې لاندې لارې (ځمکتل) د جوړولو پیل، د ۱۲ پوړیز سوداګریز مرکز او تیاتر ودانیو جوړول، د شیدایي سړک بشپړېدل او د ګلانو چوک ځمکتل افتتاح شامل دي. همداراز، د ښاریانو د هوساینې او د ترافیکي پېښو له امله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه د سیمنا چوک څخه تر شهرنو چوک پورې دوه هوایي پلونه د هېوادپالو سوداګرو په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. دا ټولې چارې له ولس سره د حکومت د ژمنو یوه کوچنۍ برخه بلل کېدای شي. تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې به هرات ته د ټاپي پروژې د رسېدو او د سوداګریز ښارګوټي تر ساحې پورې د ریل پټلۍ د بشپړېدو خبرونه هم واورېدل شي. دغه ډول پرمختګونه نه یوازې د خلکو په زړونو کې د راتلونکي په اړه هیلې راژوندۍ کوي، بلکې افغانستان د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز اتصال پر لور یو بل ګام ته هم نږدې کوي. خو له بده مرغه، هر پرمختګ خپل مخالفین هم لري. هغه کسان چې د افغانستان له ثبات، سولې او آبادۍ سره دښمني لري، هڅه کوي د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو ذهنیتونه مغشوش کړي. په وروستیو کې د هرات د ګلانو چوک ځمکتل د دوی د تبلیغاتي کمپاین هدف ګرځېدلی دی. ځینو پاڼو او حسابونو، چې په ایکس (پخواني ټویټر) او نورو ټولنیزو رسنیو کې فعالیت کوي، ادعا کړې چې ګواکې د هرات نوی ځمکتل له پرانیستنې څو ورځې وروسته تر اوبو لاندې شوی او د سېلابونو له امله بند شوی دی. د دغو ادعاوو د پیاوړتیا لپاره جعلي او یا له واقعیت څخه لرې ویډیوګانې او انځورونه هم خپاره شوي دي. پوښتنه دا ده چې ولې د افغانستان د پرمختګ هره پروژه د دغو کسانو د منفي تبلیغاتو هدف ګرځي؟ ځواب څرګند دی. د افغانستان هره رغنیزه لاسته راوړنه د هغو حلقو تبلیغاتي روایتونه کمزوري کوي چې کلونه یې د هېواد د ناکامۍ، بې‌ثباتۍ او وروسته پاتې والي په برخه کې د افغانستان له بهرنیو دښمنانو سره لاسونه یو کړی و. کله چې سړکونه، پلونه، سوداګریز مرکزونه او نورې پراختیايي پروژې عملي بڼه خپلوي، د دوی اصلی څیره بر بنډیږ . د دې ډول تبلیغاتو موخه د خلکو د باور کمزوري کول، د پرمختیايي پروژو ارزښت تر پوښتنې لاندې راوستل او د ناهیلۍ فضا رامنځته کول دي. خو حقیقت دا دی چې پرمختګ په عملي کارونو ثابتیږي، نه په تبلیغاتو. ولس په خپلو سترګو ویني چې پروژې جوړېږي، خدمات پراخېږي او د ژوند اسانتیاوې ډېرېږي. د خوښۍ ځای دا دی چې د افغانستان دښمنان د خپلو ناسمو تبلیغاتو له لارې خپله اصلي څېره لا روښانه کوي. هغه کسان چې څو سوه مترو یوه ځمکتل هم نشي زغملای، په حقیقت کې د یوه آباد، با ثباته او پرمختللي افغانستان له تصور سره ستونزه لري. خو د تاریخ تجربه ښيي چې رغونه او پرمختګ د منفي تبلیغاتو په مټ نه درېږي، بلکې د ولسونو اراده او عملي کارونه یې پر مخ بیايي.

Ahmadullah.Muttaqi

10,499 görüntüleme • 3 ay önce

نن د شهید قومندان کلام نافذ ورور په حق ورسیده، خلیفه صاحب سره له ډیرو مصروفیتونو د هغه د جنازې لپاره له کابل څخه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته ولاړ، دا یوازې یو سفر نه وو، بلکې د ورورولۍ، وفادارۍ او انساني ژمنتیا ژوندی ثبوت وو. شهید کلام نافذ د خلیفه صاحب له لومړنیو او تکړه قومندانانو څخه وو، د وزیرستان په غرونو او درو کې یې د میړانې، قربانۍ او بهادرۍ کیسې لا هم د خلکو پر ژبو ژوندی دي. قومندان کلام نافذ د امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، هغه په داسې سخت وخت کې د اسلام او د خپل هیواد د ازادۍ لپاره سر قربان کړ، چې ډیرو خلکو د امریکایانو له ویرې د جهاد نوم هم پر ژبه نه شو راوړلی خو کلام نافذ به په رڼا ورځ د اشغالګرو پر وړاندې د جګړې میدان ته کوزیده. خلیفه صاحب ویل که د ورور جنازې ته ولاړ نه شم، هسې نه چې د شهید کلام نافذ روح خپه شي او د هغه بچیان به داسې احساس وکړي چې نن دوی یوازې پاتې شول، څوک یې پوښتنې ته نه راځي. همدا رښتینې ملګرتیا ده همدا وفاداري ده او دا هغه ژمنتیا ده چې نه د وخت په تیریدو مړیږي او نه د مرګ په راتګ پای ته رسیږي. حفظه الله

Abdullah Raihan

14,067 görüntüleme • 8 ay önce

د عاليقدر امیرالمؤمنین جناب شیخ صاحب "حفظه الله" د فرمان له مخې او د کورنيو چارو وزارت د سرپرست الحاج خليفه صاحب سراج الدين حقاني د هدايت په اساس، هیڅوک اجازه نه لري چې د هېواد په ښارونو کې له نمبر پلیټ او اسنادو څخه پرته موټرونه او وسايط وکاروي، او همدارنګه د بې جوازه تورو ښيښو موټرونه وګرځوي او غير معمولي هارنونه وکاروي. لکه څرنګه چې د ترافيکو پوليس د هېواد په بيلابيلو ښارونو کې د دغه ډول وسايطو د تګ راتګ مخه نيسي په همدې اساس هيچاته اجازه نه ورکول کيږي چې په ښارونو کې دغه ډول موټر وګرځوي او بې ځايه هارنونه وکاروي، د امنيتي ځواکونو اړوند پوستو ته سپارښتنه شوې چې د هغوی غیر معمولي هارنونه بند، تورې ښيښې ورته سپينې او قانوني چلند ورسره وکړي. د يادونې وړ ده، چې د پوليسو لخوا په تیر یوه کال کې د ۳۵۰۰ موټرونو تورې ښيښې سپينې شوې دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین “قانع”

M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع

90,578 görüntüleme • 1 yıl önce

زاويه نيوز د کندهار د امنيه قوماندانۍ لپاره د طالبانو د امينه قوماندان «مولوي طالب» د پوډرو د پروسس د کارخانې مالومات ترلاسه کړې دي. دا د کندهار د غورک ولسوالۍ د «چای بابر» په کاريز کې د ملا هبت الله د باور وړ طالب چارواکي «مولوي طالب» او ور سره د شريک «حاجي سعد الله» د ترياکو پخولو، د شيشې، هيرويينو او پوډرو جوړولو کارخونه ده چې هره ورځ سلګونه کيلو نشه يي توکي توليدوي. زاويه نيوز ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، مولوي طالب د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې هم دغه ډول څو فابريکي لري چې د ټولو د سرپرستۍ چارې يې په دغه کاروبار کې د هغه د شريک لخوا پر مخ وړل کېږي. د مولوي طالب د شريک حاجي سعد الله کورنۍ د پاکستان د آی ايس آی سره نږدې اړيکې لري. د نوموړي يو ورور «حاجي عبدالقيوم» په کويټه کې د جيلاني په نوم يو روغتون لري چې د جمهوريت پرمهال پکې د طالبانو د ټپيانو تداوي وړيا کېده او مصارف يې پاکستاني استخباراتو پر غاړه اخيستي وو، چې اوس هم دغه روغتون فعال دی. د حاجي سعد الله بل ورور «حمد الله اشنا» پاکستان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو ته په يادو کارخونو کې توليد شوي نشه يي توکي قاچاق کوي او هره مياشت برابره ونډه مولوي طالب ته سپاري.

ZAWIA NEWS

11,218 görüntüleme • 1 yıl önce