Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

سخت ګيلمن یم شکایت لرم نظام اسلاميه کله!! غږ مې تر دروند عزتمند عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله محترم او دامارت ټولو مشرانو مسئولينو ته ورسوی★ همکار شي ملګرو* نن د اپريل 11. تاریخ یکشنبې ورځ د بګرامیو ولسوالۍ مقام کې راسره سخت ظلم او ډيره بد چلند او په...

39,861 views • 5 months ago •via X (Twitter)

64 Comments

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

اصلي غلط دا د تورې ګيري والا سړی دی ډیر ظالم او غرور ډک ښکاريده هغه ولسوالۍ مقام ښه بلد وو او ټول سره ملګري وو پشان وو؟ امارت ګله انصافاو عدالت غواړم کور راته تخلیه کړي خره پکې ساتم خو داسې غلطو خلکو ته خپل کور نه ورکوم ! قسم دی بیزار یو 💯

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

حویلی څخه ★ پداسې حال کې چې زه حق او مخالف طرف زور غږوه او هم باطل او غلط وو، زما شخصي جايداد او کور ی غصب کړی, وایی یو نیم کال وروسته وځم، زور غږوي فکر کوم هغوی هلته👇 ولسوالئۍ مقام کې اړيکې رابطې لری ډیر ژورې مرور یم ډير زړه مات دی نن💔

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

د ولسوالۍ معامورین یوه ظالمه کړي ښکاريده خبرې ته غوږ نه نيسي دفتر په دفتر زغلول کوي د یوې روپی کار پسې؛ زه ی د انساني روان شناسي ته په کتو ښکلي خلک نه بلکې ملووث په تور فساد بولم!!! د حقې خبرې اوریدو سره غوصه ورځې، پښتو متل دی چې وایی غل نه یی قهرجن په څه یې؟🪷🏳️🪷امارت♥️

Farid khan pashtoon's profile picture
Farid khan pashtoon5 months ago

په داسی چارواکو دې لعنت وي چې مسلمان دخپل کور مالک نشې کولای له خپل کوره ېو کراېه دار وباسی کرایه دار ورته وایې چې وځم خو ته به خپله پکې وسېږې داکوم منطق ده چې زما دکور واکدار دې ېو راغلونکې کراېه دار وې فساد ټول په ولسوالۍ کې دې توف لعنت دی وی

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

ډير زور لري چې د خپل کور واک نلرې وایی اوځم یو نيم کال وروسته ! دا غږ درسره بدرګه کړی !!!💯

A M's profile picture
A M5 months ago

گورہ دا ظلم دی چی خپلہ نہ رازی او بل تہ یہ پہ ڈیرہ کرایہ باندی ورکوی.. ھغہ مسلمان تاتہ وایی چی پہ خپلہ ورتہ رازی اوزم او تہ ظالم خلق پہ غلطہ پوہ کوی لگ فکر اوکہ کہ مسلمان یی. دا افغانستان دی دلتہ اوس زہ او تہ یو نہ اسرائیل امریکہ یا بل کم وطن والہ تہ پہ خپلہ سم شہ

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

وه وروره ظالم نه یم تقريباً شکل پکې مفت وړيا اوسیدلی زه اوس ورته باغ پکې لوی کور پکې جوړوم د یو لک څلویښت زره امریکايي ډالر پکې بندې او کرایه لس ډالره هم په خواږه نه ورکوي ژه ظالم ما نه پيژنې بي وختهاو غلط قضاوت د دوزخ پطړف وړي قربان ځان خبر کړه

A M's profile picture
A M5 months ago

رورہ تہ پوہیگی او ستا رب مینز کی مونگ نہ یو. تہ کولی شی کرایہ ترے واخلے یا خپل کور جوڑ کی. بس دولت شتہ ورشہ داسے ویدیو جوڑہ ول مطلب دی لکہ تہ چی سوک بدنام وی او ملامت ھم تہ یی. کور نہ اوباسہ خپلہ ورتہ راشہ یو سو ورزی اوسیگہ بیا پہ کلارہ کار پرے روان کہ.

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

ورور د بګراميو ولسوالي معافیا غوندې چلند کوي دولت خو ورغلم له دفترونو او انګړ څخه يی سره وشړلم چا مې غږ نه اوريده قربان له دولته ګيلمن یم 🍂💔🍂

A M's profile picture
A M5 months ago

رورہ ورشہ پہ ولایت عاریضہ ولیکہ او کہ نہ وی بیا امر بالمعروف اور نہی عن المنکر تہ ورشہ

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

وبه شي ان شاءالله

jawadfaizani's profile picture
jawadfaizani5 months ago

مشران پرې خبرکﺉ چې چاره یې وکې،اوس زور اوزر نه چلیږي کنه نظامي محکمه سته.

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

وه چیرته د تګ خو نه حوصله او نه هم کرایه لرم او سخت بيمار یم دا پوست درسره شیر کړی

Nesar Ahmad's profile picture
Nesar Ahmad5 months ago

تاسي د کورو مالکانو ته دي خدای هدایت وکړي سخت ظلم کوي د رهما والا سره مو لاس یو کړي وي خلګ زوروۍ ډیري بدي خاطري لرم د کابل د کورو د مالکانو څخه اکثره بعضي

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

ای وروره زه خپله کرایي کورونو کې اوسیږم زه له تا ډير دردمن یم خو زما موضوع دلته جدا کرایه نیشین راسره ظلم کوي ډير کالونه پکې مفت وړيا ژوند وکړ ⭐ اوس لږ وخت کیږي زما کشر زوی ورغلی ما ۲۰۰۰ افغانې کرايه راکوي زه د مکتب فیس پرې ورکوم، څلور کاله په غذب سبا سبا دوه زره راکوي!!🍂

Abdul Pashten's profile picture
Abdul Pashten5 months ago

@NesarAhmadojzd مشره ترڅو چې ځان وژنه ونکړی ستا غږ څوک نه اوري کله چې ته مړ شوی بیا دی دا خلک په وخت د خدمت افسوس کوي ستا انسانیت ته ستا سپین ږیری دوی احترام نه کوي دا حکومت د جمهوریت نه بدتر له فساد او زورواکی ډک ده دلته د ملت حق خوړولو ته دا حکومت راغلی دی غږ اوریدو او حق ورکولو ته نه

Fahim jan's profile picture
Fahim jan5 months ago

@khalid_malgari @NesarAhmadojzd چى هرڅومره ورته د نظام خرکوسيانى ووايى خو بيا هم خالد صاحب چاپلوس دى اٶ ددى نظام چاپلوسى به کوى

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

@RasheedJab1353 @NesarAhmadojzd لمړی خو چاپلوسي بلکل نشته ضرورت نلرم او چاپلوسی نه یم او هغو خلکو کې مې هم بد راځي : دوهمه دا چې د اسلام چاپلوسي ثواب عبادت دی!!! باید وویاړو چې د خپلو مشرانو قدر وکړو زموږ مشران خو وارث الانبیاء دی• 🎋🤲🎋

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

@RasheedJab1353 @NesarAhmadojzd مشران هم زموږ يعنې د مسلمانانو مومنانو دي جنرال هم زموږ دی \\ تاسې مزدوران او غلامان یاست او غلامان به پاتې کیږی //

Rehan's profile picture
Rehan5 months ago

@MOPVPE @SAiFKHAiBAR1718

Edris Mujahed-محمدادریس مجاهد's profile picture
Edris Mujahed-محمدادریس مجاهد5 months ago

محکمه کی عریضه وکړه یو ساعت کی درته اوباسی

Dr.yaqeen Father of the System's profile picture
Dr.yaqeen Father of the System5 months ago

کور یی خپل دی که خپله کډه راوړی که پرادی ستا یی په سه قیصه لکه چه سرچپه شوه که سنگه

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

@Dost83301061 هو ګرانه له کوره نه وځي دوه میاشتې وړاندې خبر کړی کرایه هم یوازې دوه زره افغانۍ د کور قیمت یو لک څلویښت زره ډالره ما اخيستی وو

Mohammad Aryobee's profile picture
Mohammad Aryobee5 months ago

قووونه ټینګه که

Aziz khan Daryazoi's profile picture
Aziz khan Daryazoi5 months ago

ایوبیہ روستہ وایہ چہ خفلہ فہ کرایہ کور کی اوسیگم ، بیہ وایہ نہ شکایات کمیسون تہ ہم نشم تلی کرایہ نستہ راسرہ ،مریض یم یہ ، عجیب منتیق وایہ ، یعنی ٹولہ ولسوالی ستا غگ نہ اوری، زہ درتہ فہ زمیواری وایم کہ داسی خبر یہ صفا ووایہ د وس کہ گردیز نہ درزم او راسن دی قاضی صیب تہ ورزو nombr

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

عمري عدالت د کور په دروازه غواړم !!!

Aziz khan Daryazoi's profile picture
Aziz khan Daryazoi5 months ago

عمری عدالت لہ مونگ نہ ہم صفا او ریختونی وینا او حقیقتونہ غواڑی ،

د خدای ج بنده's profile picture
د خدای ج بنده5 months ago

#سیف_الاسلام_خیبر #وزارت_امربالمعروف

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

ژغژ او چت کړی شریک یی کړی

Sadiq Pakhtoon's profile picture
Sadiq Pakhtoon5 months ago

@KganKgsn80722 قسم په الله ج چی د شکله غټ خنځیر دوس سړی یی هغه وایی کنه الله ج په ظالم ظالم مقرروی خدای تاته دا مخامخ کړو وایم د مور شیدی یی شه

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

@KganKgsn80722 ګوره د الله قسم د وهي له موضوع خبر هم نه یی قضاوت او قسم په الله هم کوې افسوس ځای دی

Sadiq Pakhtoon's profile picture
Sadiq Pakhtoon5 months ago

@KganKgsn80722 نه کنه تاسی د مهاجرو اوریدلی په خاورو ماړه شی ځکه خو دی بد حال اچولی بله دا چی تر اوسه خو تا جمهوریت خویندی کیندی شکنځل همدوی لپاره اوس ټینګ شه ورته چی معلومات درته وشی

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

@KganKgsn80722 او بیا ستاسو غوندې خلک راځي له خيټې قضاوت کوي ټول د جمهوريت لنډغر دي دغو خلکو سره ښه او نیکې کول ځان ته دښمني جوړول دي !

Sadiq Pakhtoon's profile picture
Sadiq Pakhtoon5 months ago

@KganKgsn80722 د خیټی نه دی کنه ویډیو ګانی دی پرتی دی اوس به ته هم وایی AI ده دغسی ذلیله ښه یی

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

@KganKgsn80722 د حق لاره کې ذليله ښه یو ! نه په حرامو او په پردیو ملکیتونو باندې لوی خيټې عزتمند! بي شرمو بي حیا خلکو له پردیو کورونو نه اوځی غرق شې// ته څوک یی روباټ ی کې انسان؟ خپله مبارکه څهره د وښايه!

احمدالله فاروقي's profile picture
احمدالله فاروقي5 months ago

که چیری درسره په ناحقه زور او زیاتی درسره شوی وی اګر که وزیر هم وی لنډ نیظامی محکمی ته لاړ شه اوهرچاچی درسره زیاتی کړی وی ورباندی عریضه وکړه چی مسله دی په یوساعت کی حل شی اسانه لاره

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

ای احمدالله فاروقي وروره؛ سخت‌بيمار بيمار یم نه خو حوصله لرم نه چیرته د تګ راتګ کرایه لرم بس الله تعالی لرم او دلته همدا یو ټويټر لرم

یوسف افغان's profile picture
یوسف افغان5 months ago

مطلب ته غواړې چې راتلونکي کې بل چاته دغه په لوړه بیه ورکړې وروره دلته باور سر خوړلی په کابل کې دکورونو مالکین زیات ظلم روان کړی حتا یو وړوکی کور هم په لوړه بیه درکړی

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

نه ګرانه وړوکی کور دی خپله کډه شاید یوسم د کرایی مسئله نده

®ana Afghan ‌'s profile picture
®ana Afghan ‌5 months ago

بد کوی چی یونیم کاله وزی نن ووزی د خلکو کوری قبضه کری 😡

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

رڼا خورې موضوع تیره ورځ حل شوې د کوچنيو ماشومانو پخاطر مو لس ورځې وخت ورکړ تر څو کور تخلیه کړي:🌸

®ana Afghan ‌'s profile picture
®ana Afghan ‌5 months ago

خیر اوس پوست وکره او د نظام له عدالت یاد که.

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

نفوس کابل دوو برابر شده خانه ها پیدا نمی شود مردم زاده ی جمهوریت و دموکراسی آمریکایی بدبخت است اصلاح مردم وقتی زیادی کار دارد برای طالبان هم کاری سخت موضوع و جنجال های حقوقی زیاد است آهسته آهسته مشکلات با فرصت خوبی تبدیل میشود 🍀🌹🏳️🍀🌹

Mohammad Alokozay ولسکشر's profile picture
Mohammad Alokozay ولسکشر5 months ago

ته خرکوس غولخان یی د ډیزلی ملګری دلته سه کونه راکوی ستا تولی ویډو ګانی د خرکوس ډیزلی دی

Uzair Afghan's profile picture
Uzair Afghan5 months ago

الله ج دې رحم وکړي ان شاءالله ستا غږ به زر تر زره مشران اوري، خفه کیږه مه الله ج به هر سه سم کړي، لوی نظام ده خامخا به ځینی خبیثان هم پکې وي، خو ان شاءالله ستا کار به حتماً مشران کوي،

ځېیرک Safi's profile picture
ځېیرک Safi5 months ago

کونه ډینګه کړی سم کار درسره کوې

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

مونږ ولاړ په دا ګز او دا میدان یو امارت اسلام ښکلی دی !!!💯

مړاوې هیلې's profile picture
مړاوې هیلې5 months ago

ورک شه الله دې تبا او برباد کړه. تاسې هغه بې ناموسان یاست چې د کرایه د لوړولو لپاره د کال پدې سر یو مسلمان له کوره اوباسۍ او د کال په هغې سر د بل مسلمان له کوره اوباسۍ. اوس خو عدلیي وزارت حکم کړی چې څوک د کرایه د لوړولو پخاطر د کوره څوک نشي ویستلی. چې په ک دې ډانګ دننه کړي کم دی.

SPIDER 🕸️'s profile picture
SPIDER 🕸️5 months ago

یو تر ټولو غټ مشکل دا هم دی چې ویډیو جوړولو ته څوک نه پرېژدي. ښه چې زه ویډیو د ثبوت په ډول جوړه نه کړم زما خبره به څوک څنګه واوري ؟

Omar Afghan's profile picture
Omar Afghan5 months ago

علماوو شورا ته لاړ شه هغه اقدام کوی...

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

بيمار یم د کرایه توان نلرم ګرانه

Romal TawhediRomal's profile picture
Romal TawhediRomal5 months ago

اسرائیل حکومت دی کنه

fida Ahmedi's profile picture
fida Ahmedi5 months ago

کرایې بل چاته په ګرانه ورکوي او دغه کس یې نه خالي کوي.

Abid khan's profile picture
Abid khan5 months ago

هسې غول خوری امارات پسې بد وایی له خارج راغلی یې اوس مجاهدینو پسې بد رد وایی

خالد ملګری's profile picture
خالد ملګری5 months ago

اکثریت پکې تش نومي مجاهدين د بدنامي لپاره پکې ننوتي چې امارت بدنام او رسوا کړي

@AmberD54911's profile picture
@AmberD549115 months ago

بس جمهوریت هسی بدنام وو

Mujtaba jamal's profile picture
Mujtaba jamal5 months ago

د ټول رزالت د کورونو په مالکانو کی دی

Nazir's profile picture
Nazir5 months ago

دلته خبره کاغذ کی څه لیکلی کا کاعذ کی لیکل شوی وی چی ۱ کال وخت لرم بیا نشی باسلی او کا وخت پوره شوي وی بیا حق کیګی چی خفل کور لاسته راوړی

قُتَیْبَه اَفْغَانِیْ👑's profile picture
قُتَیْبَه اَفْغَانِیْ👑5 months ago

خیر حوصله وکړه او خوا مه بدوه ته په دغه کرایه والا باندی رحم وکړه الله به په تا رحم وکړی افغانستان ضعیف الاقتصاد هیواد ده نو ترڅو چی یو بل سره تعامل ونکړو ګذاره ونکړو نه کیږی کور ستا ده او حق دی کیږی امارت پریږده ټوله دنیایی نشی درنه اخیستلی خو امارت یواځی تا له ظلم منعه کوی

Ehsanullah mohammadi's profile picture
Ehsanullah mohammadi5 months ago

ای رزیل انسانه د خلکو د مجبوری نه استفاده کوې بیا ملامتیا په مسؤلینو اچوې زه به نه وای داسې شنې لښتې خو د خوړلې وای

watan🇦🇫's profile picture
watan🇦🇫5 months ago

اسلامی نظام یی وشرمولو دغه غټ فسادګر دی

𝐇. 𝐊𝐇𝐀𝐍's profile picture
𝐇. 𝐊𝐇𝐀𝐍5 months ago

مشره زه تاسو نه پیژنم چی تاسو څوک یی په هرحال دا چی ته دهمدی کور مالک یی نوکرایدار هیڅ حق نلری چی تاسو سره داسی چلند وکړی ستاسو خپل کورجایداد مودی که غواړی په کرایه یی ورکړی که غواړی چی خالی دی وی څوک حق نلری چی تاته ووایی نه حتمی به داسی کوی نو خبره می دا کوله چی ډیره لویه حوصله کوی که ستا پرځای زه وای قسم دی چی په داسی بی انسانیته کرایدار خومی دآسمان ستوری په سپینه ورځ درته شمارلی وای

ابوعبیده مبارز's profile picture
ابوعبیده مبارز5 months ago

ښه چي خپله کډه نه راوړي غ...خوري چي باسي يي بل څوک راولي چي دوه روپئ زيات درکړي الله تعالی دي تاسو ظالمانو ته انصاف در کړي د

حاجی محمد سردار فاضل's profile picture
حاجی محمد سردار فاضل5 months ago

دبګرام ولسولیز نه. ډیری قومانداني مشکل لری

Related Videos

نن د شهید قومندان کلام نافذ ورور په حق ورسیده، خلیفه صاحب سره له ډیرو مصروفیتونو د هغه د جنازې لپاره له کابل څخه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته ولاړ، دا یوازې یو سفر نه وو، بلکې د ورورولۍ، وفادارۍ او انساني ژمنتیا ژوندی ثبوت وو. شهید کلام نافذ د خلیفه صاحب له لومړنیو او تکړه قومندانانو څخه وو، د وزیرستان په غرونو او درو کې یې د میړانې، قربانۍ او بهادرۍ کیسې لا هم د خلکو پر ژبو ژوندی دي. قومندان کلام نافذ د امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، هغه په داسې سخت وخت کې د اسلام او د خپل هیواد د ازادۍ لپاره سر قربان کړ، چې ډیرو خلکو د امریکایانو له ویرې د جهاد نوم هم پر ژبه نه شو راوړلی خو کلام نافذ به په رڼا ورځ د اشغالګرو پر وړاندې د جګړې میدان ته کوزیده. خلیفه صاحب ویل که د ورور جنازې ته ولاړ نه شم، هسې نه چې د شهید کلام نافذ روح خپه شي او د هغه بچیان به داسې احساس وکړي چې نن دوی یوازې پاتې شول، څوک یې پوښتنې ته نه راځي. همدا رښتینې ملګرتیا ده همدا وفاداري ده او دا هغه ژمنتیا ده چې نه د وخت په تیریدو مړیږي او نه د مرګ په راتګ پای ته رسیږي. حفظه الله

Abdullah Raihan

14,067 views • 8 months ago

زه چې کله هم د اسلامي امارت او امیرالمؤمنین حفظه‌الله په دفاع کې څه ولیکم نو مغرض او بې‌ریښې کسان راپېښ شي کمنټونو کې ناوړه خبرې کوي، حتی تر ناموس پورې سپکاوی راته کوي. خو زه هغه خبیثانو ته چې ماته کمنټونو کې ناموسي کنزلې کوي دا وایم چې زه لکه تاسو په شان سپک او رزیل نه یم چې ستاسو کورنۍ ته سپکاوی وکړم ، الحمدلله لوی رب رباندې فضل کړی مسلمان او مجاهد یې پیدا کړی یم. د مجاهد له اخلاقو سره نه ښایي چې د هر سپي غپا ته دې ځواب ووایي. خو هغه دومخو ته ! چې ځانونه یې د یو څو ناچیزه ټویټري پوسټونو تر شا پټ کړي او ځانونه د اسلامي امارت خواخوږي بولي! خو په حقیقت دوي د نظام اصلي مخربین دي . بچیانو! تاسو یو یو پیژندل شوي یاست . یا به اصلاح کیږی او له مطبوعاتي بغاوته لاس اخلی او زموږ د امیر او نظام سپکاوی به نه کوی او یا د هغه فاحشو په برخلیک به اخته کیږی چې تاسو ته یې د مطبوعاتي بغاوت جرئت درکړی وه. ښه یې په بوڅو غوږو واوری! دا مې نظام ده عزت مې ده امیرمې سره کرښه ده. شپاړس کاله مې د اسلامي نظام د تحفظ لپاره، د سنګرونو خاورې خوړلې دي. زه نه چاپلوس یم، نه معامله‌ګر. زه چې نن دفاع کوم، دا د شخص لپاره نه ده. دا د دین او غیرت، وجیبه ده. د اسلامي امارت عزت زما عزت دی، او که څوک ددې نظام د تخریب هڅه کوي شخصا زه دا اجازه نه ورکوم نوټ : ویډیو د جهاد د وخت د تعرض او مجاهدینو ته د شپې دوربینانو (لیزر) زدکولو وخت ده. دا مې زکه نشره کړه چې دا دوه مخي ښه وپوهیږي چې زه لکه دوي د منصب ، پیسو یا د چا د خوښۍ لپاره دا مبارزه نه کوم او زه نه مطبوعاتي مبارز یم بلکه الحمدلله مجاهد یم چې د ټوپک تر څنګ کې د قلم حق هم اداء کړی .
1:31

Sensitive content

زه چې کله هم د اسلامي امارت او امیرالمؤمنین حفظه‌الله په دفاع کې څه ولیکم نو مغرض او بې‌ریښې کسان راپېښ شي کمنټونو کې ناوړه خبرې کوي، حتی تر ناموس پورې سپکاوی راته کوي. خو زه هغه خبیثانو ته چې ماته کمنټونو کې ناموسي کنزلې کوي دا وایم چې زه لکه تاسو په شان سپک او رزیل نه یم چې ستاسو کورنۍ ته سپکاوی وکړم ، الحمدلله لوی رب رباندې فضل کړی مسلمان او مجاهد یې پیدا کړی یم. د مجاهد له اخلاقو سره نه ښایي چې د هر سپي غپا ته دې ځواب ووایي. خو هغه دومخو ته ! چې ځانونه یې د یو څو ناچیزه ټویټري پوسټونو تر شا پټ کړي او ځانونه د اسلامي امارت خواخوږي بولي! خو په حقیقت دوي د نظام اصلي مخربین دي . بچیانو! تاسو یو یو پیژندل شوي یاست . یا به اصلاح کیږی او له مطبوعاتي بغاوته لاس اخلی او زموږ د امیر او نظام سپکاوی به نه کوی او یا د هغه فاحشو په برخلیک به اخته کیږی چې تاسو ته یې د مطبوعاتي بغاوت جرئت درکړی وه. ښه یې په بوڅو غوږو واوری! دا مې نظام ده عزت مې ده امیرمې سره کرښه ده. شپاړس کاله مې د اسلامي نظام د تحفظ لپاره، د سنګرونو خاورې خوړلې دي. زه نه چاپلوس یم، نه معامله‌ګر. زه چې نن دفاع کوم، دا د شخص لپاره نه ده. دا د دین او غیرت، وجیبه ده. د اسلامي امارت عزت زما عزت دی، او که څوک ددې نظام د تخریب هڅه کوي شخصا زه دا اجازه نه ورکوم نوټ : ویډیو د جهاد د وخت د تعرض او مجاهدینو ته د شپې دوربینانو (لیزر) زدکولو وخت ده. دا مې زکه نشره کړه چې دا دوه مخي ښه وپوهیږي چې زه لکه دوي د منصب ، پیسو یا د چا د خوښۍ لپاره دا مبارزه نه کوم او زه نه مطبوعاتي مبارز یم بلکه الحمدلله مجاهد یم چې د ټوپک تر څنګ کې د قلم حق هم اداء کړی .

شهاب لېوال Shahab lewal313

19,600 views • 1 year ago

محترم حبیب هوتکي صاحب له امریکا څخه راغلی او نن فرانکفوزت جرمني کې زموږ قدرمن مېلمه دی. ډېرې خبرې مو وکړې، مجلس مو وکړ او په بېلابېلو سیاسي او تاریخي موضوعاتو مو بحثونه وکړل. دا چې هوتکي صاحب ډیر کلونه د شهید سردار داود خان دفتر کې همکار پاتې شوی دی د هغه دورې د ارګ تاریخي کیسې یې خورا شیرنې او خوږې وی. تېر کال مو په میډیا کې یو له بل سره سخت بحثونه، جنجالونه او حتی قوي لفظي جګړې هم کړې وې؛ خو هغه ټول د میډیا **«زرګري جنګونه»** وو. د میډیا جنګ تل د زړونو دښمني نه وي. کله چې د سکرین او میډیا له شور څخه راووځې او بیا له هماغه انسان سره مخامخ کښېنې، خبرې ورسره وکړې، چای ورسره وڅښې او یو بل له نږدې وپېژنئ، نو ډېر شیان بل رنګ پیدا کوي. تر ټولو جالبه دا ده چې له دومره میډیایي جنګونو وروسته، کله چې مخامخ سره کښېنو، یار او دوست لا ډېر شیرین درباندې لګېږي او ملګرتیا بیا بېخي بله مزه کوي. **اختلاف دې په نظر کې وي، نه په زړونو کې؛ بحث دې وي، خو دوستي او احترام دې تل پر خپل ځای پاتې وي.** محترم حبیب هوتکي صاحب ته یو ځل بیا ښه راغلاست وایم؛ زموږ کور یې خپل کور دی.

Qari Eisa Mohammadi

17,803 views • 1 month ago

جوړ پخیر، درنو څارونکو! نن مې له افغانستان انټرنشنل افغانستان اینترنشنال افغانستان انټرنشنل - پښتو سره وروستۍ کاري ورځ ده، او له دې رسنۍ سره خپل دوه‌نیم کلن سفر پای ته رسوم. خو اړینه بولم چې څو مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړم. ما له افغانستان انټرنشنل سره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه رسماً د ویاندې او خبریالې په توګه کار پیل کړ. ویاړم چې د دغې دندې په لړ کې مې تل د هغو ارزښتونو په رڼا کې کار کړی، چې ماته لومړیتوب لري او تل به یې پالنه کوم. ژبني او مسلکي لاسته راوړنې سره له دې چې زه یوه پښتنه افغانه یم، وتوانېدم چې په افغانستان انټرنشنل کې په پښتو او فارسي (دري) ژبو ویاندويي وکړم. لکه څنګه چې مې په CV کې لیکلي، دواړه ملي ژبې تر دې حده زده کړي چې، پرې خبرې، لیکل او لوستل کولی شم. په ۲۰۲۳ کال کې، له یو کال ځنډ وروسته، د ټولنیزو رسنیو برخې د ویاندې په توګه بېرته د ټلویزیون پر پردې راڅرګنده شوم. که څه هم په هېواد کې مو د حاکمې ډلې له‌خوا ډېر داسې کارونه وشول چې باید رسنیز کېدل، افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې دا حقایق نړۍ ته ورسوي. خو زما لپاره دا ویاړ و، چې د هغو مهمو خبرونو تر څنګ مې دا هڅه وکړه چې هېرې شوې موضوعګانې لکه د پښتو ژبه، ملي ارزښتونه، او تاریخي ورځې اجنډا کې راشي: •د پښتو ژبې ورځ مو ونمانځله؛ •د ملي بیرغ ورځ مو یاده کړه؛ •د شاه امان‌الله خان تلین مو ولمانځه؛ •د ډاکټر نجیب‌الله تلین ته مو درناوی وکړ؛ •د خان عبدالغفار خان په اړه مستند خپور شو؛ •او مهم‌ترینه دا چې، د زرګونو افغانو ښځو غږ مو اوچت کړ. د نجونو د زده کړو غږ وتوانېدو چې په افغانستان انټرنشنل کې یوازینۍ پښتو خپرونه (سپړنه) ❤️ پیل او تر ننه دوام ورکړو. دا خپرونه مو د شاه امان‌الله خان له یاد سره پیل کړه. زموږ یوه مهمه د تمرکز موضوع د افغان نجونو زده‌کړې وې. هڅه مو وکړه چې له بېلابېلو ولایتونو زده‌کړیالانې خپرونو ته راوبلو، څو نړۍ ته وښیو چې افغان نجونې تعلیم غواړي. په دې برخه کې مو له بېلابېلو شخصیتونو لکه ښاغلي ضیاءالدین یوسفزي، اغلې تورپېکۍ یوسفزۍ، او د ډاکټر نجیب‌الله له مشرې لور سره ارزښتناک بحثونه او مرکې لرلې. ټولنیز، تاریخي، او ملي پوښښ د کډوالو، سیاسي بدلونونو, خیبر جرګو، د پښتونخوا له حالاتو، او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو ته مو پوښښ وکړ. همدارنګه، له یو شمېر مهمو شخصیتونو سره لکه اغلې شکریه بارکزۍ، شفیقه خپلواک، پرستو حکیم، وږمه توخي، وږمه سیال، نظیفه جلالي، شګوفه نورزۍ، فرزانه کوچۍ، شبنم صالحي او …سره مو ارزښتناکې مرکې وکړې. زه د دغو ټولو قدرمنو مېلمنو له ګډون منندویه یم. مسلکي ملګرتیا په ځانګړې توګه غواړم د اغلې نویده جانې خوشبو Naveeda Khoshbo 💜یادونه وکړم، چې زما رښتینې لارښوده، مشره خور، او مهربانه ملګرې شوه/ او وي به. له هغې مې ډېر څه زده کړل، او دا به تل له ځان سره یاد ساتم. په دفتر کې مې له نورو همکارانو هم ډېر څه زده کړل، هم له ښو او هم له هغو تجربو چې ستونزمنې وې، خو راته یې درس راکړ چې رښتیا او یو مخ اوسېدل که څه هم ستونزمن وي، خو بریالی وي. پایله که څه هم لیک اوږد شو، خو د پښتنو متل دی: “خبرې ډېرې، سر یې یو.” زه به تل خپلو ملي ارزښتونو ته ژمنه پاتې کېږم، د افغانستان، ملي 🇦🇫 بیرغ، ملي ژبو، د تعلیم حق، انساني او بشري حقونه او د هېواد پرمختګ زما د کار لارښود او اصول پاتې کېږي. په خورا درناوي او مینه، شبنم خان دوران 📺❤️👩🏻‍💼 ۲۵/۰۶/۲۰۲۵ لندن

Shabnam Khan Dawranشبنم خان دوران 🇦🇫

24,820 views • 1 year ago

د شهید خلیل الرحمن حقاني د جنازې مطهر مراسم د زرګونو ګډونوالو په حضور سره ترسره شول د پکتیا په ګردې څېړۍ کې د ا.ا.ا ګڼ مشران، د کابینې غړي، دیني علما او د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلي زرګونه هیوادوال د شهید حقاني جنازې اداینې لپاره انتظار وو د ا.ا.ا د مشرانو او د شهید د کورنۍ په استازیتوب یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي صیب کبیر د شهید د شخصیت ستاینه وکړه او د هغه د متانت اثبات لپاره یې وویل چې د کندهار په وروستي سفر کې شهید خلیل الرحمن حقاني هم ورسره مل و، دده په وینا شهید حقاني هلته تر بل هر چا مخکې په خورا جرأت سره د ټولو مخکې د ستونزو او ناخوالو تفصیلي یادونه وکړه. په دوام کې د شهید ورور حاجي ابراهیم حقاني د شهید خلیل الرحمن د لارې پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ددوی کورنۍ د قام د هوساینې لپاره د تل په څېر هر راز مالي او ځاني قربانۍ ته چمتو ده. په دې مراسمو کې قدرمن خلیفه صاحب هم د راغلو مشرانو او ولسونو څخه د هغوی د راتللو او غمشریکۍ په پار مننه وکړه خلیفه صیب د شهید حقاني د شهادت له کبله د ا.ا.ا مشرانو او ټول ولس ته تسلیت ووایه، نوموړي شهید حقاني د درې انقلابونو یو مخلص مجاهد او مصلح مشر یاد کړ خلیفه صیب زیاته کړه چې ددوی هره مبارزه د في سبیل الله پر بنسټ وه او هېڅکله د شخصي عقدې او شخصي غچ په فکر کې نه ول، ځکه خو ډاډه دی چې د شهید حقاني شهادت هم د کوم شخصي عناد له کبله نه بلکې د الهي مسیر او دین د دښمنانو عمل دی. مونږ هېڅ شخصي فکر نه لرو هر څه مو د الله ج لره دي او ډاډه یو چې ستر رب عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ رب دی. مونږ د جګړې او مبارزې د لارو چارو مخکښان یو خو هیڅکله دا لارې چارې د الله ج له رضا پرته د شخصي مقاصدو وسیله نه ګرځوو. شهید خلیل الرحمن حقاني د ټولو سختو کړاوونو تر زغم وروسته بیا هم د دومره سترې حوصلې ظرفیت درلود چې که مونږ به کم حوصلې هم شو ده به د ستونزو حل لپاره د هیواد هر ګوټ ته منډه وهله. د خلیفه صیب تر وینا وروسته د بهرنیو چارو وزیر قدرمن امیرخان متقي هم خبرې وکړې متقي صیب د افغان مجاهد ولس نه ماتېدونکی زغم او هوډ بیان کړ او دا یې ویاړ وباله چې د شهید خلیل الرحمن حقاني په څېر یو لوړپوړی مشر داسې حال کې شهادت مقام ته رسیږي چې د ولس پر وړاندې یې د خدمت لپاره دروازې پرانیستې دي دا هر مجاهد، وزیر، والي او د ا.ا.ا هر مشر د الله ج په لاره کې شهادت ستر ویاړ بولي او تل ورته چمتو دي متقي صیب همدارنګه اشاره وکړه چې تېرو ۷میاشتو کې د داعشي خوارجو د ۷ بریدونو له ډلې ۶ هغه یې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ له هیواده بهر پلان او ترتیب شوې دي. نو پر هغه هیوادونو چې داسې شریر عناصر ساتي غږ کوو چې داسې عناصرو ته ځای ورکول ددې اور لمن تاسو ته هم رسوي دا یو ګډ دښمن دی د ملاتړ پر ځای یې ګډ مخنیوي کې باید همکار شو. د خبرو د لړۍ پای د قدرمن حافظ صیب انس حقاني د مننې په الفاظو وشو نوموړي د شهید حقاني د شهادت په پار د ټولو کورنیو او بهرنیو اشخاصو او ادرسونو د غمرازۍ څخه د خپلې کورنۍ او اسلامي امارت په استازیتوب مننه وکړه.

M.Abdul Mateen Qani مفتي عبدالمتين قانع

188,270 views • 1 year ago

#Afghanistan نن مې دا ویډیو ولیده چې یو استاد – احتمالاً د کابل د دشت برچي د یوه ښوونیز مرکز – یو زده کوونکی د سلګونو نورو زده کوونکو مخې ته په تحقیرونکي ډول پرله پسې څپېړي وهي، یوه، دوه، درې… او بالاخره لکه یو ځناور، په لغتو یې پر سر او اړخ وهي. له دې حالته څه تمه کېدای شي؟ نن دومره عقده‌یي، ناروغ، او له باور پرته را لوی شوي یو، لامل یې همدا وحشیانه شکنجې دي، چې له کورنۍ پیلېږي، مکتب، ښوونځي، پوهنتون، او بیا دغسې مرکزونو ته رسېږي. کله چې یو ځوان ځان ته را وبولو، بیا یې د ټولو ملګرو مخې ته په غیر انساني لحن سپک کړو او فزیکي شکنجه ورکړو، نو نور له هغه څه پاتې کېږي؟! انسان څه شی دی؟! که له موږ څخه هغه لږ غرور، باور، او عزت واخیستل شي، نور څه پاتې کېږي؟ د یو انسان، د یو ځوان راتلونکی وژنه دومره ساده ده – راونیسه او تحقیر یې کړه! ښوونیز مرکزونه د انسان لوړولو او د هیلو د پوره کېدو ځایونه دي، نه د عزت، باور، او راتلونکي د وژلو ځایونه. دا ځوان به وروسته له دې پیښې ټول عمر تېر کړي، ترڅو له دې ورځې، دې صحنې، او دې بدرنګه خاطرې سره جوړ راشي. زه پښېمانه یم، پر دې بې ارزښته سړي چې ځان استاد ګڼي، او پښېمانه یم د دشت برچي پر خلکو، چې د دوی د بچیانو راتلونکی د داسې ځناورانو په لاس کې دی. یاد ولرئ، بد انسان د هیڅ ډول نسبت له مخې د درناوي وړ نه دی، که پلار او مور وي، که استاد او که بل څوک!

Sohail Noor Khan

21,081 views • 1 year ago

پنځه کاله پخوا چې جمهوریت حاکم وو، خو نن په ډېر افسوس سره د غازي امان الله خان روح بیا نارام دی. په امریکا کې د افغانستان د ۱۰۱مې کلیزې په ویاړ جشن دا نن چې موږ دلته په دې وطن کې داسې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسېږو علت یې دا دی چې خپل وطن لرو، که دلته د چا پیغورونه اورو، که په کار ځای کې له یو چا یوه تېره بېره اورو، که په پاکستان کې د ماجره ناره درپسې وشي، که په سعودي کې د اجنبي ناره درپسې کېږي، بیا هم له ځان سره وایاست چې خیر دی، که مې بله هره ځمکه پردی کړي، د خپل پلار نیکه ټاټوبی خو شته. تاسې یې داسې تصور کړئ که ستاسې هېواد نه وي، او لکه د فلسطینیانو، اویغورو، کردانو او بلڅو یا د نړۍ د ځینو نورو ولسونو د سټېټ لیس وګړو په څېر بې وطنه وی. تاسې به څومره لوی اطمینان او څومره لوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ له لاسه ورکړی وي. که څه هم د افغانستان تاریخ د لر او بر افغانانو د ملی مبارزو او اتلوالیو انداره ده او په دی لاره کې له میرویس نیکه را نیولی تر فقر ایپي وزیریستانی پوری کڼو مشرانو او اتلانو قربانی ورکړی. خو، موږ او تاسې په خپل تاریخ کې د دوو انسانانو د احسان ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات پورهوړی یو. لومړی د احمدشاه بابا، چې د مملکت څښتنان یې کړو، او دوهم، د غازي امان الله چې د مملکت سیاسي استقلال یې بشپړ کړ. د دوی دواړو او د افغان ولس دغه کارونه ‌‌‌‌‌‌ډېر درانه او د سختو مبارزو او قربانیو محصول دی. لکه په لومړی ځل د یو باغ جوړول ‌‌‌‌‌‌او هغه باغ کې د ثمر لررونکې نیالګیو او ګلونو کرل ډېر ګران کار وي، ساتل یې هم زیار او کار غواړي خو دومره ګران نه وی. موږ تاسې ته هغوی دا دروند کار ترسره کړی دی، زموږ دنده د هغوی د میراث ساتنه او پالنه ده. لکه د یوه باغ ساتل چې د هغه باغ د یوې یوې ونې او یوه یوه نهال ساتل وي، د یوه ملت ساتل هم د یوه یوه فرد ساتل، پالل، تربیه کول او پاملرنه غواړی. زموږ آزادي هغه وخت ساتل کېدای شي چې زموږ هر فرد ازاد، په ملي غرور سمبال او د خپلواک نظر او فکر خاوند وي. زموږ د خویندو او میندو آزادي او د خپل برخلیک حق درلودل زموږ د خپلواکي د بشپړتیا یوه مهمه برخه ده. کله چې موږ د غازی امان الله خان د اصلاحاتو د ناتمام فصل یادونه کوو، هدف مو همدا دی چې د دې خاورې انسان په فکري، کلتوري، اقتصادي او امنیتي لحاظ په ځان بسیا او خودکفا شي. راځئ نن ټول د دې پرتمینې ورځې د لمانځلو په مناسبت ژمنه وکړو چې هر افغان به د بل افغان د ځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي. راځئ له خپل کور او کوڅې یې پیل کړو. په کور کې خور، لور، کشر ورور، په کلي کې تربور او کلیوال، او همداسې په هره کچه خپل افغان ته لاس ورکړو.متحد او خودکفا یې کړو، په پښو یې و دروو، غښتلی یې کړو او خپل ملی یووالی او مینه وښایو. د آزاد او خپلواک افغانستان په هیله!✨🇦🇫✨

Spozhmay Maseed

16,487 views • 1 year ago

غالباً د تراب صیب شعر دی چې وایي: افغان په زور جنت ته نه ځي خو په رضا تر دوزخو درسره ځینه مونږ په تیرو څو لسیزو کې هم سختۍ تجربه کړې دي او هم اسانۍ خو دا مو ولیدل چې نرمي تر زور ډیر اغیز لري ان د دښمن زړه ته هم لار کوي. مونږ شل کاله د کابل ادارې سره جګړه وکړه خو په وروستیو ورځو کې مو د دوی له عسکرو سره د زور پر ځای نرمي وکړه. ددوی جنګیالي مو ونیول، نه مو زندان ته یووړل او نه مو وویشتل پر ځای مو نرمه توصیه ورته وکړه، خوشاله مو کړل او له لارې کرایې سره یو ځای مو خپلو کورونو ته واستول. نتیجه دا شوه چې په یوه اوونۍ کې مو ټول افغانستان تر پښو لاندې کړ. که مو د کار د زور له لارې کړی وای، ښايي تر ننه به لا وینه بهیدله او بریا به لا هم لرې یا ناشوني وه. مونږ ولیدل چې د فتحو اولو ورځو کې زرګونه خلک له هیواد په تیښته وو، کور په کور د شخصي دښمنیو ویره وه خو د امیرالمؤمنین د عفوې یوه فرمان دا ټولې ستونزې ختمې کړې، د خلکو د تیښتې لړۍ ودریده، ان تر دې چې خلک‌ یې دې ته وهڅول چې خپلې پخوانۍ شخصي دښمنۍ هم وبښي. نن چې مونږ واکمن یوو، ولس مو رعیت دی، باید له هغوی سره هماغه شان نرمه رویه وکړو. پر ولس د زور او جبر پر ځای، له نرمۍ، حوصله ‌مندۍ او ښو اخلاقو کار واخلو. که څوک بد کوي نو پیغور ورنه‌ کړو، بلکې په ښه سلوک یې سمې لارې ته رهبري کړو. په ټولو ادارو کې باید له ولس سره ښه چلند وشي، څو خلک وپوهیږي چې مونږ د دوی یوو او دوی زمونږ دي. همداسې لکه نن چې امربالمعروف وزارت له شیرعلي سره ښه چلند وکړ. یاد ټیک‌ ټاکر نه یوازې توبه وکړه، بلکې دومره متأثر شوی چې ځان د امربالمعروف ملاتړی بولي او خلکو ته‌ دا ډاډ ورکوي چې افغانستان کې هیڅ ستونځه نشته هر څوک کولی شي دلته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او کار وکړي، ځکه دا وطن د دوی دی او دا نظام یې خپل دی. مونږ ته پکار ده چې له داسې پیښو، که څه هم کوچنۍ وي لوی درس واخلو. ستر نظامونه تل د لویو سینو په وسیله ژوندي پاتې کیږي.

Abdullah Raihan

18,435 views • 1 year ago

ډیره پخوانۍ ویډیو ده، یو چا رالیږله… کله مې چې وکتله زړه مې ټوټې ټوټې شو، په دې ویډیو کې چې کومې څهرې ښکاري، اکثره ملګري مې نن د خاورو لاندې ویده دي، یوازې دوه درې تنه لا تر اوسه ژوندي پاتې یوو، هره موسکا، هره خبره او هره شیبه یې اوس د درد یو اوږد داستان ښکاري. پدې ورځ د خوست صحراباغ پر امریکایي اډه، ولایت او قومندانۍ باندې د لویو استشهادي عملیاتو ورځ وه. ۲۶ تنه استشهادیان د قربانۍ لپاره تیار ولاړ وو، دلته مو وروستۍ خدای پاماني اخیسته، داسې خدای پاماني چې بیا هیڅکله خپلو ملګرو ته راستانه نه شول. مونږ د فرضي کرښې ترڅنګ د کوچیانو په خیمو کې څو شپې تیرې کړې وې، څو خپل ټاکلی پلان عملي کړو. هغو بېوزلو کوچیانو په خپلو خیمو او اطاقونو کې ځای راکړی وو، د مسؤلینو په ګډون لسګونه تنه هلته درې شپې دیره وو، شهید حافظ بدرالدین، شهید مولوي نور قاسم او شهید قاري معراج چې د عملیاتو مشري او مسؤلیت یې پر غاړه و، هم راسره موجود وو. نن چې د هغوی نومونه اخلم، سترګې مې له اوښکو ډکې شي. لومړۍ ډله استشهادیان په دعاوو او اوښکو رخصت شول، دوهمه ډله لا د تګ په حال کې وه چې امریکایي بې‌ پیلوټه الوتکو زمونږ ځای کشف کړ، ناڅاپه بمبار پیل شو… څو تنه ګلالي، معصوم او له ارمانونو ډک ځوانان په وینو کې ولمبیدل او شهیدان شول، د شپې مو بل کلي ته پناه یوړه مونږ لا د روژه ماتې څو ګولې ډوډۍ خولې ته نه وه وړې چې بګنو بیا بمبار وکړ هغه شپه هم څو تنه مسؤلین او رهبران شهیدان شول. ځینې ملګري په خوست بازار کې ونیول شول، ځینې د بمبارونو ښکار شول، یوازې د صحراباغ پر اډه عملیات بریالي شول چې هغه همدا ډله ملګري وو، دوی د امریکایانو تر ځالې ورسیدل، تر وروستي سلګۍ پورې وجنګیدل او بالاخره ټول یو په بل پسې شهیدان شول. نن چې دا ویډیو ګورم، داسې احساس کوم لکه د ژوند یوه ټوله زمانه مې چې د سترګو مخې ته تیره شوې وي، هغه ملګري، هغه خنداګانې، هغه دعاوې، هغه وروستۍ غیږې… ټول اوس یوازې تش یادونه پاتې دي. الله دې ټول شهیدان د جنت په لوړو مقامونو ونازوي او مونږ دې رب ددې وینو ته امانتدار لري. لارې ته ګورئ څو زړه پلونه په وینو رنګ دي تورې هغوی وکړې موږ هسې په تیاره راغلو

Abdullah Raihan

15,454 views • 4 months ago

اکسوس؛ له ۱۲ کلن مزل وروسته، سبا په نوي رنګ راڅرګندېږي د اپرېل ۲۳مه، چې د کتاب نړیواله ورځ ده، دا ځل د اکسوس له خوا له دې امله په لس ورځني ځنډ یانې سبا د یکشنبې په ورځ د مې په درېیمه نمانځل کېږي چې دا ورځ د اکسوس کتاب پلورنځي د بنسټ اېښودو له دولسمې کلیزې او د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې سره برابره شوې ده، دا ورځ موږ ته دا فرصت راکوي چې یو ځل بیا د کتاب، پوهې او مطالعې ارزښت ته درناوی وکړو. اکسوس کتاب پلورنځی، چې له تېرو شاوخوا دولسو کلونو راهیسې د کتاب مینه‌والو لپاره د مطالعې، زده‌کړې او فکري ودې یو مهم مرکز پاتې شوی، په دې ویاړلې ورځ له خپلو ټولو ملګرو، مشتریانو او د کتاب مینه‌والو سره خپله ژوره مننه او قدرداني شریکوي. په دې دولس کلنه موده کې موږ وتوانېدو چې سلګونه زره نایابه او ارزښتناک کتابونه د افغانانو لاسونو ته ورسوو، په سلګونو کلتوري ناستې، د کتاب پېژندنې پروګرامونه او له لیکوالو سره د مخامخ لیدو کتلو فرصتونه برابر کړو. دا ټولې لاسته راوړنې زموږ او ستاسو د ګډو هڅو پایله ده. موږ ته دا هم د خوښۍ زېرى دی چې سبا به اکسوس کتاب پلورنځی خپله نوې، دایمي او زړه راښکونکې ودانۍ پرانیزي. دا نوې ودانۍ به نه یوازې پراخه فزیکي فضا ولري، بلکې پکې به د مطالعې ناستې، فرهنګي پروګرامونه او د کتاب پلور تګلارې هم په نوې بڼه وړاندې شي. د نوې پالیسۍ له مخې، د مشتریانو د پرله‌پسې غوښتنو په پام کې نیولو سره، به په عمومي توګه د کتابونو پر بیو پینځه سلنه دایمي تخفیف ولګول شي. همدارنګه، د ښځینه مشتریانو د سهولت لپاره به دوه خویندې د نوي کاونټر چارې پر مخ وړي. هغه کسان چې د اکسوس اپلکېشن ډونلوډ کړي، د کتاب پلورنځي دننه به وړیا وایفای ته لاسرسی ولري. د کتاب پلورنځي په وروستۍ برخه کې به یوه زړه راښکونکې قهوه‌خانه هم وي، چې د مطالعې لپاره به یو ارام او الهام‌بښونکی چاپېریال برابر کړي. سربېره پر دې، د جمعې په ورځو به له جمعې لمانځه وروسته تر ماښام اته بجو پورې پلورنځی پرانیستی وي. موږ باور لرو چې دا نوي ګامونه به د مطالعې فرهنګ ته تازه روح ورکړي او د کتاب سره د خلکو مینه به لا ژوره کړي. اکسوس یو لوی او اوږدمهاله خوب هم لري: دا چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د هر افغان کور کې لږ تر لږه یو کتاب – د اکسوس له لارې – د مطالعې لپاره موجود وي. دا زموږ د فکري روښانتیا، تعلیمي پرمختګ او فرهنګي انقلاب پر لور یو مهم ګام دی. او په پای کې دا هم یادونه کوو چې زموږ پخوانۍ پته د دهبوري پارک د جنوبي دروازې مخامخ وه، خو اوس به د دهبوري پارک د شمالي دروازې مخامخ په نوې ودانۍ کې ستاسو هرکلی کوو. سبا، چې ددغه ځانګړو مناسبتونو نېکمرغه ورځ ده، موږ ټولو کتاب مینه‌والو ته د تود هرکلي چمتووالی لرو، چې زموږ نوي پلورنځي ته راشي او په دې ورځ به د ځانګړي تخفیف تر څنګ، د خولې خوږوالي لپاره، له سهاره تر ماښامه زموږ پر غوړېدلي دسترخوان د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه خوندورې مېوې هم اېښې وي: د میدان وردګو د مزه دارو مڼو او ننګرهار خوږو مالټو ځانګړي جوسونه، د کابلي حاجي عزیز خوږې کلچې، د هرات خوندور ممیز، د کندهار شاولیکوټ مزه دار انځیر، د مزار نامي کېکونه، د دایکندي خواږه بادام، د لویې پکتیا جلغوزي، د پنجشیر توتان، د لوګر مزه دار پنیرونه، د بدخشان چارمغز او د فاریاب د کوهستان پستې. راځئ چې نن د کتاب له لارې د پوهې، تفکر او د یو روښانه راتلونکي د جوړولو ژمنه یو وار بیا تازه کړو. په همدې هیله حمید ناصري د اکسوس کتاب پلورنځي بنسټ ایښودونکی

Aksos Book Store

15,872 views • 5 months ago

د "مارشالۍ" تر شا پټ حقایق: کمال که معامله؟ 🎭 نن د محمد قسیم فهیم د مړینې تلین دی؛ هغه څوک چې د کابل په ارګ کې یې د یو "مطلق العنان شاهنشاه" په څېر واکمني کوله او ولسمشر کرزی ورته د یو "بې واکه سرکاتب" په څېر ښکارېده چې دنده یې یواځې فرمانونه امضا کول و. خو د دې بې سارې قدرت او لقب تر شا څه وو؟ ۱. مارشالي که سیاسي بډې؟ 🎖️ د فهیم مارشالي د کومې سترې ملي سوبې پایله نه وه، بلکې دا د قدرت د وېش په بازار کې د کرزي صاحب هغه "بیه" وه چې د خپلې بقا لپاره یې د نظار شورا د نظامي ماشین وارث ته ورکړه. کمال یې په جګړه کې نه، بلکې د امریکایانو له ډالرو او د کابل له زوره په ګټه اخیستنه کې و. ۲. د شېرپور چور او د فرعونیت ماڼۍ: 🏰 د فهیم د قدرت تر ټولو توره نښه د شېرپور غصب او کارته پروان هندو وطندارانو کورونه چور و. په داسې حال کې چې ملت د یوې مړۍ ډوډۍ تږی و، ده او ملګرو یې د بېوزلو کورونه وران کړل او د هغوی پر وینو یې د "جنګي ماڼیو" بنسټ کېښود. دا هغه بې باکه ثروت و چې قانون ورته د لوبو یو کاغذ ښکارېده. ۳. ولې له صحنې لرې شو؟ ⚰️ د فهیم مړینه یوازې یو "طبیعي اجل" نه، بلکې د هغو سیاسي معاملو منطقي پایله وه چې نور یې د ده په څېر د یو "مست فیل" شتون نه شو زغملی. کله چې د یو چا بې کچې غرور، چور او نظامي نفوذ د ټول نظام او د هغه د بهرنیو ملاتړو (امریکایانو) لپاره په یو سردرد بدل شي، نو د قدرت پټ لاسونه یې په ډېر مهارت له صحنې وباسي. تاریخ یوازې په مډالونو نه، بلکې په هغو حقایقو قضاوت کوي چې د ارګ په دهلېزونو کې تر ننه پټ پاتې دي. #مارشال_فهیم #شېرپور_چور #افغانستان_تاریخ

𝐊𝐡𝐚𝐥𝐢𝐝 𝐖𝐚𝐫𝐝𝐚𝐠🇦🇫

11,821 views • 6 months ago

بسم الله الرحمن الرحیم. تبریکات صمیمانه خود را به مناسبت فرارسیدن عید سعید اضحی به هموطنان گرامی و مسلمانان جهان تقدیم میدارم. قربان هاییت بیرمنگیز مبارک. د خپلو نورو هېوادوالو او د نړۍ د مسلمانانو ترڅنګ، هغو خویندو او وروڼو ته د لوی اختر ځانګړې مبارکۍ رسوم چې د بیت الله شریف د زیارت الهی نعمت یې نصیب شوی دی. هیله لرم چې د یوه باثباته، مشروع نظام لرونکي، مرفه او متحد افغانستان له پاره د هغوی دوعاګانې په الهي دربار منظور شوې وي. مطمئن یم چې د غزې کړېدلی ولس به یې هم په خپلو دوعاګانو کې نه وي هېر کړی. پاک الله (ج) دې د دوی او زموږ ټولو عبادتونه او زارۍ قبولې کړي. همه ما در حالیکه با مسرت تمام، ایام خجسته عید را تجلیل می کنیم، در عین حال درد و رنج هموطنان عزیز خود را که در زلزله های ویرانگر و سیلاب های مدهش اخیر جانهای خود را از دست داده یا متضرر و بی جا شده اند، نیز فراموش نه می کنیم. من شخصاً از تمام آنهاییکه در لحظات دشوار به امداد این هموطنان مصیبت زده ما رسیدند، اظهار امتنان می کنم. زموږ د مصیبت ځپلو هېوادوالو وضعیت پټ نه شي پاتې کېدلی. لکه پخوا چې مې ویلي دي طبیعت په تلاطم کې دی، طبیعي حوادث ډېرېږي او د وچکالیو او سېلابو دا خبیثه حلقه به بیا بیا تکرارېږي. ددې مشکلاتو چاره استبداد نه ده، د ولس ګډون غواړي. د افغانستان د ولس لوی ترینه پانګهجمعي عقل او ملي وحدت دی؛ جمعي عقل په مشورو او جرګو کې راښکاره کېږي او د ژوند لارې د جمعي عقل په ټولېدو او استعمال کې روښانېږي. عملي اقدامات بیا هم د ولس په ګډون او د ولس په مشورو پورې تړلي دي. استبداد ځان ته پخپله مشروعیت نه شي بښلی. تُوره او توپک، انفجار او انتحار مشروعیت ته لار نه باسي. دا حُکم د ولس په لاس کې دی او د هغه له حُکم او ګډون پرته مشروعیت نه راځي. همه میدانند که افغانها به طور واضح و آشکار مشروعیت نظام و حکومت قابل قبول برای همه می خواهند، اما ترجیح می دهند این کار از راه صلح آمیز صورت گیرد، طرفدار جنگ و خونریزی نیستند، زیرا ضرب المثلی دارند که می گوید: «گِرهی که با انگشت باز می شود نیاز به دندان و مشت ندارد.» اما این صبر و شکیبایی مردم نامحدود نیست و نه شود که این گِره را کور بیابند و برای باز کردن آن خدای نخواسته به دندان و مُشت متوسل شوند که این، راه ویرانی و تباهی کشور است که در نیم قرن گذشته با درد و رنج بارها تجربه شده است. حکم دیگر عقل جمعی ما اینست که «آزموده را آزمودن خطاست». ازین جهت ایجاد و تحکیم مشروعیت هرگز نباید به معنی رویکار کردن مجدد افراد آزموده شده و منفور قبلی تلقی شود. آینده کشور را باید اکثریت قاطع مردم افغانستان که عبارت از جوانان، زنان و افراد بی بضاعت اند، تعیین و مسیر آینده کشور را مشخص سازند. د اسلام د مبین دین اساس په فردي مسوولیت درېدلی او الله (ج) بیا بیا په مجید قرآن کې یادونه کړې چې د قیامت په ورځ د هر چا حساب جدا دی. اُخروي مجازات او مکافات یوازې د لوی خدای (ج) په لاس کې دي. د اسلام ستر پیغمبر اکرم (ص) ته زموږ د خالق صریح هدایت دادی چې ته لارښوونې ته استول شوی یې نه د خشونت له پاره. له عشره مبشره پرته نور هیچا ته دا معلومه نه ده چې په قیامت کې یې مکافات یا مجازات څه دي او څومره دي. نو ځکه هیڅوک حق نه لري چې په دې دونیا له انسانانو سره د هغوی د اعمالو محاسبې ته لاس واچوي. دلته حساب واضح دی او زموږ اعمال زموږ په عقل او ارادې پورې تړلي دي او هر یو به خپل حساب ورکوي. په اوسنیو شرایطو کې زموږ ددې متل روح چې «لمر په دوو ګوتو نه پټېږي» تر پخوا ډېر واضح معلومېږي او هغه دا چې خلک په پټه خوله، په پټه حکومتدارۍ او پټو معلوماتو نه غولېږي. خلک هرڅه ویني او د هغو له مخې قضاوت کوي. بناءً ضرور ده چې په دې بختورو شپو ورځو کې موږ ټول د آزادۍ له پاره د اسلام د مبارک دین د پنځو اصولو، مشروع حکومتدارۍ او د بیت المال د شفاف استعمال هدایاتو ته په پام سره د آخرت تر څنګ په دې دونیا کې هم ځانونه د خپلو اعمالو مسوول وبولو، په تېره بیا هغوی چې په انفجار او انتحار کې یې لاس درلود، ځکه صریح قرآني حکم دی چې «د یوه بیګناه انسان قتل د ټول بشریت قتل دی». دلته غواړم یو ځل بیا خپلو ټولو وطنوالو ته روښانه کړم چې زما فکر د جوړولو او ودانولو فکر دی. په داسې حال کې چې خپلو خلکو ته د هر څه او هرې نېکمرغۍ غوښتونکی یم، ځان ته هیڅ نه غواړم. هڅه مې داده چېد وطن د ودانۍ او د ولس د سوکالۍ له پاره خپل فکرونه او طرحې شریکې کړم او له دې لارې خپله ونډه ادا کړم تر څو چې د مشروعیت امانت چې ماسره دی، یو مشروع نظام ته وسپارم. زنده باد افغانستان یشه سن افغانستان ژوندې دې وي افغانستان

Ashraf Ghani

198,019 views • 2 years ago