Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

سعد بن وقاص رضی الله تعالی عنه به ویل چې الله تعالی زما د داسي مټور غښتلې کافر سره مقابله وکړه چې زړه مې پرې یخ شي. څلوره سوه کال ورسته هم د سعد رضی الله عنه لارویان پیدا سول همدایی ارمان و 💔

12,541 Aufrufe • vor 3 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

وارسا - واحد اطلاعات روند سبز افغانستان : ثبت صدای داکتر بشیر رییس قبلی استخبارات طالبان در ننگرهار و رییس کنونی به اصطلاح ضد جاسوسی. پرده برداری از کشتار های درونی ، خویش خوری، فساد، آینده مبهم و فرجام حتمی و ننگین ===================== سلام علیکم و رحمت الله و برکاته د ګروپ ملګرو الله تعالی دې خیر درکړي، زه خو ولاکه پوهیږم چې په دې ګروپ کې به کوم کوم ملګري وي، خو بیا هم زه پکې داخل شوي یم. چې اوس په دا ګروپ کې یم، د خپل مسوولیت په اساس به خبره وکړم، داکتر بشیر یم. دغه ګروپ کې چې موږ او تاسو اکثریت د ننګرهار مجاهدین یوو. او ټولو ته به دغه پته وي چې په ننګرهار کې زمونږ او تاسو زیاتره غټ غټ ډلګې مشران که د بټیکوټ طرف ته وه او که د خوګیانو و طرف ته وه، اکثریت په شخصي مسایلو او دوښمنیو په نتیجه کې شهيدان نه شول؟ زمونږ د ننګرهار مجاهدین به دومره د دښمن سره په مقابلې کې نه وي شهيدان شوي لکه خپلمنځي مقابلو کې چې شهيدان شويدي. نو يو سړی چې د یو چا وينه بیولي شي، نو هغه به د هغو په اړه معلومات نشي شریکولای؟ په ولا بالله چې هغه څه ور پسي ووایي، چې هغه خبرې د ده په جامعه/ ټولنه کې نه وي. زه وایم ټوله د دغه ځای یو، که کره کتنې کمیتې ډله ده او که د بل ځای ډله ده، زه وایم چې د الله لپاره "یسرو ولا تعسر" بس له دغه مسلمانانو سره آسانې وکړئ ، نور دغه د څو مرحلو څخه ووتله، د څو تصیفه ګانو څخه دغه مجاهدین ووتل، زه وایم چي کوم مجاهد چې معمولې چانس د داخليدو درلودی، پکې را داخل يې کړي، نظام خلګو ته ضرورت لري، دا چې په راتلوونکي کي مونږ د ضرورت پر اساس نوي خلک و نظام ته را داخلو، نو خو دغه مجاهدین تیار ستاسو سره شته دي، کوم مجاهد به خطا نه وي کړي، داسي څه مه ورته لیکي چې د يوي وړې خطا په خاطر باید یو مجاهدین له دې صف څخه و ایستل شي، هغه به په دې صف کې قربانۍ ورکړي وي، مه يې د هغو خلکو د پيغور کوي؛ د کومو خلکو پر وړاندې چې یو څو وخته ولاړ وه. د کميټې هدف باید دا وي چې د يوي اشتبا د اصلاح توصیه ورته وشي، دا مجاهدین د الله تعالي نازولي دي، ان شاءالله چې اصلاح به يې کړي. په ولا چې دا په هغه سختو شرایطو کې چې امکانات هم نه وه، او ګرځیدل به، که څوک به وړکی وه او که څوک به غټ وه، چې هر رقم حالات به ول؛ دوي به په اول خط کې وه. نرمې ورسره وکړي، او چې څومره مو په وسه او توان کې وي آسانې ور سره وکړي، په معمولي خطا پسي يې مه کیږي، او که دا مو ګروپ ته پورته کړی، چې هله د پلانکې نوبت دی تکړه شي ور پسي، په اړه معلومات را وکړي، نو هغه به په شخصي کې داسي معلومات درته پسي را ولیږي، د الله په ذات دې مې قسم وي چې په هیڅ رقم به هغه سړی په صف کې پرې نږدي، زه وایم زما د اوسني کره کميټې څخه ډیر غټ امید دا وه، چې دا د تیرې تصفیه کمیسون کومې کمې او نیمګړتیاوي چې وي، هغه به پکې حل شي، او اوس مې هم د اصلاح آرزو ده. بس ډیره سختي مه کوي، هغه سړی معلوم دی، چې هغه باید له صف څخه ويستل شي، هغه وتلي دی، زما په فکر سره دا کره کتنې کمیته د هغه چا لپاره ده، هغه چې ډير ځوریدلي دي او حق يې تلف شويدي، هغه پکې بیرته راشي، زه يې په دې تعبیر نیسم، خو په ګروپ کې نشرول او د ګروپ د لارې د هغه په اړه معلومات را ټولول، په ګروپ کې هغسې خلک تیار ورته ناست وي، چې د هغو په مغزو کې د هغه په اړه د پيدايښت څخه يو انتقاد او کینه موجوده وي، او هغه د ځان څخه بغیر بل هيڅ مجاهد په ننګرهار کې نه مني. که چا لږ جهاد کړی وي او که یې ډیر کړي وي، زه وایم دا د قيامت د ورځې د جنت او دوزخ کیلې ګانې خه دې چې زمونږ مسلمانانو سره ندي کنه په ولاکه په جنت زمونږ څخه څوک ننوتلي وايي. راسئ یو څه آسانې وکړي، الله تعالی په آسانې خوشحالیږي، دغه مجاهدین و نازوی، چې یو چا یوه ورځ هم تیره کړی وي، بس وي نازوی، د چا څخه به ګناه نه وي شوي، ولا زه خو په ننګرهار کې چې اوه کاله پاته شوي یم، الله تعالی ته پته شته دی، چې څه شخصي کیسۍ به موږ او تاسو نه وي کړي، بس د مجاهد په یوه وړه اشتباه څوک مه باسي، هغه اصلاح کړي، د هغه د ایستلو کوشش او یا د هغه د حيثيت د زخمې کولو کوشش مکوئ، زما خو دغه غوښتنه ده. دا که په ګروپ کې د یو چا په اړه د معلومات غوښتل نشر شي، او تاسي بس شخصې ګروپونو ته شي، چې هله هلکه تکړه شته نن د پلانکې ډلګۍ په اړه معلومات دې، په یو سړی امارت دومره اعتبار کړی؛ چې هغه ډلګې مشر کړی، ته يې هم پریګده، که صادقه نه وه، خدای يې شرموي. دا مې د زړه یو درد وه، درسره مې شریک کړو، د ننګرهار د مجاهدینو حال چې په نورو ولایتونو کې وګورئ، چې ما او تا دلته يې نه پیژنو نو هغه به يې څه وپیژنې، ځکه په ننګرهار کې د خوارجو په نوم داسې يوه بلا تیره شوي ده، چې هلته ( په نورو ولایتونو ) کې په روغ سړی باندې هم د داعش ګمان وي، خو هغه یې له دې وجهي دا شک کوي، چې دوې یې نه پیژنې، هلته دا کیسه وي، دلته بیا مونږ او تاسي داسي کیسه سره را روانه کړي، یو په بل پسي مو را اخیستي، هغه پخوانې پخوانې مسائل اوس دلته سره مطرح کیږي، د کره کتنې کمیته ماشاءالله خه کمیته ده، خو معلومات راټولو دغه رقم طریقه صحیح نده، زه د دغه رقم معلوماتو را ټولو طريقي سره موافق نه یم، نور دې الله تعالی خیر وکړي، الله تعالی دې ټولو مجاهدینو ته خیر ورکړي، چې خپل مسوولیتونه په خه طریقه سره ترسره کړي. السلام علیکم

Afg Green Trend

20,962 Aufrufe • vor 2 Jahren

ملا هبة الله اخوند یې دریځ ته په داسې صفاتو را وبلل چې انانسر د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو نومونو سره دومره صفات نه دي یاد کړي. تقریباً دوه دقیقې یې مخ پټی امیر چې ولس یې په وجود اوعدم کې لا هم شکمن دی، په داسې صفاتو وستایل چې د هغه په عملي ژوند کې یا بېخې نه او یا ډېر لږ لیدل کېږي. زه دې ته هک پک شوم چې لږ تر لږه خپله ملا هبة الله اخوند هم دغسې بې ځایه ستاینه مکروه ونه ګڼله او نه یې د تقوا خلاف عمل وبلل، په داسې حال کې چې د مداحي او چاپلوسي په مذمت کې صحیح او صریح احادیث راغلي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذا رأيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب/ کله چې تاسې چاپلوسان ووینئ، نو خاورې یې پر مخ وشیندئ. رواه مسلم. له ابو معمر رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: «قامَ رَجُلٌ يُثْنِي عَلَى أَمِيرٍ مِنَ الأُمَرَاءِ ، فَجَعَلَ الْمِقْدَادُ يَحْثِي عَلَيْهِ التُّرَابَ ، وَقَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ نَحْثِيَ فِي وُجُوهِ الْمَدَّاحِينَ التُّرَابَ.» رواه مسلم. یو سړی د یو امیر ستاینه کوله، نو مقداد رضي الله عنه پرې خاورې شيندلې او ویې ویل: رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی چې د چاپلوسانو پر مخ خاورې وشیندو. تاسې ویډیو واورئ، له تعصب او مخالفت پرته ووایاست چې کوم صفات په ملا هبة الله اخوند کې شته، سره له دې چې د هغه هویت هم په بشپړ ډول مالوم نه دی. انانسر ملا هبة الله اخوند د څوارلسم قرن مجدد بللی، تاسې پوهیږئ چې مجدد چا ته ویل کېږي؟ د "تجدید" اصطلاح په حقیقت کې د نبي کریم ﷺ له دې حدیث څخه اخيستل شوې ده: «إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا.» الله تعالی د دې امت لپاره د هرې سلیزې په سر کې یو څوک رالېږي/پیدا کوي، چې د دوی دین تجديد کړي. تجدید په دې مانا چې دین بېرته هغه حالت ته ستون کړي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې و، که د وخت په تېرېدو په ناسم ډول تفسیر شوی او تعبیر شوی وي، بېرته یې اصلي حالت ته وګرځوي. په اسلامي امت کې هغو علماوو ته چې غوره تصنیفات یې کړي، په دین کې یې د بدعاتو او خرافاتو مخنیوی کړی، د مجدد لقب کار شوی دی. د بېلګې په توګه امام حسن بصري، امام شافعي، امام بخاري، امام غزالي، امام فخرالدین رازي رحمهم الله ته د مجدد لقب کار شوی دی. په څوارلسمه پېړۍ کې شیخ محمد ناصرالدین الباني او شیخ محمد الغزالي رحمهما الله ته هم د مجدد لقب کاریدلی دی. شيخ محمد ناصر الدين الباني تقریباً ۱۱۲ کتابونه تصنیف، تألیف او تحقیق کړي دي. شیخ محمد الغزالي تقریباً تر ۵۰ ډېر کتابونه تصنیف کړي دي. موږ خو تر اوسه د ملا هبة الله اخوند کوم تصنیف نه دی لیدلی؛ نو مجدد په کوم دلیل ورته ویل کېږي؟ البته که تجدید په لفظي مانا واخلو؛ نو بیا امکان لري چې مجدد ورته وویل شي، ځکه په نجونو یې تعلیم حرام کړی، د نورې ټولي اسلامي نړۍ په خلاف یې دغه یو تجدید په دین کې کړی دی. د عصر ستر مفسر او محدث ورته ویل شوي، په داسې حال کې چې نه په تفسر او نه په احادیثو کې د یادوني وړ تصنیف لري. د اسلام ستر فاتح، امام المسلمین او امام المجاهدین، د امت د بقاء او پرمختګ هستي بلل شوی، خو اسلامي امت څه چې، د افغانستان ملت هم تر اوسه دغه هستي په سترګو نه دی لیدلي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

131,022 Aufrufe • vor 1 Jahr

دا د ځوانۍ اوښکې دې 💔 دا خورا درنې او وزن لرونکي دي ، تر شاه یې یوه نړۍ وران شوي امیدونه او نړېدلې هېلي پرتې دې. دا ځوان چې تیر کال یې ځوان ورور هم په یوه ترافیکي پیښه کي له لاسه ورکړی دی ، پرون ورځ یې ټوله شتمني چې شاوخوا د یو نیم سل لکه کالدارو د کمپیوټرانو دکان وو ،بشپړ د اور خوراک شوی دی. دا درک هغوی ته ښه لګیږي چې شتمني یې حلاله ، د کلونو کلونو خوارۍ او د لاس په تڼاکو یې سره یؤ ځای کړې وې. د اور لګيدنې دا پیښه د بلوچستان ایالت کویټې ښار په حلیم نامي پلازه کي پرون ورځ رامنځ ته شوه چې دده په شمول د شاوخوا 350 نورو تجارانو دکانونو هم له منځه تللي دي ، او د زیانونو اټکل یې میلیاردونه کالداري کیږي. ډېری تجاران یې د چمن او نور د کویټې ښار اوسیدونکي دي💔 الله تعالی مو غږ واوره الله تعالی مو همکار شه ، هغوی چې توان لري حتما ددې بیچارګانو غږ ته انعکاس ورکړئ. وخخخخخ لله تعالی دي ستا او ستا د ټولو ملګرو همدې ساړه ساړه آهونه ،نمجنو سترګو ، د درنو درنو سلګیو او د درنې ژړا نعم البدل در نصیب کړي

احمد راشد

16,085 Aufrufe • vor 8 Monaten

ديني عالمان د جمعې او اختر په خطبو کې د حاکم د نوم اخيستل بدعت بولي، خو پر ټولنيزو شبکو د طالبانو د مخپټي مشر ملا هبت الله دغه وينا شريکېږي، چې نوموړی په خطبو کې د حاکم نوم اخيستل واجب بولي. نوموړی وايي، که چا له دې امر څخه سرغړونه وکړه او دغه واجب يې ترسره نکړ، نو غاړه يې بندېږي او ګنهکار دی. ديني عالمان وايي، په هېڅ يو ضعيف يا صحيح او ثابت مرفوع حديث کې په خطبه کې د حاکم نوم اخيستل نه دي راغلي. نه يې نبي کریم صلی الله علیه وسلم توصیه کړې او نه هم د راشده خلفاوو په دورو کې دغه عمل ترسره شوی دی. ديني عالم مفتي عبدالولي ليکلي؛ هغه روايت چې د ابو موسی اشعري رضي الله عنه په نسبت سره ذکر شوی دی، چې هغه مبارک به په خطبه کې د ثاني خليفه عمر رضي الله عنه نوم اخيست؛ هغه روايت بيخي ضعيف دی، په هغه کې يو راوي دی چې نوم يې فُرات بن سائب دی، ده به موضوعي، يعنې له ځانه جوړ کړ شوي روايتونه بيانول: « امام ابو حنیفه رحمه الله او د هغه شاګردانو هم دغه توصيه نه ده کړې.» دغه ديني عالم وايي: «کله چې ځينې اموي او عباسي حاکمانو دغه عمل پيل کړ، نو مشهور تابعي فقيه او محدث عطاء بن أبي رباح رحمه الله فتوی ورکړه، چې دغه کار بدعت دی. امام شاطبي رحمه الله هم دغه کار ته بدعت ويلی دی، حتی چې امام شافعي رحمه الله هم وايي، په خطبه کې د سلطان لپاره په التزام او دوام سره دعا کول يو مُحْدَث، يعنې نوی پيدا کړای شوی بِدْعِي کار دی.»

ZAWIA NEWS

12,118 Aufrufe • vor 10 Monaten