正在加载视频...

视频加载失败

⚪️ســیاسي فـــعال جـــابر نــــعماني: دا کوم عادي نظام نه دی، دا د میلیونونو شهیدانو د هیلو او ارمانونو ممثل نظام دی. #غرباء Jabeer Nomani

11,906 次观看 • 6 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

سړی حیران شي! د مشرانو هره مناظره او مصاحبه چې وینم یا اورم؛ هیلې مو مړاوې او فکر مو شکنجه شي. زه نه پوهېږم چې موږ نن د کوم اسلامي نظام خبرې کوو!؟ یوازې دې لاندې لنډ کلیپ کې یو عالم خبرې دي چې د اسلامي نظام له سیاست او پالیسۍ خلاف دي. مثلاً: - موږ (اسلامي نظام) د روسیې او چین چې دواړه حربي کافر هېوادونه دي رضایت ترلاسه کړی او زموږ متحدین دي. - امریکا او نړۍ ته مو اطمینان ورکړی چې د افغانستان خاوره به د چا(کفر او باطل نظامونو) په ضد نه کارېږي. - په ملګرو ملتونو(د عصر دارالندوه کې) د رسمیت پېژندنې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي. او بیا اخره کې ورپسې ضمیمه کړو چې الحمدالله دا یو اسلامي او شرعي نظام دی! وه سړیه! د اسلامي نظام د تعریف له مخې ته مکلف یې چې په داخل کې بشپړ اسلام په انقلابي ډول تطبیق او بهر ته یې د دعوت او جهاد له لارې حمل او نشر کړې. نو بیا په کوم دلیل یوه حربي کافر او ټولې باطل په سر اخیستې نړۍ ته اطمینان ورکړې چې زموږ اسلامي نظام ستاسې په ضد نه دی!؟ دا خو د لمر په شان روښانه ده چې اسلامي نظام په ذات کې د کفر، الحاد او طاغوت په ضد وي/دی. دا چې نن ته وایې نه دی؛ نو دلته ستونزه د اسلام د سیاسي نظام له سطحي درک نه منبع اخلي. په ملګرو ملتونو کې د رسمیت اخیستنې بحث خو نور په یوه کلیشه بدل شوی، په هر سټېج او ممبر مطرح کېږي. دا هغه بحث دی چې یو عالم، مجاهد او د نظام غړی یې باید په کولو سره د شرم او خجالت احساس وکړي. د الله نه ترس او وېرې احساس وکړي. کم تر کمه خو باید دومره درک ولرو، چې زه څنګه یو اسلامي نظام په هغه باطل چوکاټ(ملګرو ملتونو) کې ورځای کړم چې هلته اسرائیل، امریکا، روسیه، چین، برطانیه او د نړۍ ټول محارب او اشغالګر قوتونه شتون ولري!؟ زه څنګه د کفر او طاغوت په هغه صف کې ودرېږم چې اسلام ورسره د قتال حکم کړی!؟ زه څنګه د هغه سازمان تر چتر لاندې واوسم چې د اسلام او مسلم امت د له منځه وړلو لومې او نقشې پکې جوړېږي!؟ دا هغه سترې او خطرناکې خبرې دي چې د نظام په سطحه د جهاد مفهم وژني او موږ د یو بل ذلت او غلامۍ لورې ته ټېل وهي. دا هغه بحث دی چې زموږ له ایمان او اخرت سره ربط لري او زموږ ابدي برخلیک ټاکي. نو باید یو ځلې بیا له سره عمیق فکر پرې وشي. وما علینا الا البلاغ

قاري منصور اسرار

41,513 次观看 • 1 年前