Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

سهار په خیر امریکا👋 موټرو ؤالا فول هڅه کؤي چې خپلو کورونو اؤ دفترونو ته لاړ شي، مګر طوفاني اور ډېر سرزوری دی؛ بېرته یې راؤګرځؤل. د سي اېن اېن تلؤېزون راپور له مخې، د نړۍ هېڅ اوبه، هېڅ مصنوعي باران اؤ هېڅ تکنالوجي د دې اور مخه نه‌شي...

35,495 görüntüleme • 1 yıl önce •via X (Twitter)

11 Yorum

محمدي profil fotoğrafı
محمدي1 yıl önce

د الله تعالیٰﷻ عجیب خلقت او نظام دی. سوړ ژمۍ دی، اکثره خلک د سړه له کبله په کورونو کې بند پاتې کیږي، مګر په امریکا لاس انجلس او کلیفورنیا ایالت کې اوسیدونکي خلک د ګرمۍ له امله خپلو کورونو او کاري دفترونو ته د تللو توانایي نه لري. د تودوخي لوړه درجــه 1000

Pawsonify 🐾 profil fotoğrafı
Pawsonify 🐾2 yıl önce

🌟 Transform Your Pet's Style with Naruto Pet Accessories! 🐾 Dive into the world of Konoha with our exclusive collection. #NARUTO 🍥

دحق سنګر، ... (عمر ي) profil fotoğrafı
دحق سنګر، ... (عمر ي)1 yıl önce

یارو دې ژوندﺉ وي داسي مه وایه چې اسماني باران یې مړکولی شي داسي وایه چې اسماني باران دې ورته ډیزل اوپټرول شي لخیره اومونږ به خوند تري اخلو.اوټامیان دې دا غم په کمپنوکې تیروي.

Allah dad malngyar profil fotoğrafı
Allah dad malngyar1 yıl önce

*عاجل خبر باید ټول مسلمانان ډیر* *په عاجزی سره دعاء وکی سی یاالله یارحمن یاجبار یاقهار یا* *منتقیم ﷻ دامریکی اور تر سپینی ماڼی ورسوی یاالله مه مړی کوی* *دفلسطین عراق سوریه لبنان یمن افغانستان دمظلومان مسلمانان انتقام زنی واخی آمین ثم آمین* *خبــر ضرور نشـــرکی دالله دپار*

Ahmadullah Jalal احمد الله جلال profil fotoğrafı
Ahmadullah Jalal احمد الله جلال1 yıl önce

ماشاءالله امریکا دی په اورنو.کي وي 👋

Mohammad Abdullah profil fotoğrafı
Mohammad Abdullah1 yıl önce

اسماني باران دې خدای پې وکړي البته د پطرولو

Halimi profil fotoğrafı
Halimi1 yıl önce

الهي وحشي امريکايانو دنړي دبشريت دشمنی ته ملاټړلي ته دهر انسان دناحق وينو تويولو محاسبه ورسره وکړه

Mikail sangari-میکائیل سنګری profil fotoğrafı
Mikail sangari-میکائیل سنګری1 yıl önce

خونداور خبر الحمدلله، یالله یو کافر هم مه ترې محفوظ وه.

Jahadullah Zerak profil fotoğrafı
Jahadullah Zerak1 yıl önce

الله دي دا اور يو کال نه بندوي ټول امين وواياست

ღ𝐌𝐀𝐋𝐀𝐍𝐆 profil fotoğrafı
ღ𝐌𝐀𝐋𝐀𝐍𝐆1 yıl önce

@afgh71330 او همدارنګه دا یو ښڪاره دالله له لوري هغو منافقینو او مرتدینو ته هو یو پیغام دی چی د غرب او نور غلامي او ګډاګيتوب کوي له الله نه وویریګئ ای انسانانو

داؤد profil fotoğrafı
داؤد1 yıl önce

دادی ماشوم پریاد یارب ستا ترقهره مووساتی

Benzer Videolar

درغی خوستوالو👋 پوی نه شؤم چې دا څۀ رقم جادو اؤ پیریان ایسته کؤي؟ ډېری خلک شته چې ستونزه بله ؤي خو چا ته یې لۀ شرمه یا لۀ ډاره ښودلی نۀ شي نو پۀ دروغو پۀ ځان پیریان راؤلي چې د خلکو یا کورنۍ زړۀ پې بد شي اؤ لۀ موضوع تېر شي. د چا به خپله ښځه نۀؤي خؤښه اؤ د چا به خپل خاؤند. د چا به عزت نۀؤي اؤ د چا به خؤراک، جامه اؤ اوسېدو ځای مناسب نۀؤي. د یؤ سړي ښځه بدرنګه ده، میړۀ یې بله ښځه بن پې کؤي، اوس یې دا بدرنګه مېرمن خلکو ته ؤایي چې ؤخ ؤخ پۀ میړۀ مې چا کوډې کړې دي😷 یؤ ملګري ډاکټر ؤیل چې یؤه کوژدنه پېغله چې غورځېدله به، پۀ ډېرو زیارتونو اؤ دمګرو یې ؤګرځؤله خو بالاخره یې چې کلینیک ته راؤسته اؤ ؤمې کتله نو بېچاره‌ګۍ کمزورۍ ؤه، سیروم مې ؤرته ؤلګاؤه اؤ نسخه کې مې فقط ميوه ؤرته ؤلیکله، څه موده روسته پېغله رکه روغه شؤه. زموږ بېسؤاده ټولنه کې سخته ده چې اول ستونزه درک شي اؤ که نۀؤي ډاکټر ته یې باید بوځو، دمګړی اؤ زیارت خو روستی انتخاب دی. تعؤیذګر اؤ دمګری هم تجربې لري، ستونزې پېژندلی اؤ حلولی شي/ یعنې پۀ ناروغ پټ حال ؤايي اؤ همغسې پرېکړه کؤي. تاسې ته به کورنیو کې د 260 پۀ شان ډېر ګېمونه اؤ ستونزې یاد ؤي اؤ ما ته هم سلګونه رایادېږي خو اوس همدومره اشاره بسنه کؤي. البته یؤه پوښتنه لرم: دمګري د سپینو چپنو ؤالا بند کړي نۀؤل؟
0:54

Sensitive content

درغی خوستوالو👋 پوی نه شؤم چې دا څۀ رقم جادو اؤ پیریان ایسته کؤي؟ ډېری خلک شته چې ستونزه بله ؤي خو چا ته یې لۀ شرمه یا لۀ ډاره ښودلی نۀ شي نو پۀ دروغو پۀ ځان پیریان راؤلي چې د خلکو یا کورنۍ زړۀ پې بد شي اؤ لۀ موضوع تېر شي. د چا به خپله ښځه نۀؤي خؤښه اؤ د چا به خپل خاؤند. د چا به عزت نۀؤي اؤ د چا به خؤراک، جامه اؤ اوسېدو ځای مناسب نۀؤي. د یؤ سړي ښځه بدرنګه ده، میړۀ یې بله ښځه بن پې کؤي، اوس یې دا بدرنګه مېرمن خلکو ته ؤایي چې ؤخ ؤخ پۀ میړۀ مې چا کوډې کړې دي😷 یؤ ملګري ډاکټر ؤیل چې یؤه کوژدنه پېغله چې غورځېدله به، پۀ ډېرو زیارتونو اؤ دمګرو یې ؤګرځؤله خو بالاخره یې چې کلینیک ته راؤسته اؤ ؤمې کتله نو بېچاره‌ګۍ کمزورۍ ؤه، سیروم مې ؤرته ؤلګاؤه اؤ نسخه کې مې فقط ميوه ؤرته ؤلیکله، څه موده روسته پېغله رکه روغه شؤه. زموږ بېسؤاده ټولنه کې سخته ده چې اول ستونزه درک شي اؤ که نۀؤي ډاکټر ته یې باید بوځو، دمګړی اؤ زیارت خو روستی انتخاب دی. تعؤیذګر اؤ دمګری هم تجربې لري، ستونزې پېژندلی اؤ حلولی شي/ یعنې پۀ ناروغ پټ حال ؤايي اؤ همغسې پرېکړه کؤي. تاسې ته به کورنیو کې د 260 پۀ شان ډېر ګېمونه اؤ ستونزې یاد ؤي اؤ ما ته هم سلګونه رایادېږي خو اوس همدومره اشاره بسنه کؤي. البته یؤه پوښتنه لرم: دمګري د سپینو چپنو ؤالا بند کړي نۀؤل؟

Rahim Sekander

12,924 görüntüleme • 1 yıl önce

ما دا خبره لؤستې ؤه خو ثبوت مې اوس پیدا کړ👋 جمهوریتانو به دوی پۀ شا ټپؤل، خو سخته ؤرځ کې یې فقط یؤ پاسپورټ نۀشو ؤرکؤلی. لۀ ؤاقعیتونو به تېښته نۀ سره کؤو یارو. ګیله‌من دې اوس خدای ؤبښي، خو درګرده به یې د امـ.ـارت خلاف ؤینا اؤ شعرونه ؤیل/ ښۀ مضبوطه فکري جګړه یې کؤله. که جمهوریت مهال جنرال مبین مړ ؤای، غیبانه جنازه خو څۀ چې پۀ کومه حُجره اؤ جومات کې به یې فاتحې ؤالا هم ټکؤلي اؤ بندیان کړي ؤای. ایا د جمهوریت روستیو کې شمشاد سره د متقي صیب مرکه کېنسل نۀشؤه؟ زموږ یؤ شاعر ملګري یؤازې پۀ دې ۱۳ میاشتې زندان تېر کړ چې د یؤ شهید ط!لب جنازه یې کړې ؤه. نو څنګه د داسې غیبانه جنازې اجازه ؤرکړل شي، چې رېښه یې کمپونه ته رسېږي اؤ لۀ هغه ځایه امـ.ـارت ته پېغورجنې څرګندؤنې راډزېږي؟ د جنازې ؤالا هم رامعلوم دي چې د دوی مسلماني هدف ؤ اؤ که شر جوړؤل!؟ اوس هم د یارانو کور ؤدان حضوري چمن کې خو یې اجازه ؤرکړه، ګنې داسې منظم صف دې ؤالاکه عکسونو کې لېدلی ؤای. ټیک ده پي ټي اې ؤالا پښتانۀ دي اؤ کلک افغانان یې بولو، خو دا هم ؤمنئ چې ټي ټي پي ته همدوی مزاحمت کؤي، ګنې ؤزیر، داؤړ اؤ مسید دومره نۀدي کمزوري چې پاکستانیان به یې پۀ اسانه کورونه تلاشي کؤي، لادرکه کؤي اؤ بندیانؤي به یې، دا د پي ټي اېم لۀ برکته بې‌اتفاقۍ کمزوري کړل. دا بېل سیاست دی چې ټي ټي پي یې پۀ اړه خؤاشیني خپره کړه اؤ ؤبه ګورو چې پي ټي اېم هم د تحریک پۀ کوم شهید مجاهد خؤاشیني څرګندؤلی شي!؟ د امـ.ـارت خؤاشیني که رسمي نۀ ؤه خو لۀ ډېرو رسمي ادرسونه لیکنې اؤ خؤاشینۍ پې خپرې شؤې. مخالفان که هره بې‌ؤسي سیاست بولي، امـ.ـارت هم خپل ؤاضح دریځ اؤ سیاست لري. زۀ دا خبرې ځکه پۀ جرئت اؤ جګه غاړه کؤلی شم چې ما د ګیله‌من پۀ مرګ د یؤ ځؤان پۀ صفت خؤاشیني ښودلې، خپل ملګري مې حوصلې ته رابللي اؤ لا هم هڅه کؤو چې دا بې‌ځایه فاصلې ختم شي. باقي نو که تاسې یې نۀشئ ګټلی، یاران شته د ګیله‌من غوندې خو پۀ ساتېري کې هم ګټي.

Rahim Sekander

57,130 görüntüleme • 2 yıl önce

ایا داسې نه ده؟ تېر کال مې د احصایې/ تذکرو ریاست باندې څه انتقادي لیکل نشر کړي ؤل، بیا ځینو دوستانو شاید فکر کړی ؤي چې دا خو به مخکېني رئیس ډاکټر فقیر سره شخصي ستونزه لري اؤ یا به یې بل څوک هڅؤي. مګر اوس چې بل رئیس ټاکل شوی دی هم، ښکاري چې د رئیس په بدلؤلو ستونزه نه حلېږي، که سستم اپډېټ نه شي. موږ پرون راهیسې د ځینو مسئولینو ؤټساپ ګروپ کې په دې بحث کاؤه، نه یؤازې عام خلک په عذاب دي، بلکې یارانو ته منسوب خلک هم برګي شکایتونه کؤي. هغه د زړو ښځو متل شو چې، بوره هم ژاړي، ؤراره هم ژاړي اؤ نؤې راؤاده شؤې خو غبرګ تندی ؤهي. یؤه ښه نظر مې په کې دا ؤلؤست چې صلاحیتونه دې ټول مرکزي رئیس سره نه ؤي، بلکې ؤلایتي ادارو ته دې هم یؤ څه صلاحیت ؤرکړل شي تر څو په کابل فشار کم شي اؤ ؤړې غلطۍ حتی ؤلسؤالیو کې حل شي. ستونزې خو به تاسې هم کمېنټونو کې ؤړاندې کړئ، مګر یؤه ستونزه د ظاهر شاه د ؤخت زوړ سستم دی، کاغذپراني ده. اوی سبا ته راشه. فلاني ته امضا لپاره درې ساعته قطار کې انتظار شه بیا درې ؤرځې صبر کؤه بیا چې نابلده هم ؤې اؤ دا مسلکي تجربه‌کار مامورین هم درباندې پوی شي نو خدای دې له ریشخنده ساته. د لرې ؤلایتونو اوسېدونکو چې کرایه یې په قرض رااخیستې ؤي، بیا په کابل کې پر دوستانو فشار راؤړي، ۱۳ شپې هغوی کره کؤي، د اطرافو بې‌چاره مېلمانه خو تاسې ته معلوم دي چې د مرکز یا ښاري دوستانو د بوختیا ارزښت نه دی ؤرمعلوم، بس له ده سره به ګرد تاؤېږي اؤ خپل ماموریت اؤ مزدوري به ترې پاتې ؤي، ګنې نو درپسې غږېږي چې فلاني دغو بازاري شؤي دي، خپلؤي اؤ میلمه نه پېژني. که هوټل کې شپه کؤي هم د خرڅ ؤس نه لري. نن سبا خو دا څو ښېراؤې موډ ګرځېدلې دي، ؤایي که چا ته ښېرا کؤې نو یو دا چې خدای دې سیمکارت ؤرک کړه، ځکه هلته هم د نوبت ستونزه ده اؤ بل دا چې خدای دې په تذکره کې نوم غلط کړه. دا نوم هم هغو تعلیم‌یافتوو پخؤانیو مامورینو املایي غلط کړی دی اؤ سزا یې له عام ؤلس ؤځي، یعنې زر افغانۍ جریمه به هم بانک ته ؤلس داخلؤي. مانا دا چې په تذکره کې یؤ نوم اصلاح کؤې، ۱۰ زره افغانۍ باید نغدې جیب کې ؤلرې اؤ څو هفتې د لغتو مزلونه پسې ؤکړې. اوس به څوک ؤؤایي چې ستاسې خو خپل نظام دی، ؤلې یې مخامخ نه شریکؤئ؟ ؤه یارو، موږ هم ؤالاکه د نیمګړتیا خپرؤلو اؤ نېؤکو شؤقیان یو، باؤر ؤکړئ خپل ؤس مو کړی ؤي، چې له عامو خلکو پټ مسئولینو ته اؤاز ؤرسؤو. خو چې نه کېږي دلته عامې میډیا ته راشو اؤ دا یې ځکه غوره لاره ده چې تېر کال خوست کې د علماؤو شورا ډېر کومک ؤکړ، هم یې د سیم کارتونو نوبت موضوع لږه حل کړه، هم یې د ترافیکو مدیریت کې د پلېټونو ستونزه اؤ هم یې د شبکو غلاؤو په اړه مسئولین راؤغوښتل. مګر دا ځل یې له میډیا پرته بله لاره نه شته. زه ؤالاکه اوس هم خپل ؤرور ته ډاډه ؤیلی شم چې راځه اوس به ستونزه حل ؤي، رئیس بدل شؤی اؤ تذکره کې دې نوم اصلاح کړه. هغه ته چې تېر کال څومره خجالت شؤی ؤم، هغه بس ده، ځکه ؤایي میډیا دې داسې په سر اخیستي ؤي ته ؤا د غورجد میراثي نظام دې دی، خو په خوله دې څوک خوږ پیاز هم نه نیمؤي. پوهېږم په دې جرئت سره اړیکې هم له لاسه ؤرکؤم، دنده هم اؤ نور ګؤاښونه به هم ؤي، مګر قیامت کې هېڅ ملګری اؤ مسئؤل ما له خدای نه شي خلاصؤلی، ځکه رشؤت اخیستونکی اؤ رشؤت ؤرکؤنکی دواړه مجرمین دي. له ما د خپل قلم اؤ مبارزې پوښتنه کېږي صیب. خدای دې چټي ؤټي پر موږ رحم ؤکړي. ټوېټرX کې یؤ یارو کمېنټ راته کړی ؤ، ؤایي زما د پلار نوم امنیا دی خو تذکره کې یې امینه لیکل شؤی، اوس په امینه خور مشهور دی😷

Rahim Sekander

42,493 görüntüleme • 1 yıl önce

هغه افغانان باید افغانستان ته ډیپورټ نه شي چې هېڅ جرم یې نه وي کړی المان د بشري حقونو، عدالت او قانون د حاکمیت له مخې په نړۍ کې یو له مخکښو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. له همدې امله، هغه افغانان چې په المان کې په قانوني ډول ژوند کوي، هېڅ جرم یې نه وي کړی او د ټولنې د قوانینو درناوی کوي، باید په زور افغانستان ته ډیپورټ نه شي. نن ورځ افغانستان لا هم له ګڼو امنیتي، اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی. ډېری افغانان د جګړو، ناامنۍ او بې‌وزلۍ له امله خپل هېواد پرېښی دی. که داسې کسان بېرته واستول شي چې جرم یې نه وي کړی، دا کار نه یوازې د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي، بلکې د بشري حقونو له اصولو سره هم په ټکر کې دی. موږ غوښتنه کوو چې د هر افغان دوسیه په عادلانه او انفرادي ډول وڅېړل شي. هغه کسان چې په المان کې د قانون پابند دي، کار کوي، زده‌کړې کوي او د ټولنې مثبت غړي دي، باید د ډیپورټ له پرېکړې څخه خوندي وساتل شي. انسانیت، عدالت او د بشري حقونو درناوی ایجابوي چې بې‌ګناه افغانان د ناامنۍ پر لور ونه لېږل شي. د ډیپورټ پرېکړه باید یوازې د قانون، عدالت او بشري ارزښتونو پر بنسټ وشي، نه د عمومي سیاستونو پر اساس. #hosaizarifander #frankfurt #grüne #vielfalt #Afghanistan

Hosai Zarif Ander

10,448 görüntüleme • 1 ay önce

د امریکا سنا ته نوې بریالۍ شوې افغان‌الاصلې امریکایۍ مېرمن عایشه وهاب په یوه غونډه کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې قومي، مذهبي، جغرافیایي او د زېږون ځای توپیرونه باید د افغانانو ترمنځ د بېلتون لامل نه شي. وهاب په خپله وینا کې ویلي: «موږ یو ملت یو.» نوموړې زیاته کړې چې یووالی ډېر مهم دی او افغانان باید له یو بل سره مرسته وکړي او یو بل پیاوړي کړي، په ځانګړې توګه د افغان ـ امریکایانو د ټولنې په دننه کې. هغې ویلي چې هېڅ توپیر نه کوي یو کس هزاره وي، ازبک وي، شیعه وي، سني وي او یا دیني چارې نه تعقیبوي؛ همداراز که په امریکا کې زېږېدلی وي او که د نړۍ په بل ځای کې، یا یې کورنۍ له هرې سیمې او هېواد څخه امریکا ته راغلې وي، ټول باید د یوه ګډ هویت تر چتر لاندې سره متحد پاتې شي. عایشه وهاب د افغانانو د ګډ هویت او ملي سمبولونو په اړه ویلي: «ملي بیرغ یوازینی بیرغ دی چې موږ یې باید په رسمیت یې وپېژنو.» نوموړې په څرګندو ټکو ویلي چې د جنګسالارانو بیرغ باید نه وي او «د طالبانو بیرغ هم باید نه وي.»

Kabul Podcast

16,210 görüntüleme • 2 gün önce

د لال جومات خطیب د افغانستان د ښې حکومتولۍ څلور مثالونه پاکستان ته د پېغور په ډول وړاندې کوي. نوموړی د افغان خارجه وزیر متقي صیب د وینا هغه څلور خبرې تشریح کوي چې میډیا کې نشر شوې دي. وایي اول، په ټول افغانستان کې هیڅوک ښکاره ډول نه شراب خرڅولی شي او نه یې څښلی شي. دوهم، په ټول افغانستان کې هېڅوک ښکاره ډول زنا نه شي کولی. درې‌یم، په ټول افغانستان کې هېڅ بدمعاش او غل ښکاره ډول سرک ته نه‌شي راوتلی چې خلک لوټ کړي. څلورم، ټول افغانستان کې هېڅوک په چا ظلم نه شي کولی، بې‌ګناه قتل نه شي کولی، ګنې په سزا رسېږي. وایي دا هغه خبرې دي چې ایمان تازه کوي او زړه ته سکون ورکوي. مفتي ظفرالله هاشمي په خوست ولایت کې د آبلې ورځې قصاص په مثال کې وړاندې کوي. وایي د ټولې نړۍ د اعتراضونو او مخالفت باوجود یې د لسګونه زره خلکو تر مخه د الله تعالی حکم قصاص په یو قاتل تطبیق کړ/ دېته جرئت او دېته اسلامي نظام وایي. وایي نړۍ چې په فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو کې بې‌ګناه ښځې او ماشومان وژني هغه ته بې‌عدالتي او د نړیوالو اصولو سرغړونه نه وایي، خو په یو قصاص اعتراض لري. مګر اسلامي امارت یې هیڅ پروا نه لري او خپل شریعت پلی کوي. نور هم ډېر ښه غږېدلی ما یې لنډیز را واخیست. مانا میډیا ده چې په یو هېواد کې د دوی د خلکو په خوله فکري جګړه ورسره کولی شې. البته عملي مواد به ورته لرې، لکه دا مفتي صیب چې واقعي مثالونه وړاندې کوي. کوم څه چې مفتي صیب ښودلي/ افغانستان کې نه‌شي ترسره کېدلی، خو په پاکستان کې سرعام ترسره کېږي او حتی قانوني اجازه یې ورکړې ده. مګر بیا هم د پاکستان کرایي او درباري ملایان پاکستان کې د جهاد اعلان نه شي کولی. حساب به کېږي قیامت شته دی جانان له بدو نه ګیډي تړلي دینه

Rahim Sekander

18,171 görüntüleme • 8 ay önce

دا ویډیو کې ملا خلیفه ډېر چټیاټ وایي: وایي یو ځوان وایي چې له یو چینایي مسلمان سره مې ملګرتیا شوه، بیا هغه کور ته بوتلم. بیا د هغوی په کور کې زما د هغه له خور سره ملګرتیا شوه. اوس چې هر وخت چین ته ځم، د هغوی په کور کې مې شپه وي، زما او د همدې جینۍ جلا کوټه وي او شپه ورسره تېروم. بیا سهار غسل ته مې د همدې جینۍ پلار پورته کوي، کله چې هغې پلار مسجد ته سهار لمونځ ته ځي. اوس په دې چټیاټو کې څو پوښتنې را پیدا کېږي: ۱. اول خو دا مسلمان مېلمه څومره نمک‌حرام او بې‌وجدانه انسان وو چې هغوی خپل کور ته مېلمه کړ، خو دا نمک‌حرام یې د خور او لور سره ناروا اړیکې ټینګې کړې دي. ۲. دوهم، تاجر همیشه هوټل کې شپه تیروي تاجر باید خپله شپه په هوټل کې تېره کړي اکثره ورسره پیسی او قیمتي شیان وي. ۳. درېیم، هغه مسلمانې کورنۍ ته دا ملا سپک نظر کوي، یعنې دومره تقوادار پلار یې دی چې د سهار لمانځه لپاره مسجد ته ځي او د لور لونډه غسل ته هم پورته کوي؟ څوک چې د سهار لمونځ پابند وي، هغه دومره بې‌غیرته نه وي. دا خبره د ملا کاملاً دروغ ده. ۴. څلورم، دا چې مسلمانان دومره بې‌ایمانه او بې‌وجدانه دي چې هېڅ اعتماد ورباندې نه شي کېدای، چې څوک یې د اسلامي ورورولۍ یا احترام له مخې کور ته دعوت کړي، بیا دا بې‌وجدان یې د خور یا لور سره شپې تېروي. ۵. پنځم دا چې د جینۍ پلار مې سهار لمونځ ته پورته کوي چې «جګ شه، ناوخته ده، لمونځ مو قضا کېږي» . نو چې څوک زنا کوي، ټوله شپه یې په زنا تېره کړې وي، هغه بیا د سهار لمانځه څه پروا ساتي چې ناوخته ده هاهاها

Qari Eisa Mohammadi

22,435 görüntüleme • 4 ay önce

احدي: په سویس کې د افغانستان پانګه ۴.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې د مالیې او سوداګرۍ پخواني وزیر ډاکټر انورالحق احدي ویلي، په سویس کې د افغانستان پانګې ۷۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې او ارزښت یې ۴.۲ میلیاردو امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی. احدي دغه څرګندونې د افغانستان د پوهانو او متخصصانو ټولنې په اویاوم انلاین کنفرانس کې وکړې، چې د «افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت؛ واقعیتونه او راتلونکی لید» تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۶مه، یکشنبه، جوړ شوی و. نوموړي وویل، تر اوسه له دغو پیسو هېڅ لګښت نه دی شوی او د وضعیت له عادي کېدو سره به دغه پیسې د افغانستان ملي بانک ته وسپارل شي. هغه د امریکا له خوا د کنګل شویو پاتې درې نیم میلیاردو ډالرو په اړه وویل چې دوو محکمو د افغانستان په ګټه پرېکړه کړې او ډېر احتمال شته چې درېیمه، یا وروستۍ، محکمه هم پرېکړه وکړي چې دغه پیسې له کنګل کېدو خلاصې شي او د افغانانو پانګه خوندي پاتې شي. #انورالحق_احدي #افغانستان #افغان_اقتصاد #د_افغانستان_پانګه #کنګل_شوې_پانګه #سویس #ملي_بانک

Pajhwok Afghan News

29,675 görüntüleme • 1 ay önce

د ملی وحدت پر خاطر دی خدای وبخښي 🤲🏻 د مرحوم مارشال محمد قسیم فهیم په اړه یوه خاطره زه د میدان وردګ والي وم. په یوه قضیه کې چې له مخکې د یوه مسؤول چارواکي اړوند وه، خو هغه ته یوه دسیسه جوړه شوې وه. ډېرو مرکزي مسؤولینو ته چې پښتانه ول ورغلم، خو هر یوه به بهانې لټولې. بالاخره یو کس راته مشوره راکړه چې د ولسمشر لومړي معاون مارشال محمد قسیم فهیم ته ورشم. زه مارشال صاحب ته ورغلم. زما یو افغان ملتی ملګری میرزمان جبارخېل هم راسره و. کله چې د مرحوم مارشال د دفتر رئیس محترم اعتبار دفتر ته ننوتلو، نو مارشال مخکې له مخکې په دروازه کې زموږ د استقبال لپاره ولاړ و. ډېر په ورین تندي او افغاني دود یې زموږ استقبال وکړ. له ستړې مشې وروسته مې ورته غوښتل چې د قضیې په اړه خبره وکړم. نوموړي راته وویل: «راځه لومړی کیسې وکړو، قضیه به حل شي.» له څو سیاسي کیسو وروسته مو ورته د قضیې په اړه وویل. کله چې نوموړي قضیه واورېده، ډېر خفه او متاثر شو. نو یې محترم اعتبار ته غږ وکړ او هغه یې راوغوښت چې په دې وړاندیز فوري حکم ورکړي ترڅو دا ستونزه یې حل شي. بیا یې ورپسې وویل چې داسې میرزا قلمي مه کوئ چې یوازې یې امر ولیکئ او بیا یې هېڅ کار ونشي. بیا یې ماته مخ راواړاوه او وې ویل: «دا میرزا قلمان داسې احکام ولیکي چې خلک زما په دفتر کې خوشحاله شي، خو چې وروسته خبرېږي، بیا یې هېڅ کار نه وي شوی.» نو بیا له همدې خبرې وروسته پاڅېده او ښاغلي اعتبار ته یې وویل: «هغه وړاندېزونه یې را دلته راوړئ.» هغه وړاندیزونه راوړل. بیا یې وویل: «والي صاحب، همدا احکام خپله ته ولیکه، چې زه یوازې امضا وکړم.» همداسې مې وکړل. ما ورته وویل: «مارشال صاحب، واقعاً خبره همداسې ده. اکثراً دا میرزا قلمان داسې احکام ورکوي چې وروسته د خلکو کار نه کېږي.» له احکامو وروسته یې راسره بنډار ته دوام ورکړ او د ډوډۍ یې کلکه ننګ وکړ. چای او تازه مېوه مو ورسره وخوړه. له خوندور بنډار وروسته مو ترې خدای په اماني واخېستله او ترې راووتلو. له شا یې بیا غږ وکړ چې که د مشکل حل نشو، ماته حتما ټلفون وکړه. ما ترې مننه وکړه. کله مو چې احکام اداره امور ته یووړل، نو هغوی وویل چې مارشال صاحب خو ټوله قضیه حل کړې ده او نوره موضوع دلته ختمه شوه. د مرحوم مارشال سره زموږ دا لومړۍ کتنه وه، خو داسې چلند یې وکړ لکه چې موږ ډېر پخواني او اوږد شناخت له یو او بل سره لرو. مرحوم مارشال فهیم یو ډېر عیار، باجرأته او د ملي ګټو پلوی شخصیت و. پر ملي یووالي به یې تل ټینګار کاوه. خاطره مې ځکه شریکه کړه چې د نوموړي د وفات ۱۲ تلین دی. الله تعالی دې پرې رحم وکړي. ډېر ځل زموږ تصور د ځینو شخصیتونو په اړه د معلوماتو د خلا یا د تبلیغاتي دستګاه وو د معلوماتو پر اساس وي. مارشال فهیم ملي ارزښتونه منل، ملي بیرغ، ملي سرود، اساسي قانون، افغانیت او افغانستان منل او پرې باور یې درلود. جنت یې ځای شه. محمدحلیم فدایی

Qari Eisa Mohammadi

15,740 görüntüleme • 5 ay önce

وآؤرئ او ویښ شئ شبر زیدي د پاکستان د FBR مشر و د افغانستان په اړه چې کوم فکر لري دغه فکر مکمل پنجابیان لري. کله چې یو پخوانی لوړپوړی پاکستانی چارواکی د کابل او کندهار د بېلتون، د پښتون او غیرپښتون په نوم د افغانستان د وېش، او د افغانانو د «کنټرول» خبره کوي، پوښتنه دا ده چې ولې افغانستان تل د قوم، ژبې، سمت او جغرافیې په کرښو د ټوټه کولو له تصور سره مخ کېږي؟ افغانستان کابل او کندهار نه دی؛ افغانستان یو هېواد دی. کندهار د کابل دی او کابل د کندهار. هرات، بلخ، ننګرهار، بدخشان، پکتیا، بامیان، هلمند او ټول ولایتونه د یوه وطن برخې دي. پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، نورستانی، پشه‌یي او د دې خاورې نور ټول خلک د افغانستان ګډ مالکین دي. هېڅ بهرنی سیاستوال حق نه لري چې زموږ د وطن نقشه د قومونو په نوم ووېشي. د تېرو څو لسیزو تر ټولو دردناک درس دا دی چې هر ځل افغانان د قوم، ژبې، سمت، مذهب او سیاسي نومونو پر اساس یو د بل پر وړاندې ودرول شول،تاوان او تباهي یې افغانستان ته ورسېد ګټه یې دشمن ته. کورونه د افغانانو وران شول، اولادونه یې ووژل شول، کډوال افغانان شول او نسلونه یې له تعلیم او پرمختګه پاتې شول؛ خو د سیمې د نفوذ سیاستونه دوام پیدا کړ. نن هم خطر همدا دی. که څوک د پښتون په نوم تاجک ته د دښمن په سترګه ګوري، یا د تاجک په نوم پښتون ته؛ که څوک شمال د جنوب پر وړاندې او کابل د کندهار پر وړاندې دروي، په عمل کې د افغانستان د تجزیې لپاره فکري زمینه برابروي. د افغانستان د سیاست تر ټولو خطرناک شعار هغه دی چې افغان ته وایي: ستا اصلي دښمن ستا بل افغان ورور دی. هغه افغانان چې د بهرنیو قدرتونو د سیالیو لپاره خپل وطنوال د قوم، ژبې او سیمې په نوم پاروي، باید پوه شي چې د دې لوبې پای د هېڅ افغان په ګټه نه دی. که جګړه بیا بلېږي، اور به یوازې د یوه قوم کور نه سوځوي؛ ټول افغانستان به سوځوي. افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې دومره وینه ورکړې چې نور باید د پردیو د ستراتیژیکو حسابونو د تصفیې میدان نه شي. که نن بیا څوک وسله‌وال، جنګسالاران، افراطي ډلې یا د واک تږي کسان د یوې نوې نیابتي جګړې لپاره راټولوي، افغانان باید د هغوی د شعارونو تر شا هدف وویني. هر څوک چې د بهرني ملاتړ په تمه د افغان پر وړاندې ټوپک پورته کوي، باید وپوښتل شي: د دې جګړې ګټه به چا ته رسېږي او جنازې به د چا کورونو ته ځي؟ د شبر زیدي خبرې ځکه د بحث وړ دي چې موږ ته یو خطرناک تصور راښيي: افغانستان باید کمزوری، متفرق او د نورو تر نفوذ لاندې وي. د دې تصور پر وړاندې ځواب باید بله قومي جګړه نه وي؛ ځواب یې باید ملي یووالی، سیاسي شعور او د افغانستان پر بشپړې خپلواکۍ ټینګار وي. نه کابل د چا تر کنټرول لاندې دی، نه کندهار د چا د ملکیت برخه ده او نه پنجاب حق لري د افغانستان لپاره د واک حدود وټاکي. افغانان د چا غلامان نه دي چې څوک پرې بحث وکړي څومره آزادي باید ورکړل شي!؟ زموږ اختلافات شته، زموږ سیاسي ستونزې شته او زموږ د تېرو حکومتونو او اوسنیو واکمنانو په اړه سختې نیوکې هم شته؛ خو دا ټول د افغانانو خپل بحث دی. هېڅ بهرني لوري ته دا حق نه ورکوي چې زموږ د قومي اختلافاتو په ژورولو سره زموږ د وطن د برخلیک نقشه جوړه کړي. افغان باید بالاخره دا یوه جمله په عمل کې ثابته کړي: له بدخشانه تر کندهاره، له هراته تر ننګرهاره، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی؛ نه یې قومونه د وېش کرښې دي، نه یې ولایتونه جلا هېوادونه، او نه یې راتلونکی د بل هېواد د نفوذ ملکیت دی. پنځوس کاله جګړه بس ده. پنځوس کاله پردۍ اجنډاوې بس دي. پنځوس کاله د افغان په لاس د افغان وژل بس دي. که افغانستان ژغورل کېږي، د پښتون په یوازېتوب نه ژغورل کېږي، د تاجک په یوازېتوب نه ژغورل کېږي، د هزاره او ازبک په یوازېتوب نه ژغورل کېږي؛ افغانستان یوازې د خپلو ټولو خلکو په یووالي ژغورل کېږي. کوم خلک چې د پاکستان لمنې ته ځانونه غورزولي هغوی باید د همدې ویډیو څخه درس او عبرت واخلي

Qari Eisa Mohammadi

14,847 görüntüleme • 19 gün önce

ټول خرافات دي! دیني او ساینسي علوم د پیر دغه له ځانه جوړې شوې، دروغجنې او خرافاتي خبرې په کلکه ردوي. راځو خپل مقدس کتاب ته! قران کې الله متعال د انسانانو، قومونو او قبائلو د خلقت په اړه ویلي چې ژباړه یې داسې ده، «ای خلکو! ما تاسې له یو نارینه او له یوې ښځې څخه پیدا کړي یئ…» د حجرات سورت ۱۳ آیت پورتنی آیت د پیر د چټیاتو او خرافاتو رد دی او په صراحت سره هغه نظریات ردوي چې پرته د نارینه او ښځینه له یوځای کېدو دې انسان پیدا شي. د آدم، حوا او عیسی (علیهم السلام) پیدایښت استثنا ده، دغه اسثناوې موږ ته قران او صحیحو احادیثو راښوولي دي. ساینس هم د پیر خرافات او کیسې ردوي! انسانان د نارینه له سپرم (sperm) او د ښځینه له اووم(ovum) یا هګیو له یوځای کېدو څخه جوړېږي چې د یوې مور په رحم کې ځای نیسي او زیګوټ تشکیلوي. کله چې دوه ښځې یوځای شي، اوومونه تولیدوي، اوس پوښتنه دا ده چې د سپرم له موجودیت پرته د دواړو ښځو اوومونه زیګوټ تشکیلولی شي؟ ځواب یې «نه!» دی او هېڅ امکان نه لري. را به شو د همجنسبازۍ نړۍ ته! نن سبا په ډېری غربي نړۍ کې همجنسبازي دود ده او قانوني بڼه لري. تر اوسه هېڅ داسې یوه پېښه نه ده ثبت شوې چې یوې ښځې دې له بلې حمل اخېستی وي. د همجنسبازۍ یوه موخه همدا ده چې دوی نه غواړي اولاد ولري، خو بیا هم خپل شهوت له یو همجنس انسان نه پوره کړي. د پیر خبرې د باور وړ دي؟ د پیر په دغو ګمراه کوونکو، غیر علمي او غیر منطقي خبرو کې هېڅ سند موجود نه و چې ثابته کړي د دوو ښځو له یوځای کېدو څخه دې بې هډوکې اولاد وزېږي. هو! ځینې داسې ماشومان د مور او پلار له یوځای کېدو څخه پیدا شوي چې ډېر ضعیف هډوکي لري او دا د (hypophosphatasia) په نوم د ناروغۍ یوه بڼه ده. بله دا چې د ماشوم وجود(غوښه او هډوکی) د مور او پلار له سپرم او اووم څخه په ګډه جوړېږي او د مور او پلار خصوصیات هم ور انتقالېږي. خبره د سرچوک ده! ما ته پیر وویل او پیر له حضرت صیب څخه اورېدلي وو او حضرت صیب په یو کتاب کې ځای وروښوده. ټولې خرافاتي، مجهولې، بې ځایه او ګمراه کوونکې خبرې دي. د دغسې ببولالو پر ځای قران او صحیحو احادیثو ته رجوع وکړئ، د اصحابو، تابعینو او تبع تابعینو پر لاره لاړ شئ، د امامانو او حق علماوو نظریات ومنئ. که څوک زما دغه خبرې د پیر ګستاخي ګڼي، رب العلمین دې ورته سمه لاره وښيي او الله متعال دې ورته توفیق ورکړي چې له داسې خرافاتي مجلسه یې لرې وساتي. همدغو قهرجنو غولېدلیو ته وایم! ستاسې د دغه پیر خبرې د رب متعال د صریح نس ګستاخي نه ده چې انسان یې له نر او ښځې پیدا کړی دی!؟ همدغه یو آیت ټولې هغه نظریې او تیوري ګانې باطلوي چې انسان دې د مور او پلار له سپرم او اووم پرته له بل شي جوړ وي. کنځلې او ټاپې پرېږدئ! دلائل وړاندې کړئ.

khalid sameer

66,342 görüntüleme • 2 yıl önce

د تورخم د بې‌کفنه جسد هویت څرګند شو. هغه جسد چې له تېرو څو ورځو راهیسې د تورخم په صفري نقطه کې د جګړې په ډګر بې‌تدفینه پاتې و، د یوه بې‌ګناه پښتون ځوان دی. د دغه ځوان د ژوند او مرګ په اړه دردوونکي مالومات او ویډیو د يو هېوادوال ملک شېرزاد لخوا اې بي اين پښتو ته په واک کې ورکړل شوې ده. د شيرزاد په خبره دغه ځوان داود نومېږي، د محمد رسول زوی او د کوزې پښتونخوا د مومندو، موساخېل صافیو د سیمې اوسېدونکی دی. هغه د ادریس، واجد او عبدالظاهر ورور و. داود په "ټېکسله" کې د پاکستاني حکومت لخوا د مهاجرو په ټېل کې نیول شوی او په جبري ډول افغانستان ته را اړول شوی و. دا چې داود هېڅ ډول اسناد نه لرل، افغان لوري (طالبانو) یې هېواد ته د ننوتلو مخه نیولې وه او بل لور ته پاکستاني ځواکونو هم بېرته خپلې سیمې ته نه پرېښود. نوموړی د ډېر وخت لپاره په صفري نقطه کې د دواړو هېوادونو د عسکرو ترمنځ په بې‌وزلۍ کې شپې تېرولې. دده په وينا تېره اونۍ کله چې په تورخم کې جګړه ونښته، داود هڅه وکړه چې له فرصت څخه په استفادې بېرته خپل کلي ته واوړي، خو د پاکستاني عسکرو لخوا په بې‌رحمۍ سره په نښه شو. هغه ویډیو چې ملک شېرزاد رالېږلې، له جګړې څو ورځې وړاندې د یوه ډرېور لخوا شوې وه، چې په کې داود په ډېر بد حال کې د کرښې په منځ کې بند پاتې لیدل کېږي. د دغه کس جسد لا هم د بارودو تر لمبو لاندې دی او ځايي مشران یې د پورته کولو لپاره د اوربند غوښتنه کوي. هيله ده، ويډيو او مالومات شیير کړئ، ترڅو تر اړوند کسانو ورسيږي. #ABN | #Afghanistan | #Pakistan

ABN Pashto

31,233 görüntüleme • 5 ay önce

په شنه سهار طالبانو شور اچولی او ادعا یې کړې چې ګواکې په باګرام پوځي اډه کې یې د رادر سېستم فعال کړی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې رادار د رضا خان ماما پراشوټ نه دی چې په هر دوکان کې په عمده او پرچون ډول وپلورل شي. د طالبانو حکومت له روسیې پرته بل هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د رادار پېر او پلور خپل ځانګړي نړیوال شرایط لري په ډلو ټپلو یې څوک نه شي خرڅولي. دوهمه خبره دا ده چې دغه ويډیو په اې ای جوړه شوې ده. په افغانستان کې دا مهال پسرلی دی خو په تصویرونو کې اې ای ويډیو په ژمني چاپیریال کې جوړه کړې ده. درېیمه خبره دا ده چې طالبان د خپلو تبلیغاتو او د دروغو اوازو اچولو لپاره له اې ای ګټه اخلي، خو په حقیقت کې په عصري علومو او ټکنالوژۍ هېڅ ډول باور نه لري. که باور یې لرلی په یویشتمه پېړۍ کې څنګه ممکنه ده چې یو شین بې سواده افراطي کلیوال سړی د مخابراتو وزیر شي؟ څلورمه خبره دا ده چې که دوی رښتیا هم رادار فعال کړی وي، دا د افغانستان په فضا کې سهار او ماښام الوتکې څوک ګرځوي؟ پنځمه خبره دا ده چې پخوا به طالبانو د افغانستان فضا ته په داخلیدونکو الوتکو ډزې کولې، خو اوس چې په دې یاقیني شوي، چې دغه نسخه نور کار نه ورکوي ارام ناست دي او په تېر کې په فاییر شوو مرمیو هم پښېمان ښکاري. شپږمه خبره دا ده چې، رادرونه او نور مهم پوځي تجهیزات عصري علومو ته په ترجیح ورکولو او قوي ډیپلوماسي اخیستل کیږي، فقط په مدرسو نه چا هيوادونه ساتلي او نه یې د نورو سیال کړي دي. هیله ده یوه ورځ افغانستان په رښتیا د پرمختللو رادرونو او قوي حکومتدارۍ خاوند شي.

Abdulhaq Omeri

18,891 görüntüleme • 3 ay önce

جهاد په اسلام کې د یوې سپیڅلې مبارزې نښه ده چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره ترسره کېږي. د دې مبارزې هدف یوازې د دیني اصولو د ساتنې نه، بلکه د ټولنیز عدالت، سوله، او د حق د پلي کولو لپاره دی. په جهاد کې، موږ د اسلامي نظام د بنسټیزو اصولو لپاره جګړه کوو. د دې نظام هدف د ټولنې لپاره عدل او انصاف راوستل دي، ترڅو هر فرد د خپل حق څخه برخمن شي. جهاد د دې لپاره دی چې د ظلم او فساد پر وړاندې ودریږو او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره خپل ژوند وقف کړو. امنیت د هر ټولنې لپاره اهم او بنسټیزه موضوع ده، او جهاد د دې لپاره دی چې د ټولنې امنیت تضمین شي. کله چې د اسلامي نظام اصول پلی شي، د ټولنې هر غړی د امنیت او آرامۍ احساس کوي، چې دا د جهاد یوه اساسي موخه ده. د جهاد په لاره کې، موږ د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره له هیڅ راز قربانۍ دریغ نه کوو. د دې مبارزې هر ګام د عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د پلي کولو په لور یو ګام دی. چې لله الحمد له شپاړل کلن جهادي مزل وروسته مو د اسلامي نظام تحفظ، عدالت ، امنیت او د الله تعالی د حدودو جاري کیدل په خپل سترګو ولیدل. لاندې ویدیو له نن تقریباً د څوارلس کالو مخکې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې زموږ زړورو مجاهدینو د پروان بامیان په لار کې د امریکایانو هغه کاروان چې غوښتل یې د غوربند له درې بامیانو ته لاړ شي کمین ووه او په هغې جګړه کې، یو امریکایی ځای پرځای مردار څلور یې ژور ټپيان او یوه هایلکس یې د اور خوراک او یو هایلکس ۲۰۰۹ ماډل مو ترې نغده غنیمت کړه . الله اکبر ! په هغه وخت هایلکس بیا جلا کیف درلود .

شهاب لېوال Shahab lewal313

40,944 görüntüleme • 2 yıl önce