正在加载视频...

视频加载失败

شازرګرررررررررررررر

20,464 次观看 • 3 年前 •via X (Twitter)

10 条评论

فريحه🇦🇫🕊 的头像
فريحه🇦🇫🕊3 年前

د شاﺯرګري بلا ورګرځى بخى ﺯړه يى راته تور که 🖤🤮

Huzair jan 的头像
Huzair jan3 年前

څومره ښایسته ښکاری هههه

Wardak 的头像
Wardak3 年前

🤣🤣

Lawangen Janan🇦🇫🇩🇪 的头像
Lawangen Janan🇦🇫🇩🇪3 年前

سم پانی ترې جوړ شوی هههههههه

O.M.I.D #Afghanistan 的头像
O.M.I.D #Afghanistan3 年前

اوس به دوی چیرته وی؟ او څومره افتخار کا، چی د جهاد له برکته مو داسی کارونه وکړل.

سیلاب 的头像
سیلاب3 年前

هی شازرگری 🤣🤣🤣

Ghobar 的头像
Ghobar3 年前

ههههههههه

0708109684دامي واټساپ دي 的头像
0708109684دامي واټساپ دي3 年前

لعنت الله عليك ځاځي

Omar 的头像
Omar3 年前

یو طالب بسته کندک ته کفایت کوی او سوک سر هم نشی تری خورولی.

Ajab Haqbeen 的头像
Ajab Haqbeen3 年前

وشش نو

相关视频

شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ځلېدونکو ستورو څخه دی، له څه مودې راهیسې د یوې جدي ناروغۍ له امله د هندوستان په هېواد کې تر درملنې لاندې دی. ما له څو میاشتو راهیسې هیله لرله چې د هغه پوښتنې ته ورشم، خو د منځني ختیځ د اوسني وضعیت او د سفر د محدودیتونو له امله دا فرصت نه برابرېده. بالاخره پرون ماته د ډهلي ښار ته د سفر زمینه برابره شوه او زه د شاپور ځدراڼ لیدو ته ورغلم، د هغه پوښتنه مې وکړه او د کورنۍ له غړو سره یې هم وکتل. همدارنګه، ما د شاپور د درملنې او روغتیایي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړل او د هغه کورنۍ ته مې د درملنې د لګښتونو د پوره کولو لپاره اړینه مالي مرسته وکړه، چې دا ملاتړ به د هغه تر بشپړې روغتیا پورې دوام ولري. شاپور ځدراڼ هغه څوک دی چې د کرکټ په ډګر کې یې د خپلې ځلا او لاسته راوړنو له لارې میلیونونو هېوادوالو ته خوښي او د ویاړ احساس وربښلی دی. زه د لوی خدای له درباره د هغه د بشپړې روغتیا دعا کوم.

Mirwais Azizi

150,555 次观看 • 1 个月前

د پاکستان له لوري د «رژیم» د بدلولو خبره یې اورېدلې ده ډېرو تښتېدلو بیا پاکستان ته لکۍ ښورول پیل کړي دي. ما ویلي وو چې پېغور به نه ورکوو؛ نه نه زه وایم هغوی ته به د تېښتي پېغور هم ورکوو چې د پاکستان ډول ته نڅېږي. د پاکستان پرلاس که له دې هیواده دبۍ جوړېږي موږ یې نه غواړو. اوس چې طالبانو له پاکستان نه د ځان د خلاصون هڅه وکړه؛ ځیني د قدرت عاشقان لګیا دي بیا یې کوښښ کوي چې د افغانستان واګې پاکستان ته ور وسپاري. هر هغه افغان یا د افغانستان هویت استعمالونکی خاین او جاسوس دی چې د پاکستان پر لاس د افغانستان د تغیر هڅه کوي. د هرچا چې طالبان نه دي خوښ په افغاني دودیزو لارو دې مخالفت وکړي؛ په افغاني دودیزو لارو دې واک ترې واخلي نوش جان دي شي. دا یاد ساتئ پاکستان په هیڅ ډول په هغه حالت کې نه دی چې د افغانستان نظام بدل کړای شي. پاکستان په پورونو کې غرق؛ په کورنۍ جګړه او سیاسي بې ثباتي کې ښکېل یو غیري جمهوري هیواد دی چې د افغانستان د نظام د بدلولو توان نه لري. د پاکستان له لاسه د مذهب د کنټرول تناب وتلی؛ ژر به په چیغو او فریاد د طالبانو پښو ته ور ولوېږي. پاکستان چې له طالبانو او پخوانیو مجاهدینو سره هم وفا ونه کړه دا له هیڅ افغان سره وفا نه کوي؛ دوی دربدره؛ وږی او مجبور افغانستان غواړي او دم ګړی ددې کار مخنیوي ته طالبان ولاړ دي او همدا د پاکستان لپاره لوی سر خوږی دی. هغه ټول کسان و غندۍ چې پاکستان ته لکۍ ښوروي؛ د هغه ټولو پخوانیو چارواکو د پخوانیو ظلمونو؛ فساد؛ خپلوي پاللو داستانونه رسوا او را وباسئ چې پاکستان ته لکۍ ښوروي.

Mirwais Afghan

24,122 次观看 • 7 个月前

د ټالبانو وحشتونه د “عمومي عفوې” تر نامه لاندې د ټالبانو د واکمنۍ تر بیا راتګ وروسته، د هغوی له لوري د ظلمونو او #وحشتونو یو لړۍ پیل شوه چې تر ډېره د پخوانیو افغان نظامیانو او چارواکو پر وړاندې ترسره کېږي. سره له دې چې ټالبانو په لومړیو کې د ټولو لپاره د عمومي عفوې اعلان وکړ، خو دغه ژمنې ډېر ژر د خلکو لپاره د وحشت او انتقام په وسیله بدلې شوې. د عمومي عفوې حقیقت: ټالبانو د واک له ترلاسه کولو سره ژمنه وکړه چې د پخواني حکومت ټول چارواکي، پوځیان، او کارکوونکي خوندي دي او د دوی پر وړاندې به هېڅ ډول اقدامات نه ترسره کېږي. دې ژمنې د ډېرو کسانو زړونه نرم کړل، او ګڼ شمېر پخواني نظامیان خپلو کورونو ته ستون شول، ځینې یې حتی د ټالبانو سره د همکارۍ لاره غوره کړه. خو ډېر ژر څرګنده شوه چې دا ژمنه یوازې یو سیاسي شعار و. ټالبان په منظم ډول د پخوانیو #نظامیانو، پولیسو، استخباراتو، او دولتي مامورینو تعقیب او ځورونه پیل کړه. د وحشتونو بڼې: 1.تښتونې او نامعلوم برخلیک: پخواني نظامیان په ډله‌ییز ډول د ټالبانو لخوا پورته کېږي. دوی اکثره له خپلو کورونو یا د عامه ځایونو څخه تښتول کېږي، او کورنیو ته یې د هغوی په اړه هېڅ ډول معلومات نه ورکول کېږي. د ځینو کسانو مړي وروسته له څو ورځو یا حتی اوونیو د کلي یا ښار په څنډو کې موندل کېږي. په دې پېښو کې د سختې شکنجې نښې هم ښکاري، چې د ټالبانو د وحشت څرک ورکوي. 2.شکنجې او وژنې: هغه پخواني #نظامیان چې ټالبانو نیولي، په ډېرو مواردو کې د سختو شکنجو لاندې راځي. هغوی په غیرانساني ډول وهلي، د بدن غړي یې مات کړي، او ځینې یې ان د خپلو کورنیو پر وړاندې اعدام کړي دي. ټالبانو د خپلو شخصي زندانونو له لارې د “انتقام اخیستنې” یوه سیستماتیکه لړۍ چلېلې ده. 3.د خلکو وېره خپرول: ټالبان د وحشت د خپرولو لپاره د پخوانیو نظامیانو مړي په عامو ځایونو کې غورځوي، ترڅو نور خلک ووېروي. دغه کړنې نه یوازې د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، بلکې د بشري کرامت سپکاوی هم دی. 4.د کورنیو ځورول: د پخوانیو #نظامیانو کورنۍ هم د ټالبانو له وحشت څخه خوندي نه دي. هغوی ښځې، ماشومان، او نور خپلوان ګواښي او د هغوی مالونه ضبطوي. په ډېرو مواردو کې کورنۍ مجبورې شوې چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو یا هېوادونو ته وتښتي. د بشري حقونو سرغړونې: د ټالبانو دغه اعمال ښکاره کوي چې د دوی د “عمومي عفوې” اعلان یوازې یو دروغجن شعار و. د نړیوالو قوانینو له مخې، هېڅ حکومت د دې حق نه لري چې د انتقام یا شکنجې له لارې د خپلو مخالفینو ژوند وګواښي. ټالبانو د خلکو حقونه په بشپړ ډول تر پښو لاندې کړي او خپل ظلمونه یې د مذهبي او سیاسي برلاسي په پرده کې پټ کړي دي. د نړیوالې ټولنې بې‌پروايي: سره له دې چې د ټالبانو دغه کړنې په ښکاره توګه د بشري حقونو خلاف دي، نړیواله ټولنه تر ډېره په دې برخه کې چوپ پاتې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د نړیوال جزایي عدالت محکمه، او نور نړیوال سازمانونه باید د دې پېښو په اړه بېړني ګامونه پورته کړي او ټالبان د خپلو اعمالو لپاره ځواب ویونکي کړي. نوټ: د ټالبانو له‌خوا د پخوانیو #نظامیانو او دولتي چارواکو شکنجه کول، تښتول، او وژنه د هغوی د اصلي ماهیت ښکاره کوونکی دی. افغانان باید د دغو ظلمونو په اړه خپل غږ پورته کړي او د نړیوالو سازمانونو څخه عدالت وغواړي. دغه ظلمونه باید هېڅکله هېر نه شي، او د هغوی پر وړاندې د عدالت غوښتنه د ټولو افغانانو ملي مسؤلیت دی.

Zaheer Barakzai Sf 🇦🇫

22,759 次观看 • 1 年前