Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

شل پوسټونه د ورځي په ما پسي کوي! چي دا خلګ نن ورځ د کومو ښځو د حقونو لپاره جنګیږي؟ خیر، د دې ویډیو هدف دا نه دی چې ښځو ته دي د کار او یا زده کړې اجازه ورنکړل شي، باید شرایط ورته برابر سي! موخه یې دا...

77,261 просмотров • 3 лет назад •via X (Twitter)

Комментарии: 9

Фото профиля عباسي ازره وال/ Azrawall
عباسي ازره وال/ Azrawall3 лет назад

زنده باد بالکل همداسې ده دوی ولاکه په رښتیا د ښځو د حق غم وړي وي، یواځې د ځپلو جیبونو غم وړي دي.

Фото профиля Rozgani.A.R
Rozgani.A.R3 лет назад

روښانی!دا په کلی کی دمکتب اوتعلیم مخ چانیولی وو،خوهمدا دپنجاب دنیابتی جګړی سوټیانویی مخه نیولی وه،داپنځه څلویښت کاله زموږپه وطن کی هیڅ جګړې مشروعیت نه درلود،دافغانانودپاکواحساساتوڅخه استخباراتی استفاده سویده دغرب اوپنجاب پروژی عملی سویدی،نو!یوه ورځ دنجونوپرمخ مکتب تړل جنایت دی

Фото профиля افغان دوست
افغان دوست3 лет назад

مننننننه محترمی پول صاحب الله پاک ډی عزت مندا که رب دی په خپل امان کی واساته

Фото профиля 👑 کوروش
👑 کوروش3 лет назад

یاد وساته د تا دیپورتی او محاکمه لکه جمیل قادری ژر به رازی. د هیرامندی پیداواره!

Фото профиля Aghashah jawad
Aghashah jawad3 лет назад

دشزو حق نہ غواڑی کی غوشتلائ تہ ھم یو شزہ یی نو تاپسی ولی بد وایی موژ تہ معلوم دی

Фото профиля Obaidullah Sadaqat
Obaidullah Sadaqat3 лет назад

@BehshtaM د خپل ځان لپاره کار کوي ښځې هسې بهانه ده

Фото профиля Muhammad Taran
Muhammad Taran3 лет назад

تريخ حقيقت دئ. ده ښځو ده حقوقو دعوه داران نه سی ځغملائ حقيقت بل څه دئ. دا يو بهانه ده. امريکا اروپا خپه ده چي زموږ جاسوسانو ته ځائ ورکړئ. کنه وي ده ښځو حقوق.ټول شموله حکومت او تروریستانو روزل. دابهانې لټوي. موږ بايد متحد سو دښمنان په خوله کي په سوک ووهو

Фото профиля Hadi Noorzai
Hadi Noorzai3 лет назад

She is speaking as though she is drunk.

Фото профиля Hasrat
Hasrat3 лет назад

واقعین چی احساس او مينه دي خپل ملک سره عالی دي بلکل واقعي اتله یی هغه خبیثان چی بدي خبري کوي هیڅ پروا مکوه ځکه هغوی نه ننګ اونه هم غیرت لري تش بوتلان دی

Похожие видео

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,461 просмотров • 1 год назад

دا منم چې ط.البان د ښځو له تعليم سره مخالف دي او د ميرمنو فعاليتونه يې تر ډيره محدوده کړي دي، او په خپله هم په ښکاره وايي، خو له حقيقت څخه بايد سترګې پټې نه کړو هغه دا چې زموږ په ټولنه اکثريت نارينه چې ځان ته ډيموکرات هم وايي، نکټايي هم اچولې وي، شپه او ورځ د بشر حقونو، د ښځو حقونو نارې هم وهي خو همدغه نارينه د خپلو ميرمنو ډیرۍ حقونه تر پښو لاندې کړي. خپله باسواده ميرمن به يې پر کور کینولې، اجازه نلري ترڅو په رسنيو کې راښکاره شي، په ټولنه کې فعاليت يا کار وکړي، او برعکس نورې ميرمنې مبارزې ته هڅوي. د ښاغلي ولسمشر غني او ښاغلي پخواني ولسمشر کرزي پرته ايا تر اوسه پورې د احمدشاه مسعود، رباني، عطا محمد نور، عبدالله عبدالله، محمد محقق، اسماعيل خان او داسې نور جهادي او سياسي مشران مو ليدلي چې خپلي ميرمنې يې رسنيو ته راباسلې وي او يا په اوسنيو حالاتو کې د ښځو حقونو څخه د دفاع لپاره راوتلې وي؟ نو بيا ولې له ط.الب څخه د دې کار تمه ولرو ځکه طالب خو په ښکاره مخالفت اعلان کړی، اما دغه پخواني سياسيون نه مخالفت کوي او نه عمل نو په دې اساس د دوی ذهن له ط.البه هم بدتره دی. نو ستونزه يوازې ط—الب نه دی بلکې زموږ د ټولنې اکثريت نارينه د ميرمنو له حقونو، تعليم، کار او فعاليت سره مخالفت لري او دا ستونزه به تر هغې وي ترڅو چې د ميرمنو پر وړاندې د نارينوو فکر او مفکوره بدله نشي. Abdulhaq Omeri افغانستان انټرنشنل - پښتو

Diva Patang

24,571 просмотров • 1 год назад

اښه تاسي او خدای دا وډیو وګوری: ماته وایاست چې ته د اسلام مخالف یې! زه مطلق د دې انډوخر مخالف یم چې تاسي یې په دې وډیو کې ګوری: که مدرسه بنده شي دا ټول ماشومان به د مور غیږې ته لار شي او که مور ونلري خپلوان یې اخلي او که خپلوان یې هم نه اخلي او یتیمان دي نو یتیم خانې ته به لار شي او مکتب کې به شامل شي، انجینران یا ډاکتران به ترې جوړ شي، خو تاسي او خدای دا د قاتلینو روزنه نده څه ده؟ دا ماشومان که په همدا رقم لویان شي بیا ته د انسانیت خبره ورته کولی شې؟ ستا اولاد چې تا په ګرمه کوټه او میوو رالوی کړی کولی شي چې دده سره د انسانیت خبره وکړي؟ که دا ماشومان رالویان شي او ستا اولاد ته ووایي چې ته ولي داسي په ناز رالوی شوې او ډاکتر شوې او زه ولي داسي په خیرات رالوی شوم او نن بې مسلکه یم ته به څه ورته وایې؟ مدرسې څخه یې وباسئ مکتب کې یې شامل کړی چې ژوند جوړ کړي ځکه انسان که ژوند جوړ نکړ اخرت هم نشي جوړولی، دا که سبا به ځان بم وتړي نه یې د اسلامي نظام او نه یې د اسلام لپاره تړي بلکې د دې وضعیت څخه یې د خلاصون او جنت ته تګ لپاره تړي، ځکه دی خو یې د همدې ماشومتوب څخه غولولی چې په دې لاره جنت ته ځې! د طالبانو ټول انتحاریان همدا ډول روزل شوي! د طالبانو یوه انتحاري هم انتحار د امارت د قیادت او اسلام لپاره ندی کړی بلکي د دې وضعیت څخه یې د خلاصون لپاره کړی چې دا دنیا یې خرابه ول، دې وضعیت ته ملا ورسوی او بیا یې ورته وویل چې په ځان بم وتړه چې اخرت دي سم شي مدرسې چپه کړی کنه “اسلام” او “انسانیت” درته شرموي!

NOORZAI

13,310 просмотров • 1 год назад

که دا جګړه وه، نو ولې اوراګن راکټ و نه کار شو؟ دا پخوانۍ روسي وسله BM-27 ) Uragan ) چې طالبان وايي زموږ لاس ته پاتې شوې، کولی شي تر ۴۰ کیلومترو پورې هدفونه وولي. او د تورخم نه تر پېښور نظامي قول اردو، میدانونه او اهداف ۳۰-۳۵ کیلومتره واټن لري. نو سوال دا دی: تیره شپه چې نښته وشوه، که دا رښتینې جګړه وه ، نو ولې دا وسله و نه کارول شوه؟ که تاسو دا راکټونه لرئ لکه څنګه چې مو نن تایید کړل. او د پاکستان لخوا په کابل برید شوی وي نو ولې د دفاع او غچ لپاره یې کار ورنه کړ؟ دا جګړه ریښتیا نه وه: یو مانور و ، یو تمثیل ، یو دسیسه د ولس د غولولو لپاره. کله چې وسله موجوده ده، هدف نږدې دی، او ادعا د غچ ده نو بیا دا چوپتیا، دا نیمګړی عکس‌العمل، دا تمثیلي ډزې… د څه لپاره؟ ګنګس ولسه حقیقت دا دی: طالب هغه چا ته غاړه نه شي نیولی، چې دی‌یې روزلی، ساتلی او معامله یې پرې کړې. پاکستان د دوی د ذهن، سیاست او عقیدې یوه برخه ده ، ځکه نو دوی د ولس غولولو لپاره جګړه‌ییز (مانور) ترسره کوي، خو د پنجاپ اصلي زړونو ته نه ورځي. درنښت بااحترام

Zaheer Barakzai Sf 🇦🇫

17,470 просмотров • 11 месяцев назад

دیني عالم ښاغلی مولوي رحمت الله اندړ . د طالبانو له لورې د پوهنې او روزنیزو مرکزونو بندیدل غندلي او دا یې د اسلام د مبارک دین او الهي حکم سره په ټکر کې بللي. ښاغلي اندړ همدا راز د ټولو شیوخو او علماوو غوښتي چې د طالبانو د دې ظالمانه پرېکړې په اساس خپل غږونه پورته کړي او د نجونو په حق د تیري مخه ونیسي. د “اقرأ” آیت د قرآن کریم لومړنۍ وحی ده چې په پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوې. دا آیتونه د سورة العلق په پیل کې راغلي او د الله تعالی لخوا د بشریت لپاره د علم او پوهې د ارزښت اعلان دی. لومړي پنځه آیتونه داسې دي: اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ۝ خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ۝ اقْرَأْ وَرَبُّكَ الأَكْرَمُ ۝ الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ ۝ عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ۝ ژباړه: 1.ولوله په نامه د خپل رب چې پیدا کړی یې دی. 2.هغه انسان له یو تړلي څاڅکي (علق) څخه پیدا کړ. 3.ولوله، او ستا رب ډېر عزتمند دی. 4.هغه رب چې د قلم په واسطه یې ښوونه وکړه. 5.هغه انسان ته هغه څه وروښودل چې نه یې پوهېده. توضیحات: 1.“اقرأ” (ولوله): دا د پوهې، زده کړې، او تحقیق لپاره لومړنی امر دی چې پیغمبر ته شوی. دا کلمه د اسلام په دین کې د علم او زده کړې د اهمیت څرګندونه کوي. 2.“بِاسْمِ رَبِّكَ”: دا امر په دې ټینګار کوي چې علم باید د الله تعالی په نوم او د هغه د رضا لپاره وي. 3.“خَلَقَ الإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ”: دا د انسان د ابتدا یادونه کوي چې د الله د قدرت څرګندونه ده، او د انسان عاجزي او ساده پیل بیانوي. 4.“عَلَّمَ بِالْقَلَمِ”: قلم د علم د انتقال وسیله ده، او د دې ذکر په دې آیت کې د لیک او زده کړې ارزښت ښيي. 5.“عَلَّمَ الإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ”: دا د الله تعالی د علم پراخوالی او د انسان د پوهې محدودیت څرګندوي. پیغام: دا آیتونه نه یوازې د علم او زده کړې د ارزښت اعلان کوي، بلکې د اسلام د لومړني پیغام اساس هم دي. په دې کې د الله د قدرت، رحم، او علم یادونه شوې او انسان ته د زده کړې، فکر کولو، او پوهې ترلاسه کولو لارښوونه شوې. Rahmatullah Andar🇦🇫

🔶F:Afghan🔶

10,901 просмотров • 1 год назад