Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

شمالي امريکا کې #ميليونونو وګړو ته سپارښتنه شوې، چې کاناډا کې د ځنګليزو اورونو له امله دې له ټوکېدلې ککړتيا ځان ساتنې لپاره بهر ته وتلو پر مهال د لوړې کچې ماسکونه وتړي. د کاناډا حکومت وايي امريکا او کاناډا کې نژدې سل ميليونه وګړي دا اوس اوس د...

25,358 views • 3 years ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

د ایر کاناډا پخواني کپتان د جعلي اسنادو له لارې ۹۰۰ الوتنې کړې د کاناډا د پیل سیمه‌ییزو پولیسو د ایر کاناډا یو پخوانی کپتان د درغلۍ او جعلي اسنادو په تړاو نیولی دی. پولیس وايي، نوموړي د جعلي پیلوټي اسنادو په کارولو له ۹۰۰ څخه ډېرې سوداګریزې الوتنې ترسره کړې او له دې لارې یې له ۲.۹ میلیون ډالرو ډېر عاید ترلاسه کړی دی. د راپورونو له مخې، نوموړي له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۵ کال پورې په ۱۷ کلونو کې د مسافرو د لېږد په سلګونو الوتنو کې د پیلوټ په توګه دنده ترسره کړې، خو پرې تور دی چې د اړینو مسلکي جوازونو په اړه یې جعلي اسناد کارولي وو. دې قضیې د کاناډا د هوايي چلند په سکتور کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د الوتنو د خوندیتوب او د پیلوټانو د اسنادو د تائید پر بهیر یې پوښتنې راپورته کړې دي. پولیس وايي، تورن کس به حساب ته راکاږي. د قضیې په اړه پلټنې روانې دي او وروستۍ پرېکړه به د محکمې له لوري کېږي. #کاناډا #پیل_پولیس #ایر_کاناډا #پیلوټ #جعلي_اسناد #درغلي #هوايي_خوندیتوب#کانادا

Pajhwok Afghan News

15,004 views • 3 months ago

نازیه اقبال: کاناډا کې زما د کنسرتونو پیسې نه دي راکړل شوې د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال ادعا کړې چې په کاناډا کې د هغې د وروستیو کنسرتونو پیسې نه دي ورکړل شوې او د ډاکټر صافي په نوم یوه کس ورسره په مالي حسابونو کې دوکه کړې ده. د نازیه اقبال په وینا، یاد کس د افغانیت او پښتونولۍ په نوم له هغې سره اړیکه نیولې وه او هغه یې هڅولې وه چې د افغانانو لپاره کنسرتونه ترسره کړي؛ خو وروسته یې، د هغې په خبره، له خپلو ژمنو سرغړونه کړې او د کنسرتونو عواید یې نه دي ورکړي. نوموړې زیاتوي چې دا موضوع د اعتماد، هنري اخلاقو او د هنرمندانو د حقونو د ساتنې له پلوه ډېره جدي ده او غواړي چې قضیه د قانوني لارې حل شي. وصال ټلوېزیون د یادې موضوع په اړه څو ځلې له ډاکټر صافي سره د اړیکې هڅه کړې، خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. #نازیه_اقبال #کاناډا #کنسرت #پښتو_موسیقي #افغان_هنرمندان #هنرمندان #مالي_شخړه #هنري_حقونه

Wesal TV - وصال ټلوېزیون

28,851 views • 3 months ago