Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

طالبانو، ګاونډي هېوادونو او نړۍ والو ته د محترم استاذ عبدالرب رسول سیاف نوی پیغام او څرګندونې. استاذ ډېري روښانه او سپینې خبرې کړي، د لیکلو پر ځای یې ستاسې پام اورېدلو ته را ګرځوم.

77,747 views • 1 year ago •via X (Twitter)

10 Comments

Abdul Wahab's profile picture
Abdul Wahab1 year ago

تاسي شل کاله د افغانستان ملت امتحان کړي یاست حیڅ احتیاجي نشته چي ځانونه سپين سپين کړي مزدوانو ګوډاګيانو شرمیدلو زغلولو تښتي دلو هههههه

Maruf Amarkhail's profile picture
Maruf Amarkhail1 year ago

دآیساف مفتی انشاءالله همدا یی آخری زور او بیانیه ده الله ج ورته دیر فرصت ورکړی وه چی توبه وکړی خو دالله ج او اسلامی نظام پرضد بی ګټي بغاوتگری نه لاس وانخیست سکته قلبي یا مغزی کوي چی وریاد شي دپغمان غرونو قصرونه

سیداحمد's profile picture
سیداحمد1 year ago

*استاد سیاف د اعتصام او افتراق په منځ کې* رحمت الله فیضان څو لسیزې کېږي چې استاد سیاف په ټولو سیاسي غونډو کې دا آیت شریف لولي: وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا خو دې جناب په عملي ډګر کې د اعتصام پرځای افتراق کړی، د اصلاح پرځای یې فساد کړی، او له خدای څخه د اطاعت پرځای یې بغاوت کړی. نوی نسل باید پر دې ځان پوه کړي چې په هیواد کې د څو لسیزو سترو ناورینونو د رامنځته کیدو یو مهم عامل هم همدا مذهبي شخصیت دی. زه نه پوهیږم چې دا جناب په کومه رو آبرو طالبانو ته د اصلاح بلنه ورکوي په داسي کې چي دی خپله مجسم فساد دی. اخوا ته دا جناب په داسې حال کې د میرمنو د حقوقو د ورکړې په اړه خوله خلاصه وي چې د کورنۍ جګړې پر مهال یې په کابل کې د هزاره میشتو افشارو سیمه کې د دین په نوم د هزاره هیوادوالو مالونه او ناموس ولوټل، میرمنې یې په زور ترې یوړې. سیاف که نور هیڅ جنایت نه وي کړی، همدا د افشارو د جنایت بږنوونکي جفا لا تر اوسه د افغانانو له ذهنونو نه ده وتلې. *د افشارو پیښه:* د افشارو پیښه یوه خونړۍ او دردناک تاریخي واقعه وه. دا پیښه د ۱۹۹۲ کال په جنګونو کې رامنځته شوه، چې د کابل د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د سیاف په مشرۍ جګړيوالو په کابل کې د هزاره‌گانو سیمې افشار باندي یرغل وکړ. د دې یرغل په ترڅ کې د هزاره‌ګانو مالونه او ناموس ولوټل شول، میرمني یې په زور تیرې یو وړې او د ګڼو معصومو انسانو ژوند یې ترې واخیست. دا پیښه د افغانانو په تاریخ کې یوه له دردوونکو او زړه بوږنونکو پیښو څخه پاتې شوې ده. سیاف په دې پیښه کې دجنایتکارانو په لومړۍ کرښه کې و او دا ټول جنایات یې د دین له ادرسه ترسره کړل ځکه یې نوم د افغانانو په ذهنونو کې د درد او نفرت سره تړلی دی. د ده هغه وینا چې ویلي و: " *که مې لاس د کفارو په لاس کې ورکړ، نو پوه شئ چې یا له دین څخه وتلی یم او یا هم لیونی شوی یم لا اوس موجوده ده .* " د هغې با وجود بیا هم ولس ولیدل چې کله امریکایانو پر افغانستان تیری وکړ، لومړی د دوستۍ لاس چې ور اوږد شو، هغه دهمدې سیاف لاس و او پوره شل کاله یې د همدې اشغالګرو پر دسترخوان و خوړل. اوس ولس نه پوهیږي چې سیاف لیونی دی او که له دین څخه وتلی؟ که دا ومنو چې سیاف لیونی دی، نو بیا څنګه توقع کیدای شي چې په عقلي لحاظ سالم ولس د یو مجنون خبرې ارزښتناکې وګڼي؟ او که له دین څخه وتلی وي، نو هیڅکله به زموږ مسلمان ولس د دې ډول له دین وتلو اشخاصو په خبره عمل ونه کړي. د محترم استاد ټول عمر د اعتصام او افتراق په منځ کې تیر شو خدای دي د عمر په پای کې هدایت ورته وکړي . آمین

asmaie's profile picture
asmaie1 year ago

سړی حیران شی چې دا خلک څومره سپین سترګی دی. کاشکی له تاسو څخه خلکو ښه خاطره درلودۍ دغه سیاف په پغمان کې یوه تپه غصب کړې وه او په سریې کورجوړ کړی وه ، میدان هوایی یې درلود چې هیلیکوپتر پکې کښته او پورته شی. یاضامن آهو!

Habibi's profile picture
Habibi1 year ago

ډیر ګناه کار سړي یي زه تاسو ښه پیژنم لکه تور او سپین رنګ هلته د صلحی خبری کوي بیا په ریشه کی تیشه وهي طالبان دملت اصلی وارثان دي دا یو ملیون مظلوم ملت تاسو او ستاسو بادران اشغالګرو په دی شلو کالو دترورست او طالب په بهانه په شهادت ورڅولي تاڅه عکس العمل وښودل! ملت تاسو نه نفرت لری

Iqballnoorzai's profile picture
Iqballnoorzai1 year ago

تالبانو دومره بد حالت راوستی دی چه اوس په سیاف بیرته خوشحاله یو

جلالي افغان الحنفي✍️'s profile picture
جلالي افغان الحنفي✍️1 year ago

دا ستاسو مفتي سیاف هغه وخت چيري وو چي تاسو قتل عام شروع کړي وو او ده ځان انتخابات مقرر کړي وو په هغه وخت خو د پر امريکايانو باندي جهاد ناروا بللي وو نو اول به ده په دغه ایات شریف عمل کړي واي وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا که هغه وخت ډالرو نشه کړي وو

Dawod Anwari's profile picture
Dawod Anwari1 year ago

تمام ارشادات سیاف درین سخنرانی مغایر عرف، سنن، رسوم افعانی، مغایر اصول رقابتی روابط بین الملل، و مغایر سیستم انارشی بین الملل است. با هیچ نورم و اصلی برابر نیست. چند جمله عقده ای مثل ۲۰ سال گذشته بی بنیاد است.

Kamran Khan's profile picture
Kamran Khan1 year ago

وتقعاً چې د افغنستان دوښمنان یاست او دخپلو ګټو لپاره اوس ګاونډیانو ته شیطانت کوی چې تعامل او سرمایه ګذاري مه کوی

مدنی's profile picture
مدنی1 year ago

غل ډکیټرداسلام دښمن دبلعم پرپل پل ایښوونکۍ ددین ملت غدار دناټومفتی پرآخرت ددنیاجاه وجلال غوره کونکی څه وای؟والله العظیم که په اوریدواوبیاپه جواب ارزی اوکه ارزیدۍ مابه یی ځواب کړیوای

Related Videos