Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

ظاهر قدیر د امريکا په بهرنیو چارؤ وزرات کي مي تلاشي ورنکړه او سيده ننوتم، چي دا سړي یی اوس په کوم فوځ او زور نيولي د امريکا زور خو نه پري رسيدلو : ياد یي پخير کړي د ډوزو ريس قدير خان :

15,124 Aufrufe • vor 1 Jahr •via X (Twitter)

11 Kommentare

Profilbild von Dr Farhad ibrahimi
Dr Farhad ibrahimivor 1 Jahr

همين قدر جنجال كردي فقط به يك تلاشي نكردن هههههه! تلاشي دادن يعني مراعت كردن قانون، كدام موضوع شرم نيست رفيق!

Profilbild von Asmatullah asmat
Asmatullah asmatvor 1 Jahr

ستره ډوزه

Profilbild von khalid faqir
khalid faqirvor 1 Jahr

به کدام لسان گفت ؟

Profilbild von Hamza Jan
Hamza Janvor 1 Jahr

واهلکه هغه وخت کی تابلیتکا وهلی وه

Profilbild von FANCO
FANCOvor 2 Jahren

NEW OFFICIAL COLLABORATION ALERT! Get your PERSONALIZED @Godzilla_Toho Japanese hanko stamps at for yourself, friends and family! #fanco #godzilla #GodzillaMinusOne 👉

Profilbild von Qader Khan
Qader Khanvor 1 Jahr

شمشیر کردی دوز مار. به این درواغ کلان

Profilbild von Abdulmalik Ahmadi
Abdulmalik Ahmadivor 1 Jahr

اینه لنډغر 🤣🤣🤣🤣🤣

Profilbild von Razzaq Umer
Razzaq Umervor 1 Jahr

ټیزنه !@@@

Profilbild von محمد دانش
محمد دانشvor 1 Jahr

هم دي ډوزو غرق کړ

Profilbild von Zabi Hamidi
Zabi Hamidivor 1 Jahr

واقعاً شادى باز هستين طرز حرف زدن طرز دستك و پايك زدن طرز حركات همه از شادى بازى به ارث مانده اكثريت مردم جلال آباد و لغمان همين طور هستند

Profilbild von khan
khanvor 1 Jahr

He is a fraudy and liar

Ähnliche Videos

د افغانستان د ا ا مسؤلینو او په ځانګړي توګه د کندهار د ولایت واکمنانو په ښه غوږ يې واورﺉ او د یوه اسلامي نظام په مفهوم او معنی ځانونه پوه او لومړی يې پر خپلو ځانونو پلي کړﺉ. البته دا اشاره مي په ځانګړي توګه و هغو کسانو ته ده، چي د ا ا پر لوړو منصبونو او چوکیو ناست دي، په عینو مینه کي د خرکار د زوی محمود کرزي او په ښار کي د بعضي تجارانو پر دسترخوانو سولیږي او د هغوی په ډالیو مشرفه کیږي. خو ددغو ډوډیو او ډالیو د احسان به بدل کي زموږ د کندهار واکمنان ددغو شل کلنو خاینانو خوش خدمتي کوي او چاپلوسي يې کوي. تاسي یقین وکړﺉ چي په کندهار کي د حاکیم نظام د بعضو واکمنانو په ډېرو نادودو خبر یم، خو ډېره چوپتیا مي اوس زړه راچوي. دا پداسي حال کي چي زه پدې ښه پوهېږم چي د بې عدالتۍ په وړاندي زما د لوړ ږغ څخه د فاسد جمهوریت غله او لوټماران سوء استفاده کوي، چي ښه مثال یې د ښاروال صاحب د وظیفوي غفلت په وړاندي زما د نقد څخه د زاویه نیوز سوء استفاده وه چي د یوه ابزار او وسلې په توګه یې استعمال کړله.

Mohammad Sharifi

21,214 Aufrufe • vor 1 Jahr

اوه! اغای لشکری 😂 زه په خداي نه پوهیږم چي دې خلکو ملا تړلې چي له تعلیمه د ولس زړه د ابد لپاره ور تور کړي که څه کیسه ده؟ امریکا ږغ، د خداي روي دی، لږ توجه وکړئ چي داسي خلک د نجونو پر تعلیم خبري کوي، عواقب يي څه دي. داسي نه چي خلک دا ګوري او ووايي چي موږ تیر یو له تحصيل او له مکتبه؟ البته، امریکا ږغ شاید ووايي چي د يوي خبري ادارې په توګه د افغانستان په وړاندي دا اخلاقي مسولیت نلري او هغه شی خپروي چي خلک یي ګوري او د خبري اصولو په چوکاټ برابر وي. خو زه فکر کوم چي هر ژورنالیست په نهایت کي انسان دی او انسانان اخلاقي مسولیتونه لري، د خپلې ټولنې په اړه اخلاقي تعهد لري، حتی که هغه ورڅخه پاته او تباه وطن افغانستان وي. به هر حال، د مخکنۍ ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د وکیلانو شهرت موجود دی. مال، ته راځه چي دې ښځي څه تحصيلات لري. البته، تاسو ته دي معلومه وي چي زه تر یوې مودې وروسته د خبریالي په وخت کي زیاته د شرقي اروپا او منځني ختيځ پر حالاتو متمرکزه وم. په اخر کي خو باور وکړئ چي د ګډوډي له لاسه يو حمدالله محب او اشرف غني چوکۍ راته معلومه وه . خیر ، د ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د ټولو وکیلانو سوانح سته او لیکلي يي دي چي چا کوم مکتب ویلی او د څه شي يي پوهنتون ویلی دی. د دې ښځې په اړه لیکل سوي چي دا د ١٣٦١ کال متولده ده . يعني دا اوس د ٤٢ کالو ده. دې په ٢٠١١ کال کي د ولسي جرګې په نتایجو کي د جنجال له کبله اعتصاب کړی و. يعني هغه وخت دا ٢٨ کلنه وه 😂 تاسو يي د اعتصاب د وخت عکس وګورئ! به هر حال، خیر دی. تر عمر به يي ور تېر سو. خو حقیقت ؟ اوس نو د دې له نوم سره لیکل سوي چي د زورنالیزم لیسانس لري. مګر دا نسته چي مکتب يي چیرته لوستي او لیسانس يي له کومه اخیستی دی. دا وايي چي په ایران کي مهاجره وه. نو څنګه يي مکتب وویل؟ ایران خو مهاجرو ته اجازه نه ورکوله . ښه دا به استدلال وکړي چي استثنايي مکتب يي ويلی دی. مګر کوم مکتب؟ او د کوم پوهنتون لیسانس ؟ په وروستیو دوو لسیزو کي ډير خلک چي داسي ګومان کیږي چي د ايران ول، په افغانستان کي مقرر ول. تاسو به د ارګ د هغې مشاورې کیسه اوریدلي وي چي ول له ایرانه راغلې او راساً په ارګ کي مقرره سوې وه او اشرف غني لا نه سول برطرفه کولائ ؟ به هر حال، دا ښځه اوس په کاناډا مبارکه کي اوسېږي. وايي زړه مي ډیر درد لري ځکه حکومت خاین و. يعني د افغانستان داسي "قدرونه" له لاسه ولاړل. کاناډا سره ګلونه وړې 😂 کاناډا زوي مړي به څومره پیش رفته سي 😂 اوس نو لکه هندي فلم چي په اخر کي سړی و نه پوهیږي چي هلک مړ سو که يي له نجلۍ سره واده وکړ، څومره انسان سوختي سي، هو؟ سوال: زه ونه پوهیدم چي دا يي وژړل که يي ادا وکړه ؟ بل سوال، د افغانستان خلک چي دا نن انتخاباتو ته ولاړ سي، صادقانه ووایاست چي سیمین بارکزۍ ته رایه ورکوي که یوه بیخي معمولي طالب ته چي مکتب يي هم بند کړی دی؟ ملت بل رنګ په مخمسه کي دی!

JALALZAI

23,863 Aufrufe • vor 2 Jahren

جالبه داده چي د تعلیم په اړه د عامو خلګو د غوښتونو تر څنګ اوس د علماو فتواو ته هم د یوې ولسکیزي اهمیت نه ورکول کیږي. مشرتابه مو پر یوه سر پر عامو مطبوعاتو او د جمعې د ورځي په وعظ او نصیحتونو کي ادعاوي کوي چي د افغان مسلمان ملت ملاتړ زموږ سره راسره ؤ چي زموږ مبارزه یې د کامیابۍ تر منزله راورسول، ځکه آن د خپلو بچیانو رزق او روزي یې زموږ سره شریکه کړله، دردونه، کړاونه او د اشغال ټول مهنتونه یې راسره وګالل، لېکن اوس هماغه ملت چي د زامنو ژوند يې د اشغال په وړاندي او د هیواد د ازادۍلپاره و قربانیو ته وقف کړي ؤ او هغه معزز علما چي د مشرتابه سره د اشغال په وړاندي په صفوفو کي د مرګ تر ساعته ولاړ وه، هغوی هم د خدای رویونه ورته نیسي، په قران او احادیثو یې ورته ثابتوي چي تعلیم نه یوازي دا چي منع یې نده راغلې، بلکه پر نر او ښځه فرض دی او زموږ خوېندو ته اجازه ورکړﺉ چي زده کړي وکړي، خو بیا یې هم خبري نه منل کیږي او هیڅوک نه د ملت او نه هم د معززو علماو پر زاریو او جګیو غوږ نیسي. افسوس صد افسوس

Mohammad Sharifi

17,457 Aufrufe • vor 1 Jahr

ایا د لوی کتدهار اصلي تروریستان څوک وه؟ دا د کندهار د ښار د کانټینرانو په سرای کي هغه چاودنه وه چي د خرکار زامنو د اشرف غني له خوا د ملي امنیت د ریس یاسین خان د مقرری په مخالفت کي ترسره کړل. کیسه دا ډول وه، چي اشرف غني د کندهار څخه د حامد خرزیانو مفسد او په مافیا پوري تړلي ریسان له دندو ګوښه کول پیل کړل، خو ملي خاین حامد کرزی او د هغه وروڼه ددې کار څخه ناخوښه وه. اشرف غني په کندهار کي د توریالي ویسا څخه نیولې بیا نو تر پخواني مفسد ښاروال قاضي عمر او قاضي مسلم پوري یو تعداد ریسان له دندو ګوښه کړل، چي په هماغه وخت کي ما هم د یادو کسانو د فساد په رسوايي کي د حکومت سره ښه پوره همکاري وکړه او د یادو اشخاصو پر ضد مي مکمل مستد اسناد وړاندي کړه. بلاخره اشرف غني د کندهار د ملي امنیت د ریس په توګه د جنرال یاسین خان لغماني مقرري هم منظور کړل، چي ددغي مقرری سره جنرال رازق او د خرکار زامنو مخالفت وښود. زما د معلوماتو له مخي حامد خرزي په کابل کي اشرف غني ته د معصوم ستانکزي پلاس اخطار هم ورلېږلی ؤ، چي که یې چیري یاسین خان له کندهاره ګوښه نکړ، بیا که یاسین خان ته هرڅه تاوان ورسېدی مسؤلیت به یې ستا په غاړه وي. لېکن اشرف غني د حامد خرزي په اخطار چنداني پروا نه وه کړې. بس هماغه و چي جنرال رازق او حامد خرزیانو د یوه منظم پلان له مخي د کندهار د کانټیرانو په سرای کي چي اکثره د موټرانو د مستریانو دوکانونه پکښي وه، هلته دوه بېرله (بېلره) خشته باروت، د راکیت مرمۍ، د کازو ډبې، ضد پرسونل ماینونه، مېخونه او ټول هغه توکي په یوه کانټینر کي ځای پر ځای کړل چي د انسانانو د پراخي مرګ ژوبلي سبب کېدله. ددغه کار څخه ددوی یو هدف دا و چي ملي امنیت ته د یادو چاودېدونکو توکو په اړه داسي راپور ورکړي، چي ګواکي دا توکي د طالبانو له خوا ځای پر ځای سوي دي او دوی کشف کړي دي، ترڅو جنرال یاسین خان د ساحې د امنیت د برسي لپاره راسي او په دغه چاودنه کي یې له منځه یوسي، خو که چیري ژوندی پاته هم سي دوی یې په کندهار کي د امنیت د کاري غفلت په تور محکوم او بیا یې له دندي ګوښه کړي، چي همداسي هم وسوه. خو کله چي جنرال یاسین خان ته د یادي موضوع په اړه راپور ورسېدﺉ، یاسین خان د ماینونو د خنثی کولو لپاره د ملي امنیت لسکونه مسلکي ځوانان راولېږل، ترڅو لومړی د کانټینرانو د سرای څخه خلګ وباسي بیا ماینونه خنثی او یا هم چاودنه ورکړي او په سیمه کي د خلګو د مرګ ژوبلي کچه راکمه کړي. لېکن پخپله یې هوښیاري وکړه او صحنې ته رانغلی. خو کله چي د ملي امنیت منسوبینو د کندهار د ښار د کانټینرانو په سرای کي د چاودېونکو توکو کانټینر تشخص کړ، سمدلاسه یې د کانټینر د دروازې د خلاصولو هڅه وکړه، دروازه یې خلاصه کړه، ٢ بېلره خشته باروت، د راکیټانو مرمۍ، د پرسونل ضد ماینونه، د کازو ډبې او داسي نور اړوند توکي یې ولیدل. خو دغو منسوبینو یو لوی غفلت دا وکړ چي د خشتو باروتو بېلر یې د ځایه ښورولی ؤ، چي دوی باید دا کار نه وای کړی او له همدې غفلت له وجي دومره قوي چاودنه رامنځته سول چي ټول کندهار یې ولرزاوه او کیلومترونه لیري یې د خلګو د کورونو کلکینان او دروازې د بېخه کښلي وې. چي له بده مرغه په همدې چاودنه کي د ملي امنیت ٤٥ کسه منسوبین ووژل سول او د ډېریو غوښي هم ندي پیدا سوي. نوټ: ویډیو زما د ارشیف څخه ده او زه ددې موضوع په اړه تاسو ته نور جزییات او کره اسناد په بل راپور کي خپروم. درنښت: محمدشریفي

Mohammad Sharifi

13,659 Aufrufe • vor 17 Tagen