正在加载视频...

视频加载失败

#عاجل_خبر نا څرګنده بې پیلوټه الوتکو نن ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې د خیبر پښتونخوا کې د داعشي خوارجو پر دوو پټنځایونو برید کړی دی.

24,843 次观看 • 9 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

المرصاد په بدخشان کې د داعشي خوارجو د نیول شوې شبکې د اعترافاتو ویډیو ترلاسه کړې ده. د داعشي خوارجو د دې ګروپ مشري د بدخشان ولایت د یفتل بالا ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرازق کوله. نوموړی اعتراف کوي چې د اسلامي امارت تر بریا وروسته د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې ټول ترسره شوي بریدونه د نوموړي اړوندو کسانو ترسره کړي دي. د ګروپ مسؤل کس اعتراف کوي چې د فیض آباد پر امنیه قومندان، د والي پر معاون او په جومات کې پر فاتحه او د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه بریدونه دوی ترسره کړي دي. نوموړی همداراز وايي چې په مرکز فیض آباد کې پر لواء یې هم د برید لپاره موټربم چمتو کړی و، خو شنډ شو. د عبدالرازق په خبره، په جومات کې پر فاتحه تر چاودنې وروسته دوی پلان درلود چې د بدخشان پر امنیه قومندان برید ترسره کړي، خو تر عملي کولو وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول. په ویډیو کې هغه وسلې او مهمات هم ښکاري چې داعشي خوارجو ترلاسه کړې وې او په دې هڅه کې وو چې د بدخشان شهداء ولسوالۍ ته یې ورسوي او د خپل فعالیت ساحه پراخه کړي. هېره دې نه وي چې د شهداء ولسوالۍ په غرونو کې د باغیانو یوې ډلې هم حضور درلود خو د امنیتي ځواکونو په بریالیو عملیاتو کې له منځه ولاړه. د یادونې وړ ده د بدخشان د والي پر شهید معاون او د کابل بانک دفتر ته څېرمه ترسره شوي بریدونه انتحاري وو او د معمول مطابق ترسره کوونکي یې تاجکستاني وګړي وو. داعشي خوارج تاجکستاني وګړي د دیني فهم د کموالي له امله ژر په خپله لومه کې رانیسي او انتحاري بریدونو ته یې چمتو کوي. معلومات ښيي چې د امریکايي اشغال پر ضد د افغان ولس د برحق جهاد تر کامیابي وروسته، په افغانستان کې نږدې ۹۰٪ انتحاري بریدونه تاجکستاني وګړو ترسره کړي دي.

Almirsaad Pashto

109,875 次观看 • 2 年前