Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

له سرو اورو او دردو را وتلې سړی د غیرت، شجاعت، دنګ منار مو ونړیدو. دا صفونه پر شهادتونو تغذیه کېږي! انا لله و انا الیه راجعون😭💔

31,378 просмотров • 1 год назад •via X (Twitter)

Комментарии: 8

Фото профиля abu omar
abu omar1 год назад

تقبله الله

Фото профиля Omari Saib
Omari Saib1 год назад

روحش شاد 😢

Фото профиля Abdul wali Ahmadzai
Abdul wali Ahmadzai1 год назад

قربان

Фото профиля Hameedullah Speen
Hameedullah Speen1 год назад

سہ ملنگ خاکسار وزیر مو لاڑوشھید شو اللہ دی جنت فردوس پہ نصیب کڑی

Фото профиля Ahmadullah Salehi
Ahmadullah Salehi1 год назад

الله ج دی جنتونه نصیب کره

Фото профиля Ahmad gul
Ahmad gul1 год назад

الهم تقبل شهادته

Фото профиля من خیر محمد خیرخواه هستم
من خیر محمد خیرخواه هستم1 год назад

خر مردار شو 🤮🤮🤮🤮

Фото профиля Hassan Hakimi
Hassan Hakimi1 год назад

زړه ورپسې درد کوی تقبله الله

Похожие видео

اول خو ډيره مننه چې زما نيوکې ته مو پام کړی، او بل دا چې تاسې پر موږ (افغان ميرمنو)پر مبارزې وياړ کوئ، او د دې هيله او ارمان لرئ چې ستاسو ميرمن او خويندې مو د نورو ميرمنو په څير مبارزه وکړي. خو که چيرې په رښتيا هم تاسې د نوي نسل د ښه راتلونکې لپاره مبارزه کوی او له نورو ځان ځانګړی بولی او څه مو چې ويلي او خپلو خبرو ته ژمن ياست، نو لطفا، څنګه چې پر موږ وياړې او نورې میرمنې چې مبارزې ته هڅوې نو همداسې خپله ميرمن او خور په وياړ سره د مبارزې دغه ډګر ته را وباسه ترڅو په دې مبارزه کې د موږ ترڅنګ و دريږي. ځکه تاسې د رهبرۍ دعوه لری او د ښځو مبارزه اغيزمنه او مهمه بولې نو يو رهبر بايد د بدلون او مبارزې لپاره بايد مبارزه له خپل کور څخه پيل کړي. نو لطفا د دې مبارزې د اغيزمنتيا لپاره له خپل کور څخه پيل وکړئ او ميرمن او خور مو د نورو ميرمنو ترڅنګ و دروئ. او که چيرې مو دا کار وکړ بيا به موږ و منو چې تاسې د ښه راتلونکي لپاره مبارزه کوی.

Diva Patang

24,123 просмотров • 6 месяцев назад

ویل کېږي چې په کلي کې وبا لګېدلي وه، لوی او واړه مړه کیدل، د ملا صیب مزې وي، هره ورځ به په جومات کې د تبۍ په سر حلوا یا غړی ایښی و. یوه ورځ هلک په منډه د جومات په دراوزه را ننووت او ناره یې کړه چې د ملا صیب لور مړه شوه. ملا صیب له دې غږ سره جګ په محراب کې ودرید، وای مرګي لکه چې اوس خوله ولګوله. نو مرګی هلته مرګی شي چې د ملا صیب نازولی یا نازولې واخلي. شیخ صیب! په دې سیمه کې ۵ لسیزې جګړه ستاسې د فتواو په تېلو بلېږي، څنګه چې په ټوپک خلک وژل کېږي، همدغسې ستاسې د کفر او اسلام په فتواو هم لکونه انسانان ووژل شول، تر څو چې مرګونو او شهادتونو ستاسې دروازې نه وي در ټکولي، تاسې د خپلو استخباراتي فتواو په زیان نه پوهېږی. دا خو پیل دی، جګړه خو به وروسته ګرمه شي، که د پنجاب له ریاست سره شانه به شانه ودریدی، د ټې ټې پې په لاس مو وژني او که مو انکار وکړ ISI مو خپله وژني، تاسي ته یواځې مرګ لیکل شوی او دا ځکه چې ستر ذات تاسې ته د استخباراتي فتواو، د عوامو د تېرایستلو او د ISI د چوپړ بدله او سزا درکوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

15,321 просмотров • 10 месяцев назад

جوړ پخیر، درنو څارونکو! نن مې له افغانستان انټرنشنل افغانستان اینترنشنال افغانستان انټرنشنل - پښتو سره وروستۍ کاري ورځ ده، او له دې رسنۍ سره خپل دوه‌نیم کلن سفر پای ته رسوم. خو اړینه بولم چې څو مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړم. ما له افغانستان انټرنشنل سره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه رسماً د ویاندې او خبریالې په توګه کار پیل کړ. ویاړم چې د دغې دندې په لړ کې مې تل د هغو ارزښتونو په رڼا کې کار کړی، چې ماته لومړیتوب لري او تل به یې پالنه کوم. ژبني او مسلکي لاسته راوړنې سره له دې چې زه یوه پښتنه افغانه یم، وتوانېدم چې په افغانستان انټرنشنل کې په پښتو او فارسي (دري) ژبو ویاندويي وکړم. لکه څنګه چې مې په CV کې لیکلي، دواړه ملي ژبې تر دې حده زده کړي چې، پرې خبرې، لیکل او لوستل کولی شم. په ۲۰۲۳ کال کې، له یو کال ځنډ وروسته، د ټولنیزو رسنیو برخې د ویاندې په توګه بېرته د ټلویزیون پر پردې راڅرګنده شوم. که څه هم په هېواد کې مو د حاکمې ډلې له‌خوا ډېر داسې کارونه وشول چې باید رسنیز کېدل، افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې دا حقایق نړۍ ته ورسوي. خو زما لپاره دا ویاړ و، چې د هغو مهمو خبرونو تر څنګ مې دا هڅه وکړه چې هېرې شوې موضوعګانې لکه د پښتو ژبه، ملي ارزښتونه، او تاریخي ورځې اجنډا کې راشي: •د پښتو ژبې ورځ مو ونمانځله؛ •د ملي بیرغ ورځ مو یاده کړه؛ •د شاه امان‌الله خان تلین مو ولمانځه؛ •د ډاکټر نجیب‌الله تلین ته مو درناوی وکړ؛ •د خان عبدالغفار خان په اړه مستند خپور شو؛ •او مهم‌ترینه دا چې، د زرګونو افغانو ښځو غږ مو اوچت کړ. د نجونو د زده کړو غږ وتوانېدو چې په افغانستان انټرنشنل کې یوازینۍ پښتو خپرونه (سپړنه) ❤️ پیل او تر ننه دوام ورکړو. دا خپرونه مو د شاه امان‌الله خان له یاد سره پیل کړه. زموږ یوه مهمه د تمرکز موضوع د افغان نجونو زده‌کړې وې. هڅه مو وکړه چې له بېلابېلو ولایتونو زده‌کړیالانې خپرونو ته راوبلو، څو نړۍ ته وښیو چې افغان نجونې تعلیم غواړي. په دې برخه کې مو له بېلابېلو شخصیتونو لکه ښاغلي ضیاءالدین یوسفزي، اغلې تورپېکۍ یوسفزۍ، او د ډاکټر نجیب‌الله له مشرې لور سره ارزښتناک بحثونه او مرکې لرلې. ټولنیز، تاریخي، او ملي پوښښ د کډوالو، سیاسي بدلونونو, خیبر جرګو، د پښتونخوا له حالاتو، او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو ته مو پوښښ وکړ. همدارنګه، له یو شمېر مهمو شخصیتونو سره لکه اغلې شکریه بارکزۍ، شفیقه خپلواک، پرستو حکیم، وږمه توخي، وږمه سیال، نظیفه جلالي، شګوفه نورزۍ، فرزانه کوچۍ، شبنم صالحي او …سره مو ارزښتناکې مرکې وکړې. زه د دغو ټولو قدرمنو مېلمنو له ګډون منندویه یم. مسلکي ملګرتیا په ځانګړې توګه غواړم د اغلې نویده جانې خوشبو Naveeda Khoshbo 💜یادونه وکړم، چې زما رښتینې لارښوده، مشره خور، او مهربانه ملګرې شوه/ او وي به. له هغې مې ډېر څه زده کړل، او دا به تل له ځان سره یاد ساتم. په دفتر کې مې له نورو همکارانو هم ډېر څه زده کړل، هم له ښو او هم له هغو تجربو چې ستونزمنې وې، خو راته یې درس راکړ چې رښتیا او یو مخ اوسېدل که څه هم ستونزمن وي، خو بریالی وي. پایله که څه هم لیک اوږد شو، خو د پښتنو متل دی: “خبرې ډېرې، سر یې یو.” زه به تل خپلو ملي ارزښتونو ته ژمنه پاتې کېږم، د افغانستان، ملي 🇦🇫 بیرغ، ملي ژبو، د تعلیم حق، انساني او بشري حقونه او د هېواد پرمختګ زما د کار لارښود او اصول پاتې کېږي. په خورا درناوي او مینه، شبنم خان دوران 📺❤️👩🏻‍💼 ۲۵/۰۶/۲۰۲۵ لندن

Shabnam Khan Dawranشبنم خان دوران 🇦🇫

24,818 просмотров • 1 год назад

ګلبدین حکمتیار (د کابل قصاب)، احمد شاه مسعود او نور مجاهدینو څنګه افغانستان وپلورل؟🚫💔 د داکتر نجیب‌الله د ملي مصالحې طرح او د مجاهدینو د حکومت له سقوط وروسته ویجاړۍ – یوه پرتله: د ملي مصالحې طرح چې په ۱۹۸۷ کال کې د داکتر نجیب‌الله له‌خوا اعلان شوه، هدف یې د جګړې پای، د ملي یووالي رامنځته کول او د مخالفو ډلو د سیاسي مشارکت زمینه برابرول وه. دا طرح د خبرو، بښنې او ګډ حکومت پر اصولو ولاړه وه. برخې: مرحلې‌وار اوربند او د مخالفینو سره د خبرو اترو پیل. د ائتلافي حکومت بلنه چې مجاهدین او نورې ډلې پکې ونډه ولري. سیاسي او قانوني اصلاحات، په شمول د نوې اساسي قانون تصویب. د اقلیتونو د حقونو ملاتړ او د مهاجرینو بېرته راستنول. پرمخ‌بیوونکي خنډونه: د پاکستان او امریکا له‌خوا د ملاتړ شویو مجاهدینو مخالفت. د لوریو ترمنځ ژوره بې‌باوري. د شوروي اتحاد فشار د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره. د نجیب د حکومت سقوط او د مجاهدینو واکمنۍ (له ۱۹۹۲ وروسته). د مصالحې ناکامي: له دې سره چې د نجیب‌الله حکومت سقوط وکړ، د مصالحې چانس له منځه ولاړ او مجاهدین پرته له کوم تفاهم یا منظم پلان څخه کابل ته ننوتل. د ۱۹۹۰مې لسیزې د کابل جګړه/د کورنیو جګړو یوه خونړۍ مرحله: په ۱۹۹۰مه لسیزه کې افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو ستونزمنو او خونړیو دورو څخه تېر شو. د دې لسیزې په سر کې، کابل چې د هېواد سیاسي او فرهنګي زړه بلل کېده، د سختو جګړو، راکټي بریدونو او ویجاړیو صحنه شوه. دا جګړه، چې اصلي لوري یې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي قوماندان احمدشاه مسعود وو، د مجاهدینو ترمنځ د واک لپاره روان رقابت و، چې بالاخره یې نه یوازې کابل، بلکې ټول افغانستان له بشري ناورین سره مخ کړ. د جګړې شالید: کله چې شوروي ځواکونه په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه ووتل، د کمونستي رژیم واک تر څو کلونو پورې لا هم پر کابل پاتې و. خو له وتو وروسته، د مجاهدینو بېلابېل ګوندونه چې پخوا یې د شوروي ضد جهاد تر چتر لاندې یووالي درلود، ژر له یو بل سره په قدرتي سیالیو اخته شول. د نجیب‌الله حکومت په ۱۹۹۲ کې نسکور شو، او له هغه وروسته کابل ته د مجاهدینو د ننوتلو سره د کورنیو جګړو نوې مرحله پیل شوه. حکمتیار او حزب اسلامي: ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي مشر، یو له هغو کسانو څخه و چې د شوروي ضد جهاد پر مهال یې له پاکستان او د هغه هېواد د استخباراتو (آی اس آی) پراخ ملاتړ ترلاسه کړی و. حکمتیار سخت دریځه سیاسي لیدلوری درلود او د مطلق واک ترلاسه کول یې هدف و. کله چې د مجاهدینو حکومت جوړ شو، حکمتیار د واک له وېش سره موافق نه و او د کابل پر ښار یې راکټي بریدونه پيل کړل. ده تل هڅه وکړه چې د زور له لارې سیاسي برلاسي ترلاسه کړي. احمدشاه مسعود او شمالي ټلواله: احمدشاه مسعود، چې د جمعیت اسلامي مهم قوماندان و، د افغانستان شمال یې تر کنټرول لاندې درلود او د جنګي مهارتونو له امله ورته "شیر پنجشیر" ویل کېدل. د مجاهدینو د حکومت د دفاع وزیر په توګه، هغه هڅه وکړه چې د حکمتیار بریدونه دفع کړي. مسعود د سولې او تفاهم پلوی و، خو د حکمتیار د دوامداره حملو له امله یې دفاعي حالت غوره کړ. د کابل د جګړې بهیر: د جګړې تر ټولو شدیده مرحله له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹6 کلونو پورې وه. حکمتیار د کابل له شاوخوا څخه د ښار پر استوګنیزو سیمو راکټونه ویشتل، چې زرګونه ملکي وګړي یې ووژل. په ځواب کې، د مسعود ځواکونو د ښار دفاع وکړه. د جګړې شدت، د بې‌نظمۍ خپرېدل، لوټماري او جنګي جنایتونه د کابل ښاریان له فاجعوي وضعیت سره مخ کړل. د بریښنا، اوبو، روغتیا او تعلیم سیستمونه له کاره ولوېدل، او زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې. د بهرني ملاتړ اغېز: په دې جګړه کې د بهرني ملاتړ رول ډېر مهم و. حکمتیار ته د شوروي ضد جهاد پر مهال د سی آی ای شاوخوا ۹۰٪ مرستې د پاکستان له ISI له لارې سپارل کېدې. له امریکايي او سعودي مرستو سره، اټکل کېږي چې د شوروي ضد جهاد پر مهال یوازې حزب اسلامي تر ۶۰۰ میلیونه تر ۱ میلیارد ډالرو پورې مرسته ترلاسه کړې. د ۱۹۷۵ تر ۲۰۲۱ پورې د بهرنیو مرستو مجموعه یې حتی تر ۵ میلیاردو ډالرو رسېدلای شي. پاکستان د حکمتیار ملاتړ د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره کاوه. هغوی غوښتل چې د افغانستان راتلونکی حکومت د دوی له نفوذ لاندې وي. که څه هم حکمتیار له آی اس آی سره نږدې اړیکې درلودې، خو ده تل خپلواکه اجندا تعقیب کړې، چې د وخت په تېرېدو یې دغه اړیکې ترخې هم شوې. بشري ناورین او جنګي جنایتونه: د کابل د جګړې تر ټولو غم‌انګیز اړخ د ملکي وګړو حال و. اټکل کېږي چې یوازې په کابل کې ۲۵،۰۰۰ تر ۵۰،۰۰۰ یا زیات کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د ۱۹۹۳ کال په یوه راکټي برید کې، له ۱،۰۰۰ زیات ملکیان ووژل شول. د حزب اسلامي ځواکونو له لوري د ملکي استوګنځایونو په نښه کول، جبري بې‌ځایه کول، شکنجه او فراقانوني وژنې د بشري حقونو جدي نقض و. غمجن او تاریخي میراث: د کابل جګړه نه یوازې د یو ښار فزیکي ویجاړۍ راوسته، بلکې د افغانستان ملي یووالي ته هم ستر زیان واړاوه. دا جګړه د مرکزي حکومت د سقوط، د طالبانو د راختو او د نړیوالو لاسوهنو د نوې مرحلې پیلامه وه. ګلبدین حکمتیار، سره له دې چې د جهاد اتل بلل کېده، خو د ده د افراطي سیاست، زغم نه‌لرونکي چلند، او تاوتریخوالي پالنې له امله یو بحث‌برانگیز شخصیت پاتې شو. ده ته د امریکا لخوا د ۲۰۰۳ کال په نوملړ کې د نړیوال ترهګر نوم ورکړ شو. پای‌لیک: که څه هم د داکتر نجیب‌الله د ملي مصالحې طرح د جګړې په شرایطو کې یو مثالي خو ستونزمن اقدام و، خو د هغه د حکومت له سقوط وروسته د مجاهدینو له‌خوا رامنځته شوې ویجاړۍ ته په کتو، دا طرح یو منطقي او عاقلانه بدیل ګڼل کېدای شو. د مصالحې د نه‌منلو له امله هېواد له خونړۍ کورنۍ جګړې، ویجاړیو او بشري ناورین سره مخ شو. د ۱۹۹۰مې لسیزې د کابل جګړه یو خونړی درس دی. دا جګړه ښيي چې کله سیاسي سیالۍ د ملي تفاهم پر ځای د زور له لارې حل شي، نو نتیجه یې ویجاړۍ، مرګ ژوبله او تاریخي شاتګ وي. د حکمتیار او مسعود ترمنځ رقابت، که څه هم دواړه د شوروي ضد جهاد اتلان وو، خو د واک لپاره یې جګړه ټول ملت له ناورین سره مخ کړ. د دې جګړې میراث لا هم د افغانستان پر نسلونو اغېز لري. 💔💚❤️🖤💔 افغان و وطن جارم آرزوست!

تریخ حقیقتونه/ حقایق تلخ

36,402 просмотров • 1 год назад

دا ده بواسیرو مریض او دانور چشماټوګان او غیر چشماټوګان د بل پر امبار را غټ شوي د کوڅو مردار خواره چرګان نن راځي پر امارت اسلامي خبري کوي دوی د غیرت شرم حیا اسلاميت افغانیت او... په نوم هیڅ هم نه پېژني، دا هغه پلورل شوي انسانان دي چي غلامان هم ددوی غوندي غلامي څخه پناه غواړي ایا دوی جهاد نکړ خرڅ؟ ایا دوی د شهیدانو په وینو سودا ونکړه؟ ایا دوی یتیمان کونډي په سپیره ډاګ پرې نه ښودل ؟ ایا دوی وطن نکړ خرڅ؟ ایا دوی د وطن شتمنۍ لوټ او تالا نکړې؟ ایا دوی د وطن اساسي ځایونه لکه فابریکي پوهنتونونه مکاتب او.... وران او ویجاړ نکړل؟ ایا دوی پر دې مظلوم ملت سره اورونه بل نکړل؟ ایا دوی دا غریب افغانان له خپل وطن څخه مهاجرت ته مجبور نکړل؟ ایا دوی د افغانانو ناموس ته لاس وا نه چاوه؟ ایا دوی په انساني سپیانو مظلوم افغانان ونه داړل؟ ایا دوی امریکایي اشغال ته تسلیم نه شول؟ دا 👆 فقط مُشت نمونه خروار وه اوس دا د بواسیرو مریضان راځي موږ ته لاري چاري او حکومت ولي راښیي ولاړېږئ جاسوس ایجنټ جهاد فروش وطن فروش ناموس فروشو غلو حائنینو تسلیمانو ، موږ ستاسو غوندي نه یو چي هر سبا او بېګا د ولس په کور ورننوزو خداذناخوسته ناموس یې بې عزته کړو مال یې ترې غلا کړو او کور یې چور او وسوزو ته خائن غل او غدار راځې ماته لاره ښیې پرته چي بیا دي ونه وینم ، او دا په خلاصو غوږونو واوری د عفوي وروسته مو چي هر جرم کړی ده د خپل جرم په سزا به رسېږئ ، دلته اوس داسي نظام قائم ده چي هیڅ جاسو باغي خائن غل او غدار جرم کولو ته نه پرېږدي چي سر هم فقط جګ کړي کوپړۍ به یې د حق په مرمۍ باد باد کېږي بعون الله

🌺 همت افغان🌺

12,734 просмотров • 9 дней назад

یاره، قرار صاحب ته دې د مور او پلار دعا وي! افسوس نه، فخر کوم پر داسې سپینه او روڼ دریځ. سوال ډېر پېچلی و، خو تا ورته یوه جمله کې مستقیم، بې‌ویره او واضح ځواب ورکړ! هغه بونیري چې د پلار، نیکه، انا، په جیب کې د پاکستان شناختي کارټ پروت دی . او د کـــورنۍ غړې یې د پاکستان په پوځ استخپاراتو کې مامورین دی. هغه بونیري مېډیاوال، خبریال، ټک‌ټاکر او یوټوبر هڅه کوله چې موضوع مړه او نرمه کړي، او خپلې موخې پوره کړي . خو تا ورته لا له مخکې حقیقت را بربنډ کړه ! ⸻ مونږ افغانان یو، نه طالبان! پاکستان پر افغانستان برید کړی، نه پر طالبانو! او طالبان هماغه دي چې دي: د پاکستان نیابتي جګړه‌ماران، نه د افغانستان زامن! Majeed Qarar Rahman Bunairee —————————————- موضوع به څومره هم پېچلې شي، خو حقیقت یو دی افغانستان قرباني دی نه مهاجم.او دغه مهاجم ته پاکستان د قطر د سفرونو زمینه برابره ول . نن چې کومه لوبه روانه ده دا ډرامه ده . که پاکستان سره د ټالبانو د افغانستان په سر جنګ دی ، نو GHQ دې ټارګیټ کړې نه فرضی کرښه . دغه فرضی کرښه باندې دا پنځم کال دی چې جګړه ایز مانورونه اجارا کیږی . د پر مختګ څرک نشته .؟

Zaheer Barakzai Sf 🇦🇫

10,661 просмотров • 11 месяцев назад

د افغانستان پر طبیعي زېرمو او ملي امکاناتو دا زموږ دویم بحث دی. دلته زما د ډېر او پرله پسې تاکید مقصد د هېوادوالو په زړونو کې ددې باور پخول او ټینګول دي چې موږ د یوې هوسا ټولنې د جوړېدو ټول امکانات لرو، اما ددغو امکاناتو سم کارول، عقل او تدبیر غواړي. که لاسونه سره یو کړو او زړنه سره یو کړو، وینه ودروو او په ملي یووالي ګام پورته کړو، عمومي هوسایۍ ته رسېدل آسانېږي او چټکېږي. خطاب من مخصوصاً به قشر جوان کشور است که با هدف شگوفایی و رفاه عامه، به کسب دانش عمومی و مسلکی بپردازند و کشور را در همه عرصه ها، مخصوصاً در قسمت استخراج و به کارگیری ثروتهای هنگفت زیر زمینی از نیاز دیگران برهانند و طرح آینده خود را به دست خود بیافگنند. موږ د خپلو طبیعي زېرمو له پاره یوه سمه سنجول شوې لارنقشه چمتو کړې او سره له دې چې د وسله والو ورانکاریو او د جنګسالارنو خپلسریو بشپړتابه ته پرېښنوده، خو د مشروعیت، قانونیت او امنیت په تامین سره ژر او بې ځنډه پلي کېدلی او عملي ګټه ترې راوتلی شي. من به حیث یک ریش سفید مملکت، به حیث یک خادم مملکت وظیفه ام این بود که تهداب گذاری کنم و تهدابی را بگذارم که آینده افغانستان را مصئون کند. در سخت‌ترین شرایط امید را از دست نداده ام، بر امید سرمایه گذاری کرده ام تا روایت تغییر کند. که یو بل ومنو، یوه تگلاره راوړو، وینه درېږي، غیر له هغه نه وینه بیا تویېږي. او زه غواړم غاړه مې خلاصه کړم او نوي نسل ته مې واضح پیغام دا دی چې خپل ظرفیتونه پیدا کړئ، ولې وسیله د جنجال کېږئ؟ ولې جنگسالاران او مفلس سیاستمداران درنه سوء استفاده کوي؟ ولې وسیله د نفاق کېږئ؟ څه باندې مو دعوا ده؟ در بخش دوم برنامه ثروت های زیرزمینی افغانستان همین موضوعات مورد بحث قرار گرفته است. متن کامل و اسناد مربوط به آن را در سه زبان دری، پشتو و انگلیسی از لینک ذیل دریافت کنید: /

Ashraf Ghani

60,807 просмотров • 2 лет назад

د تالبانو د امنیتي سکتور مشران را منشن کړي. خاصتأ دکورنیو چارو د وزارت مشرتابه یي. هغه د داد خان شینواري خبره، محترمینو! لکه څنګه چي خبر یاست د پولیسو وظیفه یوازې د نظم ساتنه نه ده، بلکې د خلکو د سر، مال، ناموس،عزت او عفت ساتنه هم ده. دا مسؤولیت نه یوازې قانوني دی، بلکې شرعي او اخلاقي وجیبه هم ده. تاسې په محافلو کي په خپلو ویناګانو کې دا خبره کوئ چې پولیس د ملت د امن او دعزت ساتونکي دي او خلک باید د پولیسو په شتون کي ډاډمن وه اوسي. خو نن سبا موږ وینو چې ستاسو د اسلامي نظام تر چتر لاندې، ستاسو په حضور کې، زموږ محجوبې افغانې خوېندې او میندې د "نهي عن المنکر" په نامه افرادو له سختو، غیر شرعي، غیر افغاني او غیر انساني چلندونو سره مخ دي. بې له هېڅ جرمه، بې له هېڅ شرعي او قانوني سرغړوني، په ښارونو، بازارونو او واټونو کې افغاني میرمني ځورول کیږي، وهل ټکول، زندان ته وړل او د هغوى بي عزتي او سپکاوی کیږي. دا هغه عملونه دي چې دافغانستان په تاریخ کي هيڅ حاکمیت داسي دیوسي نده کړي ،په حقیقت کي دا کړني د اسلامیت ،افغانیت او انسانیت سره ښکاره دښمني ده. فرض کړو که ستاسو خور او لور ته سربیره پردي چي شرعي حجاب ولري داسي بی پلاره او بی موره خلګ په ښار او بازار کي لاس واچوي تاسو به دهغو په وړاندي څه ونکړي ؟ هر تالب مشر مو دامنیت د راوستو دعوي کوي ،تاسو او خداي چي امنیت همداسي وي چي دحاکمو لخوا دخلګو عزت،وعفت وناموس ته لاس واچول سي . خلاصه، که د دې سپکاوي مخنیوی نسي کولاي، د غیرت اسلامیت او افغانیت پخاطر د داسي مقامه استعفا ورکړئ،لا اقل سبا به دا شرمناک پیټي پر وږو نه وړي. مسؤولیت الهي دٓیًن دی، چي باید صادقانه د ولس چوپړ وسي ،خو که سهل انکاري او بیغوري پکښې وسي، نو وبال او لعنت ګرځي. تاسو لاندي ويډيو کي ګوري چي ټولي افغاني میرمني په مکمل حجاب کي دي خو دا دمفتي عزیز شاګرد لار ورته نیولي ده او مینده مینده ورته کیږي ، او افغاني میرمني روحي شکنجه کوي. دا کړني نه یوازي د افغانیت سره دښمني ده بلکه دشریعت ،اسلامیت او انسانیت سره دښمني ده

Rozgani.A.R

27,485 просмотров • 1 год назад

وارسا - واحد اطلاعات روند سبز افغانستان : ثبت صدای داکتر بشیر رییس قبلی استخبارات طالبان در ننگرهار و رییس کنونی به اصطلاح ضد جاسوسی. پرده برداری از کشتار های درونی ، خویش خوری، فساد، آینده مبهم و فرجام حتمی و ننگین ===================== سلام علیکم و رحمت الله و برکاته د ګروپ ملګرو الله تعالی دې خیر درکړي، زه خو ولاکه پوهیږم چې په دې ګروپ کې به کوم کوم ملګري وي، خو بیا هم زه پکې داخل شوي یم. چې اوس په دا ګروپ کې یم، د خپل مسوولیت په اساس به خبره وکړم، داکتر بشیر یم. دغه ګروپ کې چې موږ او تاسو اکثریت د ننګرهار مجاهدین یوو. او ټولو ته به دغه پته وي چې په ننګرهار کې زمونږ او تاسو زیاتره غټ غټ ډلګې مشران که د بټیکوټ طرف ته وه او که د خوګیانو و طرف ته وه، اکثریت په شخصي مسایلو او دوښمنیو په نتیجه کې شهيدان نه شول؟ زمونږ د ننګرهار مجاهدین به دومره د دښمن سره په مقابلې کې نه وي شهيدان شوي لکه خپلمنځي مقابلو کې چې شهيدان شويدي. نو يو سړی چې د یو چا وينه بیولي شي، نو هغه به د هغو په اړه معلومات نشي شریکولای؟ په ولا بالله چې هغه څه ور پسي ووایي، چې هغه خبرې د ده په جامعه/ ټولنه کې نه وي. زه وایم ټوله د دغه ځای یو، که کره کتنې کمیتې ډله ده او که د بل ځای ډله ده، زه وایم چې د الله لپاره "یسرو ولا تعسر" بس له دغه مسلمانانو سره آسانې وکړئ ، نور دغه د څو مرحلو څخه ووتله، د څو تصیفه ګانو څخه دغه مجاهدین ووتل، زه وایم چي کوم مجاهد چې معمولې چانس د داخليدو درلودی، پکې را داخل يې کړي، نظام خلګو ته ضرورت لري، دا چې په راتلوونکي کي مونږ د ضرورت پر اساس نوي خلک و نظام ته را داخلو، نو خو دغه مجاهدین تیار ستاسو سره شته دي، کوم مجاهد به خطا نه وي کړي، داسي څه مه ورته لیکي چې د يوي وړې خطا په خاطر باید یو مجاهدین له دې صف څخه و ایستل شي، هغه به په دې صف کې قربانۍ ورکړي وي، مه يې د هغو خلکو د پيغور کوي؛ د کومو خلکو پر وړاندې چې یو څو وخته ولاړ وه. د کميټې هدف باید دا وي چې د يوي اشتبا د اصلاح توصیه ورته وشي، دا مجاهدین د الله تعالي نازولي دي، ان شاءالله چې اصلاح به يې کړي. په ولا چې دا په هغه سختو شرایطو کې چې امکانات هم نه وه، او ګرځیدل به، که څوک به وړکی وه او که څوک به غټ وه، چې هر رقم حالات به ول؛ دوي به په اول خط کې وه. نرمې ورسره وکړي، او چې څومره مو په وسه او توان کې وي آسانې ور سره وکړي، په معمولي خطا پسي يې مه کیږي، او که دا مو ګروپ ته پورته کړی، چې هله د پلانکې نوبت دی تکړه شي ور پسي، په اړه معلومات را وکړي، نو هغه به په شخصي کې داسي معلومات درته پسي را ولیږي، د الله په ذات دې مې قسم وي چې په هیڅ رقم به هغه سړی په صف کې پرې نږدي، زه وایم زما د اوسني کره کميټې څخه ډیر غټ امید دا وه، چې دا د تیرې تصفیه کمیسون کومې کمې او نیمګړتیاوي چې وي، هغه به پکې حل شي، او اوس مې هم د اصلاح آرزو ده. بس ډیره سختي مه کوي، هغه سړی معلوم دی، چې هغه باید له صف څخه ويستل شي، هغه وتلي دی، زما په فکر سره دا کره کتنې کمیته د هغه چا لپاره ده، هغه چې ډير ځوریدلي دي او حق يې تلف شويدي، هغه پکې بیرته راشي، زه يې په دې تعبیر نیسم، خو په ګروپ کې نشرول او د ګروپ د لارې د هغه په اړه معلومات را ټولول، په ګروپ کې هغسې خلک تیار ورته ناست وي، چې د هغو په مغزو کې د هغه په اړه د پيدايښت څخه يو انتقاد او کینه موجوده وي، او هغه د ځان څخه بغیر بل هيڅ مجاهد په ننګرهار کې نه مني. که چا لږ جهاد کړی وي او که یې ډیر کړي وي، زه وایم دا د قيامت د ورځې د جنت او دوزخ کیلې ګانې خه دې چې زمونږ مسلمانانو سره ندي کنه په ولاکه په جنت زمونږ څخه څوک ننوتلي وايي. راسئ یو څه آسانې وکړي، الله تعالی په آسانې خوشحالیږي، دغه مجاهدین و نازوی، چې یو چا یوه ورځ هم تیره کړی وي، بس وي نازوی، د چا څخه به ګناه نه وي شوي، ولا زه خو په ننګرهار کې چې اوه کاله پاته شوي یم، الله تعالی ته پته شته دی، چې څه شخصي کیسۍ به موږ او تاسو نه وي کړي، بس د مجاهد په یوه وړه اشتباه څوک مه باسي، هغه اصلاح کړي، د هغه د ایستلو کوشش او یا د هغه د حيثيت د زخمې کولو کوشش مکوئ، زما خو دغه غوښتنه ده. دا که په ګروپ کې د یو چا په اړه د معلومات غوښتل نشر شي، او تاسي بس شخصې ګروپونو ته شي، چې هله هلکه تکړه شته نن د پلانکې ډلګۍ په اړه معلومات دې، په یو سړی امارت دومره اعتبار کړی؛ چې هغه ډلګې مشر کړی، ته يې هم پریګده، که صادقه نه وه، خدای يې شرموي. دا مې د زړه یو درد وه، درسره مې شریک کړو، د ننګرهار د مجاهدینو حال چې په نورو ولایتونو کې وګورئ، چې ما او تا دلته يې نه پیژنو نو هغه به يې څه وپیژنې، ځکه په ننګرهار کې د خوارجو په نوم داسې يوه بلا تیره شوي ده، چې هلته ( په نورو ولایتونو ) کې په روغ سړی باندې هم د داعش ګمان وي، خو هغه یې له دې وجهي دا شک کوي، چې دوې یې نه پیژنې، هلته دا کیسه وي، دلته بیا مونږ او تاسي داسي کیسه سره را روانه کړي، یو په بل پسي مو را اخیستي، هغه پخوانې پخوانې مسائل اوس دلته سره مطرح کیږي، د کره کتنې کمیته ماشاءالله خه کمیته ده، خو معلومات راټولو دغه رقم طریقه صحیح نده، زه د دغه رقم معلوماتو را ټولو طريقي سره موافق نه یم، نور دې الله تعالی خیر وکړي، الله تعالی دې ټولو مجاهدینو ته خیر ورکړي، چې خپل مسوولیتونه په خه طریقه سره ترسره کړي. السلام علیکم

Afg Green Trend

20,962 просмотров • 2 лет назад

له امریکا سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اړېکې دا مانا لري لکه سړی ووایې چې د خنځیر غوښه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خورم. طالب فکر کوي چې په هر شي دوی د اسلام نوم کېږدي؛ نو هغه جایز او روا وي او حرام کار هم په اسلامي اصولو کیدی شي. تر پرونه همدغه طالب ویل چې له حربي کافر سره، دوستي، تجارت، ګاونډېتوب، پیر او پلور، بلکې هر ډول تعامل ورسره ناروا او مطلق حرام دی او ټول مذهبونه په دې اړه یو خوله دي. حربې کافر داسې تعریفوي: هر کافر چې له مسلمانانو سره د نړۍ په هر کونج کې په جګړه اخته و، هغه کافر د ټولو مسلمانانو لپاره حربي کافر دی، مسلمانان د نړۍ په هیڅ ځای کې حق نه لري چې له حربي کافر سره سوله او یا کوم تړون وکړي، سر او مال یې روا دي. نن هم همدغه امریکا او ملګري یې د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو پر وړاندې یا په مستقیم او یا په غیر مستقیم ډول په جګړه اخته دي، خو طالب ورته حربي کافر نه وایې، میاشتنۍ ډالرې کڅوړي یې اخلي، هر ډول تعامل ته ورسره تیار دي، بلکې ستانکزی صیب وایې چې پر امریکا لازمه او واجبه ده چې طالبان په رسمیت وپېژني، تر دې لا بده دا چې ویاند یې وایې، موږ له اسرائیلو سره هیڅ ستونزه نه لرو. طالبه! پرون ولي امریکایان او ملګري یې حربي کافران و او نن نه دي؟ پرون ولي هر ډول تعامل ورسره مطلق حرام و او نن نه دی؟ دغه ساده طالبان به وایې چې پرون یې زموږ په خاوره یرغل کړی و او له ماسره په جګړه اخته و او نن وطن ورڅخه پاک دی. لومړی: پورته مې د استاذ یاسر د خولې تعریف نقل کړی، هغه وایې: حربي کافر یواځې دېته نه وایې چې ستا په خاوره یې یرغل کړی وي او ستا په خلاف جګړه کوي، د نړۍ په هر کونج کې چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کوي، حربي کافر ورته ویل کېږي، ایا امریکا او ملګري یې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه نه کوي؟ ایا چینایان په ایغور کې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه نه دي اخته؟ دوه یم: نن کله موږ د امریکایانو له اشغال او یرغله خلاص یو، ستاسې د دفاع وزیر ملا یعقوب اخوند خپله وایې چې د افغانستان فضاء اوس هم د امریکا له لوري اشغال ده؛ نو بیا څنګه تعامل ورسره کوي او رسمیت ورڅخه غواړي؟ د ملا یعقوب اخوند خبرې واوره، هغه د اصلي اشغالګر پاکستان نوم هم نه شي اخیستلی، وایې بیا ناندرۍ جوړېږي، په خپله خپلواکې، ازادي او فتح لږ شکمن نه یې؟ په دې خبره هم غور درسره وکړه، که پاکستان اشغالګر نه درته ښکارېږي، د اشغالګر ملګری خو دی، ځکه ملا یعقوب په اشاره وایې چې امریکایې ډرون له پاکستانه راځي او زموږ هوایې حریم نقض کوي، بیا څنګه تعامل ور سره کوي؟ شاید طالبان زما د پوښتنې له ځوابه منډه واخلي او ما ته ووایې چې ته د اشغال ملګری وي، مرتد وي، غلام وي، او ...، خو دا زما د پوښتنې ځواب نه دی او نه په دې ټاپو او ښکنځلو پوښتنه ځوابېږي، ځکه هره پوښتنه چې معقول ځواب پیدا نه کړي، د خلکو تر منځ ژوندۍ پاته کېږي، که زه یې ونه کړم بل یې کوي. ځه، ستاسې په اند یې زه له دینه وتلی، خو که همدا پوښتنه له تاسې خپل دینداره او مجاهد ملګری وکړي، څه ځواب ورته لرئ؟ په پای کې کټ مټ هغه خبره درته کوم چې استاذ یاسر ملایانو ته کړي وه. طالبه! له امریکا ډالر واخله، خو د دین په نامه یې مه اخله، دین مه پلوره، په خپله هره ناوړه چاره د دین نوم مه ږده. یادونه: زما د خبرو د تائید لپاره لاندې دوه ویډیوګانې ووارئ، چې استاذ یاسر او ملا یعقوب اخوند څه وایې.

Rahmatullah Andar🇦🇫

34,229 просмотров • 1 год назад

پنځه کاله پخوا چې جمهوریت حاکم وو، خو نن په ډېر افسوس سره د غازي امان الله خان روح بیا نارام دی. په امریکا کې د افغانستان د ۱۰۱مې کلیزې په ویاړ جشن دا نن چې موږ دلته په دې وطن کې داسې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسېږو علت یې دا دی چې خپل وطن لرو، که دلته د چا پیغورونه اورو، که په کار ځای کې له یو چا یوه تېره بېره اورو، که په پاکستان کې د ماجره ناره درپسې وشي، که په سعودي کې د اجنبي ناره درپسې کېږي، بیا هم له ځان سره وایاست چې خیر دی، که مې بله هره ځمکه پردی کړي، د خپل پلار نیکه ټاټوبی خو شته. تاسې یې داسې تصور کړئ که ستاسې هېواد نه وي، او لکه د فلسطینیانو، اویغورو، کردانو او بلڅو یا د نړۍ د ځینو نورو ولسونو د سټېټ لیس وګړو په څېر بې وطنه وی. تاسې به څومره لوی اطمینان او څومره لوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ له لاسه ورکړی وي. که څه هم د افغانستان تاریخ د لر او بر افغانانو د ملی مبارزو او اتلوالیو انداره ده او په دی لاره کې له میرویس نیکه را نیولی تر فقر ایپي وزیریستانی پوری کڼو مشرانو او اتلانو قربانی ورکړی. خو، موږ او تاسې په خپل تاریخ کې د دوو انسانانو د احسان ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات پورهوړی یو. لومړی د احمدشاه بابا، چې د مملکت څښتنان یې کړو، او دوهم، د غازي امان الله چې د مملکت سیاسي استقلال یې بشپړ کړ. د دوی دواړو او د افغان ولس دغه کارونه ‌‌‌‌‌‌ډېر درانه او د سختو مبارزو او قربانیو محصول دی. لکه په لومړی ځل د یو باغ جوړول ‌‌‌‌‌‌او هغه باغ کې د ثمر لررونکې نیالګیو او ګلونو کرل ډېر ګران کار وي، ساتل یې هم زیار او کار غواړي خو دومره ګران نه وی. موږ تاسې ته هغوی دا دروند کار ترسره کړی دی، زموږ دنده د هغوی د میراث ساتنه او پالنه ده. لکه د یوه باغ ساتل چې د هغه باغ د یوې یوې ونې او یوه یوه نهال ساتل وي، د یوه ملت ساتل هم د یوه یوه فرد ساتل، پالل، تربیه کول او پاملرنه غواړی. زموږ آزادي هغه وخت ساتل کېدای شي چې زموږ هر فرد ازاد، په ملي غرور سمبال او د خپلواک نظر او فکر خاوند وي. زموږ د خویندو او میندو آزادي او د خپل برخلیک حق درلودل زموږ د خپلواکي د بشپړتیا یوه مهمه برخه ده. کله چې موږ د غازی امان الله خان د اصلاحاتو د ناتمام فصل یادونه کوو، هدف مو همدا دی چې د دې خاورې انسان په فکري، کلتوري، اقتصادي او امنیتي لحاظ په ځان بسیا او خودکفا شي. راځئ نن ټول د دې پرتمینې ورځې د لمانځلو په مناسبت ژمنه وکړو چې هر افغان به د بل افغان د ځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي. راځئ له خپل کور او کوڅې یې پیل کړو. په کور کې خور، لور، کشر ورور، په کلي کې تربور او کلیوال، او همداسې په هره کچه خپل افغان ته لاس ورکړو.متحد او خودکفا یې کړو، په پښو یې و دروو، غښتلی یې کړو او خپل ملی یووالی او مینه وښایو. د آزاد او خپلواک افغانستان په هیله!✨🇦🇫✨

Spozhmay Maseed

16,487 просмотров • 1 год назад