Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

#ماشومان🌹 د هېواد راتلونکی دي د هېواد د دفاع وزیر د شمال ولایتونو د سفر پر مهال وښودله چې د ماشومانو مینه، پاک احساسات او معصومه موسکا د زړونو د یووالي، ملي همغږۍ او روښانه راتلونکي نښه ده. د ماشومانو خوښي د ټولنې تر ټولو ښکلی انځور وړاندې کوي...

15,511 Aufrufe • vor 2 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

د ملي پراختیا شرکت د پنځه کلنو لاسته راوړنو لړۍ: د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت تر ټولو ستره او ملي پروژه ده، چې د ملي پراختیا شرکت لخوا په پوره افغاني ژمنتیا او چټکتیا سره پر مخ وړل کېږي. دا ۲۴۶ کیلومتره اوږد کانال له آمو سیند څخه سرچینه اخلي او د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو د شاوخوا ۵۵۰ زره هکټاره ځمکې په خړوبولو سره به د افغانستان کرنیز حاصلات څو برابره او هېواد به اقتصادي ځان‌بساینې ته نږدې کړي. تر دې دمه د یاد ستر کانال د لومړي فاز (۱۰۸ کیلومتره) کیندنه ۱۰۰سلنه بشپړه شوې او دویم فاز کې د کیندنې چارې وروستیو مراحلو کې دي. د کانال پر سر د مزارشریف-حيرتان لویې لارې، اورګاډي پټلۍ او دولت‌اباد پلونو چارې پای ته رسېدلي او د سربند ودانیزې چارې او هم د کانال په مسیر کې د ۳۶پلونو او د اوبو کنټرول کوونکو ساختمانونو چارې په چټکۍ سره روانې دي. ملي پراختیا شرکت ژمن دی، چې د دې سترې او برخلیک ټاکوونکې پروژې ټولې برخې په لوړ کیفیت بشپړې او د افغان ولس د ویاړ دا لوی ارمان پوره کړي. #ملي_پراختیا_شرکت #قوش‌تېپه #پنځه_کلنې_لاسته_راوړنې #افغانستان

National Development Corporation (NDC)

11,299 Aufrufe • vor 1 Monat

بېړنی خبر❤️💚💙 د بلوچستان جمهوریت له پاکستان څخه د خپلې خپلواکۍ اعلان وکړ؛ دا د ټولې سیمې لپاره یو زېری او خوشخبره ده. بلوچستان د ۱۹۴۷ کال د اګست په یوولسمه نېټه د خپلې خپلواکۍ اعلان کړی و، او د دغه تاریخي اعلان بیا تازه کول تېر کال د مې په نهمه د میر یار بلوچ له خوا ترسره شول. د همدې دریځ له مخې، د ریپبلک آف بلوچستان پلویان باور لري چې بلوچستان اوس یو خپلواک هېواد دی. له همدې امله، د بلوچستان د خلکو په اند، د افغانستان حکومت، چې یو باوري او نږدې ګاونډی هېواد ګڼل کېږي، کولای شي د بلوچستان د خپلواک هېواد په توګه د رسمیت پېژندنې بهیر پیل کړي او په دې توګه د لومړي اسلامي هېواد په توګه دا ګام پورته کړي. د دې لیدلوري له مخې، که افغانستان بلوچستان په رسمیت وپېژني، نو د نړۍ نور هېوادونه به هم د بلوچستان د سفارتونو د پرانیستلو اجازه ورکړي، او د دوی په باور به دا بهیر د پاکستان د ترهګرۍ د پای ته رسېدو او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي. افغانستان او بلوچستان د سلګونو کلونو راهیسې د تاریخ، کلتور، ژبې، سوداګرۍ او ولسي اړیکو له لارې یو له بل سره ژورې اړیکې لري. د دواړو سیمو خلک د مېلمه پالنې، متقابل درناوي، ګډو دودونو او سیمه‌ییزو ارزښتونو له امله یو بل ته نږدې پاتې شوي دي. د دواړو ولسونو ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو، علمي او فرهنګي اړیکو او ټولنیزو تګ راتګونو اوږد تاریخ د دې دوستۍ څرګندونه کوي. همدا تاریخي او فرهنګي اړیکې د دواړو ولسونو ترمنځ د متقابل تفاهم، همکارۍ او ښه ګاونډیتوب د لا پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک بنسټ ګڼل کېږي، او هیله کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه اړیکې د سولې، سوکالۍ او متقابل درناوي پر بنسټ لا پراخې او ټینګې شي. Youtube video by NDTV

Mir Yar Baloch

35,341 Aufrufe • vor 2 Monaten