Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

مریم کازمن د ننګرهار اصلي اوسېدونکې ده او اوس په دوبۍ کې د غاښونو د ډاکټرې په توګه کار کوي. ۳۵ کلنه مریم په درېیو ژبو خبرې کوي او خپلې لوړې زده کړې یې تر ماسټرۍ کچې په دوبۍ کې بشپړې کړې دي. د بي بي سي شبنم خان...

36,729 Aufrufe • vor 29 Tagen •via X (Twitter)

2 Kommentare

Profilbild von Daftani 🇦🇫
Daftani 🇦🇫vor 29 Tagen

She was my teacher

Profilbild von Venom 🜲 ♛ ☪︎ ⚔︎ 𑁍 ⚡︎
Venom 🜲 ♛ ☪︎ ⚔︎ 𑁍 ⚡︎vor 29 Tagen

She should stop working there is no need for her to work

Ähnliche Videos

په دوبۍ کې يو شمېر افغانان چې د سوداګر ميرويس عزيزي له شرکت څخه يې اپارتمانونه اخيستي وايي، د نوموړي کمپنۍ ترې د اپارتمان پيسې اخيستې دي، خو نه ورته اوس بېرته پيسې ورکوي او نه هم ورته اپارتمان او اسناد يې تسليموي. په دوبۍ کې دغو مزدورکارانو زاويه نيوز سره د بانکونو هغه چکونه، د عزيزي شرکت د هغو کارکوونکو معلومات او په بېلابېلو قسطونو کې د تسليم شويو پيسو عکسونه او ويډيوګانې هم شريکې کړې دي، چې د دوی په ادعا د دوبۍ په «عزیزی رویرا، میدان» کې يې پرې اپارتمانونه اخيستي دي. دغه کسان وايي، دغه پيسې يې په اول ځل يوه اندازه نغدې «۳۶ لکه او ۳۳ زره درهم/ يو شخص» د عزيزي منېجرې زینب او د هغې ورور احمد ته ورجمع کړې دي، او ورته په رسيد کې ليکل شوي، چې په دوو مياشتو کې به اپارتمان درته تسليم شي، خو اوس پرې ۹ مياشتې اوړي او ورته بهانې کوي: «زما په څېر په ګڼو خلکو اپارتمانونه پلورل شوي، خو اوس نه ورته د اپارتمانونو اسناد ورکوي او نه هم خپلې پيسې. موږ چې کله په زینب او احمد پسې ورشو، موږ ته وايي، دغه پيسې مې د عزيزي اکاونټ ته جمع کړې دي او نور تاسو پوه شه او کار مو. دواړه د عزيزي رسمي کارکوونکي دي. دغه سوداګريزه معامله د ميرويس عزيزي په دفتر کې شوې او موږ يې ټول اسناد لرو، خو نن هېڅوک ځواب نه راکوي.» په دوبۍ کې مېشت دغه افغان کارګر وايي: «اول چې درته کور وښيي، په پنځه ويشت، دېرش، پنځه دېرش او تر څلوېښت لکه درهمو پورې يې بيه کوي. له جوړجاړي وروسته يې چې درباندې وپلوري، يوه لويه برخه پيسې هماغه اول کې درنه اخلي او بيا به ورپسې ګرځې. اوس نه کور راکوي او نه هم پيسې. ډېر يې ستړي کړي يوو.»

ZAWIA NEWS

35,926 Aufrufe • vor 2 Monaten