Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

ملا هبت الله په طالبانو کې له روانو اختلافاتو پرده پورته کړه.

11,567 Aufrufe • vor 2 Jahren •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

د طالبانو د مخپټي مشر ملا هبت الله په امر په افغانستان کې د ځيرکو موبايلونو پر کارولو بنديز ولګول شو. زاويه نیوز ته د کندهار ولايت لپاره د طالبانو امنيه قوماندانۍ د دريمې امنيتي حوزې آمر ملا فدا محمد نظامي مشهور په حاجي لالا دغه غږ رسېدلی دی، چې نوموړی پکې پر ځيرکو موبايلونو «غټو موبایلونو» د بنديز څرنګوالی تشريح کوي. ياد شخص روايت کوي، چې ملا هبت الله له خپل لاس لاندې کارکوونکو څخه ناراضه دی، چې اطاعت نه کوي: «تر دې وروسته د طالبانو نظام هېڅ نظامي او ملکي کارکوونکی نشي کولی له ځيرک موبايل استفاده وکړي او ان په کورونو کې دې هم دغه موبایلونه نه کاروي او ټول دې بېرته پخوانيو ساده موبایلونو ته وګرځي.» دې غږ کې خبرداری ورکول کېږي، چې د اداري کارونو ترسره کولو لپاره هم د ځيرکو موبايلونو استفاده کول منع دي. په پای کې ملا هبت الله خپلو لاس لاندې کسانو ته وايي، په راتلونکې کې نافرماني او ګناه مه کوئ، خو تر اوسه مې ستاسو ټول ګناهونه درته معاف کړي دي.

ZAWIA NEWS

45,286 Aufrufe • vor 1 Jahr