Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

موږ د سپېڅلي جهاد په لومړۍ کرښه کې یو. موږ چمتو او جدي یو، تر څو د ولسونو د سرونو او مالونو امنیت وساتو. د اسلامي نظام د دوښمنانو زړه او تن به هیڅکله په آرامۍ کې نه وي. زموږ هویت ستاسو د لا ښه خوندیتوب لپاره پټ دی....

59,390 views • 3 years ago •via X (Twitter)

10 Comments

𝐇𝐢𝐣𝐫𝐚𝐧 𝐎𝐦𝐚𝐫𝐢's profile picture
𝐇𝐢𝐣𝐫𝐚𝐧 𝐎𝐦𝐚𝐫𝐢3 years ago

رب مو خدمتونه او قربانۍ قبولې کړه اتلانو🥺

M Nabi ( مـحمــد الأفغاني)'s profile picture
M Nabi ( مـحمــد الأفغاني)3 years ago

الله ﷻ مو ټولی قربانی او خدمتونه قبولی کړه😘 تاسی یاست چی موږ یو ❤

طالب حذیفه(TalibHuzyfa)'s profile picture
طالب حذیفه(TalibHuzyfa)3 years ago

تاسی رښتني اتلان. یې.

Trader_Afghan's profile picture
Trader_Afghan3 years ago

فدای خاک قدم های تان بشیم شیر بچه ها وطن ❤️

jalal kakar's profile picture
jalal kakar3 years ago

زموږ افتخار ياست رب مو ساتندوی سه .....

حمآس بدري/Hamas's profile picture
حمآس بدري/Hamas3 years ago

رب مو لا ځلانده لره!

MD Ghafoor Khan's profile picture
MD Ghafoor Khan3 years ago

Have a great mission and strong vision 💪, do not give any chance to the enemies either success again our holy soul, so i glad to see you are in great opretion. Open you are eyes every corner of the country special on humanitarian organisations.

Najibullh ghorbandi's profile picture
Najibullh ghorbandi3 years ago

الله ج مو کامیاب لره 🙏🙏

Bahar Ali's profile picture
Bahar Ali3 years ago

دی ویډیو په لیدو می له سترګو بی اختیاره اوښکی لاړی منننه زمریانو تاسو زموږ ویاړ یاست موږ درباندی ویاړو❤️

Hamza Abid's profile picture
Hamza Abid3 years ago

جارشم اتلانو❤️

Related Videos

جهاد په اسلام کې د یوې سپیڅلې مبارزې نښه ده چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره ترسره کېږي. د دې مبارزې هدف یوازې د دیني اصولو د ساتنې نه، بلکه د ټولنیز عدالت، سوله، او د حق د پلي کولو لپاره دی. په جهاد کې، موږ د اسلامي نظام د بنسټیزو اصولو لپاره جګړه کوو. د دې نظام هدف د ټولنې لپاره عدل او انصاف راوستل دي، ترڅو هر فرد د خپل حق څخه برخمن شي. جهاد د دې لپاره دی چې د ظلم او فساد پر وړاندې ودریږو او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره خپل ژوند وقف کړو. امنیت د هر ټولنې لپاره اهم او بنسټیزه موضوع ده، او جهاد د دې لپاره دی چې د ټولنې امنیت تضمین شي. کله چې د اسلامي نظام اصول پلی شي، د ټولنې هر غړی د امنیت او آرامۍ احساس کوي، چې دا د جهاد یوه اساسي موخه ده. د جهاد په لاره کې، موږ د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره له هیڅ راز قربانۍ دریغ نه کوو. د دې مبارزې هر ګام د عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د پلي کولو په لور یو ګام دی. چې لله الحمد له شپاړل کلن جهادي مزل وروسته مو د اسلامي نظام تحفظ، عدالت ، امنیت او د الله تعالی د حدودو جاري کیدل په خپل سترګو ولیدل. لاندې ویدیو له نن تقریباً د څوارلس کالو مخکې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې زموږ زړورو مجاهدینو د پروان بامیان په لار کې د امریکایانو هغه کاروان چې غوښتل یې د غوربند له درې بامیانو ته لاړ شي کمین ووه او په هغې جګړه کې، یو امریکایی ځای پرځای مردار څلور یې ژور ټپيان او یوه هایلکس یې د اور خوراک او یو هایلکس ۲۰۰۹ ماډل مو ترې نغده غنیمت کړه . الله اکبر ! په هغه وخت هایلکس بیا جلا کیف درلود .

شهاب لېوال Shahab lewal313

42,215 views • 2 years ago

د امریکا سنا ته نوې بریالۍ شوې افغان‌الاصلې امریکایۍ مېرمن عایشه وهاب په یوه غونډه کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې قومي، مذهبي، جغرافیایي او د زېږون ځای توپیرونه باید د افغانانو ترمنځ د بېلتون لامل نه شي. وهاب په خپله وینا کې ویلي: «موږ یو ملت یو.» نوموړې زیاته کړې چې یووالی ډېر مهم دی او افغانان باید له یو بل سره مرسته وکړي او یو بل پیاوړي کړي، په ځانګړې توګه د افغان ـ امریکایانو د ټولنې په دننه کې. هغې ویلي چې هېڅ توپیر نه کوي یو کس هزاره وي، ازبک وي، شیعه وي، سني وي او یا دیني چارې نه تعقیبوي؛ همداراز که په امریکا کې زېږېدلی وي او که د نړۍ په بل ځای کې، یا یې کورنۍ له هرې سیمې او هېواد څخه امریکا ته راغلې وي، ټول باید د یوه ګډ هویت تر چتر لاندې سره متحد پاتې شي. عایشه وهاب د افغانانو د ګډ هویت او ملي سمبولونو په اړه ویلي: «ملي بیرغ یوازینی بیرغ دی چې موږ یې باید په رسمیت یې وپېژنو.» نوموړې په څرګندو ټکو ویلي چې د جنګسالارانو بیرغ باید نه وي او «د طالبانو بیرغ هم باید نه وي.»

Kabul Podcast

17,120 views • 1 month ago

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 views • 2 months ago

زه د یو افغان په توګه د خلیفه صیب بې وسې وځورولم چې هغه د پاکستان د تجاوز او یرغل په مقابل کې حتی په تنده لهجه خبرې نه شي کولی، یو روښانه دریځ هم نه شي لرلی، بلکې دومره مجبور دی چې د پاکستان څلویښت کلنه افغان ضد تګلاره او سیاست، ښېګڼه او خدمت بولي، ستاینه یې کوي او څو ځله یې یادوي. هغه سیاسیون چې له بهرنیو استخباراتو سره بلک میل دي او یا نه یو ډول یې څادر د هغوی تر پښو لاندې دی، په افغانستان کې هیڅکله او هیڅ ډول مستقل او ازاد سیاست نه شي کولی. په حقیقت کې نیابتي ډلې د ازاد سیاست او خودمختارۍ جوګه نه دي، که څه هم د موقت وخت لپاره د قدرت څښتنان شي او د واک پر ګدۍ کېنول شي. ملي احزاب او ملي ګوندونه چې د ولس له متنه جوړ شوي وي، سیاسي تګلاره یې د ولس په اراده، رایه او جمهوري ارزښتونو ولاړه وي، د افغانستان د معضلي حل کیدی شي چې له بده بخته موږ هیڅ داسې ملي ګوند نه لرو. شل کلن جمهوریت د ملي ګوندونو د جوړښت لپاره یو ښه فرصت و، خو د جمهوریت بانیانو هیڅ دې مسلې ته پام ونه کړ، دوی هم یواځې د جمهوریت تمثیل کاو، جمهوري تګلارې او په ټولنه کې د جمهوریت بنسټیز کیدلو ته ژمن نه و، ځکه له ملي ګوندونو پرته څنګه کیدی شي چې جمهوریت په ټولنه کې بنسټیز شي. څلور کاله تېرېږي، جمهوریت غوښتونکي یا په بله اصطلاح روڼ اندي په یوه ملي روایت متفق شوي نه دي، ملي روایت یې ایجاد کړی نه دی، بلکې په تېر جمهوري روایت هم نه شي سره را یوځای کیدی. زما خبرې به نهیلې کونکي وي، خو دا یو سپین حقیقت چې موږ یې وینو او یوه روښانه ستونزه ده چې موږ یې تجربه کوو. چورت مه خرابوئ! د ستونزې پېژندل هم د ستونزې د له منځه وړلو لپاره اړین دي، ځکه حلا لارې د ستونزې تر تشخیص ورسته مطرح کېږي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

46,945 views • 1 year ago

اکسوس؛ له ۱۲ کلن مزل وروسته، سبا په نوي رنګ راڅرګندېږي د اپرېل ۲۳مه، چې د کتاب نړیواله ورځ ده، دا ځل د اکسوس له خوا له دې امله په لس ورځني ځنډ یانې سبا د یکشنبې په ورځ د مې په درېیمه نمانځل کېږي چې دا ورځ د اکسوس کتاب پلورنځي د بنسټ اېښودو له دولسمې کلیزې او د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې سره برابره شوې ده، دا ورځ موږ ته دا فرصت راکوي چې یو ځل بیا د کتاب، پوهې او مطالعې ارزښت ته درناوی وکړو. اکسوس کتاب پلورنځی، چې له تېرو شاوخوا دولسو کلونو راهیسې د کتاب مینه‌والو لپاره د مطالعې، زده‌کړې او فکري ودې یو مهم مرکز پاتې شوی، په دې ویاړلې ورځ له خپلو ټولو ملګرو، مشتریانو او د کتاب مینه‌والو سره خپله ژوره مننه او قدرداني شریکوي. په دې دولس کلنه موده کې موږ وتوانېدو چې سلګونه زره نایابه او ارزښتناک کتابونه د افغانانو لاسونو ته ورسوو، په سلګونو کلتوري ناستې، د کتاب پېژندنې پروګرامونه او له لیکوالو سره د مخامخ لیدو کتلو فرصتونه برابر کړو. دا ټولې لاسته راوړنې زموږ او ستاسو د ګډو هڅو پایله ده. موږ ته دا هم د خوښۍ زېرى دی چې سبا به اکسوس کتاب پلورنځی خپله نوې، دایمي او زړه راښکونکې ودانۍ پرانیزي. دا نوې ودانۍ به نه یوازې پراخه فزیکي فضا ولري، بلکې پکې به د مطالعې ناستې، فرهنګي پروګرامونه او د کتاب پلور تګلارې هم په نوې بڼه وړاندې شي. د نوې پالیسۍ له مخې، د مشتریانو د پرله‌پسې غوښتنو په پام کې نیولو سره، به په عمومي توګه د کتابونو پر بیو پینځه سلنه دایمي تخفیف ولګول شي. همدارنګه، د ښځینه مشتریانو د سهولت لپاره به دوه خویندې د نوي کاونټر چارې پر مخ وړي. هغه کسان چې د اکسوس اپلکېشن ډونلوډ کړي، د کتاب پلورنځي دننه به وړیا وایفای ته لاسرسی ولري. د کتاب پلورنځي په وروستۍ برخه کې به یوه زړه راښکونکې قهوه‌خانه هم وي، چې د مطالعې لپاره به یو ارام او الهام‌بښونکی چاپېریال برابر کړي. سربېره پر دې، د جمعې په ورځو به له جمعې لمانځه وروسته تر ماښام اته بجو پورې پلورنځی پرانیستی وي. موږ باور لرو چې دا نوي ګامونه به د مطالعې فرهنګ ته تازه روح ورکړي او د کتاب سره د خلکو مینه به لا ژوره کړي. اکسوس یو لوی او اوږدمهاله خوب هم لري: دا چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د هر افغان کور کې لږ تر لږه یو کتاب – د اکسوس له لارې – د مطالعې لپاره موجود وي. دا زموږ د فکري روښانتیا، تعلیمي پرمختګ او فرهنګي انقلاب پر لور یو مهم ګام دی. او په پای کې دا هم یادونه کوو چې زموږ پخوانۍ پته د دهبوري پارک د جنوبي دروازې مخامخ وه، خو اوس به د دهبوري پارک د شمالي دروازې مخامخ په نوې ودانۍ کې ستاسو هرکلی کوو. سبا، چې ددغه ځانګړو مناسبتونو نېکمرغه ورځ ده، موږ ټولو کتاب مینه‌والو ته د تود هرکلي چمتووالی لرو، چې زموږ نوي پلورنځي ته راشي او په دې ورځ به د ځانګړي تخفیف تر څنګ، د خولې خوږوالي لپاره، له سهاره تر ماښامه زموږ پر غوړېدلي دسترخوان د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه خوندورې مېوې هم اېښې وي: د میدان وردګو د مزه دارو مڼو او ننګرهار خوږو مالټو ځانګړي جوسونه، د کابلي حاجي عزیز خوږې کلچې، د هرات خوندور ممیز، د کندهار شاولیکوټ مزه دار انځیر، د مزار نامي کېکونه، د دایکندي خواږه بادام، د لویې پکتیا جلغوزي، د پنجشیر توتان، د لوګر مزه دار پنیرونه، د بدخشان چارمغز او د فاریاب د کوهستان پستې. راځئ چې نن د کتاب له لارې د پوهې، تفکر او د یو روښانه راتلونکي د جوړولو ژمنه یو وار بیا تازه کړو. په همدې هیله حمید ناصري د اکسوس کتاب پلورنځي بنسټ ایښودونکی

Aksos Book Store

15,872 views • 5 months ago