Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

میرمې په اسلامي امارت کې ځانګړی ځای او مقام لري.

29,685 Aufrufe • vor 1 Monat •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم الحاج ملا محمدحسن اخند نن سهار د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه،ماري سیمې ته ورسېد. سلیم چشمه ماري سیمې ته د اسلامي امارت د محترم رئیس الوزرا د رسېدو پرمهال د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف او یو شمېر نورو مقاماتو د نوموړي هرکلی وکړ. ورپسې د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزرا د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمه کې د ترکمنستان ملي رهبر قربان قلي بردي محمدوف سره وکتل. په دې کتنه کې چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند هم حضور درلود، د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا او د ترکمنستان ملي رهبر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمه ییزو پروژو د تطبیق د ارزښت په اړه بحث او خبرې وکړې او هغه یې د افغانانو او ترکمنستان د خلکو لپاره ګټورې او ارزښتناکې وبللې.

Hamdullah Fitratحمدالله فطرت

74,853 Aufrufe • vor 2 Jahren