Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

نو مینه نوره څنګه وي وطنه زوروره. یوه افغانه پېغله د فراغت مراسمو پر مهال د افغانستان درۍ رنګه ملي بیرغ ښکلوي او اوښکې یې روانېږي.

10,053 views • 3 years ago •via X (Twitter)

6 Comments

Babak Naqibullah's profile picture
Babak Naqibullah3 years ago

😥🇦🇫😥

suhail pashteen's profile picture
suhail pashteen3 years ago

د کوم پوھنتون نہ فارعہ شوہ

Ghost's profile picture
Ghost3 years ago

ظالمه ودی ژړولم

NoorullahBacha's profile picture
NoorullahBacha3 years ago

❤🇦🇫

n's profile picture
n3 years ago

🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫♥️♥️❤️

الیاس(Alyas)'s profile picture
الیاس(Alyas)3 years ago

ځززز

Related Videos

د متحدافغانستان جبهې دریځ ! د افغانستان درې رنګه بیرغ او د اسلامي جمهوریت ارزښتونه د متحد جبهې د موخو ماهیت بیانوي . د جبهې د پرانیستې په ورځ مو د ملي سرود په ښکلو نغمو او د افغانستان د ویاړلي ملي جنډې په پورته کولو ونمانځله . دغه هسک بیرغ د وزیر اکبر خان پر ټپې د زرګونو سرتیرو د وینو په بیعه ولاړ وو او شل کاله یې په ډیر غرور او بري خپله شمله ښوروله . خو دا تاریخ یواځې شل کاله ندی بلکې د تل لپاره به د افغانانو پر زړونو او مټو حکومت چلوي. زموږ بیرغ، زموږ موخې او زموږ لید لوری د هر افغان دریځ دی او دا زموږ یواالی بیانوي . دا جبهه په سیاسي او پوځي ډګر کې د خلکو په ملاتړ پر مخ روانه ده او هغه ورځ به لرې نه وي چې افغان اتلان په داسې حال کې کابل ته دننه شي چې ملي درې رنګه بیرغ یې پر مټو وي. د متحد افغانستان جبهه ، متحد دریځ، متحدې موخې او متحد پوځ له ځان سره لري او پاشلي طالبان به ددوی اصلي وطن پنجاب ته رخصت کړي . د بریمن افغانستان په هیله 🙏❤️

NDS Afghanistan

10,826 views • 3 years ago

د امریکا سنا ته نوې بریالۍ شوې افغان‌الاصلې امریکایۍ مېرمن عایشه وهاب په یوه غونډه کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې قومي، مذهبي، جغرافیایي او د زېږون ځای توپیرونه باید د افغانانو ترمنځ د بېلتون لامل نه شي. وهاب په خپله وینا کې ویلي: «موږ یو ملت یو.» نوموړې زیاته کړې چې یووالی ډېر مهم دی او افغانان باید له یو بل سره مرسته وکړي او یو بل پیاوړي کړي، په ځانګړې توګه د افغان ـ امریکایانو د ټولنې په دننه کې. هغې ویلي چې هېڅ توپیر نه کوي یو کس هزاره وي، ازبک وي، شیعه وي، سني وي او یا دیني چارې نه تعقیبوي؛ همداراز که په امریکا کې زېږېدلی وي او که د نړۍ په بل ځای کې، یا یې کورنۍ له هرې سیمې او هېواد څخه امریکا ته راغلې وي، ټول باید د یوه ګډ هویت تر چتر لاندې سره متحد پاتې شي. عایشه وهاب د افغانانو د ګډ هویت او ملي سمبولونو په اړه ویلي: «ملي بیرغ یوازینی بیرغ دی چې موږ یې باید په رسمیت یې وپېژنو.» نوموړې په څرګندو ټکو ویلي چې د جنګسالارانو بیرغ باید نه وي او «د طالبانو بیرغ هم باید نه وي.»

Kabul Podcast

17,120 views • 1 month ago