Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

هرات د ښځو د قتل عام یو بل دردناک اړخ، چې هره ورځ نوی کیسه او نوې فاجعه راته راښکاره کوي.

26,500 просмотров • 3 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

ملعون ابلیس ! نن زموږ په ټولنه کې داسې کسان پیدا شوي چې شپه او ورځ د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې داسې خبرې او مناظرې خپروي چې د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو احساسات راپاروي. ډېر ساده او بې‌تجربه ځوانان د دې خبرو تر اغېز لاندې راځي او ورو ورو یې ذهنونه د نفرت او دښمنۍ پر لور روانیږي. دا کار یوازې یو عادي بحث نه دی، بلکې د ټولنې لپاره یو خطرناک عمل دی. کله چې د افغان مسلمانانو ترمنځ تفرقه پیدا شي، نو زموږ د هېواد راتلونکی خطر او ګواښ سره مخامخ کیږي د خلکو ترمنځ کرکه او دښمني زیاتیږي. له بده مرغه ځینې کسان دا کار د خپل تجارت او عاید وسیله ګرځوي. هغوی د مذهبي اختلافاتو موضوعات راپورته کوي، خلک احساساتي کوي او وروسته بیا هماغه خلک په TikTok او نورو شبکو کې ورته ډالۍ (Gifts) او پیسې ورکوي. دا ډېره د افسوس خبره ده چې یو کس د خپل جیب ډکولو لپاره شپه او ورځ مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي هغه کس چې پخوا یې د میاشتې دوه سوه ډالر عاید هم نه درلود، اوس د همدې اختلافاتو د پارولو له لارې زرګونه ډالر ترلاسه کوي. دا نه دیني خدمت دی او نه د امت خیر، بلکې د خلکو د احساساتو څخه ناوړه استفاده ده. د داسې کسانو اصلي هویت او پته باید معلومه شي او اړوندو امنیتي ادارو ته باید ور وپېژندل شي، څو د دې ډول فتنې مخه ونیول شي. موږ ټول باید د اتفاق، یووالي او ورورولۍ لپاره کار وکړو. اسلام موږ ته د اخوت او یووالي درس راکوي، نه د نفرت او تفرقې. هر څوک چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهي، هغه په حقیقت کې د اسلام د روحیې او د افغانستان د خلکو د یووالي پر ضد عمل کوي.

Qari Eisa Mohammadi

11,663 просмотров • 7 месяцев назад

د ولس لوږه او د وسله‌والو نندارې؛ کله به مسؤلیت پېژندل کيږي؟ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ددې ويډيو په خپرولو سره وایي؛ د افغانستان عام ولس چې د سهار او ماښام ډوډۍ ته حیران دی او د بې‌وزلۍ تر ټولو سختې ورځې تېروي، د بیت المال له وسلو سره دا ډول لوبې کول د ملت پر زخمونو مالګه اچول دي. دوی وايي؛ په یو هېواد کې چې خلک یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره محتاج وي، د زرګونو افغانیو په ارزښت مهمات په هوا کې دودول نا انساني او نااسلامي عمل دی. د دوی په وينا؛ هره مرمۍ چې هوا ته ویشتل کېږي، بېرته ځمکې ته راګرځي. دا "سرګردانه مرمۍ" اکثراً د بې‌ګناه هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د ټپي کېدو او مړینې لامل ګرځي. ځينې نور بيا وايي؛ دغه وسله‌وال چې له جنګونو وزګار شوي، د دې پر ځای چې د ولس خدمت او امنیت ته پام وکړي، خپل پخوانی جګړه‌ییز عادت د ملت په شتمنۍ پالي. دوی زیاتوي، د یو مسؤل نظام لومړیتوب باید د ملت نس مړول او د هغوی سر خوندي کول وي، نه دا چې د بیت المال وسلې د شخصي نندارو او ولسي ګواښونو لپاره وکارول شي. دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له لوري ورته نندارې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي چې يو شمېر هېوادوالو ته پکې ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

ABN Pashto

20,564 просмотров • 7 месяцев назад

روسیې او طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵کال (د غبرګولي ۶مه) د پوځي-تخنیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. دغه تړون په مسکو کې د نړۍوال امنیتي فورم په لړ کې لاسلیک شو. د یاد تړون د منځپانګې کره جزییات نه‌دي خپاره شوي؛ خو ښایي په تړون کې د وسلو، پوځي ټېکنالوژیو، روزنې، یا د تجهیزاتو ترمیم او لوړولو په برخه کې همکاري شامله وي. روسیې تېرکال طالبان د «ترهګرو» ډلو له نوملړه واېستل او لومړنی هېواد شو، چې په رسمي ډول یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده. له هغه وخت راهیسې هیڅ بل هېواد طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي. د دغه تړون د لاسلیکولو پرمهال په پروتوکول ډله ​​کې د دوو ښځو حضور چې د دواړو خواوو ترمنځ قراردادونه تبادله کوي، د خواله رسنیو کاروونکو پام ځانته راړولی دی. د خوشحال خان افغان په نوم یو کاروونکي پر اېکس پاڼه لیکلي، له طالبانو سره د روسیې اړیکې اوس داسې پړاو ته رسېدلې چې د یادې ډلې ملایان «د ښکلو روسي مېرمنو ترڅنګ درېږي او تړونونه لاسلیکوي». #افغانستان_انټرنشنل_پښتو

افغانستان انټرنشنل - پښتو

13,169 просмотров • 4 месяцев назад

د تخار ولایت تاریخي او مشهور کهنه خانې ځنګل وریبل شو او په ځمکو یی چور ګډ شوي . د تخار یو شمیر مشرانو او اوسیدونکو راته وویل چې د تخار ولایت د درقد، دشت قلعه او خواجه بهاالدین ترمنځ موقعیت لرونکی کهنه‌خاني ځنګل چې یو مشترکه او حکومتي ملکیت و، د کرنې وزارت د ځینو لوړپوړو چارواکو (یو معین، د تخار د زراعت رئیس قطب الدین او امر اراضې قاری عبد الرحمن ) ؛ په سازش په بشپړ ډول ریبل شوی دی. دغه ځمکه اوس خلکو ته په مافیایی شکل په اجاره ورکول کېږي. ځايي خلک وایي دا کار د مافیایي کړیو سره په سازش شوی، په جعلي او ناسم امر سره ځنګل وریبل شو ، حتي د ځنګل وحشي ژوي بې‌سرپناه شوي، ځنګل تاریخي ارزښت له منځه تللی، دا هغه ځنګل و چې پخوا به شاه ظاهر شاه بابا د تفریح او ښکار لپاره ورتللو. اوس دا سیمه په دښت بدله شوې او په ځمکو کې زور او غصب روان دی. یو تن ځایی مشر راته وویل (د دشت قله ولسوالې ددقاری معاذ په نوم یو ډلګې مشر طالب سل موتره د ځنکل لرګې د تیر ورځي را پدیخوا پلورلې .) . Ministry of Agriculture-Afghanistan

Sami Yousafzai سمیع یوسفزي

12,945 просмотров • 8 месяцев назад