Sensitive content

This media may contain sensitive content.

Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

97,349 görüntüleme • 1 ay önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

په کندهار کي د جنرال عبدالرازق د ځناورتوب او زرګونو وحشتونو یوه کوچنۍ بېلګه د هغه د یوه زنداني له قوله واورﺉ! زه شخصأ د جنرال رازق د وحشتونو، د بیت المال او ملي عوایدو د غلاو او اړوندو خیانتونو ذمه واري او مسؤلیت و هغو خاینانو ته راجع کوم، لکه کرزیان چي دغه بېسواده، د الله او د رسول د قانون څخه ناخبره او وحشي ځناور يې د خپلو شخصي ګټو، دښمنیو او عقدو د پاللو په موخه پر کندهار واکمن کړی ؤ. تاسي ټول ددې خبري شاهدان یاست چي ما شاوخوا یوه نیمه لسیزه پر چاپي رسنیو او ټولنیزو شبکو همدا نعرې وهلې چي د خرکار زامن او د وېش وحشي لغړی په لسګونو شخصي زندانونه لري، په زرګونو بېګناه وګړي د مرګ تر وروستي سلګیو پکښي شکنجه کوي او بیایې جسدونه د ډنډ ولسوالۍ د ابراهیم خلیفه بابا په رېګو، د بولدګ په رېګو، د میوند ولسوالۍ په دښتونو، د دامان او تخته پل په صحراو، د هلمند او د زابل ولایت په مربوطاطو کي غورځوي، لېکن همدغو ځناورو، ددوی افرادو، ددوی کاسه لېسو خبریالانو او تالۍ څټو ماته سپکي سپوري ویلې او زه یې په تعصب تورنولم، لېکن الحمدالله زما د مطبوعاتو فعالیت او راپورونو اخیر د حقیقت جامه واغوستل او ټول حقایق د لمر د رڼا پشان میدان ته راووتل، خو هماغه ځناور او د هغوی چاپلوسان نن اکثریت تښتېدلي دي او پاته کسان یې د شرمه چاته مخ نسي ورښکاره کولای او د ټولني له شرمه د مخ پټېدو ځای هم نلري. لېکن زه په اخیر کي د خرکار د زامنو (کرزیانو)څخه یوڅو سوالونه لرم، هغه دا چي: ایا په کندهار کي ددغو ځناورو د تقرر عاملین تاسو نه واست او ددوی د وحشتونو حامیان او ملاتړي نه واست او خپلي ګټي مو په دغو وحشیانو نه خوندي کولې او دښمنۍ مو نه پرې پاللې؟ ایا د لوی کندهار د شل کلن ناورین د بشري حقوقو د لومړنیو ضرورتونو د محرومیت عاملین تاسو نه واست؟ ایا تاسو د اشغال په موجودیت کي د فرعونۍ واکمنۍ دعوه داران نه واست؟ ایا تاسو په افغانستان کي د بدبختۍ او په خاص ډول د لوی کندهار د لسګونو زرو انسانانو د وژلو، د بمباریو، د کلیو او ولسوالیو د هموارولو او په زندانونو کي د ٩٩ فیصده پښتنو د بندي کولو عاملین نه واست؟ ایا تاسو په ټول هیواد کي د اداري او اخلاقي فساد د مروجولو او په ټوله نړۍ کي افغانستان د فاسد ترین هیواد د معرفي کولو عاملین نه واست؟ زه دا منم چي ا ا تاسو ته بخښه وکړه، لېکن که چیري تاسو ته د قضاوت او انصاف تله پلاس درکړو، نو خپلو شل کلنو سوابقو ته په کتو سره به تاسو خپل ځانونه وبخښی او تاسو به الله تعالی ته د خپلو ظلمونو د توجیه لپاره څه دلیل وړاندي کوﺉ؟

Mohammad Sharifi

18,989 görüntüleme • 2 yıl önce

#Afghanistan نن مې دا ویډیو ولیده چې یو استاد – احتمالاً د کابل د دشت برچي د یوه ښوونیز مرکز – یو زده کوونکی د سلګونو نورو زده کوونکو مخې ته په تحقیرونکي ډول پرله پسې څپېړي وهي، یوه، دوه، درې… او بالاخره لکه یو ځناور، په لغتو یې پر سر او اړخ وهي. له دې حالته څه تمه کېدای شي؟ نن دومره عقده‌یي، ناروغ، او له باور پرته را لوی شوي یو، لامل یې همدا وحشیانه شکنجې دي، چې له کورنۍ پیلېږي، مکتب، ښوونځي، پوهنتون، او بیا دغسې مرکزونو ته رسېږي. کله چې یو ځوان ځان ته را وبولو، بیا یې د ټولو ملګرو مخې ته په غیر انساني لحن سپک کړو او فزیکي شکنجه ورکړو، نو نور له هغه څه پاتې کېږي؟! انسان څه شی دی؟! که له موږ څخه هغه لږ غرور، باور، او عزت واخیستل شي، نور څه پاتې کېږي؟ د یو انسان، د یو ځوان راتلونکی وژنه دومره ساده ده – راونیسه او تحقیر یې کړه! ښوونیز مرکزونه د انسان لوړولو او د هیلو د پوره کېدو ځایونه دي، نه د عزت، باور، او راتلونکي د وژلو ځایونه. دا ځوان به وروسته له دې پیښې ټول عمر تېر کړي، ترڅو له دې ورځې، دې صحنې، او دې بدرنګه خاطرې سره جوړ راشي. زه پښېمانه یم، پر دې بې ارزښته سړي چې ځان استاد ګڼي، او پښېمانه یم د دشت برچي پر خلکو، چې د دوی د بچیانو راتلونکی د داسې ځناورانو په لاس کې دی. یاد ولرئ، بد انسان د هیڅ ډول نسبت له مخې د درناوي وړ نه دی، که پلار او مور وي، که استاد او که بل څوک!

Sohail Noor Khan

21,081 görüntüleme • 1 yıl önce