Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

هیواد پلورونکي! تاریخ کې ولیکی جهادي ډلو د شهید دکتر نجیب الله نظام را نسکور کړو، کابل یې وران کړو تر څو د غرب د اشغال لپاره لاره هواره کړي او غربي هیوادو هم پس له شلو کالو په لغته ووهل او طالبان یې په حاکم کړل.

17,551 Aufrufe • vor 3 Jahren •via X (Twitter)

12 Kommentare

Profilbild von asmaie
asmaievor 3 Jahren

@AmanyNasir د شهید داکټر نجیب نظام مجاهدینو نسکور نکړ ، دمجاهدینو زړه یی له پاکستانیانوسره په جلال آباد کی له جهاده تور کړ. هغه د خپلمنځی عواملو له کبله نسکور شو. یولړ له مسعوداودوستم سره یوځای شول او د روسیه په خوښه یی ډاکټر نجیب ته شا کړه ، په نتیجه کی یی هم ځان او هم وطن برباد کړ!

Profilbild von Speen, Sur Gul
Speen, Sur Gulvor 3 Jahren

@AmanyNasir شرق چیرته افغانستان اباد کړ? همدا تاسو کمونستان واست چی له روسانو سره مو افغانانو وژلو کی همکاری کوله۔ او بیا همدا تاسو کموستاند ناتو سره همکاری کوله۔ خاصاََ پښتانه کمونستان اوس هم د اسلام, افغانستان او غیر کمونست پښتنو سر سخت دشمنان یاست۔ ټول منفور نشرات کوي

Profilbild von Nasib
Nasibvor 3 Jahren

@AmanyNasir در همین اشغال فعال حقوق بشر شدی معاش های دالری اشغالکر را خوردی حال باید مدیون اینها باشی حالا که پنجابی وامریکا اشغال نموده چیزی نمی کویی هفته چهل میلیون دالر مفت میاید ؟؟؟

Profilbild von Abdul Hameed Alizad
Abdul Hameed Alizadvor 3 Jahren

@AmanyNasir روسانو د جنګی تاوان څخه د ځان د خلاصون لپاره شمالی ټلوالی د ببرک کارمل په مشری او د جمعیت اسلامی، وحدت اسلامی او دوستمی ملیشو په ګډون جوړ او نجیب یی تیښتی ته مجبور کړ، نجیب چی غوښته هندوستان ته وتښتی، د دوستم ملیشی یی پری یی نښودل او له کابل هوای ډګره وګرځول شو او د ملګرودفتر لاړ

Profilbild von Najla afghan
Najla afghanvor 3 Jahren

@AmanyNasir In aman baraq maktab paran afghanistan nest

Profilbild von 🌲Jahan Raha🌲
🌲Jahan Raha🌲vor 3 Jahren

@AmanyNasir مجاهدین زمینه و بستر را برای شکل گیری گروه تروریستی طالبان ایجاد کردند.

Profilbild von قاری ذبیح الله
قاری ذبیح اللهvor 3 Jahren

@AmanyNasir بلکل دغه خایون دلاسه زمونږ وطن وران ورانسو الله دی داسلام اودوطن دوښمنان ذلیل کړی

Profilbild von ZR.AMIN
ZR.AMINvor 3 Jahren

@AmanyNasir نجیب گاو با توپ و تانگ شوروی سی و چهار ولایت به خاک یکسان نمود دومیلیون معلول و معیوب یتیم شهید بیوه از کارنامه های جنایتکرانه اش بجا مانده شش میلیون آواره جهنم جایش باد

Profilbild von khyber
khybervor 3 Jahren

@AmanyNasir لشکر جهل

Profilbild von Qadir Adli
Qadir Adlivor 3 Jahren

@AmanyNasir څومره چټلي او کثيفی څهري دي په دي ويډيو کي

Profilbild von امان الله نورزهی
امان الله نورزهیvor 3 Jahren

@AmanyNasir این غربیاه برای کشتن مردم افغانستان امدبودن روزی هزار نفر بیکناه کشتی میشدن این خاینین در ۲۰ سال صداشن بلنده نشود این ها زندکی خوبی میکردن به فکری مردم دیکی همه نبودن دردلار بازی میکردن خداوند از خاینین را خراب ونابود بکردان امین

Profilbild von ZR.AMIN
ZR.AMINvor 3 Jahren

@AmanyNasir کلمه شهید به جاسوس کی جی بی جلاد کابل نمیزیبد

Ähnliche Videos

مبارک مو شه ! 🌹 له څو میاشتو پرله‌پسې هڅو، ستړیاوو، الحمدلله نن هغه ورځ راورسېده چې د شهیدانو د ثبت لپاره په رضاکارانه ډول ټول هېوادوال لاس په کار شي، څو خپل تللي اتلان راټول، ثبت او خاطرې یې خوندي کړي. دلته د شهیدانو د پلیټفارم افتتاحیه ویډیو او لینک ږدم. دا پلیټفارم د شهیدانو د ثبت، ساتنې، خاطراتو راټولولو او د اشر په روحیه د یوه منظم ګډ مدیریت لپاره جوړ شوی، څو د خپلو قربانیو تاریخ ژوندی وساتو او راتلونکو نسلونو ته یې وسپارو. په دې ویډیو کې د پلیټفارم عمومي پېژندنه او اساسي معلومات شریک شوي دي او د شهید د ثبت عملي طریقه به ډیر ژر په راتلونکو ویډیوګانو کې وړاندې شي. ان شاءالله راځئ په ګډه د شهیدانو د راټولولو، یادولو او قربانیو د ثبتولو دا مبارکه لړۍ پیل کړو. له تاسو مې هیله ده ویډیو تر پایه وګورئ. که پلیټفارم مو خوښ شو، خپل نظر پرې ولیکئ، له نورو هېوادوالو سره یې شریک کړئ، او د دې لوی او اجر لرونکي کار برخه وګرځئ. #شهیدان د معلوماتي ویډيو د کتلو لپاره د یوټيوب لینک داده :

الهدایة خپرندویه اداره

39,915 Aufrufe • vor 5 Monaten

ډاکټر نجیب الله: د یووالي شهید، د سولې اتل او د تاریخ ګټونکی ولسمشر! ډاکټر نجیب الله یو داسې مشر و چې د قدرت د تږو سیاستوالو له چوکاټ څخه لوړ و. هغه د زر او زور په نشه مستو مشرانو کې نه و! نه یې ماڼۍ وې، نه یې برجونه، نه یې پټې خزانې. مزار یې هم د خاورې یو ساده ټپه ده، خو زړه یې د خپل مظلوم ملت لپاره د یو سمندر په څېر پراخ و. 💔 د ډاکټر نجیب الله او د هغه د مخکینیو مشرانو – نور محمد تره کي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل – ترمنځ توپیر خورا ژور دی. نور په ایډیالوژیو کې غرق وو، هغه د وطن د ژغورنې لپاره خپله ایډیالوژي تر پښو لاندې کړه! هغوی د "خلق" او "پرچم" په نومونو ویشل شوي وو، هغه د ملي یووالي بیرغ پورته کړ! هغوی د واک لپاره وینې تویولې، هغه د وینې د بندولو لپاره خپله وینه نذرانه کړه! 🩸 د داکتر نجیب الله لومړۍ پاڼه یې تیاره وه، خو وروستۍ یې د ملي روښانتیا لمر شو! خوشال خان خټک هم لومړۍ برخه د ژوند کې د مغولو افسر و خو د ژوند په دوهمه برخه کې کله چې د افغان په ننګ یې وتړله توره،‌ننګیالۍ د زمانې شو او همدا مثال د نجیب الله هم دی.‌‌په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د افغان سولې دښمنه وه، هغه په ​​یوازې سر د "سولې، عزت، افغانستان" ناره پورته کړه! 📢 تېروتنې یې کړې، خو زړه یې د وطن په مینه سرشار و! اراده یې د غرونو په څېر کلکه وه! سر یې د خپل ولس په لاره ټیټ شو! تاریخ لږ داسې زړور زامن زېږوي! 🦅 نن چې زموږ ځوانان د جګړې په اور کې سېځل کیږي، حقیقت روښان دی: که د نجیب د یووالي غږ مو منلی وای، دا د بې عزتۍ او کډوالۍ ژوند به مو نه تېراوه! ✊ ډاکټر نجیب الله، ستا له ارام قبر څخه د پکتیا تر لرې پرتو پولو پورې تر پښتونخوا، ستا د وطن پالنې بوی د افغان خاوره کې خپریږي. ستا روح د زرکو په زړو سندرو کې، د څپو په تلپاتې تال کې او د میوند په بادونو کې ژوندی دی. د افغانستان خلک به په خپل وخت کې د سولې د هغه طلایی فرصت ژوره ارزښت درک کړي چې تا په ډیره لیوالتیا وړاندیز کړ – یو داسې خزانه چې په غمجن ډول د ناپوهۍ په تیاره کې ورکه شوه. ستا روح دې ښاد وي، د افغانستان وفادار او سرښندونکی زویه!🔥

𝐊𝐡𝐚𝐥𝐢𝐝 𝐖𝐚𝐫𝐝𝐚𝐠🇦🇫

17,258 Aufrufe • vor 1 Jahr

د استخباراتي ګوډاګيانو اصلي څېره: په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د هغو ډلو له لاسه تباه او ویجاړ شو چې ځانونه یې مجاهدین، طالبان او نورې اسلامکارې ډلې بللې. دغو ډلو نه یوازې د دین او جهاد له نومه ناوړه استفاده وکړه بلکې د بهرنیو قدرتونو ګوډاګیان وو چې سیمه کې د دوی د موخو د پوره کولو لپاره یې خپل ولس قرباني کړ. وطن یې ټوټې ټوټې کړ او میلیونونه بې‌ګناه افغانان یې شهیدان، معیوب او دربدره کړل. دوی چې ځانونه د اسلام او مقدس جهاد مدافعین ګڼل په حقیقت کې د پردیو مزدوران وو. د دوی جګړه نه د اسلام لپاره وه نه د ملت د آزادۍ لپاره بلکې یوازې د خپلو بادارانو د ګټو د تأمین لپاره. د دوی اصلي څېره تاسو په دې ویډیو کې ګورئ چې د دوی تش په نوم جهادي رهبران د امریکا د وخت ولسمشر رونالډ ریګن په دفتر کې لاس په نامه ولاړ وو تر څو د افغانانو د وژلو او د وطن د ورانولو په بدل کې امریکایي ډالر، وسلې او مرستې تر لاسه کړي. دوی ورته ډاډ ورکوئ چې بېغمه اوسه مسټر پرزیډنټ ولاکه یو افغان هم را څخه ښه ورځ وګوري…… دا ډلې د استخباراتي شبکو کرایه‌ شوي ګلټېر سپیان وو چې د اسلام سپېڅلی نوم یې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاراوه. دوی نه اسلام ته ژمن وو نه وطن ته بلکې یوازې د خپلو بهرنیو بادارانو د امرونو تابع وو. تاریخ به دا هېڅکله هېر نه کړي چې څنګه دغو ملي خاینانو د خپل ولس وینه وبهوله د ملت برخلیک یې د پردیو د سیاسي لوبو قرباني کړ او افغانستان یې د نسلونو لپاره برباد کړ. نن هم هماغه ډرامه د تالب په نوم روانه ده سبا به داعش او بل سبا به په بل نوم ادامه ولري …. خبره دا ده چې خره هماغه خره دي فقط کتې یې بدلیږي نو دا د دوئ د جهاد اصلې څېره او ماهیت دی ښه سم یې وپېژنئ چې د کفارو ګلټېر سپیان دي نور څه نه دي…. دا د افغانستان د خلکو مسؤلیت دی چې نور د دغو کرایه‌شوو ګلټېر سپیانو تر اغېز لاندې رانشي د دوی اصلي څېرې او دروغ وپېژني او خپل وطن د دغو ملي خاینانو له منګولو ازاد کړي چې د اسلام د سپېڅلې دین تر نامه لاندي په جنایتونو ، خرافاتو او شرکیاتو بوخت دي…. #Afghanistan 🇦🇫♥️

وطن جار WatnJar 🇦🇫

11,835 Aufrufe • vor 1 Jahr

جناب مفتي صاحب ! که چیرې د اسلامي امارت دیرش کلن عمر او ستاسو د تخیلي حزب اویا کلن عمر سره پرتله کړو. طالب په خپل دیرش کلنې مبارزې کې یواځې دومره کړي چې د افغانستان جغرافیه کې یې اسلامي نظام حاکمه کړی ، د الله تعالی د حدود لپاره یې زمینه مساعده کړې . د نړۍ سوپر ځواکونه یې دلته په ګوڼدو کړي . هغه ځواکونه چې په تیرو شلو کلونو کې د افغانانو وینې تویې عزتونه یې لوټ او جغرافیه یې ترې اشغال کړې وه مړه ټپیان او له هیواده تیښتې ته اړ کړل دیرش کلن طالب دومره وکړل. خو ستا ډارن اویا کلن بوډا امت لپاره څه کړي . یواځې شعار ، ډار او ویره نور یې څه کړي . جناب مفتي صاحب ! تاسو خبر نه یاست ! که مو ځان به بې خبری وهلی ؟ تاسو د موساد په لومو کې ګیر یې ستاسو اویا ګلن بوډا حزب د موساد پیدا وار ده . چې د امت د مسلحانه جهاد مخه یې ډب کړې او د هر مجاهد په مخ کې نیغ ولاړ ده نه یې پریدي چې د اقصی د آزادۍ لپاره له تورې او غشې سره لاړ شي . ستاسو اویا کلن بوډا زموږ پر دیرش کلن مست او له کفري نړۍ یاغي ځوان امارت نه په دې خپه ده چې ولې ددوي د منافعو په مقابل کې پر مسلحانه جهاد باور لري. زموږ دیرش کلن ځوان امارت خو د خپل د ولس زغمونو ته پټی کیښوده د امریکا بریتانیا ځواکونو پوز یې په خارو وموږه ، تاسو مهرباني وکړی د اقصي د مظلومو مسلمانانو زخمونه پټی کړې ، که زموږ دیرش کلن امارت ستاسو اویا کلن بوډا حزب ته د لاس امساء نشوو بیا موږ ملامت کنې . ستاسو په وړو کې شږې دي .

شهاب لېوال Shahab lewal313

24,012 Aufrufe • vor 2 Jahren