正在加载视频...

视频加载失败

🚨#وضاحت جمعه خان فاتح هم د نورو مجاهدینو په څېر د اسلامي امارت متابع سپاهي دی، د امیرالمؤمنین حفظه الله اطاعت ته کاملا ژمن او په سر او مال د اسلامي امارت دفاع ته چمتو دی. په وروستیو کې د جمعه خان فاتح په اړه د شرعي نظام مخالفین...

11,662 次观看 • 1 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

جمعه خان فاتح ما پخوا هم له اسلامي امارت سره بیعت کړی و، اوس هم پر خپل بیعت ولاړ یم او هېڅکله به د اسلامي امارت د نظام پر ضد ونه درېږم. جمعه‌خان فاتح، د هېواد په شمال کې مهم قوماندان، د فیض‌آباد ښار ته په ورتګ سره هغو اوازو او ګنګوسو ته د پای ټکی کېښود چې په وروستیو میاشتو کې د ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو له لوري د هغه په اړه خپرې شوې وې. جمعه‌خان فاتح، چې د امریکايي ځواکونو په ماتې او د اشغال په پای ته رسولو کې یې مهم رول لوبولی، د امریکايي ځواکونو پر وړاندې له نوموتو او مشهور مجاهدینو څخه شمېرل کېږي. هغه وایي، کلونه یې د وفادارۍ، استقامت او اخلاص له مخې د یوه سپېڅلي هدف لپاره مبارزه کړې او هېڅکله به له خپلې ژمنې او لارې څخه ونه اوړي. په وروستیو میاشتو کې ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکې جمعه‌خان فاتح له مرکزي حکومت څخه ناراضه دی او د حکومت پر وړاندې یې دریځ نیولی دی. خو فیض‌آباد، د بدخشان مرکز، ته د هغه وروستی سفر دا ډول اوازې او ادعاوې بې‌بنسټه وښودې او د هغه د مخالفت په اړه خپرې شوې ګنګوسې یې رد کړې. #خراسان_غږ

Khurasan Media Pashto

13,734 次观看 • 1 个月前

حماسي وایي چې ګیلمن شهید نه دی ځکه د هغه مبارزه د اسلامي نظام لپاره نه وه! بیا خپل په خبرو کې وایي چې څوک د اسلامي نظام راوستلو په لار کې مړ شي هغه شهید دی. ښه خبره یې کړې: اسلامي/شرعي نظام څه ته وايي؟ د قران حاکمیت؛ په قران کې اصل د حکومتداری څه شي دي؟ عدالت؛ امانتداري؛ کار اهل ته سپارل؛ انساني کرامت ته درناوی؛ د سر او مال ساتنه او مشورت؛ پورته یو اصل هم د تالبانو په امارت کې نسته او ان دا اصلونه د اسرائیلو په حکومت کې د اسرائیلیانو لپاره سته خو په دوی کې چې ځانته اسلامي حکومت وایي نسته! پر شرابو حلال لیکل شراب نه حلالوي؛ همداسي د تالبانو پر امارت اسلامي لیکل دوی نه اسلامي کوي. اوس راځم د ګیلمن شهادت ته: ګیلمن د اسلامي نظام لپاره مبارزه کول؛ هغه د خپل قوم لپاره د اسلامي حکومت اصول غوښتل چې هغه عبارت د عدالت، امانتداري، کار اهل ته سپارل، انساني کرامت ته درناوی، سر او مال ساتنه او د ملت سره مشورت په اصلونو ولار حکومت غوښتئ او تالبانو کې د اسلامي نظام څرک نه لیدل کیږي نو د تالبانو مړي وژل شوي دي او ګیلمن شهید شوی دی. _

NOORZAI

19,179 次观看 • 2 年前

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 次观看 • 1 个月前