Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ. غني بابا ډیر پخوا خپل غږ پورته کړی وه خو د منطقی او خارجی استخباراتو لوبه دومره غټه وه چی مدنی ټولنو،رسنیو،حسودانو،سیاسی چکچکیانو،د راولپینډی معاش خورو….خاینانو هر څه تخریب چی اوس یی افغانستان له دغه اوسنی سرنوشت سره مخ کړو.😭💔

11,132 Aufrufe • vor 1 Jahr •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

په افغانستان کی دحخکومتونو د پلویانو فکر داسی جوړ دی چی د عوامو د انتقادونو جواب به د یو ښه مشر د نوم په یادولو ورکوی. اوسنیو حاکمانو باندی چی انتقاد کوی بس سمدستی به درته د ملا صیب برادر، خلیفه صیب او ملایعقوب نومونو واخلی او وایی به چی الحمدالله مونږ داسی مشران لرو نو وه ظالمانو دغو مشرانو سره خو اکثریت افغانان مینه لری او مشکل ورسره نه لری او دغه دری مشرانو ته نظام نه ویل کیږی بلکه نظام د اوسنی حکومت ټولو ادارو ته ویل کیږی محکمه کی فساد، مخابراتو کی فساد، شاروالیانو کی فساد، عامی روغتیا کی فساد ، ګمرکات او کانونو وزارت صیب خو د یادولو نه دی نو چی کله دا نه وی اصلاح شوی دغه دری مشران به څه وکړی؟ دا دننګرهار مرکز یعنی زړه دی دا هغه ولایت دی چی تقریباً خودکفا دی ملیارودونه افغانۍ مالیه پکی راټولیږی خو بیا هم تر ټولو ولایاتو ګنده او غیر منظم دی. رازی ماته د ننکرهار د ښاروالی ټول قرارداد راکړی بیا پنځه کاله وروسته د ننکرهار حال وګورۍ چی دا ښار څومره تغیر کوی. خو اوس خو د الف نه نیولی تر یا پوری ټول غله دی ایله خپل جیبونه ډکوی او بس

Raz Mohammad K Sherzad 🇦🇫

13,358 Aufrufe • vor 1 Jahr

اوه! اغای لشکری 😂 زه په خداي نه پوهیږم چي دې خلکو ملا تړلې چي له تعلیمه د ولس زړه د ابد لپاره ور تور کړي که څه کیسه ده؟ امریکا ږغ، د خداي روي دی، لږ توجه وکړئ چي داسي خلک د نجونو پر تعلیم خبري کوي، عواقب يي څه دي. داسي نه چي خلک دا ګوري او ووايي چي موږ تیر یو له تحصيل او له مکتبه؟ البته، امریکا ږغ شاید ووايي چي د يوي خبري ادارې په توګه د افغانستان په وړاندي دا اخلاقي مسولیت نلري او هغه شی خپروي چي خلک یي ګوري او د خبري اصولو په چوکاټ برابر وي. خو زه فکر کوم چي هر ژورنالیست په نهایت کي انسان دی او انسانان اخلاقي مسولیتونه لري، د خپلې ټولنې په اړه اخلاقي تعهد لري، حتی که هغه ورڅخه پاته او تباه وطن افغانستان وي. به هر حال، د مخکنۍ ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د وکیلانو شهرت موجود دی. مال، ته راځه چي دې ښځي څه تحصيلات لري. البته، تاسو ته دي معلومه وي چي زه تر یوې مودې وروسته د خبریالي په وخت کي زیاته د شرقي اروپا او منځني ختيځ پر حالاتو متمرکزه وم. په اخر کي خو باور وکړئ چي د ګډوډي له لاسه يو حمدالله محب او اشرف غني چوکۍ راته معلومه وه . خیر ، د ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د ټولو وکیلانو سوانح سته او لیکلي يي دي چي چا کوم مکتب ویلی او د څه شي يي پوهنتون ویلی دی. د دې ښځې په اړه لیکل سوي چي دا د ١٣٦١ کال متولده ده . يعني دا اوس د ٤٢ کالو ده. دې په ٢٠١١ کال کي د ولسي جرګې په نتایجو کي د جنجال له کبله اعتصاب کړی و. يعني هغه وخت دا ٢٨ کلنه وه 😂 تاسو يي د اعتصاب د وخت عکس وګورئ! به هر حال، خیر دی. تر عمر به يي ور تېر سو. خو حقیقت ؟ اوس نو د دې له نوم سره لیکل سوي چي د زورنالیزم لیسانس لري. مګر دا نسته چي مکتب يي چیرته لوستي او لیسانس يي له کومه اخیستی دی. دا وايي چي په ایران کي مهاجره وه. نو څنګه يي مکتب وویل؟ ایران خو مهاجرو ته اجازه نه ورکوله . ښه دا به استدلال وکړي چي استثنايي مکتب يي ويلی دی. مګر کوم مکتب؟ او د کوم پوهنتون لیسانس ؟ په وروستیو دوو لسیزو کي ډير خلک چي داسي ګومان کیږي چي د ايران ول، په افغانستان کي مقرر ول. تاسو به د ارګ د هغې مشاورې کیسه اوریدلي وي چي ول له ایرانه راغلې او راساً په ارګ کي مقرره سوې وه او اشرف غني لا نه سول برطرفه کولائ ؟ به هر حال، دا ښځه اوس په کاناډا مبارکه کي اوسېږي. وايي زړه مي ډیر درد لري ځکه حکومت خاین و. يعني د افغانستان داسي "قدرونه" له لاسه ولاړل. کاناډا سره ګلونه وړې 😂 کاناډا زوي مړي به څومره پیش رفته سي 😂 اوس نو لکه هندي فلم چي په اخر کي سړی و نه پوهیږي چي هلک مړ سو که يي له نجلۍ سره واده وکړ، څومره انسان سوختي سي، هو؟ سوال: زه ونه پوهیدم چي دا يي وژړل که يي ادا وکړه ؟ بل سوال، د افغانستان خلک چي دا نن انتخاباتو ته ولاړ سي، صادقانه ووایاست چي سیمین بارکزۍ ته رایه ورکوي که یوه بیخي معمولي طالب ته چي مکتب يي هم بند کړی دی؟ ملت بل رنګ په مخمسه کي دی!

JALALZAI

23,863 Aufrufe • vor 2 Jahren

وارسا - واحد اطلاعات روند سبز افغانستان : ثبت صدای داکتر بشیر رییس قبلی استخبارات طالبان در ننگرهار و رییس کنونی به اصطلاح ضد جاسوسی. پرده برداری از کشتار های درونی ، خویش خوری، فساد، آینده مبهم و فرجام حتمی و ننگین ===================== سلام علیکم و رحمت الله و برکاته د ګروپ ملګرو الله تعالی دې خیر درکړي، زه خو ولاکه پوهیږم چې په دې ګروپ کې به کوم کوم ملګري وي، خو بیا هم زه پکې داخل شوي یم. چې اوس په دا ګروپ کې یم، د خپل مسوولیت په اساس به خبره وکړم، داکتر بشیر یم. دغه ګروپ کې چې موږ او تاسو اکثریت د ننګرهار مجاهدین یوو. او ټولو ته به دغه پته وي چې په ننګرهار کې زمونږ او تاسو زیاتره غټ غټ ډلګې مشران که د بټیکوټ طرف ته وه او که د خوګیانو و طرف ته وه، اکثریت په شخصي مسایلو او دوښمنیو په نتیجه کې شهيدان نه شول؟ زمونږ د ننګرهار مجاهدین به دومره د دښمن سره په مقابلې کې نه وي شهيدان شوي لکه خپلمنځي مقابلو کې چې شهيدان شويدي. نو يو سړی چې د یو چا وينه بیولي شي، نو هغه به د هغو په اړه معلومات نشي شریکولای؟ په ولا بالله چې هغه څه ور پسي ووایي، چې هغه خبرې د ده په جامعه/ ټولنه کې نه وي. زه وایم ټوله د دغه ځای یو، که کره کتنې کمیتې ډله ده او که د بل ځای ډله ده، زه وایم چې د الله لپاره "یسرو ولا تعسر" بس له دغه مسلمانانو سره آسانې وکړئ ، نور دغه د څو مرحلو څخه ووتله، د څو تصیفه ګانو څخه دغه مجاهدین ووتل، زه وایم چي کوم مجاهد چې معمولې چانس د داخليدو درلودی، پکې را داخل يې کړي، نظام خلګو ته ضرورت لري، دا چې په راتلوونکي کي مونږ د ضرورت پر اساس نوي خلک و نظام ته را داخلو، نو خو دغه مجاهدین تیار ستاسو سره شته دي، کوم مجاهد به خطا نه وي کړي، داسي څه مه ورته لیکي چې د يوي وړې خطا په خاطر باید یو مجاهدین له دې صف څخه و ایستل شي، هغه به په دې صف کې قربانۍ ورکړي وي، مه يې د هغو خلکو د پيغور کوي؛ د کومو خلکو پر وړاندې چې یو څو وخته ولاړ وه. د کميټې هدف باید دا وي چې د يوي اشتبا د اصلاح توصیه ورته وشي، دا مجاهدین د الله تعالي نازولي دي، ان شاءالله چې اصلاح به يې کړي. په ولا چې دا په هغه سختو شرایطو کې چې امکانات هم نه وه، او ګرځیدل به، که څوک به وړکی وه او که څوک به غټ وه، چې هر رقم حالات به ول؛ دوي به په اول خط کې وه. نرمې ورسره وکړي، او چې څومره مو په وسه او توان کې وي آسانې ور سره وکړي، په معمولي خطا پسي يې مه کیږي، او که دا مو ګروپ ته پورته کړی، چې هله د پلانکې نوبت دی تکړه شي ور پسي، په اړه معلومات را وکړي، نو هغه به په شخصي کې داسي معلومات درته پسي را ولیږي، د الله په ذات دې مې قسم وي چې په هیڅ رقم به هغه سړی په صف کې پرې نږدي، زه وایم زما د اوسني کره کميټې څخه ډیر غټ امید دا وه، چې دا د تیرې تصفیه کمیسون کومې کمې او نیمګړتیاوي چې وي، هغه به پکې حل شي، او اوس مې هم د اصلاح آرزو ده. بس ډیره سختي مه کوي، هغه سړی معلوم دی، چې هغه باید له صف څخه ويستل شي، هغه وتلي دی، زما په فکر سره دا کره کتنې کمیته د هغه چا لپاره ده، هغه چې ډير ځوریدلي دي او حق يې تلف شويدي، هغه پکې بیرته راشي، زه يې په دې تعبیر نیسم، خو په ګروپ کې نشرول او د ګروپ د لارې د هغه په اړه معلومات را ټولول، په ګروپ کې هغسې خلک تیار ورته ناست وي، چې د هغو په مغزو کې د هغه په اړه د پيدايښت څخه يو انتقاد او کینه موجوده وي، او هغه د ځان څخه بغیر بل هيڅ مجاهد په ننګرهار کې نه مني. که چا لږ جهاد کړی وي او که یې ډیر کړي وي، زه وایم دا د قيامت د ورځې د جنت او دوزخ کیلې ګانې خه دې چې زمونږ مسلمانانو سره ندي کنه په ولاکه په جنت زمونږ څخه څوک ننوتلي وايي. راسئ یو څه آسانې وکړي، الله تعالی په آسانې خوشحالیږي، دغه مجاهدین و نازوی، چې یو چا یوه ورځ هم تیره کړی وي، بس وي نازوی، د چا څخه به ګناه نه وي شوي، ولا زه خو په ننګرهار کې چې اوه کاله پاته شوي یم، الله تعالی ته پته شته دی، چې څه شخصي کیسۍ به موږ او تاسو نه وي کړي، بس د مجاهد په یوه وړه اشتباه څوک مه باسي، هغه اصلاح کړي، د هغه د ایستلو کوشش او یا د هغه د حيثيت د زخمې کولو کوشش مکوئ، زما خو دغه غوښتنه ده. دا که په ګروپ کې د یو چا په اړه د معلومات غوښتل نشر شي، او تاسي بس شخصې ګروپونو ته شي، چې هله هلکه تکړه شته نن د پلانکې ډلګۍ په اړه معلومات دې، په یو سړی امارت دومره اعتبار کړی؛ چې هغه ډلګې مشر کړی، ته يې هم پریګده، که صادقه نه وه، خدای يې شرموي. دا مې د زړه یو درد وه، درسره مې شریک کړو، د ننګرهار د مجاهدینو حال چې په نورو ولایتونو کې وګورئ، چې ما او تا دلته يې نه پیژنو نو هغه به يې څه وپیژنې، ځکه په ننګرهار کې د خوارجو په نوم داسې يوه بلا تیره شوي ده، چې هلته ( په نورو ولایتونو ) کې په روغ سړی باندې هم د داعش ګمان وي، خو هغه یې له دې وجهي دا شک کوي، چې دوې یې نه پیژنې، هلته دا کیسه وي، دلته بیا مونږ او تاسي داسي کیسه سره را روانه کړي، یو په بل پسي مو را اخیستي، هغه پخوانې پخوانې مسائل اوس دلته سره مطرح کیږي، د کره کتنې کمیته ماشاءالله خه کمیته ده، خو معلومات راټولو دغه رقم طریقه صحیح نده، زه د دغه رقم معلوماتو را ټولو طريقي سره موافق نه یم، نور دې الله تعالی خیر وکړي، الله تعالی دې ټولو مجاهدینو ته خیر ورکړي، چې خپل مسوولیتونه په خه طریقه سره ترسره کړي. السلام علیکم

Afg Green Trend

20,962 Aufrufe • vor 2 Jahren

غالباً د تراب صیب شعر دی چې وایي: افغان په زور جنت ته نه ځي خو په رضا تر دوزخو درسره ځینه مونږ په تیرو څو لسیزو کې هم سختۍ تجربه کړې دي او هم اسانۍ خو دا مو ولیدل چې نرمي تر زور ډیر اغیز لري ان د دښمن زړه ته هم لار کوي. مونږ شل کاله د کابل ادارې سره جګړه وکړه خو په وروستیو ورځو کې مو د دوی له عسکرو سره د زور پر ځای نرمي وکړه. ددوی جنګیالي مو ونیول، نه مو زندان ته یووړل او نه مو وویشتل پر ځای مو نرمه توصیه ورته وکړه، خوشاله مو کړل او له لارې کرایې سره یو ځای مو خپلو کورونو ته واستول. نتیجه دا شوه چې په یوه اوونۍ کې مو ټول افغانستان تر پښو لاندې کړ. که مو د کار د زور له لارې کړی وای، ښايي تر ننه به لا وینه بهیدله او بریا به لا هم لرې یا ناشوني وه. مونږ ولیدل چې د فتحو اولو ورځو کې زرګونه خلک له هیواد په تیښته وو، کور په کور د شخصي دښمنیو ویره وه خو د امیرالمؤمنین د عفوې یوه فرمان دا ټولې ستونزې ختمې کړې، د خلکو د تیښتې لړۍ ودریده، ان تر دې چې خلک‌ یې دې ته وهڅول چې خپلې پخوانۍ شخصي دښمنۍ هم وبښي. نن چې مونږ واکمن یوو، ولس مو رعیت دی، باید له هغوی سره هماغه شان نرمه رویه وکړو. پر ولس د زور او جبر پر ځای، له نرمۍ، حوصله ‌مندۍ او ښو اخلاقو کار واخلو. که څوک بد کوي نو پیغور ورنه‌ کړو، بلکې په ښه سلوک یې سمې لارې ته رهبري کړو. په ټولو ادارو کې باید له ولس سره ښه چلند وشي، څو خلک وپوهیږي چې مونږ د دوی یوو او دوی زمونږ دي. همداسې لکه نن چې امربالمعروف وزارت له شیرعلي سره ښه چلند وکړ. یاد ټیک‌ ټاکر نه یوازې توبه وکړه، بلکې دومره متأثر شوی چې ځان د امربالمعروف ملاتړی بولي او خلکو ته‌ دا ډاډ ورکوي چې افغانستان کې هیڅ ستونځه نشته هر څوک کولی شي دلته خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي او کار وکړي، ځکه دا وطن د دوی دی او دا نظام یې خپل دی. مونږ ته پکار ده چې له داسې پیښو، که څه هم کوچنۍ وي لوی درس واخلو. ستر نظامونه تل د لویو سینو په وسیله ژوندي پاتې کیږي.

Abdullah Raihan

18,435 Aufrufe • vor 1 Jahr

پنځه کاله پخوا چې جمهوریت حاکم وو، خو نن په ډېر افسوس سره د غازي امان الله خان روح بیا نارام دی. په امریکا کې د افغانستان د ۱۰۱مې کلیزې په ویاړ جشن دا نن چې موږ دلته په دې وطن کې داسې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسېږو علت یې دا دی چې خپل وطن لرو، که دلته د چا پیغورونه اورو، که په کار ځای کې له یو چا یوه تېره بېره اورو، که په پاکستان کې د ماجره ناره درپسې وشي، که په سعودي کې د اجنبي ناره درپسې کېږي، بیا هم له ځان سره وایاست چې خیر دی، که مې بله هره ځمکه پردی کړي، د خپل پلار نیکه ټاټوبی خو شته. تاسې یې داسې تصور کړئ که ستاسې هېواد نه وي، او لکه د فلسطینیانو، اویغورو، کردانو او بلڅو یا د نړۍ د ځینو نورو ولسونو د سټېټ لیس وګړو په څېر بې وطنه وی. تاسې به څومره لوی اطمینان او څومره لوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ له لاسه ورکړی وي. که څه هم د افغانستان تاریخ د لر او بر افغانانو د ملی مبارزو او اتلوالیو انداره ده او په دی لاره کې له میرویس نیکه را نیولی تر فقر ایپي وزیریستانی پوری کڼو مشرانو او اتلانو قربانی ورکړی. خو، موږ او تاسې په خپل تاریخ کې د دوو انسانانو د احسان ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات پورهوړی یو. لومړی د احمدشاه بابا، چې د مملکت څښتنان یې کړو، او دوهم، د غازي امان الله چې د مملکت سیاسي استقلال یې بشپړ کړ. د دوی دواړو او د افغان ولس دغه کارونه ‌‌‌‌‌‌ډېر درانه او د سختو مبارزو او قربانیو محصول دی. لکه په لومړی ځل د یو باغ جوړول ‌‌‌‌‌‌او هغه باغ کې د ثمر لررونکې نیالګیو او ګلونو کرل ډېر ګران کار وي، ساتل یې هم زیار او کار غواړي خو دومره ګران نه وی. موږ تاسې ته هغوی دا دروند کار ترسره کړی دی، زموږ دنده د هغوی د میراث ساتنه او پالنه ده. لکه د یوه باغ ساتل چې د هغه باغ د یوې یوې ونې او یوه یوه نهال ساتل وي، د یوه ملت ساتل هم د یوه یوه فرد ساتل، پالل، تربیه کول او پاملرنه غواړی. زموږ آزادي هغه وخت ساتل کېدای شي چې زموږ هر فرد ازاد، په ملي غرور سمبال او د خپلواک نظر او فکر خاوند وي. زموږ د خویندو او میندو آزادي او د خپل برخلیک حق درلودل زموږ د خپلواکي د بشپړتیا یوه مهمه برخه ده. کله چې موږ د غازی امان الله خان د اصلاحاتو د ناتمام فصل یادونه کوو، هدف مو همدا دی چې د دې خاورې انسان په فکري، کلتوري، اقتصادي او امنیتي لحاظ په ځان بسیا او خودکفا شي. راځئ نن ټول د دې پرتمینې ورځې د لمانځلو په مناسبت ژمنه وکړو چې هر افغان به د بل افغان د ځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي. راځئ له خپل کور او کوڅې یې پیل کړو. په کور کې خور، لور، کشر ورور، په کلي کې تربور او کلیوال، او همداسې په هره کچه خپل افغان ته لاس ورکړو.متحد او خودکفا یې کړو، په پښو یې و دروو، غښتلی یې کړو او خپل ملی یووالی او مینه وښایو. د آزاد او خپلواک افغانستان په هیله!✨🇦🇫✨

Spozhmay Maseed

15,755 Aufrufe • vor 1 Jahr

د خلیلزاد تازه مرکه متقاعد امریکايي مامور په خپله اعتراف کوي چې امریکا فکر نه کاوه افغانان به وکولای شي د شوروي اتحاد پر وړاندې مقاومت وکړي. هغوی له شوروي دومره ویریدل چي کامل باور یی درلود چې دا جګړه به شوروي ګټي. دوهمه مهمه خبره یې دا وه چې کله خالص بابا له نورو جهادي رهبرانو سره امریکا ته راغی، نو د ملاقات په ورستي وخت کي یې زه هوټل ته وغوښتلم. هلته یې راته وویل: “حکمتیار صاحب زموږ د دې لیدنې مخالف دی. هغه وايي! چې امریکا له تاسو څخه تاریخي انځورونه اخلي، څو نړۍ ته وښيي چې دا جګړه د امریکا او شوروي تر منځ ده، نه د افغانانو خپل جهاد او مقاومت. نو مهرباني وکړئ دا کار مه کوئ.” وروسته، خالص بابا ته حکمتیار صاحب یوه شرط وټاکه: که رهبران اسرار کوي له ولسمشر ریګن سره ګوري، نو یوازې به د اسلام دعوت او پیغام ورته وړاندې کوو. شرط ریګن ومانه! خو په پای کې هماغه څه وشول له ولسمشر ریګن سره رنګین انځورونه واخیستل شول چي اوس کله ناکه مخالفین ئی د مجاهدیننو ته د پیغور لپاره وړاندی کوي د حکمتیار صاحب سیاسي زیرکتیا، بصیرت، جرأت او شجاعت حتی د دښمن له خولې غیر ارادئ ستایل شوی. تاریخ هم شاهد دی، او تاریخ په خپلو پرېکړو کې عادل دیهمدی ته سیاسی بصیرت وایی.

Sultan Hamid Akhondzada

11,286 Aufrufe • vor 11 Monaten

ګلبدین حکمتیار (د کابل قصاب)، احمد شاه مسعود او نور مجاهدینو څنګه افغانستان وپلورل؟🚫💔 د داکتر نجیب‌الله د ملي مصالحې طرح او د مجاهدینو د حکومت له سقوط وروسته ویجاړۍ – یوه پرتله: د ملي مصالحې طرح چې په ۱۹۸۷ کال کې د داکتر نجیب‌الله له‌خوا اعلان شوه، هدف یې د جګړې پای، د ملي یووالي رامنځته کول او د مخالفو ډلو د سیاسي مشارکت زمینه برابرول وه. دا طرح د خبرو، بښنې او ګډ حکومت پر اصولو ولاړه وه. برخې: مرحلې‌وار اوربند او د مخالفینو سره د خبرو اترو پیل. د ائتلافي حکومت بلنه چې مجاهدین او نورې ډلې پکې ونډه ولري. سیاسي او قانوني اصلاحات، په شمول د نوې اساسي قانون تصویب. د اقلیتونو د حقونو ملاتړ او د مهاجرینو بېرته راستنول. پرمخ‌بیوونکي خنډونه: د پاکستان او امریکا له‌خوا د ملاتړ شویو مجاهدینو مخالفت. د لوریو ترمنځ ژوره بې‌باوري. د شوروي اتحاد فشار د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره. د نجیب د حکومت سقوط او د مجاهدینو واکمنۍ (له ۱۹۹۲ وروسته). د مصالحې ناکامي: له دې سره چې د نجیب‌الله حکومت سقوط وکړ، د مصالحې چانس له منځه ولاړ او مجاهدین پرته له کوم تفاهم یا منظم پلان څخه کابل ته ننوتل. د ۱۹۹۰مې لسیزې د کابل جګړه/د کورنیو جګړو یوه خونړۍ مرحله: په ۱۹۹۰مه لسیزه کې افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو ستونزمنو او خونړیو دورو څخه تېر شو. د دې لسیزې په سر کې، کابل چې د هېواد سیاسي او فرهنګي زړه بلل کېده، د سختو جګړو، راکټي بریدونو او ویجاړیو صحنه شوه. دا جګړه، چې اصلي لوري یې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي قوماندان احمدشاه مسعود وو، د مجاهدینو ترمنځ د واک لپاره روان رقابت و، چې بالاخره یې نه یوازې کابل، بلکې ټول افغانستان له بشري ناورین سره مخ کړ. د جګړې شالید: کله چې شوروي ځواکونه په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه ووتل، د کمونستي رژیم واک تر څو کلونو پورې لا هم پر کابل پاتې و. خو له وتو وروسته، د مجاهدینو بېلابېل ګوندونه چې پخوا یې د شوروي ضد جهاد تر چتر لاندې یووالي درلود، ژر له یو بل سره په قدرتي سیالیو اخته شول. د نجیب‌الله حکومت په ۱۹۹۲ کې نسکور شو، او له هغه وروسته کابل ته د مجاهدینو د ننوتلو سره د کورنیو جګړو نوې مرحله پیل شوه. حکمتیار او حزب اسلامي: ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي مشر، یو له هغو کسانو څخه و چې د شوروي ضد جهاد پر مهال یې له پاکستان او د هغه هېواد د استخباراتو (آی اس آی) پراخ ملاتړ ترلاسه کړی و. حکمتیار سخت دریځه سیاسي لیدلوری درلود او د مطلق واک ترلاسه کول یې هدف و. کله چې د مجاهدینو حکومت جوړ شو، حکمتیار د واک له وېش سره موافق نه و او د کابل پر ښار یې راکټي بریدونه پيل کړل. ده تل هڅه وکړه چې د زور له لارې سیاسي برلاسي ترلاسه کړي. احمدشاه مسعود او شمالي ټلواله: احمدشاه مسعود، چې د جمعیت اسلامي مهم قوماندان و، د افغانستان شمال یې تر کنټرول لاندې درلود او د جنګي مهارتونو له امله ورته "شیر پنجشیر" ویل کېدل. د مجاهدینو د حکومت د دفاع وزیر په توګه، هغه هڅه وکړه چې د حکمتیار بریدونه دفع کړي. مسعود د سولې او تفاهم پلوی و، خو د حکمتیار د دوامداره حملو له امله یې دفاعي حالت غوره کړ. د کابل د جګړې بهیر: د جګړې تر ټولو شدیده مرحله له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹6 کلونو پورې وه. حکمتیار د کابل له شاوخوا څخه د ښار پر استوګنیزو سیمو راکټونه ویشتل، چې زرګونه ملکي وګړي یې ووژل. په ځواب کې، د مسعود ځواکونو د ښار دفاع وکړه. د جګړې شدت، د بې‌نظمۍ خپرېدل، لوټماري او جنګي جنایتونه د کابل ښاریان له فاجعوي وضعیت سره مخ کړل. د بریښنا، اوبو، روغتیا او تعلیم سیستمونه له کاره ولوېدل، او زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې. د بهرني ملاتړ اغېز: په دې جګړه کې د بهرني ملاتړ رول ډېر مهم و. حکمتیار ته د شوروي ضد جهاد پر مهال د سی آی ای شاوخوا ۹۰٪ مرستې د پاکستان له ISI له لارې سپارل کېدې. له امریکايي او سعودي مرستو سره، اټکل کېږي چې د شوروي ضد جهاد پر مهال یوازې حزب اسلامي تر ۶۰۰ میلیونه تر ۱ میلیارد ډالرو پورې مرسته ترلاسه کړې. د ۱۹۷۵ تر ۲۰۲۱ پورې د بهرنیو مرستو مجموعه یې حتی تر ۵ میلیاردو ډالرو رسېدلای شي. پاکستان د حکمتیار ملاتړ د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره کاوه. هغوی غوښتل چې د افغانستان راتلونکی حکومت د دوی له نفوذ لاندې وي. که څه هم حکمتیار له آی اس آی سره نږدې اړیکې درلودې، خو ده تل خپلواکه اجندا تعقیب کړې، چې د وخت په تېرېدو یې دغه اړیکې ترخې هم شوې. بشري ناورین او جنګي جنایتونه: د کابل د جګړې تر ټولو غم‌انګیز اړخ د ملکي وګړو حال و. اټکل کېږي چې یوازې په کابل کې ۲۵،۰۰۰ تر ۵۰،۰۰۰ یا زیات کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د ۱۹۹۳ کال په یوه راکټي برید کې، له ۱،۰۰۰ زیات ملکیان ووژل شول. د حزب اسلامي ځواکونو له لوري د ملکي استوګنځایونو په نښه کول، جبري بې‌ځایه کول، شکنجه او فراقانوني وژنې د بشري حقونو جدي نقض و. غمجن او تاریخي میراث: د کابل جګړه نه یوازې د یو ښار فزیکي ویجاړۍ راوسته، بلکې د افغانستان ملي یووالي ته هم ستر زیان واړاوه. دا جګړه د مرکزي حکومت د سقوط، د طالبانو د راختو او د نړیوالو لاسوهنو د نوې مرحلې پیلامه وه. ګلبدین حکمتیار، سره له دې چې د جهاد اتل بلل کېده، خو د ده د افراطي سیاست، زغم نه‌لرونکي چلند، او تاوتریخوالي پالنې له امله یو بحث‌برانگیز شخصیت پاتې شو. ده ته د امریکا لخوا د ۲۰۰۳ کال په نوملړ کې د نړیوال ترهګر نوم ورکړ شو. پای‌لیک: که څه هم د داکتر نجیب‌الله د ملي مصالحې طرح د جګړې په شرایطو کې یو مثالي خو ستونزمن اقدام و، خو د هغه د حکومت له سقوط وروسته د مجاهدینو له‌خوا رامنځته شوې ویجاړۍ ته په کتو، دا طرح یو منطقي او عاقلانه بدیل ګڼل کېدای شو. د مصالحې د نه‌منلو له امله هېواد له خونړۍ کورنۍ جګړې، ویجاړیو او بشري ناورین سره مخ شو. د ۱۹۹۰مې لسیزې د کابل جګړه یو خونړی درس دی. دا جګړه ښيي چې کله سیاسي سیالۍ د ملي تفاهم پر ځای د زور له لارې حل شي، نو نتیجه یې ویجاړۍ، مرګ ژوبله او تاریخي شاتګ وي. د حکمتیار او مسعود ترمنځ رقابت، که څه هم دواړه د شوروي ضد جهاد اتلان وو، خو د واک لپاره یې جګړه ټول ملت له ناورین سره مخ کړ. د دې جګړې میراث لا هم د افغانستان پر نسلونو اغېز لري. 💔💚❤️🖤💔 افغان و وطن جارم آرزوست!

تریخ حقیقتونه/ حقایق تلخ

36,402 Aufrufe • vor 1 Jahr

🚨🚨🚨افغانانو دغه ویډیو حتماََ وګورئ چه ستاسې هیواد څومره سرمایه لري د ځمکې لاندې!!! افغانستان کولی شي د لیتیم راتلونکی سعودي عربستان شي د افغانستان سپین رنګه سره زر: زموږ د خاورې لاندې د فرصتونو یوه نوې دوره افغانستان د تاریخ په یوه مهم پړاو کې ولاړ دی، داسې پړاو چې کولای شي نه یوازې د دې هېواد اقتصاد بدل کړي، بلکې په نړیوال ډګر کې یې ځای هم نوي تعریف کړي. د دې هېواد د غرونو او دښتو تر لاندې داسې بې ساري طبیعي شتمنۍ پرتې دي چې تر ټولو مهم یې لیتیم دی. لیتیم چه نن ورځ د “سپین رنګه سرو زرو” په نوم یادیږي، د یوویشتمې پېړۍ له تر ټولو ارزښتناکو عناصرو څخه ګڼل کېږي، او افغانستان ښايي دومره زیرمې ولري چې د خپل اقتصادي برخلیک بڼه بدله کړي. له کلونو راهیسې دا خبره معلومه وه چې افغانستان د طبیعي زیرمو له پلوه بډای هېواد دی. په دې زیرمو کې سره زر، مس، اوسپنه، یورانیم، نادره فلزات، او قیمتي ډبرې شاملې دي. خو په ۲۰۱۰ کال کې، کله چې جیولوجیکي سروې ګانې ترسره شوې، د دې شتمنیو اصلي اندازه لا روښانه شوه. په هغه وخت کې اټکل کېده چې د افغانستان د نه کارېدونکو طبیعي زیرمو ارزښت له یو تر درې ټریلیون ډالرو پورې دی, یعني دري زره میلیارده ډالرو پوري. له هغه وروسته، د نړیوال بازار بدلون او د لیتیم د غوښتنې زیاتوالي له امله، دا ارزښت څو چنده لوړ شوی او ښايي تر نهه ټریلیون ډالرو پورې رسېدلی وي. لیتیم په ځانګړي ډول ځکه مهم شوی چې د عصري ټکنالوژۍ بنسټ جوړوي. دا هغه عنصر دی چې د لیتیم آیون بېټرۍ پکې جوړیږي، او همدا بېټرۍ د برقي موټرو، موبایلونو، لپټاپونو، او د نوې انرژۍ د ذخیره کولو سیستمونو لپاره کارول کېږي. نړۍ اوس په چټکۍ سره له تېلو څخه د پاکې انرژۍ پر لور روانه ده، او په همدې بدلون کې د لیتیم ارزښت ورځ تر بلې لوړیږي. اټکل کېږي چې په راتلونکو شلو کلونو کې به د لیتیم غوښتنه تر څلوېښت چنده زیاته شي. دا بدلون د هغه وخت سره ورته دی کله چې تېلو د منځني ختیځ هېوادونه شتمن کړل. لکه څنګه چې تېلو سعودي عربستان او نور هېوادونه بدل کړل، همداسې لیتیم کولای شي افغانستان ته نوی اقتصادي ژوند ورکړي. که څه هم د افغانستان د لیتیم دقیق مقدار لا بشپړ ندی معلوم، خو باور دا دی چې دا زیرمې دومره لویې دي چې له هغو هېوادونو سره سیالي کولای شي چې د نړۍ تر ټولو سترې زیرمې لري، لکه بولیویا, ارژنټاین او چیلي. لدې سره سره، افغانستان د اوسپنې، مسو، مرمر ډبرو، او نادرو فلزاتو سترې زیرمې هم لري، چې دا ټول هېواد د نړۍ له تر ټولو بډایه خو لا هم نه پرمختللو هېوادونو څخه ګرځوي. خو دا لوی فرصت له ځان سره سترې ستونزې هم لري. افغانستان اوس مهال نه هغه تخنیکي وسایل لري، نه کافي پانګه، او نه هم لازم مهارتونه چې دا زیرمې په سمه توګه استخراج کړي. د کانونو لوی صنعت پرمختللې ټکنالوژۍ، روزل شوي کارکوونکي، قوي زیربناوې، او ثابت سیاسي نظام ته اړتیا لري. که دا شرایط برابر نشي، نو دا ټولې شتمنۍ به یوازې د کاغذ پر مخ ارزښت ولري بس! په همدې ځای کې بهرني هېوادونه مهم رول لوبولای شي، خو دا رول هم فرصت دی او هم خطر. چین، چې د نړۍ په کچه د برقي موټرو او لیتیم په بازار کې مخکښ دی، د افغانستان پر زیرمو ډېر تمرکز کړی دی. د مسو د کانونو تړونونه او د لیتیم احتمالي پروژې ښيي چې چین غواړي لدې فرصته ګټه واخلي. خو که دا تړونونه په سمه توګه مدیریت نه شي، نو ښايي افغانستان یوازې خپل منابع له لاسه ورکړي او ګټه یې نورو ته ورسېږي. بله لویه ستونزه سیاسي بې ثباتي ده. د اوږدمهاله پانګونې لپاره ثبات، قانون، او باور ډېر مهم دي. که په هېواد کې روڼتیا، حساب ورکونه، او امنیت نه وي، نو بهرني پانګه وال به زړه نه ښه کوي چې دلته پانګونه وکړي. لدې پرته، فساد او کمزوری اداري سیستم کولای شي هره پروژه له ناکامۍ سره مخ کړي. همدارنګه دا پوښتنه هم مهمه ده چې دا شتمني به څنګه اداره کېږي. طبیعي زیرمې کولای شي د پرمختګ وسیله شي، خو که ناسم مدیریت شي، نو د بدبختۍ سبب هم ګرځي. ډېر هېوادونه د همدې ستونزې ښکار شوي دي، چې شتمني یې د خلکو تر منځ نابرابري زیاته کړې او اقتصاد یې له یو اړخیز حالت سره مخ کړی دی. افغانستان باید دا تېروتنه تکرار نکړي او باید ډاډ ترلاسه کړي چې عایدات یې په تعلیم، روغتیا، زیربناوو، او اوږدمهاله پرمختګ کې ولګول شي. د افغانستان حکومتې چارواکي باید درک کړي چې دا زیرمې یوازې عادي توکي ندي، بلکې ستراتیژیک ارزښت لري. دا هغه وسیله ده چې کولای شي د هېواد راتلونکی وټاکي. ښه پلان، شفاف حکومتداري، او هوښیارې نړیوالې اړیکې ډېرې ضروري دي. افغانستان باید هڅه وکړي چې په اوږدمهال کې خپل تخنیکي ظرفیت لوړ کړي، خپل انجنیران وروزي، او یوازې د خامو موادو د صادرولو پر ځای، د تولید لوړو پړاوونو ته ځان ورسوي. له بلې خوا، د افغانستان خلک هم باید د دې شتمنیو په اړه پوهه ولري او له خپلو چارواکو څخه حساب وغواړي. ملي شتمني باید د ټول ملت لپاره وکارول شي، نه دا چې یوازې د څو کسانو په لاس کې پاتې شي. په پای کې به دا ووایم چې د افغانستان طبیعي شتمنۍ، په ځانګړي ډول لیتیم، یو ستر فرصت وړاندې کوي. دا خبره چې افغانستان د “لیتیم سعودي عربستان” کېدای شي، یوازې یو شعار ندی، بلکې یو واقعي امکان دی. خو دا امکان یوازې هغه وخت په حقیقت بدلېږي چې سمې پرېکړې وشي، مسوولانه مشري موجوده وي، او ستونزې په هوښیارۍ سره حل شي. که دا هر څه عملي شي، نو د افغانستان سپین رنګي سره زر کولای شي د یو نوي، باثباته، او پرمختللي راتلونکي بنسټ کېږدي. #افغانستان

A Hashimi

11,746 Aufrufe • vor 3 Monaten

امریکا له خپل راتګ مخکې د افغانستان له ګاونډیانو سره ځینې وعدې کړی وې، چې له هغې جملې یوه یې زموږ جنوبی او شرقی همسایه (پاکستان)، غربي همسایه ایران او شمالی همسایه تاجکستان سره کړی وه چې امریکا به د افغانستان په اوبو سرمایه‌گذاری نه کوي او نه به افغان دولت ته دا اجازه ورکوي چې د افغانستان سیندونه له همسایه‌ګانو راوکرځوي. د همسایه‌ګانو د رضایت لپاره کرځي صیب له ۲۰۰۴ میلادی کال څخه تر ۲۰۱۳ میلادی کال پورې پخوانی جهادی قوماندان اسماعیل خان د اوبو او انرژی وزیر وټاکل تر څو د افغانستان پر اوبو د سرمایه‌گذاری مخه ونیسي. اسماعیل خان ته هم موقع په لاس ورغله او څومره بودیجه به چې د اوبو د مدیریت او انرژی د تولید لپاره منظوریدله نو هغه به راسن زموږ له غزبی همسایه ایران ته وړله او له ایران څخهبګ به یی زاړه ډیزلی ماشینونه او ډیزل پری پلورل تر څو موقتاً يو ګروپ روښانه کړي. پاکستان سره چې کله هم ېموږ د اوبو او انرژی بحث راځي نو پاکستان غواړي زموږ توجه له کونړ سیند څخه واړوي او بحث لمریزی انرژی ته یوسي. ځکه که پاکستان سره موږ د کونړ پر سیند مذاکره هم وکړو او حد اقل ۳۰٪ اوبه هم ترې راوګرځو، پاکستان ته یې زور رسیږي او پاکستان نه غواړي چې د کونړ سیند ۱۰٪ اوبه هم په افغانستان کې مصرف شي. پاکستان یواځې له افغان نوم سره دوښمني نلری یلکی، هغوی د هر هغه چا سره دښمني لری چې په افغانستان کې د پاکستان د ګټو مخه نیسي، عین که جاپانی هم یې وژني دی ( ناکامورا). نن مې د افغان میلیاردر Mirwais Azizi خبرې واوریدې. عزیزی وایی چې غواړم په افغانستان کې ۱۰ میلیارده ډالره سرمایه‌گذاری وکړم د انرژی په برخه کې، خو شروع یې له لمریزی یا سولری پروژې له افتتاح کوم. د عزیزی دا خبره داسی معنا لری لکه په بستر شدید زخمی ته چې ته د سر درد ګولی ورکوی، چې صبر وکړئ، لومړی یې دا سر درد ښه شي، له نورو زخمونو سره به بیا ګورو. یو سروی ښیي چې د افغانستان د انرژی تولید ذخایر د ۲۴۰۰۰ مګاواټه د انرژی د تولید ظرفیت لري، چې له هغې جملې ۲۳۰۰۰ مګاواټه یې د اوبو انرژی ده او پاتې ۵۱۴-۵۲۴ مګاواټه یې زغال سنګ، ۳۵۰-۵۰۰ طبعی ګاز او ۱۲۵-۳۰۰ خام نفت تولیده وي. عزیزی صیب پر ځای د دې چې د مریض شدید زخم پانسمان کړي او وینې د بهیدو مخه ونیسي، په سینه د مالږی پلاستیک ګدی چې صبر ټوخۍ یې ښه شي یا د پرستامول ګولۍ ورکوي چې د سر درد یې ښه شي. عزیزی صیب، که د افغانستان په اوبو سرمایه‌گذاری نشي کولی، نو افغانانو مخ د له هغو سیندونو څخه مه اړوئ چې له موږ یې سل‌هاو زره زلمی خوړلی. که اوس مو له وس او توان برابر نه وي، ۵۰ یا ۱۰۰ کاله وروسته به یو څوک پیداشي چې د بهیدونکو سیندونو مخه به ونیسي او په خپلو شاړو دشتو به یې راخېژوی، کورونه به مو روښانه کړی له ایراني ډیزلی ماشینونو څخه به بی غمه کړی. په افغانستان کې په داسې حال کې چې سیندونه مو نورو مملکتونو ته بهیږي په سولریزه انرژی سرمایه‌گذاری خدمت نه بلکې ظلم دی د دې وطن او ملت سره. از مه را ګفتن است Mirwais Azizi

Azeem Azeemi

19,823 Aufrufe • vor 1 Jahr

له امریکا سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اړېکې دا مانا لري لکه سړی ووایې چې د خنځیر غوښه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خورم. طالب فکر کوي چې په هر شي دوی د اسلام نوم کېږدي؛ نو هغه جایز او روا وي او حرام کار هم په اسلامي اصولو کیدی شي. تر پرونه همدغه طالب ویل چې له حربي کافر سره، دوستي، تجارت، ګاونډېتوب، پیر او پلور، بلکې هر ډول تعامل ورسره ناروا او مطلق حرام دی او ټول مذهبونه په دې اړه یو خوله دي. حربې کافر داسې تعریفوي: هر کافر چې له مسلمانانو سره د نړۍ په هر کونج کې په جګړه اخته و، هغه کافر د ټولو مسلمانانو لپاره حربي کافر دی، مسلمانان د نړۍ په هیڅ ځای کې حق نه لري چې له حربي کافر سره سوله او یا کوم تړون وکړي، سر او مال یې روا دي. نن هم همدغه امریکا او ملګري یې د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو پر وړاندې یا په مستقیم او یا په غیر مستقیم ډول په جګړه اخته دي، خو طالب ورته حربي کافر نه وایې، میاشتنۍ ډالرې کڅوړي یې اخلي، هر ډول تعامل ته ورسره تیار دي، بلکې ستانکزی صیب وایې چې پر امریکا لازمه او واجبه ده چې طالبان په رسمیت وپېژني، تر دې لا بده دا چې ویاند یې وایې، موږ له اسرائیلو سره هیڅ ستونزه نه لرو. طالبه! پرون ولي امریکایان او ملګري یې حربي کافران و او نن نه دي؟ پرون ولي هر ډول تعامل ورسره مطلق حرام و او نن نه دی؟ دغه ساده طالبان به وایې چې پرون یې زموږ په خاوره یرغل کړی و او له ماسره په جګړه اخته و او نن وطن ورڅخه پاک دی. لومړی: پورته مې د استاذ یاسر د خولې تعریف نقل کړی، هغه وایې: حربي کافر یواځې دېته نه وایې چې ستا په خاوره یې یرغل کړی وي او ستا په خلاف جګړه کوي، د نړۍ په هر کونج کې چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کوي، حربي کافر ورته ویل کېږي، ایا امریکا او ملګري یې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه نه کوي؟ ایا چینایان په ایغور کې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه نه دي اخته؟ دوه یم: نن کله موږ د امریکایانو له اشغال او یرغله خلاص یو، ستاسې د دفاع وزیر ملا یعقوب اخوند خپله وایې چې د افغانستان فضاء اوس هم د امریکا له لوري اشغال ده؛ نو بیا څنګه تعامل ورسره کوي او رسمیت ورڅخه غواړي؟ د ملا یعقوب اخوند خبرې واوره، هغه د اصلي اشغالګر پاکستان نوم هم نه شي اخیستلی، وایې بیا ناندرۍ جوړېږي، په خپله خپلواکې، ازادي او فتح لږ شکمن نه یې؟ په دې خبره هم غور درسره وکړه، که پاکستان اشغالګر نه درته ښکارېږي، د اشغالګر ملګری خو دی، ځکه ملا یعقوب په اشاره وایې چې امریکایې ډرون له پاکستانه راځي او زموږ هوایې حریم نقض کوي، بیا څنګه تعامل ور سره کوي؟ شاید طالبان زما د پوښتنې له ځوابه منډه واخلي او ما ته ووایې چې ته د اشغال ملګری وي، مرتد وي، غلام وي، او ...، خو دا زما د پوښتنې ځواب نه دی او نه په دې ټاپو او ښکنځلو پوښتنه ځوابېږي، ځکه هره پوښتنه چې معقول ځواب پیدا نه کړي، د خلکو تر منځ ژوندۍ پاته کېږي، که زه یې ونه کړم بل یې کوي. ځه، ستاسې په اند یې زه له دینه وتلی، خو که همدا پوښتنه له تاسې خپل دینداره او مجاهد ملګری وکړي، څه ځواب ورته لرئ؟ په پای کې کټ مټ هغه خبره درته کوم چې استاذ یاسر ملایانو ته کړي وه. طالبه! له امریکا ډالر واخله، خو د دین په نامه یې مه اخله، دین مه پلوره، په خپله هره ناوړه چاره د دین نوم مه ږده. یادونه: زما د خبرو د تائید لپاره لاندې دوه ویډیوګانې ووارئ، چې استاذ یاسر او ملا یعقوب اخوند څه وایې.

Rahmatullah Andar🇦🇫

34,229 Aufrufe • vor 1 Jahr

یوهیبتي ځناور ته غوږشئ وايي؛ هیڅوک حق نلري په حمارت نیوکې وکړي ډاکټرفیاض ساپۍ خبیث او مرتد انسان ده چې هرڅوک یې ملاتړ کوي هغه هم خبیثان او مرتدین دي. ښآااا نو تاسې قضاوت وکړئ چې افغانستان کې د حمارات حمارانو سره ژوند کیدلای شي؟؟!!! هغه کیسه ده چې وايي! ملانصرالدین یوه ورځ مېلې ته خپل "خر" روان کړی وو، خو "خر" يې ډیر وران وو چې هر څوک يې شاته تېرېده مخې په لغته یې واهه او چې مخې ته تیرېده خوله به آچاوه په میله کې خلکو ورته وویل چې دا "خر" خو دې ډیر نا ارامه دی هيڅوک یې نه اخلي، ده ورته وویل وروره! خرڅلاو ته مې نه دی راوستلی، فقط د کلي خلکو ته ښودل غواړم چې زه د داسې خرو سره ګذاره کوم😉 نو اوس زموږ بیچاره افغانان له داسې هیبتي خرو سره ژوند تیروي چې ټوله نړۍ یې خرتوب ته حیران دي پرون راهیسې ټوووووول حمارت سم چوي چې هلې آسمان ولوېده چې ولی حمارت باندې نیوکې شوي دي؟! هغه وخت لاړ چې جمهوریت کې به یوط.الب مخامخ کرزي او اشرف غني ته داسې خبرې وکړلې چی دنیا به یې په آؤریدو د کرزي حوصلې ته حیران وو خو هیچا به ط.الب ځناور ته ګواښونه نه کول نن یو سپین ږیري نیوکه کړې د حمارت په بغرې اور لګیدلۍ دی

Qari Eisa Mohammadi

39,312 Aufrufe • vor 3 Jahren

په کندهار کي د جنرال عبدالرازق د ځناورتوب او زرګونو وحشتونو یوه کوچنۍ بېلګه د هغه د یوه زنداني له قوله واورﺉ! زه شخصأ د جنرال رازق د وحشتونو، د بیت المال او ملي عوایدو د غلاو او اړوندو خیانتونو ذمه واري او مسؤلیت و هغو خاینانو ته راجع کوم، لکه کرزیان چي دغه بېسواده، د الله او د رسول د قانون څخه ناخبره او وحشي ځناور يې د خپلو شخصي ګټو، دښمنیو او عقدو د پاللو په موخه پر کندهار واکمن کړی ؤ. تاسي ټول ددې خبري شاهدان یاست چي ما شاوخوا یوه نیمه لسیزه پر چاپي رسنیو او ټولنیزو شبکو همدا نعرې وهلې چي د خرکار زامن او د وېش وحشي لغړی په لسګونو شخصي زندانونه لري، په زرګونو بېګناه وګړي د مرګ تر وروستي سلګیو پکښي شکنجه کوي او بیایې جسدونه د ډنډ ولسوالۍ د ابراهیم خلیفه بابا په رېګو، د بولدګ په رېګو، د میوند ولسوالۍ په دښتونو، د دامان او تخته پل په صحراو، د هلمند او د زابل ولایت په مربوطاطو کي غورځوي، لېکن همدغو ځناورو، ددوی افرادو، ددوی کاسه لېسو خبریالانو او تالۍ څټو ماته سپکي سپوري ویلې او زه یې په تعصب تورنولم، لېکن الحمدالله زما د مطبوعاتو فعالیت او راپورونو اخیر د حقیقت جامه واغوستل او ټول حقایق د لمر د رڼا پشان میدان ته راووتل، خو هماغه ځناور او د هغوی چاپلوسان نن اکثریت تښتېدلي دي او پاته کسان یې د شرمه چاته مخ نسي ورښکاره کولای او د ټولني له شرمه د مخ پټېدو ځای هم نلري. لېکن زه په اخیر کي د خرکار د زامنو (کرزیانو)څخه یوڅو سوالونه لرم، هغه دا چي: ایا په کندهار کي ددغو ځناورو د تقرر عاملین تاسو نه واست او ددوی د وحشتونو حامیان او ملاتړي نه واست او خپلي ګټي مو په دغو وحشیانو نه خوندي کولې او دښمنۍ مو نه پرې پاللې؟ ایا د لوی کندهار د شل کلن ناورین د بشري حقوقو د لومړنیو ضرورتونو د محرومیت عاملین تاسو نه واست؟ ایا تاسو د اشغال په موجودیت کي د فرعونۍ واکمنۍ دعوه داران نه واست؟ ایا تاسو په افغانستان کي د بدبختۍ او په خاص ډول د لوی کندهار د لسګونو زرو انسانانو د وژلو، د بمباریو، د کلیو او ولسوالیو د هموارولو او په زندانونو کي د ٩٩ فیصده پښتنو د بندي کولو عاملین نه واست؟ ایا تاسو په ټول هیواد کي د اداري او اخلاقي فساد د مروجولو او په ټوله نړۍ کي افغانستان د فاسد ترین هیواد د معرفي کولو عاملین نه واست؟ زه دا منم چي ا ا تاسو ته بخښه وکړه، لېکن که چیري تاسو ته د قضاوت او انصاف تله پلاس درکړو، نو خپلو شل کلنو سوابقو ته په کتو سره به تاسو خپل ځانونه وبخښی او تاسو به الله تعالی ته د خپلو ظلمونو د توجیه لپاره څه دلیل وړاندي کوﺉ؟

Mohammad Sharifi

18,983 Aufrufe • vor 2 Jahren

بسم الله الرحمن الرحیم د لوی اختر په راتګ خپل ملت او اسلامي اُمت ته صمیمانه مبارکي وړاندې کوم. فرارسیدن عید سعید قربان به مردم کشور و مسلمانان جهان مبارک باد. قربان هاییت بیرمنگیز مبارک. وطنوالو، د ستر ابراهیمي او اسلامي سنت بیا تازه کېدل چې همدا یې مبارکې شپې ورځې دي، موږ ته په خپلو ملي قربانیو د بیا فکر کولو یو فرصت برابروي. نژدې نیمه پېړۍ وشوه چې موږ د عمومي منفعت په نامه د فردي قربانیو سخت امتحان تېروو. سره له دې چې له دې امتحانه د ملت په توګه بریالي وځو، عمومي منفعت ته نه رسېږو او نتیجه یې ناکامي راوځي. همدغو مسلسلو سیاسي ناکامیو، زموږ هېواد له ترقۍ راګرځولی دی. د اوږدو لسیزو دا ملي ماته چې زموږ د ټولنې او هېواد روحي او جسمي روغتیا یې زیانمنه کړې، تل په خشونت کې منعکسه شوې ده. سره له دې چې د وروستیو شلو کلو د خشونت اصلي عاملینو یعنې طالبانو، د واک په نیولو یو څه کراري راوسته، خو خشونت یې ونه دراوه. دوی د دایمي او عادلانه سولې پرځای چې موږ غوښته، د منفي امنیت لاره غوره کړه او دا، لاسته راوړنه نه ده؛ دا جبري امنیت دی چې نتیجه نه ورکوي، ځکه افغانان وایي «په زور کلي نه کېږي»! منفي امنیت نه یوازې هوسایي را نه وسته بلکې طالبان یې، هم له افغانانو او هم نړۍ سره په تقابل کې ودرول چې فقط یوه خبره کوي: «نه یې منم!» دا یو بې ګټې دریځ دی، ځکه اصلي زیان یې وطن ته رسېږي چې فرصتونه بایلي. طالبانو یو ځل بیا د هدف او وسیلې تر منځ توپیر ونه شو کړای: واک یې قبضه کړ، خو مشروعیت ته ونه رسېدل او رسېدلی هم نه شول. له بلې خوا، دا هم ښکاره ده چې ملي ثبات له طالبانو پرته راتللی نه شي. د سولې او ثبات دایمي کېدل اوس په دې اړه لري چې له طالب سره د تېرو شلو کلو چلند صادقانه وڅېړل شي، په خطاګانو اعتراف وشي او له دې لارې، خشونت او غچ اخیستنې ته بهانې له منځه ولاړې شي. ددغې غچ اخیستنې اصلي بیه زموږ خویندې او وروڼه، زموږ ولسونه او نسلونه ورکوي. اوس باید هدف دا وي چې د بې اعتمادۍ فضا پورته او له دې لارې، نهیوازې اوسنيو، بلکې خپلو راتلونکو نسلونو ته سوله، مثبت امنیت او ملي وحدت تضمین کړو. هموطنان، خون و خشونت دومدار، روان جمعی ما را پیهم صدمه زده و شاید دیگر زمان آن فرا رسیده باشد که همه با هم، استفاده از آن به عنوان وسیله حصول به اهداف سیاسی را رد کنیم. استفاده معقول از فرصت موجود میتواند داستان نیم قرنه خون و آتش در کشور را به تاریخ تحویل دهد، مشروط بر اینکه بعنوان حربه ای برای حصول اهداف گروهی توسط طالبان مورد استفاده قرار نه گیرد. اکثریت آنها نیز شاید اکنون درک کرده باشند که گذار به یک امنیت پایدار، خواست ملی است و اگر با وجود واقعیت های عینی کنونی تحقق یافته نه تواند، مسوولیت عواقب آن بر دوش رهبران این گروه خواهد بود. اما برای رسیدن به این هدف، طالبان باید نخست با خود، در گام دوم با دین مقدس ما - اسلام که مخالف خشونت است، و بعد با ملت افغان صلح کنند. له اسلام سره د طالبانو سوله به د دین په پلمه د وطن، افغانانو او نړۍ په ارتباط د هغوی تنګ نظري له منځه یوسي او سترګې به یې هغو لارښوونو ته پرانستل شي چې پاک خدای (ج) خپل منلي رسول (ص) ته په قرآن شریف کې اورولې دي. د دوی اعمال او سیاستونه له ډېرو قرآني احکامو سره په ټکر کې راځي. د مثال په ډول، د الغاشیه سورت په ۲۱ آیت کې صریح الهي حکم دی چې تفسیر یې داسې راځي: «په یاد ولره چې ته نورو ته د یادونې او نصحیت له پاره استول شوی یې، نه ددې له پاره چې پر هغوی مسلط شې یا قضاوت وکړې. مجازات او مکافات هر چاته، په آخرت کې د الله (ج) له خوا ورکول کېږي». خو طالبانو د مکافاتو او مجازاتو الهي حق ځان ته اخیستی، لکه هماغسې چې یې د خلکو دونیایی حقوق د اسلام په نامه له هغوی ضبط کړي دي. خویندو او وروڼو، موږ غوښتل افغانستان د آسیا په متحرک زړه تبدیل کړو، پر نورو د تکیې پرځای، هغوی په ځان تکیه کړو، خو له بده مرغه د سمسورتیا دغه کاروان په نیمه لار کې ودرول شو. تاسې اوس حق لرئ له طالبانو وپوښتئ چې دوی څه غواړي او څنګه یې غواړي عملي کړي. کوم حالت ته چې دوی افغانستان ورساوه، آیا فکر کوئ دغه زړه به متحرک او ژوندی پاتې شي؟ همدا اوس هېوادونه هغه نړیوال بحران ته په تابیا بوخت دي چې پر جهان خپور دی او تر ډېرو کلونو به پاتې وي. آیا طالبان ددغه بحران په ژورتیا پوهېږي؟ آیا له هغه سره د مخامخېدو بشري، مالي او تخنیکي امکانات یې سنجولي دي؟ ځواب منفي دی، ځکه دوی د دین په نامه له ملت او دین سره په شخړه دي. د افغانستان طبیعي ثروت یې د عاجلې ګټې له پاره لیلام کړی او له دې امله یې ځان له تاریخي مسوولیت سره مخامخ کړی دی. نه طالبان دا مشروعیت او حق لري چې د افغانستان کانونه په پټو معاملو چاته ورکړي او نه بهرني هېوادونه او شرکتونه دا حق لري چې د مشروعیت په خلا کې د هېواد زېرمې تالا کړي. زموږ جغرافیه، زموږ فضا، زموږ اوبه، زموږ چاپېریال او نور، زموږ د کانونو غوندې ډېر ارزښتناک دي او هره ذره یې دقیق پام او ساتنه غواړي. هموطنان، در اینجا میخواهم از افغانان متواری در کشور های دیگر به خاطر خدمات صادقانه شان به مردم اظهار سپاس کنم که با زحمات خود عزت و آبروی افغانها را تامین کردند. اکنون هم با وجود دوری فزیکی، آنها هر لحظه در کنار وطن و مردم خود قرار دارند و دردی را که مردم در داخل متحمل می شوند، اینها در غربت به دوش می کشند. تجربه جهانی دیاسپورا همواره شاخص های مثبت و منفی داشته که افغانها نیز از آن مستثنی بوده نمی توانند. در حالیکه آشنایی با جهان باعث رشد فکری و مسلکی شده است، خلای ایجاد شده، زمینه دامن زدن به نفاق ملی توسط بعضی ها را نیز مساعد ساخته است. اما افغانهای مقیم خارج نه باید حق نمایندگی خود را به یک حلقه کوچک نفاق افگن بسپارد. شما باید وسیلهٔ یک اندیشه سازنده شوید تا ازین حالت بیرون بیایید. خوشبختانه فرصت ها و چاره های زیادی برایتان میسر است که از آن به نفع جامعه خود در خارج و داخل استفاده نمایید. یکی از این راه ها، دیجیتل سازی و کار روی ایجاد یک افغانستان دیگر در فضای مجازی است که محور تجمع هموطنان ما در خارج شود. زندگی در غربت، هیچګاه برای هیچ کسی یک انتخاب طبیعی نه بوده است و به همین دلیل است که به قول مولانای بزرګ، «باز جویند روزگار وصل خویش». عودت منسجم و با عزت مهاجرین افغان از ایران و پاکستان در چهارچوب یک صلح پایدار، در صدر برنامه های کاری ما قرار داشت. اکنون تنها ثبات سیاسی، صلح پایدار و امنیت دوامدار امکان برگشت پنج ملیون مهاجر افغان، از جمله سیل مهاجرین ماه های پسین را فراهم کرده می تواند. خویندو او وروڼو، اوس ددې وخت رارسېدلی چې هېواد کې د لوبې اصول مشخص شي او هغه دا چې باید نتیجې ته ورسېږو چې څه غواړو. د نظام شکل او اساسي قانون باندې باید نتیجې ته ورسېږو؛ حدود د بحث باید واضح شي، خو فیصله باید ولس وکړي. همدا مشروعیت ته د رسېدو لاره ده. ولس له جنګسالارانو نه هم د پوښتنې حق لري چې ولې یې طلایي فرصتونه ضایع او خپل جېبونه او بانکونه ډک کړل. دلته زه له دې فرصت نه په استفادې غواړم په ډاګه ووایم چې تر هغو په ما پورې اړه لري، د افغانستان په سیاسي ډګر کې له جنګسالارانو سره یو ګام پورته کولو ته هم چمتو نه یم. خو د هغوی د سیاسي سرنوشت او هېواد کې د اوسېدو د حق په ارتباط فیصله د ولس لاس کې ده. په دې برخه کې یوه پاک احتساب ته اړتیا ده چې د سو‌ٔ استفادې عمق روښانه او بیا د هغې له مخې پرېکړه وشي. د طالبانو سیاسي ناتوانۍ او د ډېرو سیاستوالو مفکوروي افلاس روښانه کړه چې د مسالې حل د دوی تر وس پورته دی. موږ باید اوس ټوله هڅه ددې له پاره وکړو چې مشروع نظام زر جوړ او قانونیت تامین شي چې له موږ سره د ولس پاتې امانت ور وسپارل شي. دغه هدف ته د رسېدو له پاره یوې دریمې لارې ته اړتیا ده او زه، بې له دې چې د وطن له خیر پرته ځان ته څه وغواړم، چمتو یم په خپلو نظریاتو ددغې لار نقشې په جوړولو او بریالي کولو کې مرسته وکړم. ژوندی دې وي افغانستان زنده باد افغانستان یشه سین افغانستان

Ashraf Ghani

428,007 Aufrufe • vor 3 Jahren

بسم الله الرحمن الرحیم د کوچني اختر په رارسېدو، د نړۍ ټولو مسلمانانو، خپل ګران ولس او د وطن د شهیدانو کونډو او یتیمانو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم. عزیز وطنداش لر! هاییت بیرمنگیز مبارک. عید سعید فطر بر کافه هموطنان خجسته باد. اِنشا‌ءالله که عبادات همه ما، در ماه مبارک رمضان، به درگاه خداوند متعال مقبول افتاده باشد. در حالیکه، در تجلیل ازین آیام خجسته به برادران و خواهران مسلمان خود در سرتاسر جهان می پیوندیم، همچنان از آنها می طلبیم تا با ملت ما در برابر گروهی که به نام دین مقدس اسلام افغانان را گِروگان گرفته اند، اظهار همدردی و همبستگی نمایند. ګرانو خویندو او وروڼو، دادی زموږ یوه بله روژه بیا په یوه مبهمه واکمنۍ کې په ملي اندېښنو تېره شوه. دا پټه واکمني، د یوه خفیه سازمان له خوا، تر پټ مخي مشرتابه لاندې چلېږي. دوی زموږ ګران وطن په شدت سره منطقوي سپکاوي، بین المللي اِنزوا او ملي تشتت خواته روان کړی دی. هموطنان عزیز! امروز، با جهانی از یأس می بینیم که به جای مقابله با اختناق ِ گروه خفیه حاکم، کشور ما از سوی بعضی ها، خواسته یا نا خواسته، به سوی بحران هویتی کشانده می شود. آسیب های این بیماری، در صورت عدم جلوگیری، دراز مدت و خطر ناک خواهد بود. این بحران، اساساً ریشه در زشتی های فكری نیم قرن اخیر دارد. مهاجرت های اجباری در این دوران، حس تعلق به میهن مشترک را تضعیف کرد و به سود جویان موقع داد تا به نام قوم از آن استفاده های شخصي نمایند. در حالیکه، پیوند مردم کشور، با هویت تاریخی و سرزمین واحد، افتخار مشترک همه ماست که تنها در افغان بودن تجسم یافته می تواند. اکنون بر جوانان و زنان آگاه کشور است که مالکیت در مساله بحران هویت را بدست خود گرفته و چون نماد وحدت ملی و یک دلی تبارز نمایند. هېوادوالو، افغانستان په تاریخي لحاظ خپل قوت د خپلو قومونو او ژبو له رنګارنګۍ تر لاسه کړی دی. په تېرو زرو کلو کې، جلا جلا قومونو په دې خاوره حاکمیت کړی او نور ولس ورسره د ګډ افغان وطن په لمن کې یو ځای شوی دی. اوس دغه لرغوني تاریخ ته له پام پرته له بېلابېلو خواوو، زموږ مشترک ملي هویت تر حملې لاندې دی. په دې برخه کې، حاکمه ډله تر نورو ډېر زیان پېښوي. دوی هر هغه څه چې زموږ ګډ ملي افتخارات دي، له منځه وړي. د دوی هڅې چې په اشتباه پښتنو ته منسوبېږي، په دغه قوم هیڅ اړه نه لري. دوی یوازې پښتو وایي، خو پښتو نه کوي. پښتو کول یې زده نه دي. دوی حتی د نجونو د زده کړو او کار مساله کې په پښتنو او نورو قومونو تهمت وایي چې ګویا دا بندیز د هغوی د کلتوري ارزښت له مخې لګېدلی دی. خفیه سازمان په حقیقت کې له ټولو ملي ارزښتونو سره د ضدیت تګلاره غوره کړې او "نه منم" یې په خپل رسمي سیاست اړولی دی. خواهران و برادران، وضعیت بشری در کشور به شدت رو به وخامت میرود و تا کنون تنها کمک های بشری جلو یک بحران تمام عیار را گرفته است. اما تاریخ شاهد است که هیچ ملتی، به گدایی بقا نه یافته است. حال باید ثابت شده باشد که سازمان خفیه طالب از مدیریت اقتصاد کشور عاجز است. از سویی هم با وضع محدودیت اخیر بر کار زنان در موسسات، طالبان روند کنار زدن کامل آنها را از زندگی اجتماعی و اقتصادی عملاً تکمیل نمود. بدون شک این اقدامات، از روی محاسبه های خاص صورت می گیرد تا کشور به انزوای مطلق برود و مردم زندگی در کشور را ناممکن بیابند. اوضاع جاری از ما می طلبد تا تلاش برای یافتن راه های بدیل در اولویت کار ها قرار گیرد. فقر عمومی در کشور در حالی بیداد می کند که رهبران طالب، به ثروتمندترین افراد در تاریخ حرکت های یاغی مبدل شده اند. ثروت آنها بر علاوه ربودن غیر قانونی عواید ملی، از قاچاق اسلحه و مواد مخدر فراهم می شود. راه بیرون رفت از غربت زده گی فعلی در خود کفایی اقتصادی کشور است که با تبدیل شدن آن به حلقه وصلِ قاره ها، قابل دستیابی است. وطنوالو، زه یو ځل بیا دا حقیقت تکراروم چې هیڅ جابر اقلیت په افغانستان کې په زور نه ده ګټلې او ولس یې د غرور جام آخر ورمات کړی دی. ظالمان ټول په یوه قومي اقلیت پورې اړه لري چې هغه ته استبداد وایي. هماغسې چې جنگسالاران زموږ د سترو قومونو – تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو، ترکمنانو، بلوڅانو، نورستانیانو، پشه یانو او نورو نمایندګی نه شي کولی، طالبان هم هیڅکله د پښتنو استازي نه وو او نه دي. د دوی دواړو عملونو، افغانان له عدالته محروم کړي دي. طالبان په هیڅ ډول د خپل واک ظالمانه ماهیت نه شي پټولی او ځکه یې د مشر له نامه نصیحتونو کې خطرناکو عواقبو ته اشارې لیدل کېږي. خو داسې هېڅ نښه نه شته چې وښیي دغې ډلې دې د خپل مخکني حاکمیت له بدکاریو او د جنګسالارانو له سرنوشت نه عبرت اخیستی او په عدالت باوري شوې وي. خویندو او وروڼو، زه د اختر په مناسبت یو ځل بیا حاکمې ډلې ته وریادوم چې د انحصار لار تباهي ده. وطن یوازې په ملي او ولسي سوله او عادل نظام جوړېدلی شي. موږ څلور کاله وړاندې، د با عزته سولې لور ته اول ګام د اختر په اوربند پورته کړ. دا د افغانستان د بحران تاریخ کې بې سابقه کار و چې متخاصمې خواوې د توپکو خولې یوځای بندې کړي. هلته دا امکان جوړ شوی و چې ملت طالبانو ته غېږه ورکړي او د دواړو خواوو دردونه ټکور شي. خو منفعت غوښتونکو سوله وتښتوله او پر ځای یې هغه څه راوړل چې اوس هیڅوک نه شي قانع کولی. هغه وخت موږ د باعزته سولې چوکاټ وړاندې کړ او که په هغه اساس، له شرطونو پرته ملي خبرې شوې او په ګډه د حکومت شکل ټاکل شوی وای، اوس به دا مشکلات نه وو. زموږ طرحه له ملت سره د طالب سوله وه، خو پر ځای یې طالب له جنګسالارانو سره سولې ته کېنول شو او ځکه نه سوله راغله او نه وطن آرام شو. نو تر هغو چې فرصت کاملاً له لاسه نه دی وتلی، باید بېرته هماغه چوکاټ ته ستانه شو او د ملت د ګټو له مخې حقیقي ملي سوله راولو چې پر عدالت او مساوات ولاړه وي. اوس یې وخت دی چې په دې بیا فکر وکړو چې: "یا به یو کېږو، که نه ورکېږو!" یشه سین افغانستان زنده باد افغانستان ژوندی دې وي افغانستان

Ashraf Ghani

455,717 Aufrufe • vor 3 Jahren

بسم الله الرحمن الرحیم زه هغه څه چې زموږ له مهاجرینو سره د اجباري ستنولو برخه کې روان دي، په ډېرې اندېښنې له نژدې تعقیبوم. دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی. دې خبرې به یوځل بیا هغو کسانو ته هم چې ځانونه یې له ملي مشارکت نه ایستلي، ثابته کړې وي چې نور، دوی هم تر همدغه تعریف لاندې راولي. له بلې خوا، د طالبانو حرکت هم باید پوه سي چې اعمال یې پر ټولو افغانانو، د نړۍ هره برخه کې چې وي، تاثیر کوي او مسوولیت یې په دوی راځي. در عین حال، باید به این حقیقت تلخ اعتراف نمود که کشورها، زمانی که دُچار بحرانهای اجتماعی و اقتصادی می گردند، لبه تیز انتقاد خود را متوجه مهاجرین می سازند و تلاش می کنند بار ملامت را به گردن آنها بیاندازند. این پدیده، تنها به منطقهٔ ما اختصاص نه داشته و عمومیت جهانی دارد. به امریکا بنگرید، و یا آنچه را در اروپا اتفاق می افتد، پیش خود مجسم سازید. بحران جاری، پدیده یک روزه نه بوده و منحصر به پاکستان هم نه می ماند. تحلیل های اخیر از ایران تاکید بر آن دارد که جمعیت مهاجرین افغان در آن کشور در ظرف دونیم سال گذشته، دو برابر شده و از دو نیم ملیون به پنج ملیون رسیده است. برخورد با آنها نیز به حال سابق نه مانده است. افغانستان د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه، د خپلو مهاجرینو له باعزته ستنولو پرته بله لار نه لري. زموږ دوو ګاونډیو هېوادو کې په خاص ډول، او په نوره نړۍ کې په عمومي توګه، د افغان مهاجرینو کثرت او د هغوی له پاره د عاجلو اقداماتو ضرورت، هم زموږ ملت او هم د طالبانو حرکت له یوې دوراهي سره مخامخ کړی دی. له هغې نه د وتلو یواځینۍ ښه لار، مشترکاً یو سم انتخاب ته رسېدل دي. دلته یوه لار، نورې انزوا او لا ډېر انحصار ته ځي او بله ملي وحدت او ملي، منطقوي او بین المللي مشروعیت ته ځان رسوي. راهی که به انحصار و انزوا منتج می گردد، حد اقل در این پنج بُعد خلاصه می شود: ۱ – انکار از وخامت اوضاع. تمام نشانه ها حکایت از آن دارند که حالت وخیم و دیرپا است و بدون یک راه حلِ درست، به سوی وخامت بیشتر خواهد رفت. ۲ – اتکا به جبر و استبداد. در جامعه ای که پنج اصل اساسی حقوق اسلامی (مصوونیت زندگی، مصوونیت دین، مصوونیت دارایی، مصوونیت اجتماعی و مصوونیت عقل) عملاً وجود نه داشته باشد، اوضاع بحرانی تر شده و منجر به صدور فیصله های تَحَکُم آمیز و تَعمیل استبدادی آن می گردد. عواقب این روش و طرز فکر آنی، جدی و دیرپا خواهد بود. ۳ – د اجتماعي افراط او تفریط لا ژورتیا. د اسلام د مبین دین د تعلیماتو او د خلفای راشدینو د کړنلارو په خلاف، همدا اوس په ټولنه کې د افراط او تفریط میزان په چټکۍ سره ډېرېږي. دې ډول افراط او تفریط ته زموږ په دیني تعالیمو کې هیڅ ډول اساس نه شته او نه یې ولس په حقه او مشروع بولي. ۴ – په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدل. د طالبانو ادارې لا دمخه، عملاً په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د مهاجرینو په راتګ، له نوي بحران سره دا اتکا نوره ډېرېږي. خو دا باید هېره نه شي چې افغانستان، نور نه د جهانیانو د پام په مرکز کې دی او نه د نړۍ ولسونه یا حتی هغه هېوادونه چې پخوا یې د طالب حرکت ملاتړ کاوه، د افغانانو له پاره د کومې اساسي چارې یا د ستونزې د حل په فکر کې دي. له طالبانو سره د هېوادونو مخکني روابط د هماغو شرایطو او خاصو معاملو له پاره وو چې هغه مرحله نوره پای ته رسېدلې ده. ۵ – بروز همزمان بحرانهای متعدد. تراکم و بروز بحرانهای اقتصادی و اجتماعی بطور همزمان، بحران سیاسی را عمیق تر و پیچیده تر خواهد ساخت و خدا ناخواسته، وضعیت امنیت منفی را به یک بحران تمام عیار امنیتی مبدل خواهد ساخت. خو په دې دوراهي کې د دویمې لارې انتخاب هم روښانه او واضح دی او دا پنځه بُعدونه یې اساسي برخې جوړوي: ۱- د اوضاع د جدیت منل او درک کول. په دې ډول منلو او درک کولو کې باید د ملت لویه برخه، د طالبانو حرکت او د هېواد لوی او عمده قشرونه ټول په ګډه سهم ولري. ۲- د ملي او بین المللي مشروعیت له پاره لازمي اجماع. د لازمي اجماع مقصد د ملت ډېره برخه، خاصتاً هغوی دي چې «خاموش اکثریت» بلل کېږي. دا ډول اجماع، خودگذري او د اوسنیو او راتلونکو نسلونو له خوا د یوې ښې آینده په هیله په شخصي او فرقه یي ګټو د ملي ګټو د برترۍ منل غواړي. هدف «د آزمایلو بیا آزمایل» یا پر اشخاصو ټینګار نه دی. اصلي ټکی، د داسې یوه شفاف بهیر چمتو کول او جوړول دي چې د افغانستان ټول خلک په کې د خپل سرنوشت د ټاکلو له پاره د خدای ورکړو حقونو د استعمال واک او امکان پیدا کړي. در پهلوی آن، ضرورت به تأمین بی طرفی دوامدار افغانستان به حیث یک کشور مستقل در قلب آسیا، در تعامل با کشورهای همسایه، با آسیای متحرک، با جهان اسلام و با جامعه بین المللی می باشد. ۳- ایجاد دیدگاه و نقشهٔ راه برای مدیریت بحران های فعلی و جلوگیری از بحران های آینده. از تجارب بین المللی، بخصوص از مشکلاتی که کشورِ توانمندی مثل جرمنی پس از جذب بیش از یک ملیون مهاجر خارجی در چند سال قبل با آن مواجه شد، باید درس گرفت. با توجه به این، افغانستان حد اقل به ۹ درصد رشد سالانه اقتصادی، برای حد اقل بیست سال آینده نیاز دارد تا قادر به ایجاد فرصت هایی شود که جذب و ادغامِ با عزت مهاجرین در جامعه را، تسهیل و تضمین می نماید. ۴- نیاز به انسجام ظرفیت ها، منابع و سرمایه های داخلی با هدف ممکن سازیِ تطبیق این نقشه. خوشبختانه، ما دارای سرمایه های قابل ملاحظهٔ پنهان هستیم که با تامین مشروعیت ملی و ایجاد همکاری های منطقوی و جهانی میتوان به رشدِ موردِ نیاز اقتصادی، و فراهم سازیِ زندگی آبرومندانه برای تمام زنان، مردان، کودکان و جوانان کشور دست یافت. اما چنین روندی نیازمند تشخیصِ روشنِ ظرفیت های لازم و به کار انداختن آنها، بدون هرگونه خود پسندی، تبعیض و یا تاکید بر منافع یک اقلیت کوچک می باشد. ۵- خشونت مسلحانه بمثابه مانع اصلی در راه ایجاد یک دولت خدمتگذار. جنگ های پیهم چهل سال گذشته، سدِ بزرگی در راه اصلاحاتی قرار داد که در نتیجه آن ممکن بود یک دولت فعال و خدمتگذار، اقتصاد پویا، وحدت اجتماعی و ثبات سیاسی ایجاد و استحکام یابد. اگر می خواهیم که با گذشته تلخ خود وداع کنیم، لازم است تا همان اصلاحات را با خونسردی، تأمل دقیق، اقدامات عملی و استفاده از طرحهایی که در محیط و ماحول ما امکان تطبیقِ عملی داشته باشند، نه با نسخه برداری های کورکورانه، مجدداً آغاز و به سرانجام برسانیم. د نړۍ ډېر لرې او نژدې هېوادونه اوس، له هم زمانو او مسلسلو بحرانونو سره مخامخ دي. نړۍ د تېرو پنځو لسیزو له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي روابطو نه د وتلو او یوه داسې نوي نظم او نظام ته د ننوتلو په حال کې ده چې شکل او څرنګوالی یې لا پوره ترسیم شوی نه دی او د لوبې قواعد یې روښانه شوي نه دي. د نړۍ د تاریخ په دې حساس پړاو کې د هېوادونو او ولسونو بری یا ماته د هغوی په درک او ملي عواطفو پورې اړه پیدا کوي. هغوی چې ځانونه پخپله ویشي او جلا کوي او خپل ستروالی او ارزښت قصداً ټیټوي، له نورو عمیقو بحرانو سره مخامخېږي او حتماً به د خپلې لارې په موندلو او انتخاب کې اشتباه کوي. خو هغوی چې واقعیتونه درک کولی، د اوضاع وخامت لیدلی او پېژندلی او لاسونه سره ورکولی او زړونه سره نژدې کولی شي، ددې توان او امکان مومي چې بحرانونه په فرصتونو تبدیل کړي. افغان مهاجرینو د کورني بحران په ټول بهیر کې، په پاکستان کې د پناه او ژوندانه امکانات موندلي او خاصتاً د کرښې د هغې خوا پښتنو او بلوڅو ولسونو او سیاسي مشرانو له ملاتړ او ننګې برخَمَن پاتې شوي دي. دغه مرسته او ملاتړ نن هم په هماغه حال پاتې دی. دا حقیقت له اوسني اجباري اخراج سره په مخالفت کې، چې د پاکستان د واکمنو له خوا ترسره کېږي، یو ځل بیا روښانه وځلېد. افغانان د خپلو پښتنو او بلوڅو خویندو او وروڼو ددغه ملاتړ او خواخوږۍ قدرداني کوي. اوس هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغانان، که په مجازي صفحو کې وي یا ولسي غونډو کې، یو ملي بحث او ګفتمان باندې موافقې ته ورسېږي چې د خپلو مهاجرو خویندو او وروڼو مشکلاتو ته مشترکاً یوه لاره پیدا کړي. ددغو بحثونو اساس به دا وي چې عمومي ګټې تل پر شخصي او فردي ګټو لوړوالی لري. له دې لارې د مهاجرینو د اوسني بحران سره د برخورد په ارتباط یوه ضروري اجماع جوړېدلی شي. د ملت په مقابل کې زموږ مسوولیتونه او د قیامت په ورځ د پاک خدای (ج) په حضور کې زموږ د حساب ورکولو څرنګوالی له همدې سره رابطه لري. یشه سین افغانستان زنده باد افغانستان ژوندی دې وي افغانستان

Ashraf Ghani

406,498 Aufrufe • vor 2 Jahren