Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

ویډيو: د اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د روسیې د نړۍوالې امنیتي غونډې په څنډه کې د دغه هېواد د امنیت شورا له منشي، سرګيي شویګو سره د پوځي او تخنیکي هوکړې د لاسلیک پرمهال وايي، افغانستان له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ...

23,515 просмотров • 3 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني د پنجشېر ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی. د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لټون وایي، ښاغلي حقاني د پنجشېر د والي حافظ محمد آغا حکیم په دفتر کې له والي او ولایتي مسوولینو سره لیدلي او د خلکو د ستونزو، پراختیايي چارو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو او فرمانونو د پلي کېدو په اړه یې خبرې کړې دي. ښاغلي لټون ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر د پنجشېر د خلکو او ولایتي ادارې ترمنځ ښې اړیکې او همغږي مهمه بللې او ویلي یې دي چې د خلکو او ادارو نږدې اړیکې د ستونزو په ښه حل کې مهم رول لري. ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی چې پنجشېر ته به لا ډېره پاملرنه وشي، ځکه د ده په وینا، د دغه ولایت خلک له اقتصادي ستونزو او ځینو وروسته پاتې‌والي سره مخ دي او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. په دې لیدنه کې قومي مشرانو، علماوو، مخورو او د پنجشېر د مرکز او ولسوالیو د خلکو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې له وزیر سره شریکې کړې. حقاني پر ملي یووالي، ورورولۍ او ګډې همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د پنجشېر د خلکو د یووالي او همغږۍ د له منځه وړلو هڅه وکړي.

1TVNewsAF

10,680 просмотров • 12 дней назад