Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

ویډ‌یو: کورنیو چارو وزیر د خوست او پکتیکا د دوو قومونو ترمنځ سل‌کلنه دښمني حل کړې ده د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني په منځګړیتوب د خوست د سپېرې ولسوالۍ او د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ د بوريخېلو او ګیانخېلو قومونو ترمنځ څه باندې سل‌کلنه دښمني پای ته...

19,284 görüntüleme • 1 ay önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني د پنجشېر ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اورېدو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی. د پنجشېر والي ویاند سیف‌الدین لټون وایي، ښاغلي حقاني د پنجشېر د والي حافظ محمد آغا حکیم په دفتر کې له والي او ولایتي مسوولینو سره لیدلي او د خلکو د ستونزو، پراختیايي چارو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو او فرمانونو د پلي کېدو په اړه یې خبرې کړې دي. ښاغلي لټون ویلي، چې د کورنیو چارو وزیر د پنجشېر د خلکو او ولایتي ادارې ترمنځ ښې اړیکې او همغږي مهمه بللې او ویلي یې دي چې د خلکو او ادارو نږدې اړیکې د ستونزو په ښه حل کې مهم رول لري. ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی چې پنجشېر ته به لا ډېره پاملرنه وشي، ځکه د ده په وینا، د دغه ولایت خلک له اقتصادي ستونزو او ځینو وروسته پاتې‌والي سره مخ دي او ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. په دې لیدنه کې قومي مشرانو، علماوو، مخورو او د پنجشېر د مرکز او ولسوالیو د خلکو استازو خپلې ستونزې او غوښتنې له وزیر سره شریکې کړې. حقاني پر ملي یووالي، ورورولۍ او ګډې همکارۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د پنجشېر د خلکو د یووالي او همغږۍ د له منځه وړلو هڅه وکړي.

1TVNewsAF

10,680 görüntüleme • 1 ay önce

بېړنی خبر❤️💚💙 د بلوچستان جمهوریت له پاکستان څخه د خپلې خپلواکۍ اعلان وکړ؛ دا د ټولې سیمې لپاره یو زېری او خوشخبره ده. بلوچستان د ۱۹۴۷ کال د اګست په یوولسمه نېټه د خپلې خپلواکۍ اعلان کړی و، او د دغه تاریخي اعلان بیا تازه کول تېر کال د مې په نهمه د میر یار بلوچ له خوا ترسره شول. د همدې دریځ له مخې، د ریپبلک آف بلوچستان پلویان باور لري چې بلوچستان اوس یو خپلواک هېواد دی. له همدې امله، د بلوچستان د خلکو په اند، د افغانستان حکومت، چې یو باوري او نږدې ګاونډی هېواد ګڼل کېږي، کولای شي د بلوچستان د خپلواک هېواد په توګه د رسمیت پېژندنې بهیر پیل کړي او په دې توګه د لومړي اسلامي هېواد په توګه دا ګام پورته کړي. د دې لیدلوري له مخې، که افغانستان بلوچستان په رسمیت وپېژني، نو د نړۍ نور هېوادونه به هم د بلوچستان د سفارتونو د پرانیستلو اجازه ورکړي، او د دوی په باور به دا بهیر د پاکستان د ترهګرۍ د پای ته رسېدو او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي. افغانستان او بلوچستان د سلګونو کلونو راهیسې د تاریخ، کلتور، ژبې، سوداګرۍ او ولسي اړیکو له لارې یو له بل سره ژورې اړیکې لري. د دواړو سیمو خلک د مېلمه پالنې، متقابل درناوي، ګډو دودونو او سیمه‌ییزو ارزښتونو له امله یو بل ته نږدې پاتې شوي دي. د دواړو ولسونو ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو، علمي او فرهنګي اړیکو او ټولنیزو تګ راتګونو اوږد تاریخ د دې دوستۍ څرګندونه کوي. همدا تاریخي او فرهنګي اړیکې د دواړو ولسونو ترمنځ د متقابل تفاهم، همکارۍ او ښه ګاونډیتوب د لا پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک بنسټ ګڼل کېږي، او هیله کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه اړیکې د سولې، سوکالۍ او متقابل درناوي پر بنسټ لا پراخې او ټینګې شي. Youtube video by NDTV

Mir Yar Baloch

35,341 görüntüleme • 2 ay önce

تېره شپه د سخت باران له امله د غزني ښار په سیندونو کې اوبه راډېرې شوې. د شپې په تیاره کې د اوبو شور او چټک بهیر وېروونکې منظره جوړه کړې وه؛ یو شمېر خلک له کورونو راوتلي وو، له نږدې یې د اوبو ننداره کوله او د احتمالي سېلابونو راوتلو اندېښمن کړي وو. ځايي خلکو ویل، د خوګیاڼو ولسوالۍ له لوري د باراني اوبو کچه لوړه شوې وه او وېره موجوده وه چې اوبه د غزني ښار ځینو سیمو ته ورسېږي. د معلوماتو له مخې، د اوبو یوه لاره د کډوالو ښارګوټي ترڅنګ تېرېږي، له قلعه قدم سیمې څخه د بلخ دروازې ترڅنګ د کابل–کندهار پر عمومي لویه لاره اوړي او وروسته د قلعه نو او پیرزادې سیمو ته رسېږي. د اوبو بله لاره بیا د سیاقول له لارې د غزني ښار قلاتي او غیب قلندر سیمو ته غځېدلې ده. سیمه‌ییزو چارواکو هم د وضعیت د څار او احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی و او له خلکو یې غوښتي وو چې سیندونو او سېلابي لارو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

Pajhwok Afghan News

12,919 görüntüleme • 2 ay önce